د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هلته سوله او دلته بريدونه

حبيب الله غمخور 24.05.2008 02:03

سهار وختي وو مخکې لدېنه چې چای وخورم کپيوټر مې روښانه کړ ،چې  پوه شم  په دنيا کې څه  خبري دي ؟ دبېنواويب پاڼې  دخبرونوپه برخه  کې مې ولوستل چې : د پاکستان په لانجمنه سيمه صوات کې  تېره ورځ  ناوخته د پاکستاني حکومت او ځايي طالب مشر مولانا فضل الله تر منځ د سولې تړون په رسمي ډول لاسليک شو . د تړون له مخې به حکومت په "ملکنډ" سيمه کې شرعي نظام نافظوي  او بنسټ پال به خپل جگړيز مرکزونه تړي . همدا راز د تړون په يوه بله برخه کې دا هم راغلي چې طالبان به د پوځ ټول يرغمل سرتيري  آزادوي  او حکومت به ېې  په بدل کې خپل ټول  سرتيري  له دې  سيمي وباسي .د تړون يو بله ماده دا ده چې په دې  سيمه کې به د حکومتي عملياتو له امله رامنځ ته شوي مالي ځيانونه د سرکار له خوا جبرانيږي  او طالبان به په دولتي ځواکونو ځانمرگي  بريدونه نه کوي .دمی ۲۲.بينواويب پاڼه 
خو تر دې خبر لاندي مي په ټول افغان ويب پاڼه کي  داخبر هم ولوست :
دښوونځي پنځه تنه زده کوونکي دافغانستان په ختيز ولايت کونړ کې پر ښوونځي دتوغندي دلګيدو له امله مړه او ټپيان شول.ځايي چارواکي ددغه توغندويي بريدپړه ددولت پرمخالفينو وراچوي خو مخالفين بيا وايي چې بريد يې په سيمه کې دميشتو امريکايي ځواکونو پرپوځي مرکز ترسره کړى . بلال شينواری 2008-05-22

اوس تاسو قضاوت وکړئ،هلته سوله کوي  اودلته پرافغانانو بريدونه
آخير موږ هم هيواد او آينده لرو؟
هيڅوک  دسولي سره مخالفت نلري ،خوپدې  شرط چې دسولي قرار داديي مو ږ ته زيانمن  تمام نشی .
که په رښتيا سره سوله دسولي لپاره وي اودسولي  په نامه کومه سياسي  لومه نه وي  ،چي شته اولېدل کيږي  اوياله هغۀ نه ددښمنۍ استفاده ونشي هيڅوک مخالفت ورسره نه کوي .
پاکستاني چارواکي وايي موږ دخپلو طالبانو سره سوله کوو ،داچي هغوي په افغانستان کي څه کوي دادوي کاردی . که دپاکستان دولت دمحکوم پوښتونستان په  پرتو سيمو کي دافغانستان  پر خلاف  دطالبانو او القاعدې دسازمان  دوسله ولو فعاليتو مخه و نيسي بيانو سوله کله کيږي .دسولي يوشرط هم دادی چې ددوي په  افغانستان کي دامريکاسره جگړي ته دوام ورکولاي شي  ، چي سبايو پاکستانی اد عاراباندي ونکړی چ ه قرارداد کي داخبر چيري ليکل شوې ده له وژاندي بايد ووايم په دې منحوس قراردادکي داخبره هم نشته چي دوي نوردوسله والو فعاليونو حق نلرژي اوانشي کولاي خپل سړی افغانستان ته ولېږي ،له دغو ټکو پر بغل تېرېدل په سياسي لحاظ دامعنا لري چي ددوي په وړاندي سرحدی څراغ تل زرغون دی ، او داحق  دوي خپله ځانوته ورکړئ دي .
همدا لهظه چي مي داليکنه کول دبي بي سي پښتو ويب پاڼي پر ټنډه يو خبر ((د پاکستان او طالبانو د تړون جزييات په ډاگه شو))  تر سرليک لاندي راښکاره شو.داتړون چي په ۱۶ مادوکي لاسليک شوی دی په يوه ماده کښي ئي هم ندي راغلي چې : (( طالبان نه خپله اونه هم دنوروپوسيله  دپاکستان لخوا په رسميت پېژندل شوی هيواد افغانستان په خاوره کي وسلوال فعاليت کولاي  شي))  که رښتيا داپروتوکول دسولي اوپه سيمه کي دښه گانډي توب سند واي نو بايد داهم پکښي ذکر شوي واي چې  دواړي غاړي دنده لري  دټولو هغو وسلوالو کسانو دجگړه ايزو فعاليتونو اوافغانستان ته دتگ مخه ونيسي کوم چي په افغانستان کي سوله له گواښ سره مخامخ کوي .  همدا دليل دی چې دافغانستان حکومت اوخلک ځانته حق ورکوی چي داتړون دافغانستان اوپه سميه کي دتروريزم  پر خلاف نړيوالي مبارزې  له بهير څخه دپاکستاني لوري بربنډه سرغړونه وبلل شي .
