غزل
٧ / ١١ / ١٣٨٣
په وروسته چې نه ګوري د پرون سره جوړ نه دي
دا خلک د بې ځايه زړه چاودون سره جوړ نه دي
خورا ک شي د لېوانو قافلې بې له څا ر و ا نه
رمې بې لارې کېږي چې د شپون سره جوړ نه دي
ګنا ه کې د با د ا ر و څو کيد ا ر د ی چا تړ لی
شوګير وهلې سترګې د شبخون سره جوړ نه دي
نا جو ړ ه يې د ي زړونه او ناسازه يې فکرونه
هغه چې د هيوا د ملي تړون سره جو ړ نه د ي
لا هم څو غو لېد لي د پر د و سا ز ته نڅيږ ي
په شپو مين رهزن د سباوون سره جوړ نه دي
هغه قلم دې ما ت شي او هغه ژبه دې پرې شي
چې وايی هزاره،ازبک،پښتون سره جوړنه دي
عا مر ه د د ې خلکو عقيد ه بد لو ل غو ا ړ ي
خيام په تيږو ولي او مجنون سره جوړ نه دي







