ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

24.01.2023 امریکا غږ

يو شمېر ښځې: د طالبانو حکومت د ښځو اړوند قضيو ته رسېدنه نه‌کوي

د طالبانو له حکومت ښځينه قضيو ته د رسېدنې برخه کې د يو شمېر افغان مېرمنو شکايت. د افغانستان د سترې محکمې یوه مخکینۍ کارکوونکې چې د امنيتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم يې راپور کې واخيستل شي، وايي اتلس کاله یې په ستره محکمه کې دنده ترسره کړه خو طالبانو یوازې په دې خاطر چې ښځه ده له دندې لیرې کړه. دا مېرمن ادعا کوي، کله یې چې د عدالت غوښتنې لپاره سترې محکمې ته مراجعه وکړه د دې ادارې په دروازه کې ولاړو طالبانو په اغزن سیم په پښو ووهله او له هغه ځایه یې وشړله. دا مېرمن دغه شان د طالبانو حکومت د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو په نه څېړلو تورنوي. نوموړې وايي: "د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د رسېدنې لپاره کومه کورنۍ محکمه نه‌شته، اصلا څوک له ویرې د ښځو د محاکمو په لور تللی نه‌شي، او نه شکایت ثبتولی شي، ما څو ځل هڅه وکړه او هر ځل وګواښل شوم." دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز سرپرست انعام‌الله سمنګاني په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي، چې د حکومت درې ګونو محکمو په تېرو دریو میاشتو کې د ښځو اړوند ۲۸۷۸ بېلابېلو قضیو ته رسېدنه کړې ده. د سمنګاني په خبره دا قضیې تر ډېره د میراث او د ښځو د مهر په اړه وې. خو نوموړي د نورو قضیو په ځانګړي ډول د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو هیڅ ډول یادونه نه‌ده کړې. انعام‌الله سمنګاني او د سترې محکمې ویاند عنایت‌الله د دغه راپور تر خپرېدو په دې اړه د نورو معلوماتو لپاره زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې. دا په داسې حال کې ده چې د تېر جمهوري نظام لویې څارنوالۍ د یو راپور په خپرولو سره د ۱۴۰۰ لمریز کال د لومړیو دوه میاشتو کې هغه قضیې چې ثبت شوې او ورته رسېدنه شوې وه شمېر یې ۱۴۶۴ یادې کړې وې. د دغه شمېرو پر بنسټ چې د جمهوري نظام له سقوط مخکې د یادې ادارې پر وېب سایټ خپرې شوي، دا قضیې تر ډېره د وژنې، تېري، وهلو ډبولو، فحشا ته اړیستلو، د کیمیاوي موادو په وسیله سیزلو، جبري ودونو، د واده له حقه محرمول، زده‌کړو، کار او روغتیايي خدمتونو ته د نه لاس‌رسي اړوند وې. په همدې حال کې د ښځو د حقونو فعاله نظیفه جلالي چې ادعا کوي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د ۱۲ کمېټو د ثبت مسوولیت پر غاړه لري په تېر قوس میاشت کې یې ازادي راډيو ته ویلي وو، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی. نوموړې ویلي وو، کاري کمېټو یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۴۵۰۰ قضیې ثبت کړي چې په‌کې په کم عمر کې جبري ودونه او وهل ډبول شامل وو. که څه هم د طالبانو د حکومت ویاندویانو په وار وار ادعا کړې چې، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د افغان مېرمنو حقونه خوندي شوي دي خو د بشري حقونو بېلابېلو نړیوالو بنسټونو پر ښځو د طالبانو محدودیتونو ته په کتو په دې هېواد کې په پراخه کچه د بشري نقض په اړه اندېښنې ښودلي دي.

