غزل: دردانې غواړي ...
دردانې غواړي چې ستا د غاړې هار شي
ستوري هم تمه لري چې دې مدار شي
دا ته هسې سپین تندی په کاڼو ولې
دا هنداره ده ، یو وخت به دې پکار شي
ویده لمر به څه درانه خوبونه ویني
چې شبنم د ګل پر پاڼو باندې بار شي
دا ساړه ساړه بادونه څه پېغور کا
ګل به غېږې له راځي ، خو چې بهار شي
په ښکاره له خندا شین ، د ننه سوزم
طبیعت مې د قاضي بابا چنار شي
چې هر ستوری ورته خپله رڼا لارکړي
دا سړی واعظه څنګه نو په لار شي