په هر نامه اوهره تذکره چي له پاکستان ،ايران اويابل هيواد څخه ددولت پر خلاف اوپه افغانستان کي دگاونډيوپه خوښه چي دغوڅ اکثريت لپاره دمنلو وړندی حکومت پر افغان ولس تپی داددې هيواد سره تاريخي جفا او ناشونی کار اودافگانستان خپلواکی دپردوتر سياسي سيوري لاندي راوستلو معنا لري  . دپاکستان اوايران داستخباراتي شبکوپه هدايت  دوسلې داستعمال ، ځانمرگي  بريدونه  اودښوونځيو سوځول افغانستان ته سوله اوعدالت نشي راوستلاي  .
دافغانستان خلک که افغانان وي  نوربايد ځان په پاکستاني طالبانو ونه ساتي .که پاکستاني طالبان  دامريکايانو سر دښمنی لري نو دادښمني دي په خپله خاوره کي تر سره کړی .زما په عقيده  داتړون ددې ښګارندو دي چې دپاکستان استخبارات دافغان ولس هغه اميدونه چې دبېنظير بوټو او نوازشريف له گوندنوڅخه ئي درلودې چي گواکي دوي به کله چي قدرت ته ورسېږي په افغانستان  کي دسولي ،ثبات  اوښه گاونډيتوب له بهير سره مرسته وکړي غواړي په نااميديوبدل کړي ،که څه هم ماخپله له اولې ورځې له دوي اوملگرونه  ئې داتوقع نه درلوده  ،وايي آزموده را ازمودن خطا ست . دوي پخپل وخت کي دافغانستان دوستان  نه وه .
فکر کوم بسته تر څوبه پاکستاني استخباراتي شبکې اوبنسټپال گوندونه داسلام څخه ددفاع په نامه په موږ ملنډی وهې ؟ موږ داسلام  ټېکداران نه يو ،داټيکداران نوردي  .
جالبه ده ،ولي زموږ ملت دومره ويده دی ؟ پاکستان دا ۳۵ کاله وايي چي په افغانستان کي اسلام په خطر کي دي بايد نجات ومومی ،ايرانی اخوندان   خونړيوال ټېکدار دي ،عربی هيوادونه چي اسلام له هغه  ځاي نه نشعت کړی ارام اوهوسا ژوند لري .يوازی موږ يو چي ټول عمر موداسلام څخه ددفاع پر بې ځايه شعارو تير شو.  اسلام هيڅ وخت په خطر کي نه و اونه هم دی ،دايوازي سياسي سوداگري  اودڅارگرو ادارو لوبي دي .
که دنړئ په يوکنج کي يو چا داسلام دين کومو مقدساتو ته په سپک سترگه کتلي وي ،هغه يو مسلمان هيواد هم وي ،هغوي څه نه واي  يوازي دقانوني مراجعو له لاري دمسلې دحل لاره لټوی .مگر دلته په افغانستان کې بل کار نشته ټول عمر په غبرگون راباندي تير سو. وايي په عراق کي يوه امريکايي عسکر دپوځی تعليماتو په وخت کي قران کريم په مرمۍ ويشتلۍ دی .داډير بد کار اوگناه ده ،سره له هغه هم  دامريکا جمهور رییس ډير ژر دعراق له جمهور رييس نه عفه وغوښتل اوعلان ئې وکړ چي هغه ئي امريکاته وليږه اوهلته به محاکمه شي . لومړی که څوک خفه نشي زه پدې باورنلرم چي دا کاردی شوی وي ،داځکه چې څنگه داقبوله شي چي دامريکا دهر ی ټولگی پوځی تعليمات دژورنالستانودکامرو تر فوکس لاندي تر سره کيږي ايا دوي پوځي رازونه نلري ؟ دوي غواړي خپل پوليگونونه هر ژورنالست ته ورښکاره کړی ؟ چي ښورمونه وي خوړلی يوه امريکايي اويا انگليسي عسکر اسلام ته سپکاوی کړی وي اوداډول نوبياپه افغانستان کي دومره په خرپ وهل کيږي چې له پارلمان څخه بل کار پاته وي  .خطاپه بغداد کي شوېده اودافغانستان دمشرانو جرگه يوه ټوله ورځ پردې ضايع کړه چې دوي خپل غبرگون ژورنالستانو ته څرگند کړی .اوکه سړئ پوښتنه  ځيني وکړی سناتور صاحبانو ! يوازي ديوه مذهبی کتاب ويشتل اسلام ته سپکاوئ دی ؟ اوکه داچي ستاسو په وطن کي تر شپږ ميليونه زيات انسانا ن دلوږ مری اوتاسوله فشاره خون څخه هر ورځ ډاکترانو ته روان ياست ؟يعني داچي ولس خواړ نلري چي وئې خورې او په بدن کي ئې وينه پيداشي اوتاسو ښاغلی بيا داسي  ورځ نشته چي په کوم ښکلي اوعصری مېلمستون کي دخوړو ډک دسترخوان تاسوته انتظارنه باسي ،دا کوم اسلام اوکوم انصاف دی ؟؟؟،نوځکه ملت دوينی دنشتوالی له کبله اوتاسو دوينی دډيروالي له کبله ډاکترته مراجعه کوی ، اوملت خو داتوان اوحق هم نلري . ولس پوښتنه کوي ، تاسو پردې ولي غبر گون نه ښکاره کوی چې له پاکستان څخه ترهگر راځی اوستاپه خاوره کي له بهرنيانو څخه دنجات په نامه ستا بې گناه  وطنداران وژنی ،ښارونه اوکلي مو په کنډوالو بدلوي  .