24.01.2023 ازادي راډیو

 امریکا، اروپايې اتحاد او برتانیې په ایران نوي بندېزونه لګولي

یورپي یونین هم د ګل دوشنبې په ورځ بندېزونه اعلان کړل چې له مخې یې د ګډو بندیزونو نه علاوه پورپ په خصوصي توګه د ایران د لوبو د وزیر حامد سجادي، د ایران د پولیسو، پاسداران انقلاب اهمو افسرانو، د سایبر سیکیورټي او د دې سره د تړلو کمپنو او اهمو چارواکو نومونه هم د بندیزونو په لسټ کې شامل کړل

24.01.2023 ډیوه

د نېټو سيکرټري جنرل وايي باوري دی اوکراين ته به جنګي ټېنکونه ورکړل شي

واشنګټن - د نېټو پوځي اتحاد سيکرټري جنرل جېنز سټولټن برګ ويلي باور لري چې زر تر زره به اوکرين د جنګي ټينکونو د ورکولو لاره راوځي. د جرمني د دفاع د وزير بوريس پېسټوريس سره د ګډ پرېس کانفرنس په موقع سټولټن برګ وويل دا ډېر ښه ملاقات وو او د نيټو او اوکرين په کلکه ملګرتيا د جرمني مننه کوي. هغه وويل په دې مهم وخت کې نېټو ته د اوکراين مرستې روانې ساتل پکار دي او چې د اوکراين څه ته حاجت وي هغه بايد ورکړل شي. سټولټن برګ زياته کړه: “زه د خپل ننني بحث هر کلی کوم. مونږ د جنګي ټينکونو خبره اوکړه. د اتحاديانو تر منځ به سلا مشورې روانې وي او باور لرم چې زر به د دې څه حل راوباسو”. په دې موقع د جرمني د دفاع وزير بورېس پېسټوريس وويل اوکرين ته په غټو جنګي ټينکونو لېږلو د ملګرو تر منځ بې اتفاقي نه شته او زياته يې کړه که کومه مثبته پرېکړه وشوه نو برلن به چټک ګامونه واخلي. هغه وويل چې نيټو دې هيڅ کله هم د اوکرين په جنګ کې فريق جوړ نه شي. د رايټرز د خبر تر مخه د جرمني د خارجه چارو وزارت  يو لوړ پوړي چارواکي ويلي د برلن چانسلري به اخري پرېکړه کوي چې جرمني ليپرډ ټينکونه اوکرين ته ولېږي که نه او نورو هېوادونو ته اجازت ورکړي چې داسې وکړي. د پولېنډ د دفاع وزير مارييز بلازک ويلي هېواد يې د جرمني نه په رسمي توګه غوښتنه کړې چې ليپرډ ټينکونه دې بيا اوکرين ته ورکړي. د رايټرز په يو بل خبر کې ويل شوي چې په اوکرين کې د روس د جنګېدونکې ډلې ويګنر مرسينري کمانډر اينډري ميډويډيف ناروې ته تښتېدلی او هغلته پوليسو نيولی چې په دې حقله ترې پوښتنې وشي چې ده په اوکراين کې څنګه وخت تېر کړی دی. ميډويډيف د روس او ناروې په پوله ناروې ته تښتېدلی او ويلي يې دي چې هغه خپل ژوند ته خطره ليدله او زياته کړې يې ده روسي قيديان ووژل شول او ډېر ناروا سلوک ورسره وشو کوم چې يې اوکراين ته د ويګنر ډلې پلوۍ له راوستلي وو. د ناروې خاص پوليس کرېس پوس د تښتېدلي روسي کمانډر نه تحقيقات شروع کړي دي.

24.01.2023 ډیوه

خوست کې سلګونو کسانو په سویډن کې د قرآن سوځولو په غبرګون کې مظاهره وکړه 

په خوست ښار کې په سلګونو افغانانو د سه شنبې په ورځ جنورۍ ۲۴ (سلواغې ۴) د سویډن په پلازمینه ستاکهولم کې د تېرې اونۍ په پای کې د قرآن کریم د سوځولو په غبرګون کې لاریون وکړ.

