ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

02.02.2023 امریکا غږ

پاکستان کې په تېره جنورۍ میاشت کې د ترهګرۍ په 44 حملو کې 134 کسان وژل شوي

د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل مياشتني رپورټ کې وېلي چي د سږني کال د جنورۍ مياشت د کال 2018م د جولایي د مياشتې را په دې خوا تر ټولو زیاته خونړۍ پاتې شوې ده او د راپور تر مخه تېره میاشت په ټول هېواد کې شوو 44 ترهګریزو حملو کې 134 کسان وژل شوي دي چې تر ټولو زیاته شمېره پکې د پولیسو ده. د څېړنيزې ادارې د رپورټ ترمخه په پاکستان کې د ترهګريزو بريدونو لړۍ په نوي کال کې هم دوامداره پاتې شوې ده چي له امله يې تر ټولو زیاته د خېبرپښتونخوا صوبه ځپل شوې ده. د جنورۍ د مياشتې په دې سيکورټي رپورټ کې ويل شوي چې که څه هم په مجموعي توګه د جنورۍ په میاشت کې دترهګرۍ په پېښو کې کمی راغلی خو وايي چې په دې کې په مرګ ژوبله کې اضافه ليدل شوې او په مرګ ژوبله کې د اضافې يو علت د تېر ګل په ورځ پېښور پوليس لاین ځانمرګي برید ګرځول شوی دی. په دغه برید کې 101 کسان وژل شوي او تر 200 زیات پکې ټپیان شوي دي، وژل شویو کې درې پولیس افسران هم شامل وو. د اسلام اباد په څېړڼيزه اداره انسټیټیوټ فار سټرټيجک اېنډ سيکورټي سټډيز کې د امنیتي چارو کارپوهه تېمور فهد خان ډيوه سره خبرو کې وايي پاکستان ته به اوس د ټي ټي پي د وسله والو سره د روغې جوړې تګلاره پرېښودل وي ولې چې دې پاليسۍ برعکس پایلې ورکړې دي. فهد خان وايي "تر څو چې د مار سر نه وي چقول شوی نو ستونزه نه ختمېږي" او ددې سره سره به حکومت د مذهبي ترهګرۍ او تندرلایتوب ضد واضحه مفکوره هم راوړل وي او د ترهګرۍ ښکار اولسونه دې په دې پوهه کړي چې ترهګر د هغوي خواخوږي نه دي. د پېکس رپورټ وايي د جنورۍ په میاشت کې دوه ځانمرګي بريدونه شوي چې په يو کې د پېښور پوليس لاېن په نخښه کړی شوی دی او دويمه ځانمرګي حمله په خېبر ضلعه کې تر سره شوې ده. رپورټ زياتوي چې د جنورۍ میاشت کې د ترهګرو ضد د امنیتي ادارو په عملياتو کې 52 وسله وال نيول شوي او نزدې 40 وسله وال وژل شوي دي. د رپورټ ترمخه زياتره وسله وال په پنجاب صوبه کې ګرفتار شوي خو په ترهګریزو بریدونو کې زياته مرګ ژوبله په خېبر پښتونخوا ايالت کې رامنځ ته شوې ده. رپورټ کې راغلي چې د تېر کال دسمبر میاشت په مقابله