ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امیري: د ښځو او نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز له دین او فرهنګ سره تړوا نلري

د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې د طالبانو حکومت لخوا د خصوصي پوهنتونونو د کانکور ازموینو کې د ښځینه محصلینو پر ګډون بندیز ته په غبرګون کې ویلي، چې پر ښځو د طالبانو محدودیتونه له دین او فرهنګ سره تړاو نلري.

01.02.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه: د افغان نجونو او مېرمنو پر وړاندې روان وضعيت ته د حل‌لارې موندنې هڅه کوو

د افغان نجونو او مېرمنو د وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو د اندېښنو دوام. په داسې حال کې چې په نا دولتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د طالبانو له لوري په افغان مېرمنو لا هم د کار محدودیت نه‌دی لرې شوی، ملګري ملتونه وايي هڅه کوي شته وضعیت ته حل لاره ومومي، چې افغان نجونې او ښځې د رامنځته شویو محدودیتونو په لومه کې بندې پاتې نه‌شي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد نن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، افغانستان ته يې د خپل وروستي سفر په لړ کې په کندهار کې د حاکم نظام له چارواکو او د علماو شورا له غړو سره ولیدل، تر څو له فرصته په ګټنې صحنې ته د ښځو او نجونو د بېرته راګرځولو لپاره له هغوی سره ډیالوګ وکړي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله نږدې دوه اوونۍ وړاندې افغانستان ته تللې وه، چې په افغان ښځو د زده‌کړو او د کار د محدودیتونو د پای ته رسېدو په اړه له کندهار سربېره په کابل کې هم له طالب چارواکو سره خبرې کړې وې. په ورته وخت کې د بشري مرستې رسونې په برخه کې د ملګرو ملتونو څلورو چارواکو په نیویارک کې خبریالانو سر په خبرو کې هیله ښودلې، چې طالبان به بېرته ښځو ته اجازه ورکړي چې په نا دولتي مؤسسو کې کار وکړي. په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیټس دې خبري کنفرانس ته وویل، طالبانو ته یې پیغام روښانه و. نوموړي وويل: "دا چې د ښځو لپاره تګلاره جوړیږي او کنه معلومه نه‌ده، زه نه‌غواړم اټکلونه وکړم هر څوک خپل نظر لري، زموږ نظر دا دی چې موږ طالبانو ته خپل روښانه پیغام رسولی او هغه دا چې ښځې د نورو د حقونو درلودولو ترڅنګ د بشري چارو په ترسره کولو کې بنسټیز رول لري، موږ اړتیا لرو چې دوی بېرته کارونو ته ستنې شي." تېره اوونۍ د مارټین ګریفیټس په مشري یو پلاوي کابل ته له سفر وروسته وویل، چې لوړو پوړو طالب چارواکو ورسره کار ته د ښځو د بېرته راګرځېدو په برخه کې د یوې تګلارې د جوړېدو ژمنه کړې ده خو تر دې دمه د دغه تګلارې په اړه طالبانو هیڅ نه‌دي ویلي. له دې وړاندې د ناروې د کډوالو د شورا د مشر هم کابل ته له سفر ورسته ویلي وو، چې طالب چارواکو ورسره ژمنه کړې چې د ښځو د کار لپاره د طالبانو مشر په بل فرمان کار کوي، خو د نږدې یوې میاشتې په تېرېدو د دغه فرمان کوم څرک نه‌دی لګېدلی. د طالبانو حکومت د تېر میلادي کال په سپټمبر میاشت کې په ټولو نا دولتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د ښځو په کار کلک بندیز ولګاوه. که څه هم د طالبانو دا پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شوه، ان تر دې چې یو شمېر نړیوالو مرستندویه مؤسسو په افغانستان کې خپل بشري فعالیتونه ودرول خو طالبانو لا هم خپله دا پرېکړه بېرته نه‌ده اخیستې. په ورته وخت کې د افغان ښځو د حقونو لپاره د متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، چې د ښځو او نجونو د زده‌کړو په اړه د طالبانو بې‌رحمانه اقدامات د اسلامي همکاریو سازمان، د ډېری مسلمان مېشته هېوادونو په ګډون او په خپله د افغانانو په ګډون، د نړۍ له‌خوا رد شوي دي. اغلې امیري پر خپله ټویټر لیکلي، چې د طالبانو دا اقدامات کومه مذهبي او فرهنګي ریښه نه‌لري او په خبره یې، دوی یوازې د افغانستان ستر ظرفیتونه خاموشه کوي. د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د واک له ترلاسه کولو وروسته سم‌لاسي د نجونو په وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځيو دروازې وتړلې او په په تېره دسمبر میاشت کې یې دوی له پوهنتونونو هم راوګرځولې.

