د مـحبـت کــور
شــــاعـــــره تــا خـو د د نـــیا پـه سـر جـنت جــوړکړی
چې تــخـیل کــی دی خــپـل کـورد مـحــبت جـوړ کـړی
هــر څه کـولی شــی ازاد يې څـه چـی غـواړی کـیـږی
د تـخـیل خـو خدای جـنت په شان خـا صیت جـوړ کـړی
تـه تــخــیـل کـې ځـان بـاچـا کـړی نــوکران دی ګـرزی
د عـدالت تـخـت دی په خیا ل کی ښـه اوچت جوړ کړی
په تــخـیل کـې پـا بـندی د وخـــت او ځـا ی نه شــته دی
له وخـت او ځــای دی ، نــا پــــیلـی سلطنت جــوړکړی
د تـخـیل پـه نـیلی ســـور چې شـــو اســمان ته وخـــوت
سـتوری د یارپه څـنګ کی ژوند ښه د عزت جوړ کړی







