ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


چین او روسیه له طالبانو څه غواړي؟

طالبان وایي، چین د افغانستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري. که څه هم بیجینګ د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پيژندلی خو یاد هیواد له طالبانو سره تر یوه حده تعامل لري او ځینو چینايي شرکتونو د طالبانو سره د ځینو پروژو تړونونه هم کړیدي.  

23.01.2023 امریکا غږ

راشد خان؛ لومړی افغان لوبغاړی چې کرکټ کې ۵۰۰ کسان سوځوي 

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو کپتان راشد خان لومړی افغان شو چې په کرکټ کې ۵۰۰ مخالف لوبغاړي سوځوي یا اوټ کوي. 

23.01.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

23.01.2023 امریکا غږ

د پاکستان کرکټ بورډ: که حکومت اجازه راکړي، افغانستان سره لوبې کوو 

د پاکستان د کرکټ بورډ مشر نجم سیټي وايي چې د پاکستان کرکټ‌ لوبډله به له افغان لوبډلې سره درې شل اوریزې سیالۍ وکړې. خو ښاغلی سیټي وایي پدې شرط چې د پاکستان حکومت د دې لوبو اجازه ورکړي.  د هغه له خوا د حکومت له لورې د اجازې ورکولو مسئله د هغو غبرګونونو لړۍ ده چې د افغان کرکټ لوبډلې سره د استرالیا د کرکټ بورډ له خوا د لوبو نه کولو د پرېکړې په اړه ښودل شوي‌دي. ټاکل شوې وه چې پاکستان او افغانستان درې یوه ورځنۍ لوبې وکړې، دا د سوپر لیګ سیالۍ وې چې د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د ورتګ لپاره کېدې. خو نجم سیټي وايي‌ چې دواړه افغانستان او پاکستان دغه نړیوال جام ته وتلي دي او دوی غوره ګڼي چې د یوې ورځنیو لوبو په ځای اوس درې شل اوریزې لوبې وکړې.  له نوموړي څخه په یو خبري کنفرانس کې په دې اړه پوښتنه وشوه او هغه ځواب ورکړ: «په اصل کې د دغو دریو [یوه ورځنیو] سیالیو علاقمند نه یو ځکه چې دواړه [افغانستان او پاکستان] نړیوال جام ته وتلي دي او ګټل او بایلل یې تاثیر نکوي.»  هغه وویل چې د افغانستان د کرکټ بورډ له غوښتنې وروسته به یې لوبډله له افغان لوبډلې سره درې شل اوریزې سیالۍ وکړي،‌ خو زیاته یې کړه چې باید د پاکستان حکومت د دې لوبو اجازه ورکړي. نجم سیټي ټېنګار وکړ چې باید سیاست او ورزش سره جلا وي.  د پاکستان د کرکټ بورډ مشر داسې مهال دا خبرې کوي‌ چې د استرالیا کرکټ بورډ په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د نجونو په تعلیم او کار باندې د بندیز په غبرګون کې له افغان لوبډلې سره خپلې درې پلان شوې لوبې لغوه کړې.  افغان کرکټ‌ بورډ دا پرېکړه یوه اړخیزه او سیاسي وبلله او افغان لوبغاړو هم وغندله.   د پاکستان د کرکټ بورډ مشر نجم سیټي‌ د نجونو د تعلیم مسئله د افغانستان داخلي موضوع وبلله. د پاکستان او افغانستان ترمنځ شل اوریزې لوبې د مارچ په میاشت کې پلان شوې چې عواید به یې ۵۰-۵۰ فیصده په دواړو هېوادونو باندې وېشل کېږي. 

23.01.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

23.01.2023 امریکا غږ

پولیس: د امريکې د کېلېفورنیا ریاست په یو کلب کې ډزې کونکي تن ځان وژلی

د لاس اېنجلس کاونټي شېرف رابرټ لونه ترمخه په مونټيري ښار کې د نڅا په کلب حمله ۷۲ هو کېن ټرېن نومې تن کړې وه او هغه پولیس په یو موټر کې مړ موندلی دی او د پېښې په لړ کې بل مطلوب تن نشته

23.01.2023 ډیوه

افغان سرتیری د امریکا په زندان کې

یو پخوانی افغان پوځي عبدالواسع صافی امریکا ته د ناقانونه تلو په خاطر په تکزاس ایالت کې بندي دی. عبدالواسع صافي له برازیله تر متحده ایالتونو په څو میاشتو کې ځان رسولی وو. د هغه د خوشې کولو لپاره هڅې روانې دي. صفي الله ستانکزی او نور جزییات

23.01.2023 ازادي راډیو

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

23.01.2023 امریکا غږ

سعودي عربستان یوه ښځه د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وټاکله 

د سعودي‌ عربستان د بهرنیو چارو وزارت ساره السید د دغه وزارت د عامه دپلوماسۍ د مرستیالې په توګه وټاکله.

