ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


تورخم لاره پرانېستل شوې خو د افغانستان نه پاکستان ته د تجارتي توکو ډک ګاډي لا هم انتظار پاته دي

د پاکستان او افغانستان ترمېنځ په تورخم پوله د پياده خلکو د تلو راتلو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو دوه اړخيزه تجارت هم پیل شوی او د خالي/شنبې په ورځ نه څه ۵۵۷ ګاډي په پوله دواړو غاړو ته اوښتي او راوښتي دي. د تورخم پولې د کليرنس د چارواکو ترمخه، ۳۱۲ ګاډي افغانستان ته د پولې د لارې داخل شوي چې په کې ۲۶۴ د صادراتو يا ايکسپورټ ګاډي شامل وو. چارواکي وايي د دې ترڅنګ افغانستان ته د تورخم د لارې پاکستان ته ۱۴۵ د وارداتو يا اېمپورټ او سل تش ګاډي را داخل شوي دي. په تورخم کې د کليرنس ايجنټ مجيب خان شينواري د وي او اې ډيوه خبریال ته وویل، د پرون ورځې نه چې دروازه خلاصه شوې نو په اولني نظر کې چارواکو پاکستان نه د صادراتو يا اېکسپورټ ګاډي وښکل پېل کړه او چې کومې لارۍ په تورخم کې ولاړې وې هغه ټولې افغانستان ته ورغلې. هغه وايي د پېښور رينګ روډ نه تر خېبر لواړګي سيمې پورې اوس هم زرګونه ډک ګاډي افغانستان ته د تلو په تمه دي او لارې هم ترې بندې شوي دي. نوموړی زياتوي: "د کليرنس عمل ډېر چټک په تورخم کې نه دی روان او د دې د لاسه به دغه ولاړ ګاډي ډيرې ورځې وغواړي چې افغانستان ته رسېږي". د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم دروازه د شپږ ورځو ځنډ وروسته د خالي/شنبې په ورځ  د هر ډول تګ راتګ او ټرانزټ دپاره پرانستل شوه. د کليرنس ايجنټيان وايي پرون نه په تورخم کې د ايمپورټ يا واردولو سکېنر خراب شوی او د افغانستان نه يو ګاډۍ هم پاکستان ته نه دی را داخل شوی. دوی وايي پاکستان ټيکس يا ډيوټيانې د وارداتو يا اېمپورټ ګاډو نه ترلاسه کوي او تېرو شپږو ورځو نه پاکستان خزانې ته ۳۰۰ ملينه روپۍ نه زيات مالي زيان رسېدلی دی.   په تورخم کې يو درامدکوونکی يا ايمپورټر جمشيد خان وي او اې ډيوه ته وايي: "نن دويمه ورځ ده چې لاره پرانستل شوې خو له بده مرغه د وارداتو يا اېمپورټ عمل په ټپه ولاړ دی ولې چې د ګاډو کلير کولو سکينر غېرفعال دی." هغه وايي د افغانستان غاړې ته په زرګونو شمېر کې د سبزۍ، میوو، شوکاڼي، ډبرو سکرو او نورو شيانو ډک ګاډي ولاړ دي او له دي کبله سوداګرو ته تر دې وخت پورې کروړونه روپۍ زيان اوښتی دی. نوموړی دعوه کوي چې په هره يوه اونۍ کې يوه او دوه ورځې دغه سکېنر خراب وي او دا نه يوازې هغوی ته، بلکې قامي خزانې ته هم لوی زيان اړوي. په تورخم کې د ګمرک يا کسټم محکمې چارواکي هم دغه خبره تائيدوي چې د خالې/شنبې ورځې نه د اېمپورټ يو ګاډۍ هم نه دی کلير شوی، خو د قامي لاجسټک محکمې اين اېل سي چارواکي دغه خبره ردوي او وايي د ګاډو سکيننګ روان دی. د قامي لاجسټک محکمې وياند مشتاق خان وي او اې ډيوه ته وویل: "د سکېنر په سافټ وير کې څه فالټ يا خرابي راغلې او یا به نن او یا به سبا فعال شي. مشتاق خان زیاتوي چې هغوی د دې متبادل لار راويستلې ده او چې کوم دويم سکېنر دی، نو په هغه باندې د صادراتو او وارداتو دواړه ګاډي سکېن کېږي او دغه کار روان دی. دی وايي د سکيننګ عمل يو منټ غواړي او هغوی دا خبرې ردوي چې ګني اېمپورټ د سکېنر د لاسه ولاړ دی. په تورخم کې د کليرنس چارواکو د مالوماتو ترمخه، پاکستان خزانې ته د اېمپورټ يا واردات ګاډي نه راداخلېدو د لاسه د پاکستان بېلابېلو محکمو ته ټېکس نه ترلاسه کېږي او قامي خزانې ته هره ورځ ۵۴ ملينه روپۍ زيان رسي.

