مات ساغر

صالح محمد صالح

هلته، تر غره شا، بهر، له ليرې نه
 پيل به کړو، موږ خپل سفر له ليرې نه
 سيوری غوړومه ستا پر شوخ نظر
 زه لکه يو مات ساغر، له ليرې نه
 زما، نه ورانی کېږي، درنژدې که شوم
 ښه وي ځلېده د لمر، له ليرې نه
 دلته خو ګلونو ايرې کړي يو
 خاندي هر يو پټ شرر، له ليرې نه
 تا، زما د زړه خپلوي پرې نه ښوده
 پېژني زرګر، ښه زر، له ليرې نه
 اوس د زندګۍ په خوږو پوه شومه
 ووړ ښکاري انسان ته غر، له ليرې نه.