غزل
چا دې وطنه له جبين نه غمي پور اخيستي
چادې د سترګو ائين نه غمي پور اخيستي
ځينو سرلوړی هندوکش په اجاره نيولی
چا د امو له تاترين نه غمي پور اخيستي
دا تور چې نن ورباندې ښکلي او ښايسته ښکارېږي
دوی خو دا ستا له لونګين نه غمي پور اخيستي
ماښامه ته چې سور او سپين ېې
تا زما د اشنا د اننګو له ماسپښين نه غمي پور اخيستي
که ټول پنجاب ورباندې راکړي سر په سر به نه شو
پېغلو ېې دومره اباسين نه غمي پور اخيستي
دا چې وزرې کوي لمر ته او سپوږمۍ ته خيژي
ټولو زمونږ قران او دين نه غمي پور اخيستي
د امرخېل د غزل هار که په نازونو راغی
پوه شئ چې بيا ېې نازنين نه غمي پور اخيستي