کې په سږني کال جنورۍ کې نه يوازې په خېبر پښتونخوا کې د ترهګریزو حملو شمېره د 17 څخه 27 ته لوړه شوې ده بلکې ددې حملو په نتیجه کې د مرګونو شمېر هم د 17 څخه 116 ته رسېدلی دی. د رپورټ ترمخه ترهګرو د خپلو حملو نخښه هم د افغانستان پولې ته څېرمه د خېبرپښتونخوا صوبې پوليس ګرځولي دي. د پاکستان انسټیټیوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز مېنېجنګ ډاېرکټر او کارپوهه عبدالله خان ډيوه ته وايي د ټي ټي پي د وسله والو په مسلکي صلاحيېتونو کې هم اضافه شوې ده او ددې په علتونو کې د نور ولي محسود تر مشرۍ لاندې خورې ورې وسله والې ډلې يو پلېټ فارم ته راغونډېدل او په افغانستان د طالبانو د قبضې وروسته هغوي ته په پاکستان د حملو پلان کولو لپاره غوره چاپیریال په لاس ورتلل شامل دي. هغه اندېښنې ښایي چې دا حملې یه نورې هم زياتېږي. د رپورټ ترمخه د خېبر پښتونخوا لکي مروت تر ټولو زیاته کړکیچ ځپلې ضلعه پاتې شوې ده چرته چې د جنورۍ په میاشت کې تر ټولو زیاتې ترهګریزې حملې شوي او ورپسې ډېره اسماعیل خان او پېښور ځپل شوي دي. رپورټ وايي که څه هم د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو کې د تېر جنورۍ په میاشت کې غټې ترهګر حملې شوې دي خو په قبایلي ضلعو کې د تشدد په پېښو کې کمې ليدل شوې او پخوانۍ فاټا کې يوازې درې حملې شوې دي. د څېړنېزې ادارې ترمخه تېر کال دسمبر کې په پخوانيو قبایلي سیمو کې 11 ترهګرې حملې شوې وې خو دغلته ترسره شوي د سيکورټي ادارو عملیات په برېدونو کې د کمي سبب ګرځېدلې دې. په رپورټ کې د بلوچستان دننه هم د امنيت وضعې ته کتنه شوې ده او ویل شوي دي چې دغلته هم ترهګریزو حملو کې کمی راغلی دی. رپورټ وايي چې د تېر کال دسمبر مياشتې کې د شوو 17 حملو په مقابله کې د تېرې جنورۍ په مياشت کې يوازې 9 حملې شوې دي او ددې په نتیجه کې د مرګونو شمېره هم د 17 څخه 7 ټپيانو ته راکوزه شوې ده. د پېکس په رپورټ کې راغلي چې د جنورۍ په میاشت کې په پنجاب کې 4 ترهګر حملې شوې دي چې پکې د امنیتي ادارو 3 چارواکي وژل شوي دي. تحريک طالبان پاکستان په پنجاب ميانوالي کې په پوليس تهاڼه حمله کړې وه چې شنډه کړې شوې ده او د ادارې ترمخه دا د خېبرپښتونخوا او د پنجاب په سرحدي سيمو کې د وسله والو د متحرک کولو لپاره د لا قانونه ډلو عددي طاقت او توان څرګندونه کېږي.

