ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د مودي په اړه تر ډاکومینټري فلم خپرولو وروسته هند کې د بي بي سي د دفترونو تلاشي اخیستل شوې

واشنګټن ـــــ د هندوستان په نوي ډیلي او ممبۍ کې د انکم ټیکس ادارې چارواکو د بي بي سي دفترونه تلاشي کړي دي. هندي چارواکو دا ګام د وزیراعظم نریندرا مودي په اړه د بي بي سي تر ډاکومینټري فلم جپرېدو وروسته اخیستی چې د هند حکومت ورته "پروپېګنډه" ویلي دي. دغه مستند فلم چې "انډیا: دي مودي کوسچن" نومېږي په 2002م کې په لوېدیځ ګجرات ریاست کې- چې وزیراعلی یې هغه وخت مودي وو- د ټولنیزو شخړو په اړه جوړ شوی دی او په هغه کې لږ تر لږه 1,000 کسان وژل شوي وو چې اکثره یې مسلمانان وو. بي بي سي پر خپل ټویټر په یوه بیان کې ویلي، د هندوستان د ټیکس ادارې له چارواکو سره "بشپړ همکاري" کوي، چې دا مهال په نوي ډیلي او ممبۍ کې د بي بي سي په دفترونو کې دي. بي بي سي وایي، "موږ هیله لرو چې دا ستونځه ژر تر ژره حل شي." د هندوستان کورنیو رسنیو ویلي دي چې د تلاشۍ په مهال چارواکو د بي بي سي د دفتر د کارکوونکو ټیلیفونونه هم ترې اخیستي دي. د هند د واکمن بهارتیه جنتا پارټۍ (بي جې پي) ویاند ګورو بهاټیه د تلاشۍ دا عمل "د ټیکسونو سروې" بللې ده. هغه خبریالانو ته ویلي: "که تاسې د هېواد په قانون باندې عمل کوئ، که تاسې داسې څه نه لرئ چې پټ‌ یې کړئ، نو ولې له قانون سره برابر عمل څخه ډارېږئ؟". ګورو بهاټیه په بي بي سي تور لګولی چې وایي "د هند خلاف په بددیانتۍ سره د کار کولو داغدار او تور تاریخ لري،" هغه وایي "دا به غلط نه وي که ووایو چې دا په نړۍ کې تر ټولو کرپټ او مسخره نشریاتي اداره ده." د بي بي سي دې ډاکومینټرۍ د واکمن ګوند بي جې پي مشران او د وزیراعظم نریندرا مودي ملاتړي په غوسه کړي او پوښتنه یې کړې چې دې نشریاتي ادارې ولې داسې موضوع غوره کړې چې دوې لسیزې تېرې شوې دي. په ډاکومینټري فلم کې د برتانیې د بهرنیو چارو یو ناخپور شوی رپوټ په ګوته کړل شوی چې د بي بي سي‌ په وینا د لاریونونو پر مهال د نریندرا مودي پر کارونو یې مسایل راپورته کړي او دعوه کوي چې هغه د ګجرات د تشدد پاروونکو شخړو لپاره "د معافیت چاپیریال" د پیدا کولو ذمه وار وو. د بي بي سي دغه ډاکومینټري فلم په هند کې نه وو خپور شوی، خو حکومت د خپل معلوماتي ټکنالوجۍ د قوانینو په بنیاد د بیړني واک په کارولو سره پر ټولنیزو رسنیو د وېډیوګانو او ټویټونو شریکولو لینکونه بند کړل. پولیسو د پوهنتون په کېمپسونو کې د زده کوونکو د ځینو تنظیمونو له خوا ترتیب شوي غټ سکرینونه بند کړي او د دې کار په جرم یې یې څو زده کوونکي هم نیولي دي. د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي دا فلم "څه مقصد نه لري" او دا یې د "پروپیګنډې ټوټه" بللې چې ځانګړې بدنامې بیانیې ته وده ورکوي، خو بي بي سي ویلي چې د دې فلم په اړه "سخته پلټنه" شوې ده. په هند کې د رسنیو د ډلو استازو د سه شنبې- نهې په ورځ د بي بي سي د دفترونو د لټون په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د هند د خبریالانو یو تنظیم «دي ایډیټرز ګیلډ» وایي دا اقدام د نورو خبري تنظیمونو لکه «نیوزکلیک»، «نیوز لانډري» او «ډینک بھاسکر» خلاف هم د همداسې عمل عکاسي کوي چې وایي کورېج یا پوښښ یې پر حکومت نیوکه ګڼل کېده. د رسنیو څارونکو او ناقدینو په هند کې د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه اندېښنې ښکاره کړې دي. تېره میاشت د خبریالانو د ژغورنې کمېټۍ سي پي جې وویل چې د بي بي سي د ډاکومینټري فلم د بندولو لپاره د ټولنیزو رسنیو ادارو ته امر کول پر آزادو مطبوعاتو برید دی چې وایي دا په ښکاره ډول د جمهوري نظریاتو په اړه د هیواد د بیان شوو ژمنو خلاف کار دی. د رسنیو د څار نړیوال تنظیم «بې سرحده خبریالان» په خپل یو رپوټ کې ویلي چې په هند کې د مطبوعاتو د ازادۍ درجه په 2021 کې له 142 څخه په 2022 کال کې 150 ته را کښته شوې ده.

