د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمور زړه

شاولي يارزی 22.05.2008 23:06

دپورتني سرليک لاندې يوه ليکنه مې ډيرکلونه پخوا فکرکوم دننګرهار مجله يا ورځپاڼه کې لوستې وه. ددې ليکنې منځپانګه زما نه ده اوکيدی شي اوسنی متن اوجمله بندي هم هغسي خوږه نه وي لکه څنګه چې د مطلب اصلي ليکوال کښلې وه او اوس يې نوم يې زما په ياد نه راځي. خو داچې دغه ليکنه د اولاد سره د مور دژورې مينې او عاطفې يو ښه انځورښکاره کوي نو ومې غوښتل چې دمور دورځې په مناسبت يې يو ځل بيا دلوستونکو سره شريکه کړم.

هلته دباغ په يوارام او غلي ځای کې دوه مينان دسپوږمۍ په رڼا کې يودبل سره راز او نياز کوي، هلک خپلې معشوقې ته وايی دومره راباندې ګرانه يې چې حاضريم هرڅه لتا قربان کړم. جلۍ په مسکا ځواب ورکوي هرڅّه؟ هلک وايی هو هرڅه ! جلۍ د يوې  وړې شيبې چوپتيا څخه وروسته هلک ته وايی :لاړشه او دمورزړه دې دهغې له سينې څخه راوباسه او ماته يې راوړه. هلک بې درنګه له ځايه پورته شو په يوه منډه يې کورته ځان ورساوه دمورسينه يې و څيرله ، زړه يې را وويست او چې تېز تېز د خپلې معشوقې په لور په منډه و ناڅاپه يې پښه د يوې ډبرې سره ونښته، پړمخ  پر مځکه ولويد او دمورزړه يې له لاسه وړاندې وغورځيد.  دغه وخت دمور له زړه څخه ناڅاپه يو اواز را پورته شو چې ويل يي: آه بچيه ژوبل خو نه شوې!!!