د پياندوپېيوي
٩ـ ١١ـ ٢٠٠٥
مرګ ته را ټول د جهان روي هسې
د راکولايان وينې راروي هسې
دي راچاپېره وحشي ژوي هسې
د تور وحشت په پارچې ژوي هسې
تور ډبرين لکه «اسود» اوښتي
نيولي زړونو يې تورلوي هسې
دکوم ناچېرې نشت اباد له لوري
تورـ سپين دېوان دي راتو شوي هسې
سپينو زين کړې دغه تورې اسپې
ټينګ په لاسوکې يې نينوي هسې
غشي ليندې پرلاس يې موخه يومخ
سينې راسکوي لکه سکوي هسې
کړې راپه خوله يې تورې خاورې دمرګ
دا تور توپان لګوي خوي هسې
جوړ د ځنګله داور په څېر راخپاره
يو پمن رنځ لکه دکوي هسې
دا رانغاړي څه کرغېړنې پېښې
ورځې اوشپې لکه نستوي هسې
د تورتمو د واټنو ځري مو
په څه پلموځوروي څوي هسې
راته يولاس زموږ په ورکې پسې
څه يې پيوست ، څه يووستوي هسې
نه شوې ترې پاتې د چمن ناوکۍ
نه په زانګووکې مور روي هسې
هېڅ يې راپرې نه ښوول په باغ کې راته
نرګس ، نرګوس ، ان ترنرسوي هسې
چې کړي پرنورو دا دنيا هم «سجن»
غواړي،شو ټول سوي الوي هسې
سروغرغنډويې هډوپلې راوسوې
اوربل ترمنځ د زاړه نوي هسې
هرڅه زاړه دي زاړه پالوته تل
وي که هرڅومره نوي زوي هسې
پاڼرېژ رارژي يې د زغم ګلونه
دي مالياران يې لاسکتوي هسې
راځي فرياد د غرونوغرونوچوپتيا
له هريوستونځ، غاښي او ږوي هسې
موږخوله پښت يو د هغواورپښتو
نه مرو بياهم،که اورموسوي هسې
له سرې بټۍ لکه پولاد راوتي
په اور رغېږي داورسوي هسې
چې دهستۍ درمند وروسوزوي
شته موخوګلن کې لاڅوسوي هسې
موږ سموو د خپل تدبير په ګوتو
ليکې د ټنډې او ورغوي هسې
جوړيې بنديز پرلاروو د سپېدو
دهغې تورې شپې زړه چوي هسې
غورځي له پښوبه طاغوتي ارواوې
داواک وځواک به يې تل نه وي هسې
د تبرو خولې به يې زنګنې شي ژر
هم به يې پڅ د تورو لوي هسې
چې راونه زمولي نغمې ستونوکې
بې له دې ښکلې به نورڅه وي هسې
چې شي پنا د مېنې مينې پلوري
چېرې تر دې به غوره، ښه وي هسې
داوچکالي به د باور د ورشو
ونه ژاړي تږي ککوي هسې
چې نه هېندارې بې انځوره شي بيا
نه به يې هسک له خولوسېلوي هسې
نارنجيستان به د موسکاوو شي تاند
بيابه د سروشونډو ستايه وي هسې
بيا به انځورو د پيمخو پرمخ
سپينې خولې لکه پېروي هسې
بيابه هم شمېرويې د مخ خالونه
بيا به هم شعر،وروځې لېمه وي هسې
نور به راژغوروله بلوسنې دباد
د تورو زلفو سره بچوي هسې
بياهم په پاريې د ښايست دغزل،
پېيو به پياندو ته پېيوي هسې !







