د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمبارکۍ پيغامونه

01.06.2008 11:36
دافغانستان دکرکټ ملي لوبډلې تېره شپه په جرسي ټاپو کې  راتلونکيو نړيوالو سياليوته دلارموندلو په لړ کې  چې ټاکل شوې په ۲۰۱۱ کال کې ترسره شي  دجرسي لوبډلې ته په پايلوبه کې ماته ورکړه.
په داسې حال کې چې هره ګړۍ  دهيواد دوراني،چاودنو،لوټمار،مرګونو …. خبرونه اورو ددغه خبر اورېدل له يوه ستر زېري کم نه دی.
موږ خپلې دغې ځوانې لوبډلې ته دزړه له تله مبارکي وايو او په راتلونکي کې یې دلا برياليتوبونو هيله کوو او له دولت څخه هيله کوو چې په کابل،جلال اباد او خوست کې دملي لوبډلې لپاره لوبغالي جوړ کړي چې وکولای شي په راتلونکي کې خپلې ورځنۍ لوبې پکې وکړي.
دټول افغان اداره، د دانش خپرندويې ټولنې،سالنګ خپرندويې ټولنې، هندارې ادرې، ميوند خپرندويې ټولنې،پېښور مېشتو فرنګيانو، جرس ادبي ټولنه(کراچۍ) ژوب مېشتي فرهنګيان، او نورو دمبارکۍ پيغامونه