24.01.2023 امریکا غږ

ملګروملتونو ته د ۱۸۲ استادانو ليک: پر طالبانو فشار راوړئ چې پر کار او تحصيل بنديز ليرې کړي

پر نجونو او مېرمنو د زده‌کړو او کار د بنديز ليرې کولو بياځلي غوښتنه. هغه لیک چې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ته لیکل شوی او د افغانستان د پوهنتونونونو ۱۸۲ تنو استادانو چې ډېر یې په بهر کې دي پرې لاسلیک کړی، په‌کې غوښتنه شوې چې دا سازمان دې له ټولو امکاناتو کار واخلي چې نجونو ته بېرته په افغانستان کې د زده‌کړو اجازه ورکړل شي. په دې لیک کې ویل شوي چې، طالبان له زده‌کړو او کار څخه د نجونو او ښځو په منع کولو سره هغوی له ټولنې حذفوي او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې یې په اوبو لاهو کوي. په تېر جمهوري حکومت کې د لوړو زده‌کړو وزیر عباس بصیر چې دا لیک یې لیکلی او د ۱۸۲ استادانو لاسلیک یې پرې اخیستی، ازادي راډيو ته وویل په دې لیک یې له ملګرو ملتونو او د دې سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د افغان ښځو ترڅنګ ودرېږي او تر هغو دې طالبان په رسمیت ونه پېژني، چې د ټولو افغانانو بشري حقونو ته یې درناوی نه وي کړی. نوموړي وويل: "په دې لیک کې ویل شوي چې موږ له ملګرو ملتونو غواړو چې د افغان ښځو ترڅنګ ودرېږئ، له هغوی څخه د حقونو او ازادیو د ترلاسه کولو په برخه کې ملاتړ وکړئ، د ملګرو ملتونو سازمان او نړۍواله ټولنه دې پر طالبانو ډیپلوماتیک فشارونه زیات کړي چې پر ښځو لګول شوي محدوديتونه لرې کړي. ښځې باید کار وکړي او نجونې باید بېرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته راوګرځي." ښاغلی بصیر زیاتوي په دې لیک یې د دې ترڅنګ چې له ملګرو ملتونو غوښتي چې په افغانستان کې پر نجونو د زده‌کړو د بندیز په لرې کولو کې ونډه واخلي، ورسره یې له دې سازمان څخه غوښتي چې له هېواده بهر دې افغان ځوانانو په ځانګړې ډول نجونو ته د زده‌کړو زمینې برابرې کړي. د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي استاد حامد عبیدي چې د ملګرو ملتونونو سازمان سرمنشي ته یې لیکلی لیک لاسلیک کړی، ازادي راډيو ته وویل، له زده‌کړو د نجونو منع کول د اسلام د دستوراتو او ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف کار دی، ځکه دوی له ملګرو ملتونو غوښتي چې په لومړي قدم کې دې دا ستونزه د ډيپلوماتیکو لارو حل کړي، خو که دا لاره هم نتیجه ور نه کړي، باید نور اقدامات وشي. ښاغلی عبيدي وايي: "که چېرې ډيپلوماتیکو هڅو ته طالبان ژمن نه و، په دویم قدم کې دې هغه مرستې چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د طالبانو له ادارې سره کېږي، پرې ودروي، تر هغو چې دوی مجبور شي چې بېرته د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي." د پوهنتونونو یو شمېر افغان استادان داسې مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي ته لیک لېږي چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد کابل ته تللې وه او له طالبو چارواکو سره یې د نجونو د زده‌کړو او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې. اغلې محمد د دې څلور ورځني سفر په پای کې ویلي و، چې د ښځو د حقونو په برخه کې لږ پرمختګ شوی او په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده چې افغان نجونې او ښځې خپل حقونه ترلاسه کړي.

24.01.2023 ازادي راډیو

پولیس: د امریکې په کېلېفورنیا ریاست کې په دوو مختلفو پېښو کې اووه کسان په ډزو وژل شوي

چارواکو وویل مشکوک تن د پولیس تاڼې په پارکنګ لاټ یا د موټرو ودرولو په ځای کې نیول شوی دی او داسې ښکاري چې هغه ځان پولیس ته حواله کولو

24.01.2023 ډیوه

د کالیفورنیا د خونړي برید د مړو شمېر ۱۱ ته ورسېد، پولیس د برید انګیزه لټوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د کالیفورنیا د لاس انجلس د ښار پولیس وايي‌ چې د یکشنبې د ورځې جنوري ۲۲ (سلواغه دویمه) د برید د انګیزې او د بریدګر په اړه د نورو معلوماتو د موندلو هڅې کوي.