02.02.2023 ډیوه

امریکا د ښځو د حقونو پر سر د طالبانو پر مشرانو د ویزو اضافي بندیزونه ولګول، طالبانو یې پرېکړه وغندله

واشنګټن ــــ د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د حکومت پر ځینو چارواکو له دې کبله تازه د ویزو بندیزونه لګولي چې په افغانستان کې یې د ښځو خلاف سختې پالیسۍ عملي کړې دي. طالبانو دا پرېکړه غندلې او وایي دا د دواړو هېوادونو د اړیکو په پرمختګ کې خنډ جوړوي. وزارت ویلي واشنګټن به له خپلو متحدینو او شریکانو سره په همږغۍ له نیژدې کار ته دوام ورکړي چې طالبانو ته څرګنده کړي د دوی کارونه به ډېر تاوان ولري او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د ښه کېدو لاره به بنده کړي. د بهرنیو چارو وزارت د فرورۍ په لومړۍ نېټه په خپاره کړي بیان کې ویلي، د ویزو دغه تازه بندیزونه به د طالبانو د هغو مشرانو د کورنیو پر غړو هم وي چې پر ښځو په بندیزونو او د هغوی د حقونو په سرغړونو کې لاس ولري. په بیان کې د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر اینټني بلینکن له خولې ویل شوي چې د ویزو تازه بندیزونه یې د طالبانو د هغو پرېکړو په نتیجه کې لګولي چې ښځې یې له پوهنتونونو او په غیرسرکاري ادارو کې له کارونو منع کړې دي. ښاغلي بلینکن په بیان کې ویلي: "زه نن دا ګام اخلم چې د طالبانو پر ځینو اوسنیو او پخوانیو غړو، پر غیرسرکاري امنیتي ډلو او نورو هغو کسانو باندې د ویزو اضافي بندیزونه ولګوم چې ګومان کېږي په افغانستان کې پخپلو سختو پالیسیو پر ښځو او نجونو جبر کوي یا پکې لاس لري". د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امریکې له خوا د دوی پر ځینو مشرانو د ویزو تازه بندیزونه غندلي دي او دا یې "د دواړو لوریو" تر منځ په اړیکو کې د پرمختګ خنډ بللي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر ټویټر په خپاره کړي بیان کې ویلي، حکومت یې د خپلو خلکو هغو ټولو حقونو ته ژمن دی چې له "اسلام، افغانیت او د وخت له اړتیاوو سره سمې" دي. بلخي لیکلي: "د افغانستان حکومت د امريکا وروستۍ پرېکړه غندي او يو وار بيا ټینګار کوي ‏چې‌ د اختلاف وړ ټکي بايد د ډیپلوماټیکو چاینلونو او مثبتو ګامونو له لارې حل شي. زموږ دوه اړخیزو اړیکو ښودلې ده چې فشارونه د مسایلو په اواري کې مرسته نه شي کولای". د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې د اینټني بلینکن له خولې ویل شوي چې په پوهنتونونو او انجوګانو کې د ښځو پر تعلیم او کار د طالبانو تازه بندیزونو او تر هغه مخکې د نجونو ثانوي تعلیم ځنډول او په ټولنه او اقتصادي چارو کې د ښځو او نجونو فعالیت محدودول دا یو ځل ښکاره کوي چې طالبان د افغان ولس خیرښېګړې ته اهمیت نه ورکوي. په بیان کې ویل شوي چې د طالبانو بندیزونو تر یو میلین زیاتې د سکول د عمر جینکۍ او ښځې له تعلیمه محرومه کړې دي او ډېرې ښځې یې له پوهنتونونو او کارونو شړلې دي. وایي څومره چې د دې هېواد اقتصادي او بشري بحران- چې له مخکې لا خراب دی- نور زیاتېږي له تعلیمي ادارو او د کار له ځایونو به د ښځو د بهر کولو شمېر نور هم پسې زیاتېږي. اینټني لینکن په یو جلا ټویټ کې لیکلي، حکومت یې د افغانستان د ښځو او نجونو تر څنګ ولاړ دی او غوښتنه کوي چې هغوی تعلیم او کار ته د مخکې غوندې لاسرسي ولري: "موږ دا ګام د طالبانو د هغو مشرانو تر منځ احتساب ته د ودې ورکولو لپاره واخیست چې له پوهنتونونو او غیرسرکاري ادارو څخه د ښځو د منع کولو د فرمانونو تر شا دي". د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي حکومت یې له ټولو مالي او بېنکي بندیزونو سره سره هڅه کوي خپلو خلکو ته د ارام ژوند حالات برابر کړي. وایي دا بندیزونه د افغان ولس بشري حقونو ته زیان رسوي، همدارنګه د تعلیم او روغتیا په ګډون ګڼو برخو ته د افغان ولس لاسرسی محدودوي: ‏"امریکا بايد د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي او په عملي کولو سره يې ښکاره کړي چې د امریکا حکومت سره شوي حقوقي اسناد او ژمنې د اعتبار وړ دي. د افغانستان حکومت چمتو دی چې له متحده ایالتونو سره پر ټولو د اختلاف وړ مسایلو بحث وکړي". د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وایي طالبان تر هغه وخته د نړیوالې ټولنې له خوا د درناوي تمه نه شي کولای چې تر څو دوی د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو او بنیادي ازادۍ ته درناوی ونه لري.