26.02.2023 ډیوه

جندول: ټیک ټاک نه د منعې کولو په سر تنکي ځوان خپل پلار وژلی، مور یې سخته ژوبله کړې ده

پولیس وایي د خېبر پښتونخوا په کوز دیر جندول مایار سیمه کې د ټولنېزو رسنیو ایپ ټیک ټاک نه په منعې کولو یو اتلس کلن زلمي پخپل مور او پلار ډزې کړي چې له امله یې پلار په ټکي ساه ورکړې ده او مور یې سخته ژوبله شوې ده. د مایار پولیس تاڼې د پلټنو د څانګې افسر انسپکټر شیر بهادر خان رسینو ته ویلي دا پېښه د مایارو په ګمبیر سیمه کې رامنځته شوې ده. هغه ویلي له پېښې سمدستي وروسته پولیس موقعې ته رسیدلي، پخپل مور او پلار ډزو کې ککړ اتلس کلن زلمی حسنین یې نیولی او د هغه مور یې په سخت ژوبل حالت کې د علاج لپاره وړومبی د مایارو او بیا د تیمرګرې روغتون ته رسولې ده. د پولیسو دغه افسر وایي د وړومبیو پلټنو نه ورته معلومه شوې ده چې پېښه د ټولنیزو رسنیو د ایپ ټيک ټاک نه د منعې کولو په لانجه رامنځته شوې ده. د شیربهادر خان په وینا د حسنین پلار شیرباز خان خپل زوی د ټیک ټاک له کارولو منعې کولو او د شپې یې ترې موبایل اخستی و، خو سهار چې بیا حسنین د خپل پلار نه بېرته موبایل غوښتو او پلار یې نه ورکولو، نو په دې حسنین له غصه ورغلې ده او پخپل مور او پلار یې ډزې کړې دي. د پولیسو په وینا په دغو ډزو کې د حسنین پلار شیرباز خان په ټکي مړ شوی او مور یې په سخته ژوبله شوې ده چې هسپتال کې یې ډاکټران حالت ډاډمن نه بولي. پولیس وایي د ملزم حسنین خلاف یې مقدمه درج کړې ده او د پېښې نورې پلټنې هم کوي. په عین حال کې د پېښور پولیس وایي د دیر سیمې سره تړاو لرونکی د دیني مدرسې یو تښتول شوی طالبعلم یې د تښتوونکو له منګولو راخلاص کړی دی. د اتوار په ورځ د پېښور د صدر سرکل د پولیسو مشر ډي ایس پي ملک حبیب رسنیو ته ویلي چې د دیر د پاتراک سیمې اوسیدونکی یو شل کلن ځوان عدنان په ټولنیزه رسنۍ فیس بک د دوستۍ جوړیدو نه وروسته تښتوونکو په 20مه جنورۍ د پېښور د انقلاب پولیس تاڼې د حدودو نه تښتولی ؤ. هغه وویل تښتوونکو د عدنان سره په فیس بک دوستي جوړه کړې وه او د دغو دوستانو له جملې څخه د صدام په نوم یو تن هغه په بهانه پېښور ته رابللی و او بیا یې قبایلي ضلعې ته تښتولی ؤ. د پولیس ډي ایس پي په وینا د عدنان د خوشې کولو په سر تښتوونکو د هغه د کورنۍ نه د دریو لکو ډالرو د تاوان غوښتنه کوله او په عدنان به یې تشدد کولو او بیا به یې د هغه د چغو غږیز پیغامونه د هغه کورنۍ ته لیږل. نوموړي وویل تښتوونکو عدنان د خېبر د تېره او د اورکزو په غرونو کې ساتلی و خو تېره ورځ پولیسو د هغه د خلاصون لپاره عملیات وکړل او دغه شل کلن زلمی یې د تښتوونکو له منګولو راخلاص کړو. د ملک حبیب وینا وه چې د عملیاتو په مهال تښتوونکي د پولیسو نه په تېښته بریالي شوي دي.

