ته مې په خوب ليدلې

باز محمد عابد

په سپينه غاړه دې د سپينو روپو لړ داسې مزه کوله،
 لکه د هسک په شينکۍ غاړه کې د ستورو اميل
 ته مې په خوب ليدلې
 لکه زيړى مازيګر
 د څو شېبو لپاره
 په کايناتو ښکلا وشيندي په منډه تېر شي
 ته مې په خوب ليدلې
 د بنګړو شرنګ سره دې لپو نه سندرې شيندې
 ته مې په خوب ليدلې
 چې تور پوړني کې دې سپينې ليچې داسې نغښتې،
 لکه د اوږد جنګ له سوبې وروسته،
 سپاهي تيکې توره تيره کاندي
 ته مې په خوب ليدلې
 د لوى شکست منلو وروسته ما ته لاس راکوې
 او د بري لور ته مې وهڅوې
 په خوب کې زه او ته يو
 زما او ستا ارواوې
 د انديښنې په نوم څه نه پېژني
 د ماشومانو خويندو ورونو په څېر لوبې کوي
 څه ښکلى خوب و
 خپل ورېښمين لاس دې
 د بيا ليدو په امېد
 آن تر تندي پورته کړ
 سم د چرګ غږ پورته شو
 او زه له خوبه ويښ شوم
 بيا لمر خاته پورې هيڅ خوب را نه غى