02.02.2023 ډیوه

مارټين ګريفيټس: طالبان دې د ښځو د کار په برخه کې خپلې ژمنې پراخه کړي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وايي د ښځو د کار کولو په برخه کې باید طالبان خپلې ژمنې پراخه کړي. يوه مېرمن چې نه‌غواړي نوم يې په راپور کې واخیستل شي وايي، له تېرې یوې اوونۍ راهسې بېرته خپلې دندې ته ځي. نوموړې چې د خپل کار ځای نوم هم نه اخلي ازادي راډیو ته وویل، له هغې وروسته چې ورته ویل شوي بېرته خپل کار ځای ته لاړه شي په ویره کې ده. نوموړې وايي: "زه خپلې وظیفې ته ډېر په ډار سره ځم د دې لپاره چې اوس وظیفې په ټول افغانستان کې بندې دي، چې کله هم ځم نو یا مې خاوند سره ځم او له یو بل چا سره، د دې لپاره چې چاته په ازاده ډول باندې د کار کولو اجازه نه‌شته، یوازې ډاکټرانو ته د کار کولو اجازه شته. دلته وضیعت ډېر خراب دی، په پټه کې وظیفې ته تګ ډېر ستونزمن ده." دا مېرمن همدا راز وايي، په امتیازاتو کې هم د پام وړ بدلون راغلی دی. کابل ته د بشري مرستو رسونې په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال (مارتین ګریفیتس) له خپل سفر وروسته وویل، چې د طالبانو سره یې د ښځو د کار په برخه کې ځینې ژمنې ترلاسه کړي دي. ښاغلي ګریفيتس ویلي و، چې طالبانو ورسره ژمنه کړې چې په ځینو برخو کې به مېرمنو ته د کار اجاز ورکړي. خو ښاغلي ګریفیتس په تازه له طالبانو غوښتي، په هغه برخو کې چې ښځو ته د کار اجازه ورکوي باید دا برخې نورې هم پراخې شي. نوموړي د چهارشنبې ورځې ناوخته په یو ټویټ کې ولیکل، په افغانستان کې شاوخوا ۲۸ میلیونه خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او دا کار د مېرمنو په نه‌شتون کې ناممکن دی. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیاله (فلورنسیا سوتو نینو) د چهارشنبې په ورځ ناوخته د یوې خبرې ناستې پر مهال وویل، طالبان باید خپلې ژمنې عملي کړي. نوموړې وويل: "که څه هم موږ ته د تعلیم او روغتیا په برخه کې استثنا قایل شوي خو دا اصلا د قناعت وړ نه‌دي او دا شونې نه‌ده چې په دې برخه کې له بې‌غورۍ کار واخیستل شي." اغلې نینو زیاته کړې چې، نړۍ به له افغانانو سره د بشري مرستو په برخه کې ولاړه وي. له بلې خوا د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ يا UNHCR بیا ویلي، ښځینه کارکونکي خورا مهم دي ترڅو ډاډ ترلاسه شي، چې مرستندویه ادارې کولی شي د ښځو او ماشومانو بشري اړتیاوې پوره کړي. دغې ادارې د یو ټویټ له لارې چې د چهارشنبې په ورځ یې کړی ويلي، له کاره د مېرمنو ایستل په‌دې معنا دي چې ميلیونونه مېرمنې او نجونې د بشري ناورین سره مخ کېږي. له هغې وروسته چې طالبان د دویم ځل لپاره په افغانستان واکمن شول پر افغان مېرمنو یې د کار، تعلیم، تحصیل او یو شمېر نورو برخو کې محدویتونه ولګول چې دغه محدویتونه بیا له ګڼو نړیوالو غبرګونو سره مخ شول.

02.02.2023 ازادي راډیو

د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل د طالبانو له‌خوا نیول شوی دی

اسماعیل مشعل د طالبانو له‌خوا د نجونو پر لوړو زده‌کړو د بنديز د اعتراض په پار خپل تحصیلي اسناد څيرلي وو. هغه په دې وروستیو کې یو ګرځنده کتابتون هم جوړ کړی و او غوښتل یې په کابل کې ۲۱زره ټوکه شخصي کتابونه ووېشي. د استاد اسماعیل مشعل د دفتر مسوول استاد فرید ازادي راډيو ته وویل، طالبانو ښاغلی مشعل د کابل ښار له درېیمې ناحیې څخه نیولی او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړی دی.