26.02.2023 ډیوه

کیمیا؛ اټوم څه شی دی؟

په دې درسي ساعت کې د لسم ټولګي د کیمیا مضمون کې اټوم په اړه معلومات درته وړاندې کېږي. د یوولسم ټولګي زده کوونکي به د مخلوطونو درس واوري. د دولسم ټولګي په درسي ساعت کې عضوي کیمیا بیانېږي. د دې درسي ساعت د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

26.02.2023 ازادي راډیو

بیولوژي؛ حجره څه ته وايي؟

په دې درسي ساعت کې میتابولېزم بیانېږي. په میتابولېزم کې به دا ولولو چې د دغې بیولوژیکي عملیې په نتیجه کې په نبات کې څه تغیرات رامنځته کېږي؟ د یوولسم ټولګي زده کوونکو ته د حجرې اړوند مسایل بیانېږي. د دولسم ټولګي د بیولوژي په درسي ساعت کې د انسان د بدن یوه مهمه عملیه وایو چې دا عملیه د وینې تصفیه ده. د دې درسي ساعت د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

26.02.2023 ازادي راډیو

د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ د تشدد ختمولو هڅه: اردن نن د یوې اهمې ناستې کوربه دی

واشنګټن (روئټرز)  - اردن هېواد نن د اتوار/یکشنبې په ورځ د اسرایل او فلسطینیانو د جګپوړو امنیتي او سیاسي مشرانو د یو ملاقات کوربه دی چې په دې ناسته کې به د امریکا استازي هم شامل وي او مقصد یې د تشدد د وروستۍ لړۍ ختمول دي. چارواکي وایي چې د اسرایلیانو او فلسطینیانو ترمنځ د تشدد کومې وروستۍ پېښې چې مخې ته راغلي دي، دا یره یې پیدا کړې ده چې د روژې میاشتې په درشل کې به کشیدګۍ نور هم اضافه شي. د اسرایلي او فلسطیني چارواکو ترمنځ دا ناسته د اردن په ساحلي ښار عقبه کې جوړیږي او د امریکا په استازيتوب هغې کې د منځني ختیځ په مسایلو کې د صدر جو بایډن سلاکار، برېټ مک ګورک برخه اخلي. دا به په تېرو څو کلونو کې اول ځل وي چې د فلسطینیانو او اسرایل جګپوړي چارواکي د نورو اهمو اړخونو له استازو سره یوځای، په یوه ناسته کې راغونډیږي. چارواکو چې غوښتل یې نومونه یې پټ وساتل شي، خبریالانو ته وویل، دا ناسته د اردن د کوښښونو نتیجه ده چې د واشنګټن او په خطه کې د خپل شریک ملک مصر سره یې سفارتکاري رابطو کې هلې ځلې کړي څو په اسرایل او د فلسطینیانو په غزه او لویدیځه غاړه (وېسټ بنک) کې امن او د دوو اړخونو ترمنځ اعتماد بحاله کړی شي. د اردن هېواد یو چارواکي روئټرز خبري ادارې ته ویلي چې د دې ناستې مقصد فلسطینیانو ته د یوې سیاسي آیندې دپاره امید ورکول دي. د هغه وینا وه چې که دا مقصد ترلاسه کړی شي، نو په عمل کې به یې نتیجه راښکاره او سیمه کې حالات بهتره شي. د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ چې په دې وروستیو څو میاشتو کې کشیدګۍ او تشدد زور واخیست، د عربي ملکونو او نړېوالې ټولنې فکرمندي یې راوپاروله چې هسې نه د تشدد دا پېښې یو ځل بیا د اسرایل او فلسطینیانو په لویه شخړه بدلې شي. اوس چې د اردن په کوربه توب دا ناسته جوړیږي، نو یو امید پیدا شوی چې کشیدګۍ به بېرته کمې شي. د اردن هېواد چارواکي چې غوښتل مطبوعات یې نوم پټ وساتي، وویل: "داسې یوه ناسته په دا څو کلونو کې نه ده ترسره شوې...