24.01.2023 امریکا غږ

ګوتېریش: طالبان دې د نجونو پر تعلیم "ظالمانه بندیزونه" لرې کړي. ملاله: جینکۍ له تعلیمه محرومول د کلتور او مذهب خلاف کار دی

واشنګټن ـــــ د ملګرو ملتونو یو بل پلاوی کابل ته تللی او د دې ادارې عمومي مشر انتونیو ګوتېریش وایي، طالبان دې د نجونو پر تعلیم "ظالمانه بندیزونه" لرې کړي، یونیسکو د تعلیم نړیواله ورځ افغانو ښځو او جینکو ته ځانګړې کړې ده، خو د افغانستان لپاره د امریکې سفیره وایي دا ستونځمه ده چې دا ورځ بې له افغانو نجونو ولمانځل شي. ملاله یوسفزۍ وایي جینکۍ له تعلیمه محرومول زموږ د کلتور او مذهب خلاف کار دی.  د جنورۍ 24مه «د تعلیم نړیواله ورځ» سږ کال په داسې وخت په نړۍ کې لمانځل کېږي چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته نجونه له 492 ورځو راهیسې او د پوهنتون زده کوونکې د تېر کال د دسمبر له شلمې راهیسې له تعلیمه محرومې دي. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې «یونیسکو» د تعلیم نړیواله ورځ افغانو ښځینه استادانو او زده کوونکو نجونو ته ځانګړې کړې ده او د طالبانو له خوا یې له تعلیمه د دوی د محرومولو غندنه کړې ده. یونیسکو نن ورځ تر دې نامه لاندې لمانځي چې وایي: «پر خلکو سرمایه کاري او تعلیم ته لومړیتوب ورکول». د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش د تعلیم د نړیوالې ورځې په مناسبت ځانګړي پیغام کې ویلي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې هغه ټول "توپیري قوانین او کړنې پای ته ورسوو" چې زده کړو ته د لاسرسي خنډ ګرځي: "زه په افغانستان کې په ځانګړې توګه پر واکمنو چارواکو غږ کوم چې ثانوي او لوړو زدکړو ته د جینکو د لاسرسي په اړه ظالمانه او ځان ته د ماتې ورکولو بندیز بیرته واخلي". په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکې سفیرې کیرن ډیکر ويلي، په افغانستان کې چې د نجونو پر زده کړو بنديز لګېدلی دا ډېره ستونځمنه ده چې د تعلیم نړیواله ورځ ولمانځل شي. مېرمن ډیکر پر ټویټر لیکلي: "نن د تعلیم نړېواله ورځ لمانځل ګرانه خبره ده ځکه چې افغانې نجونې او ښځې له دې حقه محرومې دي. تعلیم د افغانستان د راتلونکي په اړه سرمایه کاري ده او د نجونو او هلکانو لپاره باید شتون ولري". د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوونکې او د سولې نوبل انعام ګټونکې ملاله یوسفزۍ وایي، ښځې له کارونو او نجونې له تعلیمه محرومه کول د افغانانو د کلتور او مذهب خلاف کار دی. له وي او اې اشنا سره په ځانګړو خبرو کې ملالې یوسفزۍ د افغانو نجونو د تعلیم لپاره پر نړۍ ږغ وکړ چې د افغانو نجونو د تعلیم لپاره دې را یو ځای شي: "په نړیواله کچه دې مشران خپل کردار ادا کړي او د افغانستان له ښځو سره دې ودرېږي او مسلمان ملکونه دې هم د جینکو د تعلیم او د دوی د حقونو د تحفظ لپاره را یو ځای شي او خپل غږ دې پورته کړي". د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یو این ایچ سي آر هم د تعلیم د نړیوالې ورځې په مناسبت پیغام خپور کړی او ويلي یې دي چې زدکړې د هر انسان حق دى او بايد په افغانستان کې ټولې نجونې تعلیم ته رسایي ولري. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې 80 فیصده افغانې نجونې چې سکولونو ته د تلو عمر یې دی، په هغوی کې نیژدې دوه نیم میلینه (25 لکه) نجونې د طالبانو د بندیز له کبله له زدکړو بې برخې شوې دي. یونیسکو وايي په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې هڅه کړې له غیرسرکاري‌ ادارو سره کار وکړي چې افغانو نجونو ته له لرې واټنه د تعلیم امکانات برابر کړي او نورې لارې ورته ولټول شي. د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د تعلیم او نورو بشري حقونو په تړاو د ملګرو ملتونو یو پلاوی درې ورځې وړاندې له دې هېواده تللی، خو د دوشنبې- ګل په ورځ یو بل پلاوی کابل ته رسېدلی دی چې د بشري مرستو جاج واخلي. د دغه پلاوي مشري د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ د ادارې «اوچا» مشر مارټین ګریفټیس کوي چې نن یې د طالبانو له چارواکو سره لیدلي او په روان کال کې یې د افغانستان لپاره له نړیوالو د 4.6 اربه ډالرو غوښتنه کړې ده.

