د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

( لټه ) ادبي ټوټه

نورشاه نوراني 22.05.2008 02:22
زه پوهيږم چې ته دمينې دښار او ښيرازه ژوند څخه لرې پاتې شوی او ته دغرونو او ګوډلو سړی يې هو !زه پدې پوهيږم چې ته دمدنيت په مانا نه پوهيږي. ته په يوه داسې ويرونکي محل کې اوسيږي چې هلته ډير کم انسانان دمجبورې ورځې استوګنه کوي. تاته ژوند ارزښت نلري ، کاش ته دخواږه ژوندانه له بېلابېلو نعمتونو خبراو په ارزښتونو يې په سمه توګه پوهيدلی وی کاش! ته زما سره ديو څو شيبو پورې دمينې او انساني خواخوږۍ په ټغرناسته کړی وی، ترڅو ما درته دميني ورورۍ او دمتمدن ژوند اړخونه روښانه کړی وی، تاته مې د زړه سره تړلي څو هغه سندريزې ټپې مزمه کړی وی ،چې دامهال پرې پښتني تاريخ ځليدونکی ښکاري او پښتانه زلمي ترې دسنګرونو په ګرمولو کې کار اخلي او پيغلې ترې دشجاعت او اتلوالۍ زده کړه کوي ، ته دخپل ټاټوبي دهغه وياړمنو معنوي هستيو عبرت واخله ، چې دامهال دنړۍ مشهور نوابع اوکارپوهان ددوی فکري اوعقلي تخليق څخه استفاده کوي . ته که هر څو پدې خور شوي تورتم کې اوسيږي بې لدې چې دجهلت نړۍ به پر تا اباده وي، نورو ته د له شر پرته خير نه رسيږي ،خو زه تاته يوه وروستۍ مشوره درکوم ،هغه خبرې اوفکر له مغزو لرې کړه کوم چې دټولې نړۍ انسانانو ته ترې شر رسيږي او دبدبختيو په سيند لاهو کيږي ، ته ديو ه نوي فکر اونوي لارې په لټه کې شه دخپلو پلرونو اونيکونو په تګ لوری تعقيب کړه ترڅو موجوده نړۍ تاته دسوال او همکارۍ لاس دراوږد کړي .
يادونه : ګرانو سلامونه اونيکې هيلې مې ومنئ