د دوی په یو ځای راغونډول پخپله یوه لویه کامیابي ده." په تېرو کلونو کې د روژې په میاشت کې چې د یهودیانو عید فسح او د عیسایانو ایسټر (عید قیامت) هم په دې میاشت کې برابرېده، د اسرایلي پولیسو او فلسطینیانو ترمنځ د بیت المقدس ښار د الاقصی مسجد شاوخوا ته شخړې شوې دي. بیت المقدس (یورشلیم) هم د مسلمانانو او هم د عیسایانو او یهودیانو دپاره مقدس ګڼل کیږي. د اردن شاهي عربي ملک چې د اسرایل ګاونډ کې دی، په زاړه بیت المقدس کې د الاقصی مسجد نګراني په غاړه لري. د فلسطیني ادارې د صحت وزیر ویلي چې سږ کال لږ تر لږه دوه شپېته (۶۲) فلسطینیان وژل شوي چې په دې کې وسله وال او عام خلک هم شامل و. بل اړخ ته د اسرایل خارجه وزارت وایي چې په همدې موده کې لس تنه اسرایلیان او یو اوکرایني سیلګر د فلسطینیانو په حملو کې وژل شوي دي. د روانې فرورۍ میاشتې په سر کې د اردن پاچا ملک عبدالله د امریکې د صدر جو بایډن او د هغه د استازي مک ګورک سره یې خبرې او ملاقاتونه وکړل. په دې خبرو کې، امریکا چې د اسرایل کلک ملاتړی دی، د خطې د امن په اړه خبرداری ورکړ او په دې یې ټینګار وکړ چې د فلسطینیانو د یو آزاد ریاست دپاره مذاکرات له سره پیل شي. دغه مذاکرات د امریکا په ملاتړ روان و مګر څو کاله کیږي چې بېرته په ټپه درېدلي دي. د اسرایل موجوده حکومت اراده څرګنده کړې ده چې د فلسطینیانو په مقبوضه سیمو کې به د یهودیانو د نویو آبادیو لمن به پراخه کړي او ځیني موجوده آبادۍ چې غیرقانوني بلل کیږي، هغو ته به قانوني حیثیت ورکړي. له هغه وخته چې په اسرایل کې د بنیامین نېتنیاهو په مشرۍ ښي اړخې حکومت واک اختیار ته رسېدلی دی، د اسرایل د پالیسیو په اړه د عرب ملکونو فکرمندي زیاته شوې ده.

26.02.2023 ډیوه

د ازادي راډيو د راپور تر خپرېدو وروسته ترینکوټ کې د څراغونو نصبولو چارې پیل شوي

د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې د ښاروالۍ رياست په مالي لګښت د شپې لخوا د ښار د روښانه کولو په هدف نوي څراغونه نصبول داسې مهال پیل شوي چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې ازادي راډيو په دې اړه راپور خپور کړی و. یو شمېر ښاریان د ښاروالۍ د دې اقدام هرکلی کوي، خو وايي، په کار ده چې د دې څراغونو ساتنه وشي. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

26.02.2023 ازادي راډیو

په بلوچستان صوبه کې په دوه ورځو کې دوه بمي چاودنې - تازه چاودنه په بارکهان کې پېښه شوې ده