01.02.2023 ازادي راډیو

ازادي راډيويي مجله؛ پر شعر څنګه نقد کېږي؟

د نورستان پر طبيعي سيمه راپور، د نورمحمد لاهو شعر، د شعر نقد او ميرخان مقری د خپلې نوې سندرې د شعر په اړه راته خبرې کوي. دغه راز په نننۍ خپرونه کې کيسه او پر کيسه نقد هم اورېدلی شئ. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

01.02.2023 ازادي راډیو

د طالبانو حکومت د کراچۍ له زندانه د لسګونو نورو افغانانو د خوشي کېدو خبر ورکړ

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو د حکومت استازي یې چارې مخې ته وړي، د سيند ايالت د کراچۍ له يوه زندان څخه د ۱۲۰ افغانانو د خوشي کېدو خبر ورکړى دى.

01.02.2023 امریکا غږ

امریکا په جنوبي کوریا کې خپلې پرمختللې وسلې زیاتوي  

د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لویډ آسټن د سه شنبې په ورځ جنوري ۳۱ (سلواغې ۱۱) وویل چې واشنګټن به د شمالي کوریا له تهدیداتو سره د مقابلې په هدف د کوریا په وچه کې د جنګي جیت او بم غورځونکو الوتکو په ګډون د خپلو پرمختللو وسلو کچه زیاته کړي.

01.02.2023 امریکا غږ

نور عالم: د پېښور په حساسه ځای کې ترهګري څنګه شوې؟ پارلیمان دې خبر کړی شي

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د پبلک اکاونټ کمېټۍ مشر نور عالم خان پوښتنې راولاړې کړي چې د پېښور په حساسه ځای کې ترهګر بريد څنګه شوی؟ د پوځ مشر دې پارلیمان ته حال وړاندې کړي چې ولې ترهګري کيږي او څوک یې زمه وار دي؟.

01.02.2023 ډیوه

پنجاب پوليس: په پوليس تاڼه د ترهګرو بريد په شا تمبول شوی

د پاکستان د پنجاب صوبې پوليسو ويلي، په میانوالي ضلع کې ترهګرو په تاڼه برید کړی خو دغه برید ناکامه کړی شوی او د پولیسو د ځوابي ډزو له امله ترهګر تښتېدلي دي.

