غزل
لـــه جـــومــاتــونو مو منبر ورک شوی
لـــــه بتـــخانــو نه مــو آذر ورک شوی
څـــه د مــاتــم د قــبيــــــلې غــړي شو
خـــــوښۍ مو ورکې دي اختر ورک شوی
ســـــتورو! د خـدای په نوم را ويې ښايئ
شـل کاله کيــږي رانـــــه لـمر ورک شوی
چا يې کور وران کړ،څوک يې نوم ورانوي
پښتون هم بر ورک دی، هم لر ورک شوی
خـدايه ! په سـيمه څــه تـالان را گــډ دی
ورشــو مــو ورکه شــوله، غر ورک شوی
دښــمن راکــړی څــه مــرگــونی گــوذار
وجـود مو شــته دی رانه سر ورک شوی
ټــول يــې پېــرلـــی يــو د غــم په امــېل
لــه چــا زړگی، لــه چا ځيــگر ورک شوی
د کــلي نـــاوې لــه سلــگو نــه دې ځــار
لــه تــا خـاونــد، لـه مــا دلـبـر ورک شوی