واشنگټن  - د پاکستان د بلوچستان صوبې پولیس وایي چې د نن د اتوار/یکشنبې په ورځ د ګڼې ګوڼې ډک یو بازار کې بمي چاودنه شوې چې له امله یې لږ تر لږه څلور (۴) کسان مړه او شپاړس (۱۶) نور زخمیان شوي دي. تر اوسه هېڅ کومې ډلې د دې برید ذمه واري په غاړه نده اخېستي. دا چاودنه د بلوچستان په بارکهان ضلعه کې شوې ده، چېرته چې د یاغیانو حملې غیرمعمولي نه ګڼل کیږي. د ځایي هسپتال چارواکو ویلي چې د پېښې په زخمیانو کې ماشومان هم شامل دي، او د څو تنو ټپیانو حالت مرګونی بلل شوی چې یره ده د مړو شمېر زیات شي. د ضعلې ډېپټي کمېشنر عبدالله کهوسه وویل چې بم په یو موټرسایکل کې ځای پرځای شوی و او د ریموټ په ذریعه چاودنه شوې ده. ځایي ټي وي چېنلونه وایي چې په چاودنه کې څو دوکانونو ته هم ډېر سخت زیان رسېدلی دی. د صوبې وزیراعلی عبدالقدوس بزنجو د تشدد دا پېښه غندلې، هغه یې یو ترهګریز عمل ګرځولی، او د چاودنې عاملین یې "د انسانیت دښمنان" بللي دي. هغه د هېڅ کومې ځانګړې ډلې نوم ندی اخېستی. په تېرو دوولسو (۱۲) ساعتو کې دا دویمه چاودنه ده چې په بلوچستان صوبه کې رامنځته کیږي. د فروری په ۲۵مه په خضدار ښار کې هم د پو لیسو په ګاډي مقناطیسي بم لګول شوی و چې زوروره چاودنه یې وکړه او په نتيجه کې یې دوه د پولیسو عسکر مړه او دوه نور ټپيان شوي وو. د پېښې ذمه واری کالعدم بلوڅ  وسله والې ډلې بي اېل اې په غاړه اخېستې وه. بل لور ته بیا په سوراب کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې د ډي اېس پي سوراب ډرايور ټپي شوی دی.  د فروری د میاشتی پر ۲۳ د پوځ د عامه اړيکو څانګه آی اېس پي آر وویل چې د ایران له سرحد سره جوخت په ضلع کېچ کې ناڅرګنده وسله والو د امنیتي ادارو پر قافلې باندې ډزې وکړي چې دوی ته یې کوم زیان نه دی اړولی، خو وروسته بیا امنیتي ځواکونو عمليات وکړل چې په نتيجه کې یې ۸ "ترهګر" ووژل شول.   په دې رپوټ کې د ډیوه خبریال حمید سمسور نه هم معلومات اخېستل شوي دي.

26.02.2023 ډیوه

اردن د اسرائیل – فلسطین تر منځ د خبرو کوربه توب کوي

ټاکل شوې چې اردن به یکشنبه د فلسطین او اسرائیل د جګپوړو امنیتي او سیاسي چارواکو تر منځ د غونډې کوربه توب د تشدد د مخنیوي لپاره وکړي چې پدې وروسیتو کې یې زور اخیستی او دا ویره یې پیدا کړي چې ښایي د تشدد لمن لا پراخه شي.

26.02.2023 امریکا غږ

پاکستان کې چاودنو شپږ کسان وژلي، ۱۱ ټپیان دي

د پاکستان په جنوبي ایالت بلوچستان کې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

26.02.2023 امریکا غږ

په ارزګان کې له غاصبینو د دولتي ځمکو د راخلاصولو هڅې پیل شوي

ارزګان کې طالب چارواکو له غاصبینو د دولتي ځمکو د راخلاصولو هڅې پیل کړي دي. په دغه ولایت کې ځايي طالب چارواکي وايي، تر دا مهاله يې ۲۶۵۰۰ جريبه دولتي غصب شوې ځمکه بررسي کړې او ۲۵۰۰ جریبه ځمکه له غاصبینو راخلاصله کړې ده. په ورته وخت کې خلک که څه هم له دې کار څخه خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې د غصب څخه پر راخلاصو شویو ځمکو دې ابادي وشي. نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

26.02.2023 ازادي راډیو

امریکا کې د الوتکې لویدو په پیښې کې ۵ تنه وژل شوي

په امریکا کې چارواکي وایي د دې هیواد په لویدیځ ایالت نیواډا کې د طبي لیږد رالیږد لپاره کاریدونکې الوتکه لویدلې او پنځه واړه سپاره کسان پکې وژل شویدي.