24.01.2023 ډیوه

د تحریک انصاف د 43 نورو غړو د استعفاګانو منظورېدو سره قامي اسمبلۍ کې ددغه ګوند استازیتوب ختم شو

د قامي اسمبلى داسپيکر له خوا دتحريک انصاف ګوند د نورو 43 غړو د استعفاګانو له منظورولو وروسته اسمبلى کۍ دپخواني وزیراعظم عمران خان دګوند دغړو استازيتوب ختم شوى دى. څيړونکي که څه هم د اسپيکر پرېکړه د ملکي دستور سره سمه بولي خو وايي دى سره به تحريک انصاف راتلونکو انتخاباتو نه وړاندې مرکز کې د موقعتي حکومت لپاره د مشاورت د حق نه محرومه شي چې له امله ېې د عامو انتخاباتو عمل د اوس نه لانجمن شوى دى. تير کال داپريل مياشت کې دتحریک انصاف ګوند دقامي اسمبلۍ 135 غړو وروسته له هغې په احتجاجي ډول دقامي اسمبلۍ دغړیتوب نه په ګډه استعفاګانې ورکړې وې چې مخالفو ډلو دهغه وخت وزیراعظم عمران خان دبې باورۍ دتحریک له لارې دخپلې څوکۍ نه لرې کړی ؤ. د اسپيکر راجه پروير اشرف له خوا د نورو 43 غړو داستعغاګانو منظورولو سره د یاد ګوند د122 غړو د استعفاګانو منظوریدو عمل  په باظابطه توګه سرته رسېدلی دی. تحريک انصاف د تيرو دوو ورځو نه دريځ خپل کړى و چې دوي بيا اسمبلۍ کې کيناستل غواړي  اؤ یاد ګوند د اسپيکر او انتخابي کميشن نه غوښتنه کوله چې د دوي دپاتى غړو استعفاګانې باید ونه منل شي خو اسپيکر او انتخابي کمپشن دغه غوښتنه باندې څه غبرګون نه ؤ ښودلی. د قبايلي ضلعې اورکزئ نه د تحريک انصاف په ټکټ منتخب شوى جواد حسين هم دغو43 غړو کې شامل دى چې اسپيکر ېې نن استعفا منظوره کړې ده،هغه وي ي او اى ډيوه ته دوي د يو خپلواکه ګوند سره تړاو لري او ولس منتخب کړي دي ځکه دوي هغه وخت حق لرلو چې اسمبلۍ نه استعفا ورکړي او اوس هم دا حق لري چې خپلې استعفاګانې بيرته واخلي. نوموړي وويل دوي به د اسپىيکر د پريکړې په ضد عدالت ته خواست کوي.  وړاندې دقامي اسمبلۍ اسپيکر راجه پرويز اشرف خپله دفاع کې ويلي وو که د تحريک انصاف د غړو استعفا ګانې قبلوي او که نه دوي(پي‌ ټي ایي) یې يو حالت کې هم نه بخښي. دا وخت قامي اسمبلۍ کې دتحريک انصاف په ټکټ ذمنتخب راجه رياض په مشرۍ د ګوند نه مرور غړي دحکومت مخالفه ډلې کردار لوبوي. څيړونکى امتياز عالم که څه هم د اسپيکر پريکړه دملکي دستور لاندې سمه بولي خو وايي دې سره تحريک انصاف د راتلونکو انتخاباتو نه وړاندې مرکز کې دموقتي حکومت د جوړښت په عمل کې د مشاورت د حق نه محرومه شوى دى. وي او اى ډيوه سره خبرو کې امتياز عالم وويل د مخالفه ډلو مشر راجه رياض په سلا جوړيدونکی  موقتي حکومت به  تحريک انصاف نه زغمي چې له امله یې د اوسه انتخابي عمل لانجمن شوى دى . دا په داسې حال کې ده چې له وړاندې څخه  د تحريک انصاف مشر پخواني وزير اعظم عمران خان د انتخابي کميشن له لوري دپنجاب د وزیراعلا په توګه د محسن نقوي ټاکنه رد کړې ده اؤ ویلي یې دي ګوند به یې ددې پرضد احتجاج کوي.