تاسو ولي ددغو جنتيانو پر خلاف غبرگون نه ښکاره کوی چې په ځان پسی بم تړی اوهره ورځ تر لسو زيات افغانان دهمدې  جنتيانودځان مرگی بريدو قرباني کيږي ؟
تاسو ولي پد ې هکله غبرگون نه ښکاره کوی چې دمسجد په دروازه کي ځان الوزوی اوافغان يې قرباني وي .
تاسو ولي درشوت ،اداري فساد ،بې شمره بې عدالتيو ،دغريب اوبېوزلو حق خوړلوپرخلاف  غبرگون نه ښکاره کوی ؟
اوپه سلهاو داسي دولي  سوالونه له تاسونه  کيداي شي اوتاسوبه هرو مرو بې جوابه ياست !
ملک په سره اور کي سوځی تاسو په غبرگونو اخته ياست !
دا ديوه افغان لپاره شرم ندی چې ټول لگښت مو بېگانه راکوی اوهر څه بېگانه راته جوړوی  .موږ يوازي په ‌ېبځايه غرور کې دومره غرق يوچي نور پورته کېداي نشو. تل مولاس هغه چاته اوږدوی چې ځيني ناراضه هم ياست  .
رابه شو اصلي مسلې ته !
له هغې  ورځی چې دهندله بطن څخه دانگليسي پلا ر په  برکت پاکستان زېږېدلئ اوپه سيمه کې ئې دپښتنو پر ښارگو چاړه تيره کړېده  بياتر اوسه ددې هيواد چارواکو اودانگلستان په لاس جوړسوی استخباراتی ادارو افغان ولس پر کراره ندی پرې ايښۍ . تل همدا يوه خبره ده چي په افغانسان کي  اسلام په خطر کي دی اودوي موږ ته اسلام ساتي اويااسلام  رازده کوي . ښه به داواي  چي لومړئ ئي خپله زده کړی واي اوبيا یې  پنجابي جنرالانو اوميجرانوته ورزده کړی واي ،خو هغوي ته دجي صاحب  په ويلوسر ټيټ وی .
پداسي حال کي چي دټولو تاريخي اسنادو پر بنياد پاکستان په سيمه کي يوله هغو هيوادو څخه دئ چي تل ئي ددوي په اصطلاح دکفارو غلامي کړې اودهغوي دغلامي اوپه افغانستان کي داسلام ددفاع اوساتنې په نوم ځان تر دغه ځايه رسولۍ دی چي اوس پاکستان زموږتر زنه  لاندي اټومي هيواد دی ، اوموږ په غبرگون کي ورک يو.
ولي دپاکستان سره دهندوستان پشان په علمي اوتخنيکی  برخوکي سيال نه کوو ؟ ولي دپاکستان څخه خپل حق نه اخلو؟ اوکه هلته ميشت قومونه دپاکستان تر سلطې لاندي خوښ وي  بيادې نودادپښتونستان  خبره هيره کړی اوموږ ولس به هم پدې هکله  فکر وکړي چې ومه لار غوره کړي .
زه نن  نه غواړم  په تفصيل دپاکستان پر بې شرمانه لاس وهنوچې متاسفانه  دپاکستان تر سلطې لاندي پښتنو پوسېله ئې تر سره کوی وږغېږم . خودومره خپلو پښتنو ورنو اودهغوي سياسي گوندونو ته وايم چي گورۍ اور ر ښتيا هم له خپلي لمنې پورته کيږي . زموږ پر ځاي گيله دټولو هغو سياسي روڼ  اندوگوندونو اوشخصيتونو څخه ده چې  په خوله دافغانستان اوافغان ولس سره دورورگلوی  خبري کوی  اوزموږ په فرهنگی  اوملي غونډو کي برابره ونده راسره اخلي  ،خوپه رڼو سترگو ورته گوری چې پاکستاني چارواکي ددوي داوسېدو سيمې ددوي دخپل ورور پر خلاف استعمالوی ،مگرمتاسفانه  دوي دغبرگون پر ځاي چوپتيا غوره کړيده . طبعې خبره ده  په افغانستان کي نړيوال ځواکونه چي پدې  سيمه کي دسولي دراوستلو دنده پر غاړه لري  پر همدغو کليو اوبانډو باندي هوايي بريدونوته مجبوره شي ،بيابه نو زما پ ه شمول ټول چيغي وهو چي ولي  پر پښتنو بم اوری کيږي ،خوپه حقيقت کي دغو بم اوريو ته دادي پاکستاني چارواکي دپښتنو سره ديوتړون پر بنياد لاره پرانيزي . اوپښتانه دې ته ملانه تړی چې پردی اوهغه چې په افغانستان کي افغان وژنه تر سره کوی له خپلي خاوري وباسي  . اوياددواړو خوا تر منځ دسولي اوپخلاينې لپاره کوم کار وکړی  .