23.01.2023 امریکا غږ

طالبانو په کندهار کې د یوې ودانۍ دننه د کوکنارو کروندې له منځه وړي

طالبانو په دې وروستیو کې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د یوې کلا دننه د کوکنارو کروندې له منځه وړي دي. طالبان وايي، د دغو کروندو په اړه یې پټه اطلاع ترلاسه کړې وه چې سمدستي یې له منځه یوړل. دوی وايي، د نشه يي توکو پر کښت بندیز ته ژمن دي. نور په ویډيويي راپور کې:

23.01.2023 ازادي راډیو

پولېنډ وایي چې اوکراین ته د جرمن جوړ ټېنکونو په ورکولو غور کوي او د جرمني اجازت ورته ثانوي حیثیت لري

واشنګټن  - د پولېنډ وزیراعظم ويلي دي که څه هم جرمني دوی ته اجازت نه ورکوي چې اوکراین ته د جرمن جوړ ټېنکونه ورکړي، مګر پولېنډ به د دې کار د پاره اېتلاف جوړوي. اوکراېن د روس د یرغل د مخنیوي د پاره د جدیدو وسلو غوښتنه کوي او ټینګار یې په جرمني لیوپارډ نومي ټېنکونو دی چې جرمني یې تر اوسه ورکولو ته زړه ندی ښه کړی. متېوېش موره وېسکي خبریالانو ته ويلي دي چې پولېنډ به غواړي‌ د جرمني اجازت ترلاسه کړي‌ خو د جرمني اجازت ثانوي حېثیت لري. د جرمني خارجه وزیرې اېنالينه بېربوک د فرانس ټي وي چېنل اېل سي آی ته د اتوار/يکشنبې په ورځ وویل چې که چېرې پولېنډ اوکراېن ته د لېوپارډ-2 په نامه د ټېنکونو ورلېږلو اجازت وغواړي، نو دوی به يې په لاره کې نه راځي.‌  د بېربوک د وېنا نه وړاندې جرمني په دې غلی راتلو چې اوکراېن ته خپل لیوپارډ-۲ ډوله ټېنکونه وروليږي یا یو بل داسې هېواد ته اجازت ورکړي چې هغوی که د جرمني‌ دا ټېنکونه لري، هغه دې اوکراېن ته ورکړي.   اوکراېن د ډېرې مودې راهسې غواړي چې ورته دې د روس د ځواکونو د مخنیوي ‌د پاره جدید ټېنکونه ورکړل شي.   تېره هفته د اوکراېن د دفاع وزیر اولېکسي رازنيکوف د وي‌ او اې اوکراېني سروس ته ويلي وو چې ځواکونه به يې په پولېنډ کې د لیوپارډ-۲ د ټېنکونو تربیه/مشقونه شورو کوي.   د جرمني چانسلر اولف شولټز اوکراېن ته د جنګي ټېنکونو ورکولو په اړه څه نه دي‌ وېلی خو راېټرز خبري اداره د شولټز د خولې ويلي چې د امریکا په شمول د اېتلافیانو سره په مشوره به په دې اړه فېصله کوي.‌  د فرانس صدر اېمنوېل مېکرون ويلي دي‌ چې اوکراېن ته د لېکرېک په نامه د ټېنکونو ورليږلو امکان نه ردوي خو زیاتوي چې دا به ګوري چې د ټېنکونو ورليږلو سره د فرانس امنیت یا د روس او اوکراېن جنګ نورو سيمو ته د خورېدو خطر خو نه رامخې ته کوي.   د برطانيې خارجه وزیر جېمز کلېورلي د اتوار په ورځ سکای نیوز ته ويلي چې دوی به غواړي چې د لیوپارډ-۲ ټېنکونو غوندې شیان اوکراېن ته ورکړی شي.  د خارجه چارو د پاره د امریکې د اېوان نماېندګان د کمېټۍ نوي مشر او د رېپبلېکن ګوند غړي ماېکل مېک کاول د ای بي‌سي "دېس ويک" ته ويلي دي چې امریکې ته په کار ده اوکراېن ته د ابراهم په نامه د جنګي ټېنکونو د ورکولو وړانديز وکړي. داسې کولو سره به جرمني ته حوصله مېلاو شي چې خپل ټېنکونه هم اوکراېن ته ورکړي.‌  د ډېموکرېټک ګوند سنېټر کرېس کونز هم اې بي سي ته ويلی دي چې د ابراهم ټېنکونو په اړه امریکا دې دا وخت خپلې انديښنې یو اړخ ته کړي.

23.01.2023 ډیوه

مسکو د ایستونیا سفیر ته له روسیې څخه د وتلو امر کړی  

مسکو د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۲۳ (سلواغې ۳) له ایستونیا سره د دپلوماتیکو اړیکو کچه راټیټه کړه او ددې هیواد سفیر ته یې امر وکړ چې له روسیې څخه ووځي. روسیې د بالتیک دغه هیواد "د روسانو څخه د ډېرې کرکې" په کولو تورن کړی.

23.01.2023 امریکا غږ

طالبانو د چینایانو په شمول پېنځه کسان د لېتیم د سمګلنګ په الزام نیولي

په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمنېدو نه پس طالبانو د لېتیم په راوېستلو او خرڅولو پابندي لګولې ده. وېل کېږي چې په افغانستان کې د یو ټرېلین ډالرو مالیت معدنیات موجود دي چې پکې د لېتیم ذخایر هم موجود دي په ملک کې جنګونو دلاسه دغه معدنیات نه راوېستل کېدی

23.01.2023 ډیوه

د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

23.01.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

23.01.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more