د تـــــندي خــال

ډاکټر کبير ستوری

وتــی ښــایــستونــو کـې ښـایـست جـانــانـه ســتـا دی
 خال دی د تــنـدی ښـکلـو خـالـونــو کـې بــاچـا دی
 
 ښکلي دې ویښته، ښکلې دې شونډې ښکلې سترګې دي
 نــوم دې د ښـایـست د زور خـور شـوی پـه دنـیا دی
 
 ته چـې چـا تـه وګـورې په یـو نـظـر يې زړه یـوسـې
 زه یــــوازې نـه یــم زړه دې وړی د هـــــر چــا دی
 
 بـیا بـه د بـلــۍ په سـر جـانانـه خـــنـداګانــي کــړو
 وار زمـــونــږ پـــه کليی کــې راغــلـی د خــــنـدا دی
 
 درومــي دا تــیارې د ژونـدون نـوره بـه رڼـا راځي
 ســتوري راخــتــلي ګـوره هـسـک کـې د سـبا دي