چېلم

اجمل آند
١٢/٠٣/١٣٨٤

زه او رود به د غره غــــــــــــــــــــــاړه کې روان وو
 يو وخت دواړه د يـــــــــــــــــــوې طبعې ياران وو
 
 رود ، چېنه ، چېنا ر غونډۍ هم اوس لويان دي
 زه چې ووړ وم نو پنځه واړه کمـــــــــــــکيان وو
 
 ددې ښا ر سپين مخې خــــــــــــلک په زړه تور وو
 موږ سپين زړي وو د سپين غـــــــــــــره هلکان وو
 
 منځګړيو ويل لــــــــــــــــــــــــــمر به يې هم ويشئ
 خو موږ لاندې ټوته ځمـــــــــــکه باندې وران وو
 
 يو شېبه کې به مو يوبــــــــــــــــــــــــــل په ژړا کړل
 ماشومان وو، ليونيان وو خـــــــــــــــــو ياران وو
 
 موږ خو نه ويل چې ټول ښار دې پـــــــردی شي
 موږ خو بس د څو خبرو پلـــــــــــــــــــــــــويان وو
 
 خو ماښام کــــــــــــــــــــې به په يو چيلم راټول وو
 اند، ملا، ملنګ کــــــــــــه څومره سره وران وو