02.02.2023 ازادي راډیو

‎
د اوکرين په مسله د پوځ خلاف وينا کونکی روسي خبريال سزا کړل شوی 

نيوزوروف په دې سزا شوی چې په سوشل ميډيا يې د روسي ځواکونو لخوا په ماريپول سيمه کې په هسپتال د بمبارۍ کولو د دروغو معلومات خواره کړي. روس د بمبارۍ په سختۍ سره ترديد کړی

02.02.2023 ډیوه

د پېښور برید کې وژل شوي د شپږو خویندو یوازیني ورور ذیشان اکبر نه ناوې کونډه په سرو لاسونو پاتې شوه

د شپږو خوېندو يوازینۍ ورور ذيشان اکبر د پېښور پوليس لاين ځانمرګي بريد کې ټپي شوی و اؤ نن د زيارت په ورځ سهار يې د پېښور لېډي ريډنګ روغتون کې ساه ورکړې ده۔ ذیشان اکبر د خپلو خويندو، خپلوانو او د ګاونډيانو په وير اؤ ژړا کې خاورو ته سپارل شوی خو دهغه په مړینه دهغه په ټول چم ګاونډ کې د ویر فضاء جوړه ده. کله چې د ذيشان اکبر جسد کور ته راوړل شو نو په خوېندو او خپلوانو يې ماتم ګډ شو او په کوڅه کې يي چغې سورې جوړې شوې ۔ ذيشان دوه مياشتې وړاندې واده کړی ؤ اؤ خپلوان يې وايي د کونډې په لاسو يې له هم د نکريزو رنګ تازه دی. د ذيشان اکبر ماما وي او ای ډیوه ته وايي دبدامنۍ له امله د ځوانانو مړو او جنازو ستړي کړي دي. نوموړی وایي "په کاټلنک کې نن قيامت دی، دا يو ماشوم و، زما د خور په زړه به څه تيږې، مونږ ته تور سرې پاتې شوې، خوېندې راته پاتې شوې، ماشومه ښځه يې راته پاتې شوه" ذيشان اکبر درې ورځې په کومه یا بې هوشۍ کې پروت و، په چاودنه کې يې سر زخمي شوی و، د تره زوي تاج ملوک يې وايي درې ورځې يې په کورنۍ ډيره سخته تېره شوې ده۔ "دخلکو کورونه تباه کيږي، زنانه مو ژړيږي، مېندې خوېندې مو ژړيږي، په زرګونو ځوانان مو په وينو لت پت شو، په زرګونو جنازې مو اوچتې کړې، نور دا خبرې ناقابل برداشت دي" ليدل کيږي چې د کلي په حجره کې ګڼ شمېر خلک دعا د پاره راغلي دي، په دې کې د ذيشان د وړوکوالي ملګري هم شامل دي۔ ګوهر شاه د ذيشان اکبر د سکول ملګری او ګاونډي دی، په پوليسو کې هم ورسره يوځاي پاتې شوی، وايي د ده او د نورو پوليسو ملګرو په وژنه غمژن دی۔ "زمونږ تپوس نشته، زه اوس هم بې زړه ډيوټي کومه، مونږ باندې دهماکې کيږي، ما ورته ويلي وو چې ستا د پاره دا نوکري نه ده سمه". د جنورۍ په ۳۰مه نېټه د پېښور پوليس لاين جومات په ځانمرګي بريد کې د سلو نه زيات تنان وژل شوي دي، اغيزمن شوې کورنۍ وايي ددې ځوانانو د مرګ ، د دوي د ګونډو او تيمانو بچو غم به يې تر ټول عمر پورې پاتې وي۔

