د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان ادبي ټولنې اسلام گل شيرزاد خپل مشر وټاکه .

07.06.2008 21:49
افغان ادبي ټولنې خپله اوونيزه غونډه د ١٣٨٧ ل هـ کال دغبرگولي دمياشتې په ١٧ نېټه ، چې د ٢٠٠٨ عيسوي کال دجون دمياشتې دشپږمې نېټې سره برابره وه بورډزيارت داورگاډې پاټلى ترڅنگ په پي سي ايس  کالج کښې دښاغلي محمد عارف همدرد په رياست ، چې مشر مېلمه په کښې علامه عبدالستار محمدي وکړه ، د وياندوي چارې واحدالله خاکسار پرمخ بيولى ، غونډه دښاغلي قاري نصر الله له خوا دقران کريم دڅو مبارکو ايتونو په تلاوت پېل شوه دا ، چې ښاغلى نظيرالحق قريشي دافغان ادبي ټولنې رييس او ښاغلى تحسين الله تحسين يې مرستيال و دخپلې دندې څخه يې دځينو مشکلاتو په اساس دتېرى جمعې په ورځ په غونډه کښې استعفى وړاندې کړه نو په همدې اساس گډونوالو استاد قاري اسلام گل شېرزاد دغونډې رييس وټاکه .
پرېکړه وشوه ، چې دغونډې رييس استاد قاري اسلام گل شيرزاد به دکابينې نور غړي هم ټاکي او په راتلونکي غونډه کښې به يې اعلانوي او بيا به دغونډې دگډونوالو له خوا پرې فيصله کيږي .
شيرزاد دمننې په ترڅ کښې گډونوالو ته مخ ورواړوه او ورته وويل :لکه څرنگه مو ، چې دښاغلى نظيرالحق قريشي ملاتړ کاوه دغسې به زما سره هم خپلې هلې ځلې نه سمپوئ .
ټولو گډونوالو ورته په ځواب کښې وويل ، چې مونږ دټولنې دپرمختگ لپاره هر رنگه مرستې ته حاضر يو اوپه يو ميدان کښې دې هم ځان ته نه پريږدو بيا هر گډونوال په خپل وار سره استاد قاري اسلام گل شيرزاد ته درياست مبارکى ورکړه ، ديادونې وړ ده ،چې ښاغلى تحسين الله تحسين دکابل څخه دگرځنده اړيک له لارې گډونوالو ته سلامونه او استاد قاري اسلام گل شيرزاد ته درياست مبارکى ورکړه په اخره کښې ازاده مشاعره وشوه ، چې  دغو گډونوالو په کښې برخه اخستې وه .
سيارکاموال،عتيق الله همدرد ، قاري نصرالله ،رحمت الله سمسور،ضياالرحمن ، سميرافشاري ، ملنگ غر ، کريم خان ، سيدعمران شهيد،نجيب الله اکرامي ، شيريان اغا احمد يار ، قاري اسلام گل شيرزاد،عطاالله سادات ، ننگيالى بهار،محمد امين ، اسرار ، صفي الله ، فضل ربي رستم ، فقيرمحمد دوراني ، عبدالستار غيرت عبدالوهاب څاروان ، محسن صديقي ، نظيرالحق قريشي ، عبدلله ، ډاکټر اسماعيل نيازي او حافظ الله ،واحد الله خاکساراو محمد عارف همدرد.
يادونه :
دټولنې په اړه نيوکې ، وړانديزونه ، مطالب او ليکنې په لاندې برېښنا ليک راولېږئ
Abdurazaqhabibi@gmail.com