24.01.2023 ډیوه

ګوتېرش: د طالبانو له لوري پر نجونو د زده‌کړې د بنديز پرېکړه 'ظالمانه' ده

سره له‌دې چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر نجونو له شپږم ټولګیو پورته زده‌کړې بندې شوي، خو ځینې وړې کړۍ هڅې کوي چې د کورنیو ښوونځيو په جوړېدو نجونو ته انلاین زده‌کړې ورکړي. پرستو حکیمي یو له هغه افغان مېرمنو ده چې د افغانستان په اته ولایتونو کې یې د څرک په نوم کورني ښوونځي جوړ کړي او په وړیا ډول نجونو ته په‌کې زده‌کړې ورکول کېږي. مېرمن حکیمي ازادي راډيو ته وویل، چې له دې سره نږدې دېرش ښوونکي په دې برخه کې وړیا کار کوي. نوموړې وويل: "زموږ دا ښوونځي په اته ولایتونو کې دي، درې په کابل کې، دوه په کندهار کې، په ارزګان، مزار، هرات او کندز کې ښوونځي لرو، د څرک بنسټ زموږ له لوري اداره کېږي، او هیڅ بنسټ مو مالي مرسته نه‌کوي، زموږ ښوونکي په وړیا ډول خدمت کوي." سودابه نژند بله افغانه مېرمن ده چې په کابل کې يې د نجونو د زده‌کړو لپاره یو کورنی ښوونځی جوړ کړی دی. اغلې نژند وايي: "زموږ ښوونځي نه‌شي کېدای چې د دولتي ښوونځيو بدیل و اوسي، خو موږ غواړو چې د طالب مفکورې ته نه ووایو، دا ښوونځی مو جوړ کړی دی، موږ نورو دوستانو ته هم ویلي دي چې باید په دې کار کې له موږ سره یو ځای شي. په ولایتونو کې په ځانګړي ډول بادغیس، پنجشېر او هرات کې له دوستانو سره په اړیکه کې یو او دوی ټولو ښوونځي جوړ کړي او د طالبانو اوسنۍ مفکورې ته يې نه ویلي دي." طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د بیاځلي واکمنېدو وروسته له شپږمو ټولګیو پورته نجونې له ښوونځیو منع او دغه شان یې په وروستي اقدام کېدوی له پوهنتونونو هم راوګرځولې. دا په داسې حال کې ده چې نن د جنورۍ ۲۴مه د زده‌کړو نړیواله ورځ ده او ډېری نړیوال بنسټونه د افغان نجونو لپاره د زده‌کړو د حق غږ پورته کړی دی. د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انتونیو ګوتېرش د سې‌شنبې په ورځ د زده‌کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو پیغام کې د طالبانو دا پرېکړه ظالمانه عمل بللی دی او له طالبانو يې غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي. نوموړي ويلي: "اوس د ټولو هغه قوانینو او تبعیضونو د پای ته رسېدو وخت دی چې د زده‌کړو په وړاندې خنډ ګرځي، زه په ځانګړي ډول په افغانستان کې له حاکمو چارواکو غواړم چې د نجونو په وړاندې د زده‌کړو د بندیز ظالمانه او ناکامه پرېکړه بېرته واخلي." دا په داسې حال کې ده، چې د یونسکو سازمان سږ کال د زده‌کړو نړیواله ورځ د افغان نجونو په نوم نومولې او تازه یې پر خپله ټویټر پاڼه یو وار بیا له ټولو غوښتي چې د افغان نجونو د زده‌کړو لپاره خپل غږ پورته کړي. په ورته وخت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یو‌این‌ایچ‌سي‌ار د زده‌کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل ټویټر لیکلي دي، چې زده‌کړو د بشر حق دی او افغان نجونو ته باید له شپږمو ټولګیو پورته د زده‌کړو اجازه ورکړل شي تر څو خپلې وړتیاوې وښيي. دغې ادارې ټینګار کړی دی چې زده‌کړه خلک له بې‌وزلۍ خلاصوي او په خپلو پښو يې ودروي. خو له دې ټول ټینګار سره سره تر دې دمه طالبانو د زده‌کړو په برخه کې پر افغان نجونو خپله کړې پرېکړه بېرته نه‌ده اخیستې او ویلي دي، چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونه ټینګ شوي دي. د ملګرو ملتونو د علمي، ښوونیز او فرهنګي سازمان د معلوماتو پر بنسټ دا مهال په افغانستان کې ۲ عشاریه ۵ میلیونه نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي.

