د بدرنګۍ له سيند

پير محمد کاروان
7-2- 1996

 د بدرنګۍ له سيند اوباسو د سندرو بېړۍ
 الله لاهو مه کړې د ښکلو مساپرو بېړۍ
 د څو کيږديو او يو څو دانو خورما په بدل
 لاړې عربو ته د لمنځو، د نښترو بېړۍ
 موږ ته رادرومي الوتکې له مارانو ډکې
 له موږ نه درومي د نرګسو نيلوفرو بېړۍ
 د آشنا سترګې شوې د تورو ګربتانو ځالې
 زموږ لېمې د سپينو اوښکو د کوترو بېړۍ
 موږ د تيارو د جزيرو په غېږ کې ژوند تېروو
 له موږ نه وړې ده رڼا د ستمګرو بېړۍ
 موږ ته زخمونه د ځيګر د سترګو اوښکې پاتې
 پاريس ته ځي د زمرودو د لاجورو بېړۍ
 موږ د شهيدي خور ټکری کړ د جونګړې پرده
 لوټمارو بار دي د رخامو د مرمرو بېړۍ
 په هر غزل کې يې رنګونه جادوګر جادوګر
 "کاروان" ولجه کړله د خيال د جادوګرو بېړۍ