15.02.2023 ډیوه

ملګري ملتونه وایي ښکاري چې ایران مېشتی مصری سیف العدل د القاعده نوی مشر ټاکل شوی دی

واشنګټن ــــ ملګري ملتونه وایي داسې ښکاري چې په کابل کې د امریکې په ډرون برید کې د القاعده ډلې د مخیکني مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته د دې ترهګرې ډلې مشري په خاموشۍ سره په ایران کې د هغه ځایناستي ته سپارل شوې ده. د ملګرو ملتونو په یو نوي رپوټ کې چې د دې ادارې د یو غړي هیواد د استخباراتو په بنیاد جوړ شوی او د فرورۍ پر 13مه خپلور شوی دی، ویل شوي دي چې 62 کلن سیف العدل اوس د القاعدې مشري او د اوس لپاره دې ډلې ته د دوام ورکولو استازیتوب کوي. د وي او اې د رپوټ له مخې القاعده ډله پخپله د تېر کال د جولای د 31مې تر هغه برید وروسته د خپل مشرتابه د څرنګوالي په اړه غلې ده چې پکې الظواهري ووژل، د ملګرو ملتونو په رپوټ کې د القاعده د دې چوپتیا دوه سببونه په ګوته کړي دي. په رپوټ کې راغلي، القاعده ځکه سیف العدل د خپل نوي مشر په توګه نه شي اعلانولای چې یوې خواته له افغان طالبانو د حساسیت له کبله نه غواړي دا ومني چې الظواهري په کابل کې وژل شوی وو او له بلې خوا دا ومني چې نوی مشر یې په ایران کې دی. د امریکې د جاسوسي ادارو په ګډون غربي استخباراتي ادارې له ډېرې مودې راهیسې سیف العدل ته د الظواهري د ممکنه ځایناستي په نظر ګوري او د مصر د ځانګړو ځواکونو دا پخوانی افسر په ډېرو ځایونو کې د عملیاتو د پراخې تجربې لرونکی کمانډر یې ګڼي. د وي او اې د رپوټ له مخې سیف العدیل د 1990 د لسیزې په پیل کې په هغه ټیم کې شامل وو چې په افغانستان، پاکستان او سوډان کې یې وسلوالو جنګیالیو ته پوځي او استخباراتي روزنه ورکوله. العدل د القاعده د مصري څانګې «مصر اسلامي جهاد» وسلوالو او د سومالیا وسلوالې ډلې د هغو غړو په روزنه کې هم مرسته کړې وه چې له 1992م تر 1994م کال پورې په موګادیشو کې له امریکایي ځواکونو سره جنګېدلي وو. سیف العدل د القاعده ډلې د پخواني مشر اسامه بن لادن د امنیت چارې سمبالولې او د هغو الوتکو تښتوونکو په روزنه کې یې هم لاس درلود چې د 2001م کال د ستمبر پر 11مه یې د امریکې پر نړیوال تجارتي مرکز او پېنټاګان ترهګریز بریدونه کړي وو. امریکې سیف العدل په 1998م کال کې د تنزانیا په دارالسلام او د کېنیا په نایروبي کې د امریکې پر سفارتونو باندې د هغو خونړیو بریدونو په پلانولو کې هم په رول تر سره کولو تورن کړی وو چې پکې 224 کسان یې وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي وو. العدل اوږده موده د القاعده ډلې د مشرانو په کونسل «مجلس الشورا» او د دې ډلې د هغې «حطین کمېټۍ» د لوړې رتبې غړی هم پاته شوی دی، چې د القاعده د نړیوالو عملیاتو د سمبالولو تور پرې لګېږي. د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو له لومړنيو معلوماتو داسې ښکاري چې د القاعده په مشرۍ کې د العدل دوره یو څه نرمه وه. رپوټ وایي د القاعده تبلیغاتي چارې په وروستیو میاشتو کې "ډېرې پېچلې او کامیابه" شوې دي. ځینې غړي هیوادونه وایي العدل دا توان موندل چې د القاعده په ځینو اړوندو ډلو باندې کنټرول تر لاسه یا زیات کړي. لږ تر لږه د ملګرو ملتونو د یوه غړي هېواد استخباراتو ویلي، العدل په شام کې له القاعده سره تړلي تنظیم «حوراس الدین» ته "مخامخ لارښوونې" کوي، چې وایي د ده زوم یې مشري کوي. خو د غربي هېوادونو د ترهګرۍ ضد اوسني او پخواني چارواکي له اوږدې مودې راهيسې دا پوښتنه را پورته کوي چې د القاعدې کوم مشر هم کولای شي دا تنظیم له ايرانه وچلوي. یوه مخکیني د ترهګرۍ ضد چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ته د القاعده ډلې د پخواني مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته وویل، چې "دا د القاعدې لپاره چېلنج دی." هغه وایي: "ایا ایرانیان هغه پریږدي چې لاړ شي؟ د سونې په پنجره کې په بندېدلو سره د القاعده ډلې مشر جوړېدل مشکله ده." ځینې امریکایي چارواکي وایي که څه هم د ایران د شیعه حکومت او د القاعده ترهګرې ډلې- چې بنیاد یې سني مسلک دی- تر منځ د پام وړ مذهبي اختلافات شته خو وایي کېدای شي چې ایران له القاعده ډلې سره مرسته کوي. د امریکې حکومت تېر کال په اګست میاشت کې اعلان وکړ چې د القاعده مشر ایمن الظواهري یې په کابل کې په هوایي برید کې وژلی دی خو طالبانو چې کابل کې دا برید تایید کړی هم دی ویلي دي هیڅ داسې ثبوتونه یې نه دي موندلي چې په دې برید کې دې ایمن الظواهري وژل شوی وي.