24.01.2023 ازادي راډیو

له مذاکراتو وړاندې ایي ایم ایف پاکستان نه د بجټ اؤ نورو لګښتونو په اړه اضافي معلومات غوښتي

په داسې حال کې چې پاکستان دیوالیه کیدو څخه بچ کیدو لپاره د 10 اربو ډالرو بهرنيو پورونو ته اړتیا لري، نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف له اسلام اباد څخه دنهمې جایزې په اړه د خبرو اترو له پیل څخه دمخه د بجټ او نورو برخو په اړه د اضافي معلوماتو غوښتنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د وفاقي حکومت له اړخه د ایي ایم ایف دشرطونو  منلو عمل د ځنډ ښکار دی اؤ د څیړونکو وینا ده چې وفاقي حکومت که څه هم وېره لري چې نړیوالې مالیاتي ادارې سره په سختو شرطونو لوظنامه دوی ته سیاسي زیان رسولی شې خو که چرې دغه پروګرام ترسره شي، نو د هېواد په اقتصاد کې ثبات راتلی شي. د وزیراعظم شهباز شریف په مشرې کې د وفاقې کابینې غونډه شوې چې پکې د هیواد پر سیاسې او اقتصادې چارو خبرې شوي خو د نړیوال مالیاتې فنډ په اړه څه پریکړې مخې ته نه دي راغلي.  دمطبوعاتي رپورټونو له مخې ایي ایم ایف غواړې چې پاکستان د نهمې جایزې ترلاسه کولو د پاره باید د دوې څه نور شرطونه ترسره کړې چې پکې د بجلۍ سبسډي ختمول او د ګیس په نرخونو کې زیاتوالی هم شامل دی. د اقتصاد پوهانو وینا ده چې په اوسنې وخت کې د ايي ایم ایف پروګرام او د دې د منظورۍ د پاره ګامونه ډیر ضروري دي.  اقتصاد پوهه اؤ د پاکستان د خزانې پخوانی وزیر ډاکټر سلمان شاه وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي،د ایي ایم ایف پروګرام باید ونه ځنډول شې خو حکومت په سیاسې توګه کمزوری دی اؤ دا ګڼي که چرې دغه پروګرام وکړي نو سیاسې قیمت به ورکول وي. هغه وایي حکومت د ویرې له امله ددې پروګرام عملي کولو نه ډډه کوي او دا به د پاکستان د اقتصاد د پاره په داسې حال کې ډیر زیاتمن وي چې په هیواد کې ډالر نشته. نوموړی زیاتوې بهرنیو هیوادونو څخه پاکستانیان هیواد ته پیسې نه رالیږې او د وارداتو په پرتله صادرات هم ډیر لږ دي او د دغه ټولو حالاتو ښه والی د نړیوال مالیاتي فنډ د منظورۍ سره تړلی دی.  د پاکستان دسټیټ بینک له لوري اعلان کړل شوې دتازه مانیټري پالیسۍ یا دڅارنې دتګلارې له مخې اقتصادي بې باورۍ ختمولو او نړیوالې مالیاتي ادارې څخه  قرضې ترلاسه کولو د پاره د اېي ایم ایف د نهمې جایزې بیاکتنه ترسره کول زیات ارزښت لري. د پیښور پوهنتون د اقتصادې چارو پرفیسر ذلاکت خان وي او اې ډیوه ته واېې،د پاکستان په اوسنې اقتصادې حالاتو پاکستاني اؤ بهرني سرمایه کارن دلته سرمایه کارۍ کولو ته تیار نه ښکاري. دهغه په وینا د نړیوالو هیوادونو له اړخه د پاکستان اقتصادي مرستو او سرمایه کارۍ د پاره د ایي ایم ایف پروګرام ډیر ضروری دی اؤ حکومت ته به د اقتصاد د بحالۍ د پاره دغه شرطونه منل وي.  