موږ په افغانستان کي اوسېدونکی هم انسانان يو،حق لرو ژوند وکړو اوخپلي ستونزي په خپله حل کړو،ورونه که زموږ سره مرسته نشي کولاي  ،نو زموږ تر منځ اختلاف ته لمن وهل دورورگلوی بېلگه نشي بلل کېداي . که دوي پدې نامه چې دډيورنډ کرښه په رسميت نه دپېژندل شوې نو حق لري په افغانسان کي دعربي شيخ دښمني له امريکا سره ترسره کړي،دابايد هيره نکړی چي دابه موږ  اودوي سره ليري کړی .کله  چي دسړی سکه ورور هم بې لاري شي  بايد جواب ورکوی .يوساده اوبې سيواده  اويادپاکستان داستخباراتو گوډاگۍ به وطن تر هر څه قربانوی . اوکه په زغرده ووايوپه پاکستان اومحکوم  پښتونستان کي  بېله يوه گوند نه چي مشر ئي ښاغلی محمود خان دی  نوروټولو سياسي گوندونو تر اوسه  موږ عملأ دپاکستان دحکومت دلاس وهنوپر خلاف زموږ سره کومه مرسته نده کړې اوتل ئې دپاکستان ددولت  هداياتو ته سر ښورولۍ دی ،په خوله وڅه اوپه عمل کي بل څه کوي ی ، اوپرماداتحميلوی چي هر څه کوي زه بايد چوپ اوسم ،ځکه نوموړی  خو نوموړی د ی . البته دلته دغيرتی بلوڅو نهظت  ندی مطرح .
موږ يو مستقل او ازاد هيواد يو دنړۍ زيات هيوادونه مو په رسميت پېژنی ،ښه دی اوکه بد يو دولت لرو ،دهغوي سره زموږ ناخوالي اوستونزی  موږ په خپله حلوو،په پاکستان کي هم عدالت اودموکراسی په زره بين کي نه ليدل کيږي ،دخداي فضل دي تر اوسه لادومره باسيواده کسان  شته  چي دملک کاروبار سمبال کړي . ستاسو مرستی اوداډول خواخوږيوته اړتيا نلرو. تاسوکوښښ وکړی خپل دژوند کچه داسلام آباد اوکراچي سره برابره کړی  . که رښتيا غواړی تاسو دپنجاپيانو له غلامۍ نه ځانونه  خلاص کړی .تاسودپاکستان د ISI  اونورواستخباراتي شبکودلوبولونه ځانوته نجات ورکړی  . په افغانستان کي اسلام خپله افغانان ساتلاي شي .
که له امريکا سره دښمنی لری ،چي نه ئې لري اودا درواغ واياست دهغوي په پيسو لوي سواست ، بياهم کولاي شی لومړی ئي په خپل هيواد کي سفارت اوپه سلهاوو نوري موسسې وتړئ اودبحرلاره درته خلاصه ده امريکاته ځانونه ورسوی ،هلته جهاد وکړی ،که پرلاري مړه سواست بيله هغه غزاته روان ياست اجربه ئي درکړی . خو داکاربه هيڅ وخت ځکه  ونکړئ  چې  ISI اجازه نه درکوي  .
که هغه بېچاره چې افراطي مولانا ئې  هڅوي او ورته وايي په ځان پسي بم وتړه او ولاړسه په افغانستان کي هر ځاي چي خلک راټول وه ځان والوزوه ، سمدلاسه جنت ته  ځې رښتيا خبره وي اوجنت ته ځی  نوبيا ولي مولوي فضل الرحمان  ،همدا دصوات  طالب مشر مولانا فضل الله  اودا سي نور له يوه سره مذهبی افراطيان په خپلو ځانو پسې بمان نه تړې اوسمدلاسه جنت ته ځان نه رسوی؟پردې دنيا خو ژوند موقتي دي ابدي ژوند خو هلته دی اوهر مسلمان غواړي  جنت ته ولاړ سي  ،دائې ساده لارده يا راشی  چي ټول له يوه مخه په ځانو پسي بمان وتړو اوهر چيري چې غير مسلمان گرځېد دهغو په مخ کي ځان په بمانو والوزو تر څو ډير ژر جنت  ته  ولاړ سو. مگر داسي نده اوپه اسلام کښي هم دنفس وژنه گناه ده .دا کار ممکن يوشمېر اسلام دښمنه ډلې ددې لپاره وکړي چې دنورو اديانو پيروانوته څرگنده کړی  وگورئ ! موږ درته وايو چې مسلمانان څومره وحشيان دي ،دادی تاسوئي په خپلو سترگووينۍ چې په ځان پسي بمان تړی اونوربې گناه کسان پرې وژنی . په حقيقت کي داده داسلام  سره داسلام په نامه بې کچي دښمنی اودنورواديانو دپيروانوپه ذهنيتونوکښي داسلام په مقابل کي غير عادلانه دنفرت احساس راپارول دي .  داځکه چي  اصلأ خبره داسي نده دا داستخباراتي شبکو عمليات دی چې دافغانستان پر خلاف دپاکستاني  مذهبی نبسټپالوگوندونو دمشرانوپوسيله ترسره کيږي. دادتروريزم نوې او افراطي بڼه ده .
تر اوسه چاته  داخبره روښانه نشوه چې بهرني مذهبي افراطی سازمانونه دفلسطين اولبنان څخه ددفاع سنگر ولي دپښتنوسيمی جوړي کړې دي ؟ دا واټن خو ډير لري دی .دفلسطين اولبنان پر شاوخواپه لسگونو اسلامي هيوادونه پراته دي اواسامه بن لادن خودعربستان دی ولي هلته نه ځي اوله هغه ځاي نه جهاد نه کوی ؟ چې زموږ په کورکي پټ اوپدې بهانه چي گويادامريکا پر خلاف جنگېږي پر افغان ولس ئي مځکه په تاوده  نغری بدله کړېده .دبن لادن ټول دوستان په عيش اونوش کي ژوند کوی ،خوپر موږ ټولو افغانانو ئې خوږه گوله حرامه کړېده . يوځل خودافغانانوله پاکو احساستوڅخه ناوړه استفاده وشوه اودمېلمه په نامه  وساتل شو ،چي هغه وخت هم مېلمه نه و،اوس دچاپه نامه اوتر کوم چطرلاندي موږ بايد هغه ته داحق ورکړوچي زموږ له خاوري نه دخپلو مصنوعي دښمنانوپر خلاف مبارزه وکړی .  فکر کوم چي بلاخره بايد افغانان له ځان سره فکر وکړی اوله بې ځايه احساساتو څخه  راکښته شی ،خپل ټاټوبی ته متوجه شي زموږ وطن وران دی ،موږ دفلسطين  اويا لبنان  وارثين نه يو .داسلامی کنفرانس  په غونډو کي خو ځاي نه پداي کيږي دغه ښاغلي چيري دي ؟ ولي هغوي په خپلو هيوادوکي بن لادن  اويانورو اسلام پالو ډلو ته ځاي نه ورکوي ؟ او دهغه څخه ملاتړ نه کوی وايي ژرنده که دپلار ده هم په وار ده ،اوس خو بايد ددغو اسلامي هيواودو نوبت هم رارسېدلئ وای ؟ اوکه هغوي ددغو ډلو له فعاليتوڅخه ملاتړ نه کوی  اوکړنې ئي داسلام اوبشري قوانينو خلاف بولي بيانوولي داداسلامي کنفرانس  بېړنۍ غونډه نه رابولی  اوپه ټول نړې کې ددغو اسلام دښمنو پر خلاف عادلانه جهاد نه اعلانوی   . دادمنلو وړ نده چي موږ ووايو موږ تر ټولو ښه  مسلمانان يو اوياموږ تر ټولوبشر دوستان يو،ځکه  په خپله خاواره کي  موددواړو مسائيلو په هکله لمر غوندي روښانه تيری کړئ دی .
که څرگندي خبري وکړو موږ ته داورلمبې دډيورنډ دلعنتي کرښي نه راتيرېږي . ديرش کاله پخوا امريکا دشوروي نظام سره دسياسي  اوپوځي سياليو اودښمنيوپه وخت کي په پاکستان وايران کي داسلامی گوندونودجوړيدوپه نامه سياسي پروسه غښتلې کړه ،دمدرسو جوړولو سيالی ځکه پيل شوې چې له سعودي نه نيولې ټولو اسلامي هيوادواوغربي نړي پيسې ورکولې ،چړچې روانې وې ،لکس ژوند هغه اخوند چي هيڅ ئي نه وه ليدلي دعربي شيخانواوغربی ديپلوماتانوسره لېده کاته کولاي شول ،اوداسي نوروسفرونه اوکارونه، نږدې ټولوعربي او انگليسي زده کړه  .