14.02.2023 ډیوه

د ماشومانو د ساتنې اداره: د طالبانو بندیزونو افغانستان له ناورین سره مخامخ کړی

د ماشومانو د ساتنې ادارې (سیف د چلډرن) ویلي، په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو په کار باندې بندیز او د مرستندویو موسسو د کار ځنډېدو ددې ادارې نږدې ۲۵۰۰ داسې افغان ښڅینه کارکوونکې بې روزګاره کړي چې زیاتره یې د خپلو کورنیو نفقه ګټونکي دي.

14.02.2023 امریکا غږ

هندي نژاد نېکي هېلي د امریکې په صدارتي انتخاب کې د برخه اخیستلو اعلان وکړو

په وډیو پېغام کې هېلي د خپل پس منظر ذکر وکړو چې د هندي پنجاب د سېک مور او پلار لور ده، د ۲۰۱۱ نه تر د ۲۰۱۷ پورې د ساوت کېرولاینا ګورنره وه، بیا يې استعفا ورکړه او د هغه وخت صدر ټرمپ د متحده قومون دپاره د امریکې سفیره وټاکله. هغه په دغه چوکۍ د ۲۰۱۷ نه تر د ۲۰۱۸ پورې پاتې شوه

14.02.2023 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

14.02.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

14.02.2023 امریکا غږ

داعش تر ۴۰۰۰ پورې جنګیالي د افغان-تاجک په پوله ځای پر ځای کړي - د مسکو په مشرۍ اتحاد

د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت د تړون د قواو د لوی درستیز اناتولي سیدوروف په وینا، د منځنۍ اسیا د ثبات لپاره تر ټولو لوی ګواښ هغه سخت دریځه ډلې دي چې په افغانستان کې یې پښه ټینګه کړې ده. 