01.02.2023 ډیوه

آیا طالبان به په افغانستان کې د بډو رشتونو مخه ونیسي؟

واشنګټن ـــــ افغانستان تر یوه لسیزه زیاته موده پرله پسې د نړۍ په تر ټولو لسو کرپټ یا په بډو رشتونو ککړ هېوادونو کې شمېرل کېده، خو سږ کال یې دغه بدنام حیثیت پر ځای شوی او د طالبانو حکومت د دغه نوم د ګټلو دعوه کوي. د جرمني په برلن ښار کې د بډو رشوتونو د څارنې ادارې «ټرانسپېرنسي انټرنېشنل» د نهې- سه شنبې په ورځ په نړۍ کې د سږ کال د فساد یا کرپشن کالنی فهرست خپور کړی چې پکې ډنمارک تر ټولو لږ کرپټ او سومالیا پر 180م نمبر د نړۍ تر ټولو زیات په بډو ککړ هېواد پېژندل شوی دی. د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په دې لړ کې پر 150م نمبر راغلی دی چې په 2021م کال کې له 174مې درجې څخه د پام وړ پرمختګ پکې راغلی دی. په 2011م کال کې چې په افغانستان کې د امریکې پوځي او پرمختیايي چارې لوړې کچې ته رسېدلې وي دا هېواد له شمالي کوریا او سومالیا وروسته د نړۍ په فاسدو هېوادو کې  پر 180م نمبر وو. د وي او اې رپوټ وایي د یو داسې حکومت لپاره د بډو را کمولو ښه درجه بندي د حیرانتیا وړ ده چې له ښځو او مطبوعاتو سره د ناوړه چلند له امله په پراخه کچه غندل شوی او یو آمرانه حکومت ګڼل شوی دی. د «ټرانسپېرنسي انټرنېشنل» ادارې د اړیکو منېجره سمېنتا نیورک په افغانستان کې د بډو رشتونو د ختمولو د اوږدمهاله مبارزې ټول کرېډیټ طالبانو ته نه ورکوي، ځکه چې وایي‌ د طالبانو په واکمنۍ کې د باور وړ معلوماتو راټولول ډېر لوی چېلنج وو. مېرمن نیورک وي او اې ته وویل: "که څه هم د بډو رشوتو د غوښتنې د کمېدو او د طالبانو له خوا د محصولاتو د راټولولو کیسې کېږي، خو موږ په دې هېواد کې د کرپشن د منظم کمښت لپاره کافي او د تایید وړ ثبوتونه نه لرو." مېرمن سمېنتا نیورک وایي د شمېرو بدلون د شمېرنې له پلوه دومره مهم نه دی او وایي دا د بډو رشوتونو د را کمېدو په برخه کې د ښه والي په توګه د مځکنیو حقایقو په توګه نه شي ګڼل کېدای. د وي او اې د رپوټ له مخې طالبان چې د 2021م په اګست کې پر کابل واکمن شوي رپوټونه ښیي چې لږ تر لږه په ځینو سرکاري ادارو کې رشوت او بډې اخیستل کم شوي دي. د امریکې د سولې په انسټیټیوټ کې یوه لوړپوړي څېړونکي ویلیم برډ وي او اې ته وویل، "طالبانو په کسټمونو یا ګمرکونو او د سړکونو په چیک پوسټونو کې د بډو د کمولو وړتیا ښکاره کړې ده." د کرپشن په ضد مبارزې طالبانو ته د خپل هغه حکومت د چلولو لپاره یوه مالي لاره برابره کړې ده چې له نړیوالو اقتصادي بندیزونو سره مخ دی او له همدې کبله یې بېنکي نظام ولاړ دی. نړیوال بېنک تېره اوونۍ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د اقتصاد په اړه په یوه ارزونه کې ویلي وو چې د 2022م کال په لومړیو نهو میاشتو کې یې برآمدات یا صادرات زیات وو، د پیسو تبادله یې پر ځای وه او د محصولاتو راټولول یې پیاوړي وو. طالبان وايي په تېرو لسو میاشتو کې د دوی د زورورو محصولاتو یا مالیې د راټولولو آمدن 1.7 اربه ډالرو ته رسېدلی، خو دا یې نه دي ویلي چې دوی خپل لږ اندازه ملي وسایل څنګه او چېرې لګوي. د وي او اې د رپوټ له مخې طالبانو د نجونو د ثانوي سکولونو او پوهنتونونو له بندولو سره سره په ټول افغانستان کې په زرګونو نوې دیني مدرسې جوړې کړې دي چې وایي هلکانو او ځوانانو پکې زدکړې کوي.

01.02.2023 ډیوه

امریکا د چین خلاف د وسلو او مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې له هند سره ملګرتیا پیلوي