د پاکستان سټیټ بینک په مانیټري پالیسۍ کې اعتراف کړی و چې د مالي کال 2023په لومړۍ نیمایي کې د کرنټ اکاونټ په خساره کې د کمي سربیره د بهرني سکتور لپاره دنږدې مودې چیلینجونه شتون لري او د 8 څخه تر 10 اربو ډالرو پورې د تازه پورونو اړتیاوې د نړیوال مالیاتي فنډ ایي ایم ایف د لوطنامې ترسره کیدو پرته نه شي پوره کیدای.  تیره ورځ د مطبوعاتو سره خبرو کې د اسټیټ بینګ ګورنر جمیل احمد ویلي وؤ د ایي ایم ایف سره دپاکستان تیکنکې خبرې روانې دې او باقاعده خبرې به ژر پیل شي.  هغه دا هم ویلي وؤ چې پاکستان روان مالي کال 2023-22 د پاره 33 اربو ډالرو ته اړتیا لره چې پکې 23 اربه ډالره د پور د اداییګۍ او 10 اربه ډالر دکرنټ اکاونټ خسارې په مد کې پکار دي. په دغه23  اربو ډالرو کې 6 اربه ډالر رول وور یا بیرته ترتیب شوي او 9 اربه ډالر واپس ورکړی شوې دي، پاتې اته اربو ډالرو کې پاکستان ته به 2.8 اربه ډالره ادا کول وي او نور به رول اوور یا بیرته ترتیب شي.  د کال2022  په اګست کې، د اېې  ایم ایف د  بیل آوټ پروګرام اوومه او اتمه بیاکتنه منظوره شوې وه چې ترمخه یې پاکستان 1.1 ارب ډالر ترلاسه کړل، د دې پروګرام تړون په کال 2019 کې د تحریک انصاف د حکومت په مهال لاسلیک شوی و.

24.01.2023 ډیوه

احمدي ټولنه وایي فیصل اباد کې یې دمړو قبرونه نړول شوي

د فېصل اباد ضلعې د چک نمبر 89 ج ب رتن سيمې د ټاڼې اېس اېچ او ارسلان په فيصل اباد کې د داسې کومې پېښې د رامنځته کيدو رپورټونه رد کړي او ویلي یې دي چې د رپورټ شوې پېښې ځایې ته یې پولیس لېږلي او پولیسو د موقعې جاج اخستی دی خو وايي داسې کومه پېښه نه ده شوې

24.01.2023 ډیوه

کراچۍ کې د جنوبي وزیرستان يو تن خپله لور په عدالت کې د غېرت په نوم وژلې ده

د خېبرپښتونخوا د بر جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي یو تن په کراچۍ کې خپله لور د غېرت په نوم وژلې ده، پوليس وايي د دغه تن لور څو ورځې وړاندې د کوره وتلې بيا پرون  د هلک سره عدالت ته حاضره شوې چې په عدالت کې واده وکړي خو پلار یې د عدالت په بهرنۍ دروازه په ډزو ويشتې او وژلې یې ده.

24.01.2023 ډیوه

ملګري ملتونه: افغانستان کې ١٧ میلیون کسان له سختې لوږې سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، افغانستان له بېساري بشري بحران سره مخ دى.

24.01.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more