دمياشتنۍ آفاق څوارلسمه ګڼه چاپ شوه
30.05.2008 21:14دناپېيلې،هر اړخيزې خپرونې آفاق نوې ګڼه (دويم خپرنيز کال،لومړۍ،پرله پسې څوارلسمه،جوزا-جون) چاپ شوه.
آفاق په ۴۸ مخونوکې دهيواد،سيمې اونړۍ په اړه ډېرې په زړه پورې ليکنې خپرې کړې چې هره يوه يې په لوستلو ارځي.
څلور رنګه منځنۍ پاڼې دتېر پشان داځل هم مرکو ته ځانګړې شوې،داځل دپاکستان دسرحدي او کډوالو دچارو له مرکزي وزير نجم الدين خان سره ددغه هیواد دوروستيو حالاتو او په ځانګړې توګه دافغان کډوالو دستونزو او له ځايي طالبانو سره دسولې تړون په اړه مرکه شوې،بله مرکه په کونړ کې دطالبانو له ځايي عمومي مشر چې دوی والي بولي سره شوې،نوموړی هم ديولړ مهمو مسايلو په اړه پوښتل شوی چې هر ځواب يې په زړه پورې دی.
مينه وال يې پر دغو پتو ترلاسه کولای شي :
کابل : دانش کتاب پلورنځی،دپخته فروشۍ کوڅه. جلال اباد : نصیر مومند کتاب پلورنځی،کندهار : دسيد احمد قانع کتاب پلورنځی،خوست :
پېښور: هر اخبار پلورنځی.
يادونه : دافاق اداره په پام کې لري په راتلونکې کڼه کې دهيواد له يوه لوړ پوړي مسوول چارواکي سره دافغانستان و پاکستان داړيکو،دپاکستان دولت او ځايي طالبانو ترمنځ دسولې،په پاکستان کې دافغان کډوالو دستونزو او نورو مسائيلو په اړه مرکه وکړو، درانه لوستونکي کې کولای شي خپلې پوښتنې او غوښتنې له موږ سره پر دغه پته شريکې کړي:afaq_no1@yahoo.com