26.02.2023 امریکا غږ

ایراني جنرال ویلي د قاسم سلیماني د وژنې بدل اخستو لپاره د ټرمپ اؤ مایک پمپېیو د وژنې په لټه کې دي

دایران یو پوځي جنرال خبرداری ورکړی دی چې د دوي ملک اوس هم د کمانډر قاسم سلیماني د وژنې دغچ یا بدل اخستو لپاره د امریکې پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ اؤ پخوانی د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېیو وژل غواړي. دنړیوالې خبري شبکې ای ایف پي له مخې ایران په کراتو هوډ څرګند کړی چې دوي به جنورۍ کال 2020م کې د بغداد په هوایي ډګر دامریکایي ډرون برید کې دپاسداران انقلاب دکمانډر قاسم سلیماني د وژنې بدل اخلي. دایران د ایرو اسپیس(هوا بازۍ) دڅانګې کمانډر جنرال امیرعلي حاجي زاده په ټیلي ویژن ویلي دوي هیله من دي چې ټرمپ، پمپېیو،پخوانی امریکایي جنرال کینتهـ میک کینزي اؤ دهغه پوځي کمانډران په نخښه کولی شي چا چې د سلماني د وژلو امر کړی ؤ. ټرمپ ددې حملې امر عراق کې په امریکایي تنصیباتو د شوؤ ګڼو بریدونو په غبرګون کې ورکړی ؤ . امریکایي چارواکو هغه وخت ددغو بریدونو تور په ایران لګولی ؤ چې له هغې څو ورځې وروسته ایران ځوابي عملیاتو کې په عراق کې دامریکا په پوځي اډه یو شمیر میزایل داغلي وؤ خو په دغه حمله کې د وژنو رپورټ مخې ته نه ؤ راغلی. له دغه برید وروسته امریکې ویلي وؤ چې دحملې له امله یې دګڼ شمیر مامورینو په ذهنونو منفي تاثیرات شوي دي. امریکې اؤ ایتلافانو یې په کراتو،کراتو دایران دبیلسټک میزایلو دپروګرام ترڅنګ منځني ختیز کې دایران په کردار هم خپلې اندېښنې ښکاره کړې دي. په ډان ورځپاڼه کې دای ایف پي دخپور شوي رپورټ له مخې په ټيلي ویژن خپل بیان کې امیر علي حاجي زاده ویلي چې ایران اوس د دوه زره کلو میټره په فاصله دامریکایي الوتکو د ویشتلو توان لري. ایراني جنرال ویلي هغوئ د دوؤ زرو کلو میټرو دا حد د اروپایانو په احترام کې ټاکلی دی اؤ هیله لري چې اروپایان به هم خپل ځان ددې درناوي جوګه ثابت کړي. د خالي- شنبې په ورځ دایران سرکاري ټي وي د ګارډز له لوري د1650 کلو میټره فاصلې پورې د نخښه ویشتونکي پاوی کروز میزایل دمخکتنې ویډیو خپره کړې وه.

