دښارمېنوچتونه

پوهاند مجاور احمد زيار

چې راووري تورې ټکې،د شنه هسک له کولکيو
څه رڼوب به شي راتوی،د رڼوستورو له ککيو

د سر ډار به څنګه نه وي،پر دې چم دمينانو
لګېدلی چې بنديز،پرمينه وړوغلچکيو

څه ناتار تالان راګډ دی ، د زړو تېرو پېړيو
د ښکلاوو د نتلو ، نتياليو پر نتکيو

آه، پرځای د سرو ډوليو،پر اوږو د سروب لېږدي
له وربوی د باغ درنګې،د تاندلبانو ناوکيو

نه رارسي يې لاسونه،چې دګلوخوږبوييو
لاپرمخ د هغه بڼ دي،ژندرې کلکې دکړکيو

په لېمود زغم کې خاورې،راشيندي د نهيليو
سربه څه ټکووهسې،له تورمخو بړبکيو

دي هوسۍ او سوي بېزاره،کاڼي بوټي د بېديا لا
د لېوه،شرمخ،ګيدړ، له ناسپېڅلواړيکيو

چې په ګوټ ګوټ کې چتونه،د ښارمېنونړېدلي
څه اکربه د برخليک وي،د بې ځالوتوتکيو

چېرې نشته په دې هسې،ګورځنګله د تورې شپې کې
تش يو پړک هم د برېښنا يا، څو وړو اوراورکيو

بې د ځان له ځارونې،کړونې شي څه تمه
داورمينې له اورپښتو،دګلمينې له کوکيو

لاتراوسه څوک روغ پاتې ، کومې مور راوړی نه دی
ستا د سترګو له دا غبرګو، سرو ګوليو مردکيو!