د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ( خپلواکۍ ) د فرهنګي خدمتونومرکز مننلیک

د ( خپلواکۍ ) فرهنګي مرکز 04.06.2008 14:15
پرون د افغانستان د اسلامي جمهوریت د وزیرانو شورا  د افغانستان د زیاترو وګړو ، او په ځانګړې توګه د افغانستان د هېوادپالو سیاست پوهانو ، د ملت د  یو شمېر استازو ، څېړونکو ، خبریالانو ، لیکوالو او ژورنالیستانو د پرله پسې غوښتنو او اعتراضونو  له امله او د هېواد  دروانو کړکېچنو حالاتو د سمې ارزونې په پایله کې  په هېواد کې د وګړو سرشمېرنه د دوو نورو کلونو وځنډوله . موږ په دې توګه د افغانستان د ښاغلي ولسمشر ، اود ټولو هغو کسانو ، ډلو او ټولنو له هېوادپالونکو هلو ځلو او پر ځای  پرېکړو هرکلی کوو او د دغه شان یوې ملي فیصلې په ترسره کولو  کې له دوي ټولو څخه مننه کوو .
په ډنمارک کې د افغانستان او ډنمارک د فرهنګي خدمتونو مرکز هم په خپل وار ددغه شان سرشمېرنې  د بېړنۍ ترسره کولو غندنه کړې وه او په خپل اعتراض لیک کې یې دا څرګنده کړې وه چې دغه شان یوه سرشمېرنه په اوسنیو حالاتو کې د ملت  په ګټه نه چې لا ډېره زیان راوړونکې او د نویو ټکرونو  زېږونکي کې به هم وي  .زموږ په اعلامیه کې راغلي و چې ((په اوسنیو جنګي حالاتو او نا امنو شرایطو کې  په دغه شان سر شمېرنې سره به نه یوازې د ملت د یو قاطع اکثریت ( هغوي چې په نا امنو ولایاتو کې  ژوند کوي ، یا د ړندو بمباریو له کبله بې ځایه شوي او یا هم د  روان چور ، تالان ، ترور ، ډله ایزو وژنو  او وحشت له لاسه ګاونډیو او د نړۍ نورو هېوادو ته مهاجر شوي )   حق تر پښو لاندې شي  چې د پردیو په تېره بیا د ایران ، پاکستان او یو  شمېر نورو افغان دښمنه ګاونډیو او لرې هېوادو عمالو او جواسیسو ته د کورنۍ شخړې د دوام ورکولو لارې هم اوارې شي .)) .موږ په خپل دغه باور اوس هم ټینګار کوو  او دا هم څرګندول غواړو چې که په راتلونکي کې هم د وګړو سرشمېرنه عادلانه ، منصفانه ، کور په کور ، انسان په انسان ، او د پردیو مخصوصا د ایران د مداخلو نه بهر نه وي ، بیا به هم  پیش بیني شوي زیانونه له ځان سره ولري . موږ یو ځل بیا په دې ټینګار کوو چې په بهر کې اوسېدونکي افغانان او له هغې ډلې په اروپا ، امریکا ، کاناډا ، آسترالیا ، د شوروي اتحاد په پخوانیو مستقلو جمهوریتونو ، هندوستان او نورو ټولو هېوادو کې مهاجر افغانان هم  په دغه سرشمېرنه کې وشمارل شي .ددې کار لپاره لازمه ده چې له همدا اوسه د یو ځانګړي مکانیزم له لارې  ددغې ستونزې د حل لپاره لارې چارې ولټول شي .که داسې ونه شي دا سرشمېرنه بیا هم نیمګړې ده .همدا نن یو تن هېوادوال زموږ له مرکز سره په ټیلفوني تماس کې  وویل : (( ....وروره زما شپږ بچیان دی ، که دا څوک ونه شمیري  نو له یوې خوا زموږ افغانیت تر پوښتنې لاندې راځي او خپلو بچیانو ته لاجوابه پاتې کیږم  او له بلې خواد هغې نا امیدۍ له مخې چې موږ ته راپیدا کیږي  موږ حق لرو د ملګرو ملتوادارې  ، او د اروپا د ټولنې پارلمان ته  له خپلو همدغو شپږ واړه بچیانو سره ورشو او اعتراض وکړو .....)) .دغه شان ګروهي او اندونه له ډېرو هېوادوالو سره شته او موږ پوره باور لرو چې په دغه برخه کې  کار د کار اهل ته په سپارلو سره به د ولس دا هیلې او غوښتنې هم ترسره شي . له وخت نه په ګټې اخیستنې  د افغانستان  د وزیرانو د شورا د ورستۍ پرېکړې له امله د خپلې مننې مراتب تجدیدوو .
د ( خپلواکۍ ) د فرهنګي مرکز  په استازیتوب
یوسف هېواددوست