26.02.2023 ډیوه

یورپي اتحاد د روس پر 120 شخصیتونو او کمپنیو تازه بندیزونه اعلان کړل

واشنګټن ـــــ یورپي‌ اتحاد پر اوکراین د روس د بریدونو له کبله د ماسکو پر 120 کسانو او کمپنیو د نویو بندیزونو پر لګولو اتفاق کړی چې پکې د روس د نوې ټیکنالوجۍ پر برآمد کولو یا صادرولو هم بندیزونه شامل دي. یورپي یونین په یو بیان کې ویلي چې دا نوي‌ بندیزونه "پر پوځي او سیاسي فیصله کوونکو، د روسي پوځي صنعت پر ملاتړو او کارکوونکو کمپنیو او د وېګنر ګروپ پر کمانډرانو لګول شوي دي". د شنبې- خالي په ورځ د یورپي اتحاد له خوا لګېدلي دغه بندیزونه له درو روسي بېنکونو سره راکړه ورکړه منع کوي او د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا د ډرون الوتکو په برآمد کولو بندیز لګوي چې د اوکراین پر ملکي ودانیو په بریدونو کې کارول شوي وو. د رپوټونو له مخې دغه نوي اقدامات د بندیزونو د ټاکلي جوړښت پر سر تر زیاتو داخلي اختلافاتو وروسته منظور کړل شوي او پر اوکراین د روس د یرغل د لومړۍ کلیزې په دویمه ورځ عام کړل شوي دي. دا بندیزونه د جمعې په ورځ د امریکې او برتانیې د اعلان شویو بندیزونو دوام دی کوم چې د جي-7 تنظیم هیوادونو هم په یو بیان کې خبرداری ورکړی وو که هر هیواد له روس سره د اوکراین په جګړه کې مرسته وکړي سزا به وویني. د یورپي کمیشن مشره اورسلا وون ډېرلاین وایي د یورپي اتحاد د بندیزونو دا پړاو تر ټولو پراخ اقدامات دي چې وایي نه یواځې د روس وسلې محدودوي بلکې اقتصاد یې هم زیانمنوي. وو ډېرلاین وایي: "موږ پر هغو کسانو هم فشار زیاتوو چې زموږ له بندیزونو د تېښتې هڅه کوي." یورپي اتحاد پخپل یو بیان کې ویلي د دوی وروستي بندیزونه د روس د درو نورو بېنکونو، تجارتونو او سرکاري ادارو په ګډون 96 نورې ادارې هم په نخښه کوي. په دغو بندیزونو کې د ایران هغه اووه کمپنۍ هم په نخښه شوې دي، چې چاودېدونکي ډرون الوتکې جوړوي او روس د اوکراین په جګړه کې د استوګنې د ودانیو او ادارو په خلاف ترې کار اخیستی دی. په دغو بندیزونو کې روس ته د الیکټرانک، خصوصاً د واورو موټر، د مشینونو د پرزو، پمپونو، د جیټ د انجنو، کرېنونو، الیکټرانیک سرکټونو، دوربینونو او حرارتي کېمرو برآمدات یا صادرات هم منع شوي دي. د یورپي اتحاد چارواکو ویلي ددغو الیکټرانک توکو تجارت څه باندې 12 اربه ډالرو ته رسیږي. وایي د ثبوتونو له مخې ماسکو د اوکراین په جګړه کې دغه وسایل کارولي دي. دغو بندیزونو د روس په تبلیغاتي رسنیو باندې هم فشارونه زیات کړي‌ دي او د «سپوټنیک نیوز» د عربي ژبې د خپرونو لایسنس هم ځنډول کیږي، چې د روس تر کنټرول لاندې دی او په یورپ کې یې فعالیت بند شوی دی. رپوټونه وایي‌ دغه نوي بندیزونه د یورپي اتحاد غړي هیوادونه دې ته مجبوره کوي چې تر بندیز لاندې هغو شتمنو روسانو د شتمنیو په اړه کره رپوټونه جوړ کړي چې د کریملن ملاتړ ورسره دی. د یورپي اتحاد د بهرنيو چارو او امنیتي پالیسۍ مشر جوزپ بوریل وایي، د دوی د بندیزونو په نوملړ کې شامل د دغو کسانو مکمل فهرست به د شنبې- خالي په ورځ ناوخته د یورپي اتحاد په رسمي رساله کې خپاره شي. وایي کوم کسان چې په دې فهرست کې شامل دي، شتمنۍ به یې په یورپي اتحاد کې بندې شي او له دې وروسته به د یورپ ویزه نه ورکول کیږي. جوزپ بوریل وایي په روس باندې به فشارونو ته دوام ورکړي او دا کار به تر هغه وخت وکړي چې تر څو اوکراین د روس له "وحشیانه بریده" نه وي خلاص شوی. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د شنبې- خالي په ورځ په یوه ویډیويي وینا کې خبرداری ورکړ چې د روس مخه باید ونیول شي چې وایي د خپلې پراختیا غوښتنې د پالیسۍ له مخې غواړي "اوکراین، زموږ ګاونډیان او ټول یورپ په ثابتو ټوټو بدل کړي." صدر زلنسکي وروسته له هغې په روس باندې د لا زیاتو بندیزونو د لګولو غوښتنه وکړه چې برتانیې، امریکې او یورپي اتحاد ټولو د ماسکو د فنډنګ او ملاتړ د بندولو په مقصد نوي اقدامات اعلان کړل. بل لور ته امریکې له اوکراین سره د دوه اربه ډالرو نورې مرستې اعلان کړی دی. په اوکراین د روسي یرغل د لومړۍ کلیزې په مناسبت سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د روس خلاف د اوکراین د دفاع لپاره به د دوه ارب ډالرو نوره پوځي مرسته ور ولېږي.

