هېواد شېرزاد
نوم مې هېواد شېرزاد دى، د ١٣٥٨ لمريز کال د غبرګولي په مىاشت کې د ننګرهار ولايت د جلال آباد په ښار کې زېږېدلى يم، خو اصلي ټاټوبى مې د ننګرهار ولايت د شېرزادو ولسوالي د ملي خېلو قريه د شورلاخېلو کلى دى. لومړنۍ زده کړې مې د جلال آباد د ښار د محبوب سنګر په ښوونځي کې کړي دي، وروسته مې خپلې زده کړې تر دولسم ټولګي پورې د ننګرهار ولاىت په عالي لىسه کې پاى ته ورسولي. د يو سلسله ستونزو له امله دې ته اړ شوم چې ګران ټاټوبى افغانستان پرېږدم، د پنځو کلونو راهيسې د سويډن د مالمو په ښار کې دخپلې کورنۍ سره د بې وطنۍ شپې ورځې تېروم. اوس په سويډن کې خپلې زده کړې کوم او همدا شان په سويډن کې د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز د خپرونې (( نوې هيلې )) د کمپيوټر چارې پر غاړه لرم. له کوچنيوالي څخه مې د شعر سره مينه درلودله. خو لومړى ځل چې مې ژبه په شعر ګويا شوله هغه ١٣٧٦ لمريز کال د زمري مياشت وه. اکثره وخت د وطن په ياد شعر ليکم. يو څو لنډې کيسې هم تر لىکنې لاندې لرم خو تر اوسه کومه چاپ شوې ټولګه نه لرم.
| شمېره | سرليک | ځای | نېټه |
|---|---|---|---|
| 1 | پــــښــــتــــو | مالمو ــ سويډن | ١٤ / ١٢ / ١٣٨١ |
| 2 | افغانستان ته | مالمو ـــ سويډن | ۱۳۷۹/۱۱/۲۷ |
| 3 | مورې | مالمو - سويډن | |
| 4 | لږ خواږه ډېر ترخه | ||
| 5 | سپرلي ته | مالمو - سويډن | ١٠ / ٣ / ١٣٨٤ |







