نظم

جلال احمد امر خېل

مونږ په صليب او رام رام نه ماتېږو
 نه حکمتيار نه رباني غواړو
 مونږ نه کرزی نه قانوني غواړو
 نه اسامه نه طالبان پيژنو
 نه ګوډاګی د پنجابي غواړو
 ساتو سرلوړې به جنډه د اسلام
 خپل وطن خپله واکمني غواړو
 د امريکې ﻻس ﻻندې نه اوسېږو
 مونږ ازادي مونږ ازادي غواړو
 دا چې زه غلی يم څه نه وايمه
 دا فکر ونه کړې چې نه پوهېږم
 بيا رغونه دې بهانه نيولې
 هدف دې څه دی په دې ښه پوهېږم
 مونږ نه غمي عراق نه تېل پټوې
 وړوکی نه يم په هر څه پوهېږم
 ايران نه پس د پاکستان نمبر دی
 په هر پلان باندې دې زه پوهېږم
 دلته کرزی او کارمل يو مانا ده
 يو مو سحر بل مازديګر خرڅوي
 دا بې ضميره بې احساسه خلک
 زمونږ ګودر زمونږ سنګر خرڅوي
 سپوږمۍ د شپو خو يي په پټه ويوړه
 اوس په رڼا ورځ رانه لمر خرڅوي
 د خپل يو څو ورځې چوکۍ په خاطر
 غرور د قوم مې په ډالر خرڅوي
 په تور کارغه او ټپوسانو باندې
 ښايسته او ښکلی به ګلشن څنګه شي
 دا دګلانو د سيزونکو په لاس
 ګل او ګلزار به دا چمن څنګه شي
 چې دغليم د جنډې لاندې ناست وي
 دا به زما د قام واکمن څنګه شي
 د ترقۍ په خلاف نه يو مونږ
 خو جوړ په کفارو به وطن څنګه شي ؟
 د شاه شجا په پل روان نه شې
 کرزيه پام عبدالرحمان نه شې
 ها د ډيورنډ لاسليک يي ښه ثبوت دی
 سل کاله پس به هم د ځان نه شې
 عقل او فکر دواړه وسنجوه
 ګټه کې کوټ نه شې تاوان نه شې
 د دايمي اډو لاسليک ونه کړې
 دومره ماشوم دومره نادان نه شې
 دا وزيران چې راټول کړي دي تا
 دوی بې له خېټې نه بل غم نه لري
 د ملت مال دولت په بډه وهي
 د پاک الله نه ويره هم نه لري
 مونږ د جازونو سيالي څنګه وکړو
 چې مو يو کلی سړک سم نه لري
 کرزيه مونږ درنه ډالر نه غواړو
 زمونږ دا خوار ملت قلم نه لري
 مونږ له تيارو نه بغاوت کړی دی
 مونږ د رڼا ځامن ډيوې پسې ځو
 د قربانۍ وخت کې سرونه شيندو
 د ملالۍ مستې ټپې پسې ځو
 د غلامۍ ژوندون مو نه دی په کار
 د ازادۍ په فرښتې پسې ځو
 مونږ په صليب او رام رام نه ماتېږو
 مونږ د تکبير تکبير نارې پسې ځو
 چې د قران په سر مې وينه توی شي
 ما د عثمان غوندې اصيل کړې ربه
 د ابرهه لښکر کعبه ورانوي
 بيا رانازل پرې ابابيل کړې ربه
 زمونږ کتاب ته چې په سپکه ګوري
 ته يي په خپل قهر ذليل کړې ربه
 د وخت فرعون چې په کې غرق و پرق شي
 زما دا اوښکې رودنيل کړې ربه
 دلته نرګس په سر د دار ځوړند دی
 دلته ګلاب دلته رامبېل شهيد شو
 ځلميو ولې خوبولي ښکارئ ؟
 د پيغلو غاړو کې امېل شهيد شو
 د کليسا د پيرويانو په ﻻس
 جومات مو بېل ، قران مو بېل شهيد شو
 محبوبې ؛ غاړې ته يې ګلان ځېلۍ کړه
 که په سنګر کې امرخېل شهيد شو