د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په نړۍکې دچاپي خپرونووده اواهمیت

محمدظریف عنایت زی 22.05.2008 02:07

له لرګي څخه دجوړشوي دچاپ له ماشین وروسته په ۱۸۱۴ کال کې فردریک کونیګ دوه سلنډرلرونکی دچاپ لومړنی ماشین چې په بخارسره یې کارکاوه جوړاودلندن ټایمز ورځپاڼې په واک کې یې ورکړ،دغې ماشین په یوه ساعت کې د۱۱۰۰ پاڼودچاپ توان درلود ،له هغې وروسته داتومات ماشینونو دجوړولو هڅې پیل شوې .
په ۱۸۴۵ کال کې آګسبورګ فابریک ماشین Augsburg maschinenfabric شرکت کار پيل کړاو تر۱۸۷۲ کال پورې یې ۷۵۰ دچاپ ماشینونه جوړاوپه جرمني کې اوله هغې بهر هیوادونوته یې ولیږل . همدې شرکت په ۱۷۷۳ کال کې یوکوچنی ماشین جوړکړچې د برتانوي جان والترله ماشینه یې هم ښه کارکاوه اوپه یوه ساعت کې یې دوولس زره پاڼې په دواړومخونوکې چاپولې .
دچاپ په ډګرکې دپراخې ودې له امله همداشرکت په ۱۸۹۷ کال کې درول په بڼه دچاپ د ماشین په جوړولوبریالی شوخوپه ۱۹۱۲ کال کې دغې شرکت چې اوس دمان رولندپه نامه دی درول آفست ماشین جوړکړ چې دغه ډول ماشینونه دچاپ په ډګرکې ډیرکارنده اوښه کارکوي اونن سبادنړۍدوه په دریمه برخه ورځپاڼې دآفست مان رولندپه ماشینونوچاپیږي.
داوولسمې پیړۍترپایه دچاپ دلومړنیوماشینونوپه پړاوکې په جرمني کې کابواویا ورځپاڼې خپریدې چې په ټوله اروپاکې لوي شمیرګڼل کیده ددغوورځپاڼوتیراژیاچاپګڼه له ۳۰۰ تر۴۰۰ پورې وه .په دې پړاوکې له یوې خوااقصادي حالت ښه نه و او له بله پلوه د لوستیوکسانوشمیرلږویوازې ښوونکو،زده کوونکواوحکومتي کارکوونکو به ورځپاڼې پيرلې اوښوونکوبه په تدریس کې اوسیاسي شخصیتونو به په ویناووکې له هغې استفاده کوله .
په ۱۸۰۰ کال کې کورسپاندنت هامبورګرانپاردیسکcorrespondent hamburger unpartheyische ډیرشهرت ترلاسه کړاوددغې ورځپاڼې څلورزره ګڼې به شاوخوااروپايي هیوادونوته لیږل کیدې .
دلندن ټایمزورځپاڼه په ۱۷۸۵ کال کې ، دایټالیاکوریه ره دلاسراپه۱۸۷۶ میلادي کال کې،
دمصرالاهرام ورځپاڼه په۱۷۹۹ میلادي کال کې ،دامریکانیویارک ټایمزورځپاڼه په ۱۸۵۱ کال کې اوفایننشل ټایمزهم سل کاله وړاندې خپل کارپیل کړچې په هغه وخت کې په تقریبا لوړتیراژسره چاپیدلې .
خوپه نولسمې پیړۍکې په نړۍکې دورځپاڼوشمیرډیرزیات شواو دکاغذ جوړولود فابریکوپه رامنځته کیدواودتجارتي اعلانونوپه خپرولوسره دغه بهیرډیره وده وکړه ،دورځپاڼوبیه ډیره راټیټه شوه اوهرچاددې توان پیداکړچې ورځپاڼه وپيري ،له بلې خوادچاپي تکنالوژۍوده هم ددې ډګردپرمختګ سبب شو.

په نړۍکې دورځپاڼواهمیت

په هرهیوادکې دورځپاڼودچاپګڼو(تیراژ)لوړوالی دهغه هیواددودې اوپراختیانښه ګڼل کیږي اوتیراژداعلانونو،مالي ګټې اودپیسودسپماپه برخه کې مهم عامل دی ،ځکه هر څومره چې دیوې ورځپاڼې تیراژلوړوي اوډیرخلک یې وپيري په هماغه کچه سوداګر، تجارتي شرکتونه اونوردکاروبارمرکزونه په هغې کې داعلانونو خپرولوته ګروهنه پیدا کوي .
نن سباچین ،هند،جاپان ،امریکا،جرمني،برتانیه،فرانسه، روسیه، برازیل، اوایټالیا د نړۍترټولولوړتیراژلرونکې ورځپاڼې لري .
دورځپاڼودنړیوالې تولنې (WAN)دوروستي راپورپراساس په ټوله نړۍکې دورځې ۵۱۵ میلیونه کسان ورځپاڼې پيري ،په دې توګه نن سباپه منځني ډول دورځې تقریبایونیم میلیاردکسان په نړۍکې ورځپاڼې لولي اوپه تیرودووکلونوکې له جنوبي افریقاپرته په ټوله نړۍکې د ورځپاڼو شمیرنورهم زیات شوی دی .
ددې موسسې له راپورسره سم په جاپان کې دورځپاڼو دلوستونکو شمیردنړۍله بل هر هیواده زیات دی یعنې۶۴ سلنه دنړۍورځپاڼه لوستنه په همدې هیوادکې ده اود نړۍ تر ټولولوړتیراژلرونکې ورځپاڼې هم په همدې هیوادکې خپریږي .
هره ورځ ۸۵ میلیونه چینایان ،۷۲ میلیونه هندیان ،کابو او یامیلیونه جاپانیان او۵۷ میلیونه امریکایان ورځپاڼې پیري .
دورځپاڼودنړیوالې ټولنې (WAN) دراپورله مخې په تیرودوو کلونو کې دورځپاڼو داعلانونوله لارې ګټه زیاته شوې ده چې علت یې دورځپاڼودتیراژلوړیداده .
داهم بایدووایوچې په تیروڅوکلونوکې په اروپااوامریکاکې کابو دوولس سلنه ورځپاڼو خپل پخوانی تیراژله لاسه ورکړی چې دویبلاګونو، راډیوګانواوټلویزیونونو سیالۍد ورځپاڼودچاپیدوددې ځوړتیاسبب شوي دي . نن سبایوازینۍلاره چې دورځپاڼودلاځوړتیا دمخنیوي سبب کیږي داده چې نوښتګراوتجربه لرونکي کارکونکي دې ډګرته جلب کړاي شي ځکه اوس دژورنالیزم دڅانګې اکثره وړکسان په راډیوګانواوتلویزیونونوکې په ښو مالي امکاناتوپه دندوګمارل کیږي چې په دې برخه کې دورځپاڼو د مسوولینولازیاته بې پامي دچاپي خپرونودکرارکرارځوړتیاسبب کیږي او داسې ښکاري چې ورځپاڼې نورنو د انټرنټ ،راډیو او ټلویزیون په وړاندې دپخواپه شان مقابله نشي کولاي .