واشنګټن ــــ سپینه ماڼۍ له هند سره داسې ملګرتیا پیلوي چې ولسمشر جو بایډن هیله څرګندوني دا به له دواړو هېوادونو سره مرسته وکړي چې د پوځي وسایلو، سیمې کانډکټرز او مصنوعي ځیرکتیا یا ارټیفیشل انټېلیجنس په برخو کې د چین په وړاندې سیالي وکړي.  ټاکل شوې چې د صدر بایډن د ملي امنیت سلاکار جېک سېلیوېن په نهې- سه شنبه ناوخته  د خپل هندي سیال اجېت دوال په ملتیا په سپینه ماڼۍ کې د دواړو هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره وویني چې د مهمو او مخ پر ودې ټکنالوجیو په برخه کې د امریکا او هند ګډ پروګرام پرانیزي.  جېک سېلیوېن رویټرز خبري ایجنسۍ ته وویل، د چین له خوا لویو چېلنجونو د ډیلي پر فکر ژور اغېز کړی دی، سېلویوین دغه چېلنجونه داسې یاد کړل: "د هغه [چین] اقتصادي چارې، تېریګر پوځ حرکتونه، د راتلونکي وخت د صنعتونو د تسلط هلې ځلې او په مستقبل کې د رسد د لړۍ کنټرولول لوی چېلنجونه دي". واشنګټن غواړي چې په هند کې د چین د هواوي ټکنالوجیز پرضد د لویدیځ زیاتې ټیلیفوني شبکې فعالې کړي او امریکا ته د کمپوټرو د چېپونو نور هندي متخصصین راولي. د وي او اې د رپوټ له مخې دا کار به د دواړو هېوادونو کمپنیانې دې ته وهڅوي چې د پوځي وسایلو په برخ کې په ځانګړې توګه د راکټي سیستمونو په برخه کې له یو بل سره همکاري وکړي.  په ورته وخت کې د امریکا جنرل الیکټرېک کمپنۍ د امریکا د حکومت نه اجازه غواړي چې له هند سره په ګډه د جېټ الوتکو مشینونه جوړ کړي چې د هند له خوا په جوړو شویو الوتکو کې به وکارول شي.   سپینه ماڼۍ وايي، دا وړاندیز اوس د غور لاندې دی.  د رویټرز د رپوټ له مخې که څه هم نوي ډیلي له روس سره په پوځي مشقونو کې د ګډون او د دې هېواد د خامو تېلو د خریدارۍ په زیاتولو سره واشنګټن مایوسه کړی دی، خو وایي واشنګټن پر دې باوجود له هند سره د خپلو ګټو له کبله اړیکې ښې ساتلې دي.

01.02.2023 ډیوه

وسټ: افغان میرمنې او نجونې شدید 'رواني او  روحي' فشارونه تجربه کوي

د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټوماس وسټ د سه شنبې په ورځ جنوري ۳۱ (سلواغې ۱۱) وویل چې میرمنې او نجونې په افغانستان کې له جدي روحي او رواني ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

01.02.2023 امریکا غږ

د پاکستان د پوځ او پارلمان په غونډو کې د پېښور برید ته د جواب ویلو عزم څرګند شوی دی

