راشه چې نغمې کړو...

پير محمد کاروان
۱/۱/۱۳۷۳

 راشه چې نغمې کړو سره ګډې ربابونه شو
 راشه سره ولولو د شعر کتابونه شو
 راشه چې باڼه پر بڼو کېږدو سترګې سترګې شو
 راشه دا ځنګړې کړو خړوبې دريابونه شو
 راشه چې لاسونه د شغلو کړود يو بل نه تاو
 راشه ځو جوړه جوړه آسمان ته شهابونه شو
 راشه د دعا په شونډو ښکل د يزدان شونډې کړو
 راشه چې سجدې شو ښکلي ښکلي ثوابونه شو
 راشه پټ پټانی شو او يو بل سره بيامومو
 راشه سوال د مينې شو د مينې ځوابونه شو
 راشه چې د روح پر للمو وکړو د نغمو باران
 راشه چې يو بل ته مطربان شو مضرابونه شو
 راشه د (رحمان) پر غزلونو تندې ماتې کړو
 راشه هسې نه چې درواغجن شو سرابونه شو
 راشه چې "کاروان" مو د خُمار له خوبه پاڅوو
 راشه چې یو بل ته هم ساقي هم شرابونه شو