02.02.2023 ډیوه

د يورپین یونین مشران کییف ته رسېدلي

د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي قوم ته خپله شبینه وېنا کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل تېر کال د فېبرورۍ په 24 نېټه په اوکراین د یرغل شروع کولو کال پوره کېدو په مناسبت روس کوښښ کولی شي چې د جنګ په مېدان کامیابي ترلاسه کړي

02.02.2023 ډیوه

د ښځو د حقونو افغانه فعاله 'محبوبه سراج' د سولې نوبل جايزې ته نومانده شوې ده

د اوسلو د سولې څېړنیز انستیتيوت (PRIO) وایي، د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې د هغې د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو په پار، د ۲۰۲۳ کال د غوره کاندیدانو په لړ کې راغلې ده. د ایران د بشر د حقونو فعاله نرګس محمدي هم دې جایزې ته کانده شوې. د روانې فبرورۍ په لومړی نېټه د دغه انستیتيوت ریس هنریک اوردال د لېست د خپرېدو پر مهال وویل، چې تېر کال په افغانستان او ایران کې د زورواکو رژیمونو له امله د جنسیتي نابرابرۍ پر ضد اعتراضونو او دغه شان پوهنتونو ته د افغان ښځو د نه پرېښودو له امله بشری حقونه تر پښو لاندې شوي دي. د ناروې د سولې انستیتيوت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د هنریک اوردال له قوله راغلي دي چې، نرګس محمدي او محبوبه سراج د دې لپاره چې د بشري حقونو په وړاندې یې په سوله‌ییز ډول له تاوتریخوالي پرته مبارزه کړې د نوبل جایزې لپاره نوماندان پېژندل شوي. د بشر د حقونو ځينې فعالانې وایي، هغه ښځې چې اوس مهال د افغانستان په سختو شرایطو کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي، دوی دغه جایزې ته تر ټولو غوره کاندیدانې دي. د ښځو د حقونو فعالې سمیرا ازادي راډيو ته ویل: "محبوبه سراج یوه ښه تکړه ښځه ده چې په افغانستان کې يې کار کړي دی او اوس هم په دې سختو شرایطو کې اوس هم کار کوي، دا ډېر ښه کار شوی دی، حد اقل هغه کسان چې په بهر کې اوسي او اوس هم جایزې اخلي تر دې خو ښه دی چې هغه ښځې جایزې واخلي چې د افغانستان په دې سختو شرایطو کې کار کوي باید دوی جایزې واخلي." د ناروې سولې د انستیتوټ د معلوماتو پر بنسټ محبوبه سراج یو له غوره فعلانو څخه ده چې د شل کالو راهیسې د ښځو د حقونو د خوندیتوب او ځواکمنېدو په برخه کې هڅې کوي. د نوبل د جایزې وروستي لېست ته پنځه کسان او درې بنسټونه نومول شوي دي. د سولې د نوبل جایزه سږ کال هغه چاته ورکول کېږي چې په تېر کال کې یې د برابرۍ، تاوتریخوالي د کموالي او د سولې د ساتلو په برخه کې غوره کار کړی وي.

02.02.2023 ازادي راډیو

اسرایلي ځواکونو په غزه کې هوايي بمباري کړې

د راکټ حمله او اسرایلي هوايي بمباري په داسې حال کې شوي چې د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ تاو تریخوالی او تشدد زیات شوی دی. تېره هفته یروشلم سره نژدې د یو سېناګاګ نه بهر یو فلسطيني اووه یهودیان ووژل او د وېسټ بېنک به جنین ښار کې اسرایلي ځواکونو 10 فلسطینیان وژلي دي

02.02.2023 ډیوه

د پاکستان استازي ته د فايق غبرګون: پر ښځو د طالبانو بنديزونه افغاني نه، بلکې د طالبانو کلتور دی