اسلام اباد ـــــ د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منير د پېښور په جومات ځانمرګى بريد یو "غیراخلاقي او بزدلانه عمل" بللی او وایي د ترهګرۍ په وړاندې د ملت د نه زغملو تګلاره نه شي کمزورې کولای. نوموړي د نهې- سه شنبې په ورځ وويل په دې پېښه کې ککړو مجرمانو ته به مثالي سزاګانې ورکوي. د پوځ سرلښکر دا څرګندونې د پيښور په پوليس مرکز کې د ځانمرګي بريد نه يوه ورځ وروسته په پوځي مرکز راوالپینډۍ کې د کور کمانډرانو د غونډې د مشرۍ په وخت وکړې. دا بريد په يوه لسيزه کې تر ټولو خونړی وو چې د افغانستان پولې ته څېرمه په ناکراره ښار کې وشو او د امنیتي ادارو په وړاندې د تشدد د زياتوالي په ترڅ کې تر سره شو، چې ذمه واري یې د تحريک طالبان پاکستان مومند ډلې منلې ده. بل لور ته د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې سياسي مشرانو د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره په ټول هيواد کې د عملياتو کولو او د دې لپاره په قامي کچه د يووالي غوښتنه کړې ده. د دفاع وزير خواجه اصف ايوان ته په وینا کې د ترهګرۍ په وړاندې د ضرب عضب په څېر عملياتو غوښتنه وکړه خو ورسره یې د دې لپاره په قامي يووالي باندې ټينګار هم وکړ. خواجه آصف وویل: "عالمي طاقتونو سره د کار کولو زمونږ هيله ډېره پخوانۍ ده خو نن پاکستان د ترهګرۍ پرضد جګړه کي يواځې دی". خواجه اصف وويل، د تحريک طالبان پاکستان سره د امن خبرې پيلولو باندې پارلمان په باور کې نه وو اخیستل شوی او وایي په دې موده کې د زرګونو په شمېر کې خلک د افغانستان نه پاکستان ته راوستل شول او دلته اباد کړی شول چې بیا وروسته د سوات او وزيرستان خلکو احتجاجونه وکړل. نوموړى زياته کړه د ترهګرۍ په ضد جګړې نه وړاندې مونږ ته به خپل کور هم سمول وي. څېړونکي وایي د سېول او پوځي قيادت سره د ترهګرو په ضد د عملياتو کولو لپاره اوسني وخت کې نه خو ولسي او نه خارجي ملاتړ ليدل کيږي او دا هر څه به حکومت ته اوس پخپل سر کول وي. وایي سېول او پوځي قيادت له زياتېدونکو بريدونو نه په فشار کې دی او داسې امکان شته چې دوى ځينو فيصلو ته مجبوره کړي. وي او اې ډيوه سره خبرو کې څېړونکي طاهر خان وویل: "په حکومت، پوځ او پوليسو فشار دی چې دغه رنګ بريدونه روان وي نو بيا خو به خلک پوښتنې کوي او زه ګڼم چې د دې فشار له وجې ممکن ده دوی څه ګامونه واخلي". طاهر خان وایي پخوا چې کوم عمليات شوي وو په هغو کې ترهګر او د هغوی د پناه ځایونه معلوم وو، خو اوس د دوى پر ضد عمليات کول به ډېر ګران ځکه وي چې وایي دا خلک اوس ښکاره نه دي. د کورنيو چارو مرکزي وزير رانا ثناءالله ايوان ته وويل چې وزيراعظم، د پوځ مشر او د استخبازاتي ادارې مشر به پارلمان ته په هيواد کې د ترهګرۍ د تازه پېښو په اړه احوال تېروي او د هغه په رڼا کې به راتلونکي تګلاره جوړېږي.

01.02.2023 ډیوه

امریکا: روسیه د دواړو هیوادونو له اټومي قرار داد څخه سرغړونه کوي

متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ جنوري ۳۱ (سلواغې ۱۱) روسیه تورنه کړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اټومي وسلو د کنټرول له قرار داد څخه سرغړونه کوي.

01.02.2023 امریکا غږ

ټامس ویسټ: پاکستاني چارواکو سره مې د طالبانو د فرمانونو پر خطرناکو اغېزو خبرې وکړې