14.02.2023 امریکا غږ

نړیوال قدرتونه لویدیځه غاړه کې د یهودانو لپاره د نورو میشت ځایونو د جوړولو مخالفت کوي 

د لویدیځ د پنځو قدرتونو د بهرنیو چارو وزیرانو نن سه شنبه فبروري ۲۴ (سلواغه۲۵) د اسرائیل له هغه پلان سره مخالفت وکړ چې غواړي د اردن د رود په لویدیځه غاړه کې د یهودانو لپاره نور استوګنځایونه جوړوي.  

14.02.2023 امریکا غږ

اسرایل په وېسټ بېنک کې یهودیانو دپاره د نورو کورونو په اړه د امریکې تشویش رد کړی

د اسرایلي وزیر د خبرو نه یوه ورځ وړاندې د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن په وېسټ بېنک کې د یهودیانو د نوي اباد کارۍ په اراده تشویش څرګند کړو

14.02.2023 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

14.02.2023 امریکا غږ

د اشنا د سه شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

14.02.2023 امریکا غږ

د بلوچستان قبایلي مشران: په لېرې سیمو کې د روغتیايي مرکزونو فعالېدل د پولیو کمپاین ته ګټه رسوي

د بلوچستان قبايلي مشران وايي، که حکومت د ايالت د لري پرتو کليوالو سيمو روغتيايي مرکزونه فعال کړي، د خلکو باور به زيات او د پوليو کيمپېونونه به نور هم په ښه توګه سرته ورسېږي. د مېختر سيمې قبايلي مشر ملک سعد محمد حمزه زی وي او اې ډيوه ته وايي، چې په سيمه کې يې روغتيايي مرکزونه فعال نه دي، خو دوی بيا هم له پوليو ټيمونو سره بشپړه همکاري کوي، چې هر ماشوم ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړي او هغه له ګوزڼ ناروغۍ خوندي وساتي. "زموږ په سيمه کې د پوليو کار په ښه توګه ترسره کېږي. خو حکومت بايد د پوليو ترڅنګ زموږ نورو روغتيايي ستونزو ته هم پام وکړي. د سيمې ټول خلک بايد له ټيمونو سره همکاري وکړي، چې ټول ماشومان ويکسين شي." په کوټه کې د پوليو د کميونيکېشن څانګې يو چارواکی خالد کاسی وايي، چې د روغتيايي مرکزونو فعال کېدل د حکومت او صحت محکمې مسووليت دی. خو البته د سيمې د قبايلي مشرانو او ديني عالمانو په پوليو کيمپېن کې رول ډېر مهم دی، ځکه چې پولیو سيمه يزه نه بلکې يوه نړيواله مسئله ده. "په بلوچستان کې په تېرو اتو لسو کلونو کې اوس مهال تر ټولو لږ رفيوزل يا انکاري خلک ريکارډ شوي دي. دا د سيمې د قبايلي او مذهبي مشرانو د مرستې نتيجه ده. موږ هڅه کوو چې د قبايلي مشرانو په کومک کيمپېونونه سرته ورسوو او د انکاري خلکو تر څنګ پوليو وايرس هم له ايالت څخه ختم کړو." په بلوچستان کې تر هر پوليو کيمپېن وړاندې د قبايلي مشرانو او ديني عالمانو يوه غونډه يا سيمينار کېږي، چې په کې يو شمېر مشرانو ته د ګډون بلنه ورکول کېږي. قبايلي او مذهبي مشران بيا په کيمپېن کې له ګرځنده ټيمونو سره ګډ کار کوي.

14.02.2023 ډیوه

افغانستان د پاکستان دوه پخواني لوبغاړي د کرکت روزونکي وټاکل

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د پاکستان دوه پخواني لوبغاړي عمران فرحت او رانا نوید الحسن یې په کابل کې د «لوړو کارکردګیو یا وړتیاو مرکز» کې د توپ وهنې او توپ‌ اچوونې د برخې روزونکي ټاکلي دي.

14.02.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

14.02.2023 امریکا غږ

نیکې هیلې د متحدو ایالتونو جمهوري ریاست ټاکنو ته ځان کاندید کړ

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانۍ سفیرې نیکې هیلې نن سه شنبه فبروري ۱۴ (سلواغه۲۵) د امریکا د ۲۰۲۴ د جمهوري ریاست ټاکنو ته خپله کاندیداتوري اعلان کړه.

14.02.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more