حالات داسي راغلل چي دامريکا استخباراتو شوروي له دننه گونډه کړ،دشوروي دکمونست گوند په دننه کي تر خپل منځ اختلافات دومره ژور شول چې هغه رژيم ړنگ شو.افغانستان هير شواوخپل نازولي  ئې چي هره ورځ به ئي نازول داستخباراتو کاروباردقانون له مخي  هغوي هم هر چيري  چي وه  هير سول ،څوک ارام او څوک بيا خوابدي شول ،ځکه ددوي دژوند بقاپه جگړو اوشخړو کي وه . دامريکا ديونيکال کمپۍ چي کله وليده په استاد رباني کي خير نشته نوېې دبېظير پبوټوپه مرسته له مدرسونه هغه افراطي پښتانه ځوانان  راټول اوورته وئي ويل دافغانستان په لور! بل جهادبايد پيل شي . دربانی دحکومت له بې کچی ناخوالواوتنظمی رهبرانو دځان غوښتنې اودقدرت پر سر له سياليونه داسي استفاده وشوه چي له يوې خوايي دجهادي مشرانوپه نامه درباني پلاس ليک دبن لادن په گډون په لسهاو عربوته دافغانستان تابعيت تذکره  ورکړه   اوله بلې خوایی  تر دې نامه لاندي چي په افغانستان پښتنوته په سپکه سترگه کتل کيږي  چي عملأ داسي هم وه  اودرباني دولت نور دملت لپاره  دمنلو وړ نه وو اودې دولت نشوه کولاي  پر ځاي پاته شي دطالبانوپه نوم ډله افغانستان ته دکندهار دسپين بولدک له لاري  راولېږل ،په پاکستان کي ددې  پروسې رهبري دپاکستان د اي اس اي   استخباراتی  سازمان پر غاړه واخيستل اوهغوي بياله طالبانوسره دوه ډوله داړيکو کانالونه جوړکړه چي يومستقيم  واوبل ئې  غير مستقيم  يعني په پاکستان کي دهمدغود   ISI   او ,CIA  داستخباراتي شبکوپه مټ رالوي شویو دمذهبي تنظيمواو مدرسود مشرانو په مرسته  ترسره کېده اوبېنظير بوټوداټول جريان په ډير دقت څاره .
پېښه داسي وشوه چي په نيويارک کښي پر تجارتی برجونو حمله وشوه اوپدې مسله کي دالقاعدې سازمان  ښکلي وبلل شو.لومړی  ئې  ډير ژر دبن لادن  دکورنی هغه غړي چي په امريکا کي اوسېدل دچارتر پرواز په مرسته له امريکانه وايستل اوبيا یې دالقاعدي  پر خلاف ددښمنۍ اعلان وکړ . امريکا له طالبانوڅخه د بن لادن دتسليمېدوغوښتنه  وکړه  اودپاکستان استخباراتوبيا طالب مشرتابه اوملاعمرته وويل پام کوه داکار ونه کړي .داچې هغوي  څنگه اودکومو دلايلو په وړاندي کولوسره دابېچاره  طالبان پدې قانع کړې وه او ولې ئي ټول هيواد تر يوه عرب قرباني کړ هغو سوالوته بايد ملاضيف اخند اوملامتوکل اخند اونور طالبان چي اوس په افغانستان کي اوسي اوياخپله ملاعمر اخند به يو وخت جواب ووايي  .په هر حال زموږ وطن  قرباني شو داچي چا اوڅنگه دا اوس دومره حساسه مسله نده پر خپل وخت به راوسپړل سي . خبره داده چې پاکستانيانواو امام کرنيل صاحب ځکه دوي يعني طالبانوته وويل  بن لادن مه سپاری  ،چي ددوي پکارو. اوس همدا افراطي ډلي ياپه بله اصطلاح  دپاکستاني طالبانوپواسطه  دامريکاپر خلاف دمبارزې اوجهاد په نوم په افغانستان کي دجگړه او دافغان وژنې پروسه ژوندی اوپياړ ساتي  تر ټولو لاداچي هره مياشت سل ميليونه ډالره ددوي په ويناداسلامی بنسټپالوسره دمبارزې دمصارفو په نوم  له همدې امريکا نه تر لاسه کوی .داچي پاکستان څومره د امريکاپه مرستو پوري تړلی هيواد دی لمر غوندي ټوله نړئ ته روښانه ده .
نو زموږ سره ځکه دپاکستاني طالبانواودپاکستان ددولت ترمنځ دمصنوعي  تړون  په هکله چي دوي ورته  دسولي  دتړون نوم ورکړی سوال پيداکيږي  اوفکر کوو چي تر کاسه لاندي نيم کاسه شته . هغه پدې دليل همدا دپاکستان داستخباراتو تر حمايي اوروزنې لاندي طالبان  دمولانا فضل الله په مشری اونوروافراطي جوړو شوو ډلودا په وار وار اعلان کړئ چې موږ ددوي په وينا په خپل خاوره کي ،چي داڅومره ددوي ده داخو بيله خبره ده ،دپاکسان دحکومت پر خلاف عمليات اوخرابکاری نه کوو،ځانمرگی بريدونه  پاي ته رسوو،مگر موږ به په افغانستان کي دامريکاسره جهاد ته دوام ورکړو. سوال دادی چي  دبشريت په تاريخ به څوک داسي يوتړون پدي بڼه را ښکاره کړي لکه چي اوس ئې دپاکستان استخبارات دسول تړون بولي ؟  اوکه داټولي دپاکستاني استخباراتو اونوي حکومت نوي سياسی لوبی د ي ؟؟؟؟ ياخو پرويز مشرف غواړی  څرگنده کړئ وگوري ما داسي نه کول لکه چي دامريکا اوطالبانو پاکستاني او افغاني دوستان ئي کوي .
