غزل

جلال احمد امر خېل

سلام په سترګو اخلو او سلام کوو په سترګو
 دښکلو ښکلو سترګو احترام کوو په سترګو
 په زړه کې چې څه غم دا ټول سترګو دی جوړ کړی
 نور نه به ګورو چا ته نور به پام کوو په سترګو
 د ا توري که پر شونډو شول نو جوړ به ترې قيامت شي
 خبرې د زړګي خو له ناکام کوو په سترګو
 د يار هندي باڼه د زړه کشمير ته چې رانېغ شي
 الله له ډاره نه وايو رام رام کوو په سترګو
 يو ورځ نه ده چې موږ به سره خلاس کړې امرخېله
 دا جنګ د مستې مينې هر ماښام کوو په سترګو