غزل

دروېش دراني

بیا په جنګ ښکاري هوا او څراغونه
 خدایه بچ ساتې رڼا او څراغونه
 
 یه مرګیه ماشومان مې راته خاندي
 سره پریږده څو شپې ما او څراغونه
 
 خپل مخونه ستا د مخ په رڼا وینځي
 لمر، سپوږمئ، ستوري، بریښنا او څراغونه
 
 په دې نور پسې سپیڅلو خلکو مه ځئ
 یو ځائ شوي دي بلا او څراغونه
 
 د وطن په هدیرو کې وي درویشه
 هره شپه نرۍ ژړا او څراغونه