د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جرسي د کریکټ د پایلوبې انځورونه

هلال مومند 01.06.2008 13:20

د ټول افغان درنو لوستونکو او د کریکټ مینه والو!

ټول افغان درته په جرسي کې د کریکټ د پایلوبې په هکله چې پرون افغانانو وګټله دا لاندینی انځوریز راپور تیار کړيدی.

 انځورونه د یورپ کریکټ له برېښنا پاڼې څخه په مننه:


افغانان له لوبې څخه مخکې مشوره کوي. په انځور کې د سپین کمیس والا یو بریتانوی دی چې په افغان ملي لوبډلې فلم جوړوي. د فیلم په هکله معلومات دلته کتلی شۍ. http://outoftheashes.tv


د جرسي لوبډلې پچه وګټله او اول یې توپ وهل یا بیټنګ غورکړ. افغانانو ښه توپ واچاوه. جرسي ته یې د ډېرو منډو فرصت ورنه کړ.


ضربې پیل شوې. د جرسي کسان سوځېدل پیل شو.


هستي ګل تېز او سخت توپونه واچول. د لوبغاړو په سوځولو خوښي کوي.


حسن هم قسم کړی ؤ چې له چا کم نه دی. لوبغاړي یې وسوځول


افغان نندارچیان هم یو شمېر راغلي ؤ. دوی وایي چې سل کسان نور هم ورسره د لوبې سیل ته راتلل خو په الوتکه کې یې ځای پیدا نه کړ. په انځور کې خو مو شملې ته فکر دی: د شملو وطن ته راشه چې شملې درته په سر کړو.


نور سیل کونکي هم راغلي ؤ خو د جرسي پلویان ډېر ؤ.


بیا افغانانو توپ وهل یا بیټنګ پیل کړ. اول ښه ګرم ؤ خو چې د ډوډۍ له خوراک څخه راغلل بیا یې خونده تللې وه. چې وږي ؤ ښه لوبه یې کوله. خو چې ماړه شو بیا یې زر زر ویکټې له لاسه ورکړې تر دې چې د لوبې د بایللو چانس یې ډېر شو.


حالات چې سخت شو نو ټول په تشویش کي شو. دعاګانې کېدلې، بل څوک خو نه ؤ، نو لوبغاړو او د ملي ټیم اداري کسانو تر یو بل غېږي راچاپېره کړې وې. خدایه اوس به څه چل کېږي!


هستي ګل رښتیا هم چې لویه هستي ده. ورته امر شوی ؤ چې غرب ورکړه. هغه د نر بچي هم ورته کار وویلې. د جرسي بالران یې ښه وټکول. دوه یې چکې (شپږ) او دوه یې فورې (څلور) ووهلې. په پای کې ورته یوه منډه پاتې وه. هغه یې چې وکړه نو بیا خو یې حق ؤ چې خلک یې په اوږو وګرځوي. کيڼې خوا ته په اوږو احمدزی دی. تاسو به حیران یاست چې منډې هستي کړي دي او په اوږو احمدزی هم ناست دی؟! هو همداسې ده. ګوری په داسې حالاتو کې په میدان کې ودرېدل هم څه اسان کار نه دی! کور یې اباد چې میدان یې وساته. امر صاحب (تاج ملک) به ورته البته همداسې ویلې ؤ ځکه ترې ډېر خوښ ښکاري او په اوږه یې جږ کړیدی.


هستي ګل او نور ملګري یې له ډېرې خوښۍ ژاړي


او په ډګر یې ورمنډه کړه. کېدای شي ویرېدل به چې پیاله ترې څوک یونه سي. هلکانو پام کوۍ ماته یې نه کړۍ. کور پورې یې راورسوۍ چۍ مونږ یې هم ښکل کړو. که تاسو لوبه کړې ده مونږ هم دعاګانې کړي دي.


په دې انځور کې ګورۍ! لوبه لا پای ته نه ده رسېدلې چې افغانانو بیا په ډګر ورمنډې کړلې. افغانانو په کوېت کې ګټلې لوبه د عمان سره مساوي شوه ځکه چې سیل کوونکو د لوبې له پایه مخکې په ډګر ورننوتي ؤ. داسې ښکاري دا زمونږ عادت دی. دلته خو سیل کونکي نشته پخپله تاج ملک، نوروز او اصغر د لوبې له پایه مخکې میدان ته ننوتي دي. مونږ باید په داسې حالاتو کې احساسات کنټرول کړو. بیا څه چل ونشي. يوه سیالۍ خو راسره عمان نیمایي کړه.


دا په ټوپونو سړی خو به اوس پېژنۍ! دا د ملي لوبډلې روزونکی تاج ملک دی. د خوښۍ نه ټوپونه وهي. حق یې دی. افغانستان ته کرکټ همده راوړی دی. هلکانو یې لوبه هم وګټله. او په دې بل انځور کې یې سکه ورور هستي ګل د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.


هلکه نوروزه: پیاله دې هم مبارک شه او دوهم زوی دې هم. د نوروز دوهم زوی دوه هفتې مخکې شوی دی او تر اوسه یې نه دی لیدلی. اوس یې نو خوښي یو په دوه شوه. خو دا پیاله ګوری ماته نه کړې. مونږ پورې یې روغه راورسوه چې اتڼ ورته وکړو.

د دې انځور په هکله به زه څه نه وایم. تاسو یې ووایۍ: