د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په وږي نس اتله شوه

سليم "حامد" 03.06.2008 13:00

    
سليم"حامد"    
نېټه : درې نۍ ، د ۱۳۸۷ لمريز کال د غبرګولی ۱۴ - مه 
Ha_hanzala@yahoo.com

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله چې پرون هيواد ته را ورسېده، لومړنۍ ډله ده چې په نړيواله کچه يې افغانستان ته دومره وياړونه راوړي دي. دغې ډلې د انگلستان په جرسي ټاپو کې ددولسو هيوادونو د لوبډلو په منځ کې لومړى مقام وگاټه او په دې توگه يې خپل هيواد ته د بري وياړوباښه.
د افغان لوبډلې مخې ته پرون د کابل نړيوال هوايي ډگر ته لسگونه افغانان، حکومتي چارواکي او د لوبغاړو خپل خپلوان ورغلي و. د لوبډلې د راستنېدو پر مهال يوه شي چې تر هر څه ډېر يې د هر چا فکر ځانته اړاوه هغه له يوې اتلې لوبډلې نه د حکومت او افغانانو او حکومت سوړ هر کلى و. د دغې لوبډلې مخې ته نه دومره لوړ پوړي دولتي چارواکي ورغلي و او نه هم د ملي شورا مشران. ددې ترڅنگ د کرکټ له ملي لوبډلې سره افغان رسنيو هم ښه په ښکاره ناځواني وکړه. دغې لوبډلې هره ورځ يوه نه يوه هيواد ته ماتې ورکوله، خو دلته په کابل کې يوې ورځپاڼې هم خپل مخ زموږ د وياړلو لوبغاړو په تصويرونو ښکلى نه کړ. همدارنگه يې زموږ ډېرى هيوادوالو ته چې د لوبو په اړه معلوماتو ته تږي و د معلوماتو رسولو مسئوليت هم ادا نه کړ. دغه رسنۍ چې ډېرى يې د نارواوو ژبنيو او سمي تړاوونو پر بنسټ جوړې شوي په دې غلط فکر کې وې چې گنې کرکټ لوبډله په يوې ځانگړې ژبې پورې تړلې(حال داچې دا يوه ملي لوبډله ده) او له همدې امله يې د هغوى هېڅ وياړ په هغه شان چې لازم و ياد نه کړ.
 يو وخت په بهر کې د افغانستان يوه ځوان چې زموږ ټولو وياړ دى يوه لوبه وگټله چې په بل پړاو کې هماغه ځوان ناکام هم شو، خو رسنيو دومره ونازاوه چې ټولو افغانانو آفرين پرې ووايه. د دغه ځوان په اړه د رسنيو خپرونو زموږ هيوادوالو ته دا سوچ پيدا کړ چې گنې په ملي برخه کې ټولې همغږې او د ملت په گټه دي، خو بد بختانه چې دغه چلند له کرکټ لوبډلې سره ونشوه. د کرکټ ډلې ته چې په پرله پسې توگه وياړونه راوړي او تر اوسه يې ماته نه ده خوړلې د رسنيو لخوا هېڅ پاملرنه ونشوه. ددې ترڅنگ حکومت دومره ستره جفا ورسره وکړه چې ټولې لوبې يې ورباندې په وږي نس تېرې کړې.
د افغانستان د کرکټ فدراسيون مشر او د ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود په ښکاره وويل چې افغان لوبغاړو به د يوه کس ډوډۍ په څلورو کسو خوړله او د دريو وختونو پرځاى به يې يو وخت خوراک کاوه. کرکټ لوبغاړو هم چې له جرسي نه له رسنيو سره خبرې کولې په زغرده ويل چې پيسې نه لري او ستونزې يې ډېرې دي. د کرکټ لوبډله له افغانستان نه د پښتنو په استازيتوب نه وه تللې چې د نورو برخو په شان حکومت ورسره خپله جفا تکرار کړه، بلکې دغه ډله د افغانستان د بيرغ اوچتولو لپاره زموږ د هيواد د هر قوم او هر اوسېدونکي په استازيتوب د انگرېزانو هيواد ته تللې وه. د اکبرخان د