جالبه خبره !
داگوند امريکا واک ته ورساوه ،ددې هيوادله جوړيدونه پاکستان په امريکا پوري تړلئ يو هيواد وو،دئ  او وي به !!!
له پاکستاني خاوري څخه ددې په خاطر چې امريکا اوناټو هلته بيا عمليا ت ونکړي  گويادامريکاپر خلاف جهاد دپاکستان داستخباراتو اوبنسټپالو ډلو تر منځ  دسولي دتړون تر نامه لاندي پاي ته رسېږي ،مگر په پاکستان کي  ميشت ،دپوځی روزنې  په روزتونو کي روزل شوی به بياپه افغانستان کي دامريکاسره پدې نامه جهاد کوي  چي طالبان واک ته ورسېږي . ايادغه نو دافغانستان اودهغه دبهرنيو پلويانو پر خلاف بربنډه اولمر غوندي ددښمنی اودافغانستان په خاوره کي  دلاس وهنې بېلگه اوپخپله پر لاسوهنو باندي دشهادت علامه نده ؟ که نده  نوڅه  ده ؟؟؟؟؟
ځکه موږ حق لروچي دپاکستاني چارواکونه وغواړو ،تاسو دخپلو روزل شووافراطيانو سره څه ډول تړون لاسليک کړی دي ؟
تر دې لاجالبه !
که ئي دا لاسليک شوی تړون  په غور سره وکتل شي ،نوداتړون دد سند دی چې بايد له دې سمې دتمدن اثار ټول اودبربريت دوره يوځل بيا راپيل شی .
هيله لرم چې پر ما زما په  خپلو خبرو څوک دکفر ټاپه ونه وهی .زه مسلمان اوعاقل يم ،خپل وطن  تر هرڅه راته گران دی دخپل وطن پر پښتنواوټولوورڼو قومونو اوټول بشژيت مي زړه خوږېږي ،پښتانه مي ځکه وويل چي متاسفانه په سيمه کي دسيا سي اوپوځی  لوبو قربانيان  تر هر چا زيات همدا پښتانه دي . تاسو يوځل دقيق ځېر شي ،پنجاپيان پخپله دپښتنو لاسونه اوپښې تړی اودوي له تمدن څخه محروموی ،ځکه خو دوي تر خپل نظارت لاندي داسي افراطئ ډلې روزی .اوپښتانه بېچاره گان  داداسلام پتنگان يوازي پدې خوښ دي چي د منځنيو پېړيو په دود ژوندوکړی ،دتأسف ځاي دی  چې دپاکستان  سياسي گوندونه  هم ځکه ننداره کوي چي هغوي  هم دهمدې استخبارتي شبکو له ډارنه سرنشي خوځولاي اوياخوله همدې  مداخله  گر سياست نه دفاع کوي  .
هلته په پاکستان کي مشت پښتانه بايد پدې هکله  فکر وکړي  چي دپيجاپيانو داوسېدو سيمې تر اروپا ښاېسته اوښکلي د ي ،هلته پوهنتونونه  ، برق ،فابريکې ،عصري روغتونونه ، ماهر ډاکتران ،سينما،تياتر، کلپونه اونور دعصری ژوند وسايل شته ،خودپاکستان تر سلطې لاندي  دپښتنو اوبولوڅو سيمي  عملأ دفيوډالي اوماقبل فيوډالي ،اقتصادي ،ټولنيز اوفرهنگی مناسباتو بهترين نندارتو ن دي . اودوي ئي پدې خوښ ساتلي چې تاسو تورزن ياست  اوپه نړی کي اسلام  ساتل  اوپه افغانستان کي  دپاکستاني استخباراتو موخي پلي کول ستاسو دنده ده . دادي يوځل بياهغه حکومت چي ځانته دموکرات اوخپل ولس ته داوسنې نړی دتخنيکي اوعلمي لاسته راوړنو څخه داستفادې لپاره  دامکاناتو دبرابرولوپه اړوندځان  ژمن  بولي ،اوهر خوادپښتنو سره دخواخوږی  چیيغی وهي په پښتنو داسي لعنتي اوتور سند لاسليکوی چې يوځل بيا داپښتانه له هرڅه نه محروم پاته شي اودشرعی نظام تر نامه  لاندې ئي ځوان نسل ديوې بلې لسيزي لپاره په تورتم اوجحالت کي شپې او ورځی  سبا کړی . ځکه خو موږ چې تر اوسه مولادډيورنډ منحوسه کرښه په رسميت نده پېژندلې داډول دسولي په نامه قراردادونه دکرښي ديوې دخوا پښتنو په گټه نه بولو اودايوه استخباراتي لومه او سياسي دسيسه گڼو.پد پوه  ېم چې دپاکستان  استخبارات په افغانستان کي برلاس لري ،هغوي کولاي سي په انتر نت پاڼو کي په پښتواو دري  ژبه دخپو لاسپوڅو پوسيله لکه  ايران زياتي ليکنې وکړي  اوپه هغو کي په احساسي  جملوبې ځايه  دلايلوتراشلو سره داسي څرگنده کړي چي  دا ددوي کاردی اويا ښه کاردی   .
