د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کریکټ نړیوال جام یا ورلډ کپ ته د افغانستان لار

هلال مومند 31.05.2008 19:52

افغانستان په بریتانوي ټاپو جرسي کې د پنځم ډویژن پایلوبې ته بریالی شو. په نتېجه کې یې څلورم ډويژن ته بریالی شویدی. دا بریالیتوب افغانستان د دې جوګه کوي چې د نړیوال جام غړیتوب ته خپلې هڅې روانې وساتي. نړیوال جام ته د افغانستان لار په لاندې ډول ده:
 
۱. څلورم ډویژن: په ۲۰۰۸ ز کال کې په تنزانیا کې د څلورم ډويژن په لوبو کې به د لاندې هېوادونو لوبډلې لوبېږي:

- افغانستان
- جرسي
- فیجي
- هانګ کانګ
- ايټالیه
- تنزانیا

۲. درېم ډویژن: د څلورم ډویژن دوه لوبډلې چې پایلوبې ته بریالۍ شۍ، په درېم ډویژن کې به د لاندې لوبډلو سره په ۲۰۰۹ ز کال کې لوبه کوي:

- یوګانډا
- ارجنټين
- د کایمن ټاپوګان
- پاپوا نیو ګیني یا (PNG)

۳. غوره لوبډلې یا (ICC Worldcup Qualifier): د درېم ډویژن دوه لوبډلې چې پایلوبې ته بریالۍ شي نو د لاندې "غوره" لوبډلو سره به په ۲۰۰۹ ز کال کې لوبه کوي:

- کینیا
- ایرلینډ
- سکاټلینډ
- کاناډا
- برموډا
- هالینډ
- متحده عربي امارات
- عمان
- نامیبیا
- ډنمارک

د پورتنیو لوبو څلور بریالۍ لوبډلې به په نړیوالو سیالیو یا ورلډ کپ کې لوبه کوي.

په بل عبارت: افغانستان باید د څلورم ډویژن په دوه بریالیو لوبډلو کې ځای ومومي تر څو په درېم ډویژن کې لوبه وکړي. په درېم ډویژن کې باید په دوه بریالیو لوبډلو کې ځای ومومي تر څو د لسو "غوره" لوبډلو سره لوبه وکړي. او که په دې لوبو کې یې په ښو څلورو لوبډلو کې ځای وموند نو کولی شي چې په نړیوال جام یا ورلډ کپ کې په ۲۰۱۱ ز کې لوبه وکړي.