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمې استازي منیر اکرم وروستیو څرګندونو په دې سازمان کې د افغانستان د دایمې استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق غبرګون راپارولی دی. منیر اکرم ویلي وو، چې په افغانستان کې پر ښځو لګول شوي بنديزونه له مذهب سره هېڅ تړاو نه‌لري او دا یې پښتنو د کلتور يوه برخه بللې خو نصیر احمد فایق پر زده‌کړو د طالبانو د بندیز پرېکړه طالبانی کلتور بللی دی. د ملګرو ملتونو په سازمان کې د پاکستان استازي منیر اکرم د چهارشنبې په ورځ د ياد سازمان په مرکزي دفتر کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه یوې غونډې ته په وينا کې وويل: "زما په اند هغه محدوديتونه چې د افغان موقت حکومت له‌خوا پر ښځو وضع شوي، له دين سره تړاو نه‌لري، بلکې د پښتنو عجيب او غريب فرهنګ پر اساس دي." هغه ادعا وکړه، چې دا د پښتنو په کلتور کې دي، چې ښځې په کور کې وساتل شي او د ده په وینا دا د افغان کلتور یو حقیقت دی، چې له سلګونو کلونو راهیسې روان دی. د منير اکرم څرګندونو په غبرګون کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق په دې غونډه کې وویل، چې افغان طالبان هم د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار کولو بنديزونو لپاره، له کلتور څخه د یوې بهانې په توګه کار اخلي او زياته يې کړه چې دا د افغانانو کلتور نه‌دی. نوموړي ويلي: "زه غواړم ووایم چې د طالبانو کړنې اسلامي ریښې نه‌لري او د اسلام خلاف دي او له افغاني کلتور سره هیڅ تړاو نه‌لري. زه له خپل ګران ورور منیر اکرم سره موافق نه‌یم. دا هيڅکله هم د افغان ولس، حتی د پښتنو کلتور نه‌دی. له بده مرغه، په هغو سیمو کې چې له تېرو شلو کلونو راهیسې د طالبانو تر ولکې لاندې وې، ښوونځي يې سوځول ، نجونې او حتی هلکان یې ښوونځیو ته نه پرېښودل." په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست زیاته کړه، ان د پاکستان په شمالي وزیرستان کې چې اکثریت اوسېدونکي یې پښتانه دي، هيڅکله سیمه‌ییزو اوسېدونکو خپلې لوڼې ښوونځیو ته له تګ نه‌دي منع کړي. په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي دغو څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې هم بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي. په ایران کې د افغانستان مخکېني سفیر غفور لېوال پر ټویټر تند غبرګون کې ویلي "د افغانانو د فرهنګ (کلتور) په اړه ستا نامسئولانه څرګندونې د یوې ژورې ناپوهۍ، ناخبرۍ او بې‌فرهنګۍ نښې دي." د افغانستان د جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخيل وايي،‌ په پاکستان کې ملیونونه نجونې ښوونځیو ته نه‌شي‌ تللی "خو بیا هم د ډیورند دواړه غاړو ملیونونه پښتنې نجونې زده‌کړو ته ځي او د ټولنې فعالې غړې دي." نوموړي‌ په خپل ټویټر لیکلي،‌ "طالبان د پښتنو استازولي‌ نه‌شي کولای." د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی وزیر او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مخکېنی مشر کریم خرم بیا وايي‌ "دا د هند پر نیمه وچه د تېرو شویو استعمارګرو خبرې دي چې پښتنو کې یې پر تعلیم خلک بندیانول او چین ته‌یې تریاک لېږل. د منیر اکرم خبرې د مسخ شوي او استعمار وهلي ذهن خبرې دي." د ملالې یوسفزۍ پلار او د نجونو د زده‌کړو فعال ضیاالدین یوسفزي بیا ویلي چې ښاغلی منیر دې په ملګرو ملتونو کې د ناسمو څرګندونو په اړه له پښتنو بخښنه وغواړي.‌ نوموړي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي‌ "غازي امان‌الله خان په ۱۹۲۱ کال ښوونځی پرانیستی،‌ داسې مهال چې تاسې پيدا نه‌وئ". دا لومړی ځل نه‌دی چې یوه پاکستاني چارواکي، د طالبانو له‌خوا پرافغان ښځو بنديزونه د افغانانو کلتور بولي بلکې تر دې مخکې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د ۱۴۰۰ لمریزک ال د ليندۍ مياشتې په ۲۹ نېټه، په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې وویل، چې هره ټولنه د بشري حقونو او د ښځو او نجونو د حقونو په اړه بېل نظر او کلتور لري. نوموړي ادعا کړې وه، چې طالبان اکثرا پښتانه دي او په پښتون مېشتو سیمو کې کورنۍ دې ته چمتو نه‌دي، چې خپلې لوڼې حتی له امتیازاتو سره هم ښوونځي ته واستوي. د عمران خان دغه څرګندونې په سیاسي او ټولنیزه کچه د افغانانو له توند غبرګون سره مخ شوې او دا یې یو سپکاوی بللی و. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د عمران خان څرګندونې په افغانستان کې د تفرقې رامنځته کولو یوه هڅه بللې وه. وروسته له هغه چې طالبانو د دويم ځل لپاره د افغانستان واک تر لاسه کړ، پر ښځو او نجونو يې سخت بندیزونه ولګول. د نجونو او ښځو پر مخ د منځنيو ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو تړل او په دې وروستيو کې د خصوصي پوهنتونونو په ازموينه کې د هغوى په ګډون بنديز لګول د دغو بنديزونو يوه برخه ده. طالبانو د روغتیايي سکتور سربېره ښځې په کورنیو او بهرنیو نادولتي ادارو کې هم له کار کولو منع کړي دي، چې له امله يې په افغانستان کې یو شمېر مرستندویه بنسټونو خپل فعاليتونه ودرول. د پراخو غبرګونونو سره سره، طالبانو تر اوسه د دغو بندیزونو د لرې کولو په اړه غور نه‌دی کړی.

