داسې به نه رژیدم
داسې به نه رژیدم
که مې له تا سره خندلی نه وی
که مې په تا پسې ژړلی نه وی
که مې ټول واک تاته سپارلی نه وی
که مې له هر څه لوړ ګڼلی نه وی
داسې به نه ځوریدم ، داسې به نه کړیدم
که ستا د مینې د رنګونو کتاب
ما د زړګي تاخ کې ساتلی نه وی
او هره شپه بیا د اوښکو ځل ته
پاڼه په پاڼه ټول لوستلی نه وی
داسې به نه ژړیدم ، داسې به نه نړیدم
که مې ستا پل پسې دانګلی نه وی
که مې په اوښکو ته لمانځلی نه وی
که مې سندرو کې ستایلی نه وی
که مې په سترګو کې ساتلی نه وی
داسې په نه ژړیدم ، داسې به نه رژیدم