خاورې دغو نومياليو زامنو د مکناټن پر خاوره په کاملا دوستانه فضا کې خپلو سيالانو ته د خپلو مټو زور وښوده او مات يې کړل، خو متاسفانه چې په دغه زور کې حکومت او ولس هېڅ رول ادا نکړ. د کتونکو په وينا، د کرکټ نورې لوبډلې به چې له لوبو خلاصې شوې، د خپل هيواد د استازو لخوا به ډېر ښو هوټلونو ته د ډوډۍ او ښو ځايونو ته د چکرونو لپاره تلل، خو افغان لوبډلې هلته هره ورځ خپلې گېډې په يوه اسيايي وروسته پاتې هوټل کې بيا هم په کچالو مړولې. د وياړونو ددغې ډلې سپکاوى نه يوازې داچې زموږ د لوبډلې سپکاوى دى، بلکې د ټولو هغو با احساسه افغانانو سپکاوى هم دى، چې په جرسي کې يې د افغان لوبډلې په هرې نمرې اخيستو له خوښي نه اوښکې تويولې او په دې به يې وياړ کاوه، چې اوس هغه افغانان چې خاپوړې يې د مهاجرت په کوڅو کې کړي، د خپل هيواد بيرغ په ډېر وياړ او مېړانه په نړۍ کې اوچتوي.
افغانان په دې سوچ کې و، چې د امريکا د غلامۍ په بيه ددغه هيواد او نورې نړۍ د مرسته شويو ميلياردونو پيسو يوه برخه خو به په دغو اتلانو ولگول شي، خو متاسفانه چې هېڅ هم ونشول. له کرکټ لوبډلې سره يادې شوې جفا او بيا د شهزاده مسعود پرونيو خبرو يو ځل بيا زموږ ملت ته دا وښوده چې ورسره کېدونکې ټولې مرستې د يو څو هغو کسانو جيبونو ته ځي چې نه له ملت سره علاقه لري او نه هم د ملت له وياړونو سره.
د کرزي په حکومت کې چې په کابل کې په زرگونو کورونه د شمال د لنډغرو او پنجشېر د غلو لخوا په زور ونيول شول او ځينې يې د وزيرانو لخوا په خلکو ووېشل شول، د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړي کورونه نه لري. ددې ترڅنگ ډېرى يې له کورونو نه خپل ورځنى لگښت اخلي او د حکومت لخوا ورته معاشونه نه ورکول کېږي. په همدې توگه په لسگونو نورې داسې ستونزې شته چې که د بل هيواد کومه لوبډله ورسره مخامخ واى، بهر ته په تلو به بېر ته هيواد ته هم نه وه راگرځېدلې، خو د افغان وېر د قربانيانو دغه بچيان نه يوازې داچې د خپل حق د تر لاسه کولو لپاره چانه څه نه غواړي، په پرله پسې توگه خپل هيواد ته وياړونه راوړي او په همدغې خاوره کې اوسېږي. ټولو هيوادوالو ته به ياد وي چې څومره افغان لوبغاړي له هيواد نه بهر ته په تلو سره په همغو هيوادونو کې ورک شول. د فوټبال او نورو لوبډلو خبرونه خو به ټولو اورېدلي، خو د کرکټ اتلان نه يوازې داچې تښتي نه، بلکې په پراخه سينه ټولې هغه ستونزې زغمي چې ورسره لاس او گرېوان دي.
اوس چې د هيواد د کرکټ ملي لوبډله له ستر وياړ سره هيواد ته را رسېدلې، حکومت ته ښايي چې خپلې ټولې جفاگانې چې تر دې پخوا يې له دغې لوبډلې سره کړي دي شاته وغورځوي. حکومت ته ښايي چې زموږ له اتلانو سره داسې چلند وکړي لکه چې ورسره ښايي. که داسې ونه شي، خداى خبر چې زموږ دغه ځوانان به تر کومه يادې شوې ستونزې وزغمي. په پوره وياړ سره ويلاى شم، چې ستونزه آخر خلک غبرگون ته هڅوي او خداى مکړه د کرکټ د اتلانو غبرگون داسې نه وي، چې بله ورځ هيواد ته د وياړونو راوړونکي رانه پردي نه شي.