واشنګټن ـــــ د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي په اسلام اباد کې د افغانو مېرمنو په ګډون د پاکستان د پوځ له مشر او نورو چارواکو لیدلي او د ترهګرۍ په ګډون یې د افغانستان پر حالاتو او پر بهرنیو مرستو او د ښځو د کار او تعلیم په اړه د طالبانو د پرېکړو پر ناوړه اغېزو خبرې کړې دي. د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ټامس ویسټ په داسې وخت د اسلام اباد سفر کړی چې د پېښور په پولیس لاین کې خونړۍ ځانمرګې حملې تر 100 زیات کسان و وژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل. ټامس ویسټ د نهې- سه شنبې په ورځ په پاکستان کې د خپل دوه ورځني سفر په پای کې د پېښور چاودنه غندلې او دا یې "د ترهګرۍ یوه بې حسه او بوږنوونکې حمله" بللې ده. د امریکې ځانګړي استازي پر ټویټر لیکلي چې د خپل سفر په مهال یې د پاکستان د پوځ له مشر جنرل عاصم منیر، د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر اسد مجید خان او د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره لیدلي دي او د افغانستان په اړه یې ورسره خبرې کړې دي. ښاغلی ویسټ وایي له دوی سره یې "د ترهګرۍ او امنیتي حالاتو، د نړیوال اتحاد پر اړتیا، مهمو مرستو او تعلیم ته د میلینونو افغانانو پر لاسرسي د طالبانو د فرمانونو د خطرناکو اغېزو په اړه بحث وشو". له پاکستان وروسته به د امریکې دغه استازی جرمني او سویټزرلېنډ ته هم ځي او هلته به د امریکې له متحدینو، افغانانو او د نړیوالو مرسته کوونکو ادارو له استازو سره هم په افغانستان کې د خپلو ګډو ګټو په اړه خبرې کوي. ټامس ویسټ وایي په اسلام اباد کې یې له افغان مېرمنو سره هم لیدلي، چې ده "زړورې" بللې دي او وایي د هغوی مهمې غوښتنې او د سترګو لیدلی حال یې واورېد. ویسټ پر ټویټر لیکلي چې په افغانستان کې هغه کورنۍ له ستونځو سره مخ دي چې مشري یې ښځې کوي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د هغوی اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي: "هغه ښځې او نجونې چې په کورونو کې بندې دي او په ازادۍ سره ګرزېدو او تعلیم ته نه پرېښوول کېږي له سخت ذهني او نفسیاتي فشار سره مخ دي". د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان پر ټویټر لیکلي، چې له خپل امریکايي سیال سره یې په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه ژورې خبرې کړې دي. صادق خان لیکلي: "ما د افغانستان له لنډمهالي حکومت سره د اړیکو د دوام او د دې هېواد له خلکو سره پر انساني بنیاد د مرستو لپاره د پاکستان پر ملاتړ ټینګار وکړ". د افغانستان لپاره د یورپي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلسن هم پاکستان ته تللی او د دې هېواد له چارواکو سره یې لیدلي دي. صادق خان پر ټویټر لیکلي چې له ښاغلي نیکلسن سره یې "د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو په اړه هم خبرې کړې دي". بل لور ته د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي طالبان چې په افغانستان کې واکمن شول دوی ویلي وو چې ټولشموله حکومت به جوړوي خو تر اوسه یې جوړ نه کړ. سرګي لاوروف د جنورۍ پر 30مه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بټو سره په ماسکو کې ګډې خبرې غونډې ته ویلي وو، نړیواله ټولنه تمه لري چې طالبان له خپلې ژمنې سره سم یو ټولشموله حکومت جوړ کړي، خو وایي که طالبان ټولګډ حکومت جوړ هم نه کړي، دوی ته د هر اړخیزو خبرو د پراختیا پر وړاندې کوم خنډ نه جوړېږي. د روس د تاس خبري ایجنسۍ د خبر له مخې سرګي لاوروف ویلي، د ټولشموله حکومت جوړول به له طالبانو سره مرسته وکړي چې له نورو مسایلو سره سره یې حکومت هم په نړیواله توګه په رسمیت وپېژندل شي. د امریکا په شمول نړیوالې ټولنې د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره دا شرط بللی چې د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونه خوندي کړي، هغوی تعلیم ته لاسرسی ولري او یو داسې حکومت جوړ کړي چې ټول افغان لوري پکې برخه ولري، خو طالبان وایي دا د افغانستان کورني مسایل دي.

31.01.2023 ډیوه

د  امريکې خارجه وزیر د اسرایلي او فلسطیني مشرانو سره خبرو کې د دوو ریاستونو د قیام ملاتړ تکرار کړو

بلېنکن د اسرایلي او فلسطینیانو ترمنځ د سولې غږ په داسې حال کې وکړو تېره هفته یروشلم سره نژدې یو فلسطیني د سېناګاګ نه بهر په ډزو اووه یهودیان ووژل. د دغې پېښې نه یوه ورځ وړاندې اسرایلي ځواکونو د وېست بېنک په جنین ښار کې 10 کسان وژل وو چې پکې فلسطیني وسله وال او ملکي کسان شامل وو

31.01.2023 ډیوه

بایډن وايي د اوکراین د وسلو د تقاضا په اړه به له زیلینسکي سره وغږېږي 

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن نن سه شنبه جنوري ۳۱ (سلواغه ۱۱) وویل چې د روسیې په مقابل کې د اوکراین د نورو وسلو د غوښتنې او تقاضا په اړه به د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره خبرې وکړي.  

31.01.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more