زه دهيچاسره هيڅ  ډول اختلا ف نلرم اونه دکوم  بې ځايه ډيالوگ  سره علاقمنديم ،دهر چا خپل نظر دي خو ديوه افغان په  توگه ځان مکلف گڼم څرگنده کړم چي  دپاکستاني چارواکو هر حرکت په موږ پوري تر يوې اندازې  اړه لري اوکه  زموږ افغانان اودولتي چارواکي دهغوي په مقابل کي چوپ پاته کيږي دخپل ولس اوهيوادسره خيانت کوي .
تيره اونۍ يوه ورځ  په پاکستان کي جوړسوي سياستمدار وويل چي ددوي  (پاکستان)حق لري هر څه چه کوي دهر چاسره دده په وينا دسول تړون لاسليکوداددوي حق دی ،موږ دپاکستان په کورنيو چاروکي دلاس وهنو حق نلرو،په دومره غرور اوافتخار ئي په پېلو جملودپاکستان له موقف نه دفاع کول تابه ويل چي اصلي پاکستانی همدادی  .خو متاسفانه  راډيوه اوماونشوکولاي داجواب هلته ورکړم  چي ښاغلې تاسو ټول پېژني چې همدا اوس له پاکستان   سره څومره ټينگی اړيکي لری  داچي وکيل سواست هم دپاکستان   زور وو  اوس بيا ځکه داچيغي وهې چې دخوست خلکو داهوډ کړی  بياتاسو ته رايه درنکړي ،ځکه تاسو له بل ولايت نه بايدد پاکستان په سهميه کي يوځل بيا پارلمان ته راشی . کنه داچي موږ افغانان  دکومي سيمي  دخلکو اوهلته دافغانستان پر خلاف دروزنوپه اړوند خبري کوو هغه  لا تر اوسه  پاکستان  ندي منل شوی ،داچي تاسو هلته په پاکستان کي ډير وخت تير کړی اوټول اعتبارموله هغه ځايه سرچينه اخيستې ده دابېله خبره ده،داسيمه موږ دپاکستان په نامه په  رسميت نه ده پېژندلې .تاسو پاکستان ته وواياست چې تاسو ولي له هغو سره دسولي تړون کوي ؟ کوم چې وايي ستاسو په عسکرو کار نلرم خوپه افغانستان کي دجگړې اور بل ساتم ،داددې معنا لري چې پاکستان ورسره موافق دي چي دوي په افغانستان کي ترور اوافغان وژنې ته دوام ورکړ ی ،تر څو افغانان تل ددوي دال خواره اوسی .داسياست ندي بلکه داپر هيواد سوداگري ده .
که يوڅوک افغان وي اوافغاني مور ئي رودلې  وي تر هر څه بايد خپل هيواد ورته گران وي ،ديوې شپږی لپاره ټول پوستين اورته چول دساده گانو کاردی ،زماپه هيوادکښي ئې اور بل کړی  اوزه لاورته وايم کوردي وادن . دايوازي ددغو هيوادو ن  کران کولاي شي   دافغان لپاره  دشرم  اوننگ خبره  ده .
په يوه خبره افغانستان  دجگړې له لاري  دښيرازي اوسوکالی مخ نشي ليدلاي .جگړه په هرنامه اوشعار  چي وي دافغان وژنې دپروسي دوام دي اوبس  . هغه چي په زور واک ته رسېدلي  ډير ژر له واکه پرزېدلی دي .
يوازنئ هيله مي داده چې زموږ افغان ليکوال افغانان سولي ،ملي تفاهم اوملي يو والي ته راوبولي .موږ ملي او اسلامي دنده لرو په هر شکل چي کيږي ژر تر ژره بايد د بل شوی اورلمبې پخپله  مړې کړو اوددې سوځېدلی هيواد بيا جوړونې ته مټی راونغاړو.
 له جهاني علم اوتخنيکی تکاملي کاروان څخه شاته  پاته کېدل  به زموږ لپاره په نړيواله کچه د سياسي ،اقتصادي اوفرهنگی  همېشنۍ غلامۍ لامل وی  . ومن الله التوفيق