02.02.2023 ازادي راډیو

اوزبیکستان د ریل پټلۍ له لارې افغانستان ته انتقالات وځنډول

د ازبیکستان د ریل پټلۍ ملي ادارې پرون (چهارشنبه فبرورۍ لومړۍ) افغانستان ته د اورګاډې له لارې د انتقالاتو بهیر د ځنډېدو خبر ورکړی دی.

02.02.2023 امریکا غږ

پر طالبانو د امريکا نوي بنديزونه به اغېز ولري؟

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړې او کار د بندیزونو په غبرګون کې پر طالبانو د ویزې نوي بندیزونه اعلان کړل. بلېنکن پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل، د طالبانو پر یو شمېر اوسنیو او پخوانیو غړیو، د غیردولتي امنیتي ډلو پر غړیو او نورو هغو کسانو چې ګومان کېږي په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو مسوول یا په‌کې دخیل دي، د ویزې یا سفر کولو دغه نور بندیزونه لګوي. نوریاس نوري د سیاسي چارو د پوه او د باور غورځنګ له مشر نجیب ازاد څخه د مرکې په پیل کې په دې اړه چې ایا دغه بندیزونه به اغېز ولري، د هغه نظر پوښتلی. د ښاغلي ازاد مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

02.02.2023 ازادي راډیو

امریکا پر طالبانو د ویزې تازه محدودیتونه اعلان کړل

متحدو ایالتونو د چهار شنبې په ورځ فبروري لومړۍ (سلواغې ۱۲) د افغان میرمنو او نجونو د کار او تعلیم په وړاندې د محدودیتونو د لګیدو له امله پر طالبانو د ویزې تازه محدودیتونه اعلان کړل.

02.02.2023 امریکا غږ

د اسلام اباد پوليسو شېخ رشيد نيولی دی

د اسلام اباد پولیسو د عوامي مسلم ليګ مشر او په تېر د پاکستان تحریک انصاف په حکومت کې مرکزي وزیر شېخ رشيد پوليسو نيولی دی، په هغه تور دی چې د يو سازش لاندې یې د پخواني صدر اصف علي زرداري ژوند په خطره کې اچولی دی.

02.02.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more