26.02.2023 ډیوه

روس اؤ اوکراین په جګړه اختلافات،د G-20 د خزانې د وزیرانو غونډه له نتیجو اؤ اعلامیې پرته ختمه شوې

د نړۍ دسترو معیشتونو جي 20 د خزانې د وزیرانو غونډه د روس اؤ اوکراین په معامله پرته له کومو پایلو یا نتیجو ختمه شوې ده اؤ حتی اعلامیه یې هم خپره نه کړل شوه. دهند په بنګلور ښار کې راجوړې شوې د جي 20 دخزانې د وزیرانو په دې غونډه کې روس اؤ چین په اوکراین د روس دحملې دغندنې سره مخالفت ښودلی اؤ هند هم د روسیې دغندنې نه ډډه کړې ده. سږکال جي 20 مشري هند ته ورپغاړه ده اؤ دهند له لوري د اوکراین دستونزې راپورته کولو نه د ډډې کولو باجود لویدیځو هیوادونو ټینګار کړی چې د غونډې دداسې نتیجو ملاتړ به نه کوي چې پکې د اوکرین دجګړې ډاګیزه غندنه شامل نه وي. د اوکراین دجګړې په غندنه داتفاق نه راتلو له امله دا غونډه پرته له کومې اعلامیې ختمه کړل شوې ده خو دهند دخزانې وزیر دغونډې داحوال په اړه خپل بیان کې ددې دوه ورځنۍ غونډې په مهال دشوؤ خبرو اؤ اختلافاتو یادونه کړې ده. دغونډې دصدر یا مشر(هند) له لوري دغونډې په اړه خپور کړل شوي لنډیز کې ویل شوي"ډیری غړو په اوکراین کې جګړه په کلکه وغندله او ټینګار یې وکړ چې دا د لا زیاتو بشري کړاوونو لامل کیږي او په سیمه کې شته نیمګړتیاوې لا پسې زیاتوي" لنډیز کې ویل شوي چې "د اټومي وسلو کارول یا ګواښ د منلو وړ نه دي. د شخړو سوله ایز حل، د بحرانونو د حل لپاره هڅې، او همدارنګه ډیپلوماسۍ او خبرې اترې حیاتي دي. نننی دوره باید د جنګ نه وي" لنډيز زیاتوي دجګړې په اړه" له روس اؤ چین پرته ټولو غړو هیوادونو اتفاق کړی دی" چین د تېر نومبر دمیاشتې نه په دې هڅه کې دی چې دجي 20 دبیان یا اعلامیې نه ژبه باید بدله کړل شي اؤ ددې دمتن نه د "جګړې" لفظ وویستل شي. دغه غونډه چې د جمعې په ورځ د هند په جنوبي ښار بنګلور کې پیل شوې وه، په اوکراین د روسیې د یرغل د لومړۍ کلیزې په مناسبت جوړه شوې وه. دې غونډه کې هغه ستر اختلافات چې راڅرګند شول دتېرکال هغه اختلافونو ته ورته وو چې د روسیې لخوا د اوکراین د برید راهیسې یې زیاتې غونډې زیانمې کړې دي. د تیر کال په نومبر کې په بالي کې د G-20 په سرمشریزه کې، مشرانو د یوې بیانیې په خپرولو سره خپل اختلافات حل کړی وؤ اؤ ویلي یې وؤ چې "ډیری غړو یې جګړه په کلکه غندلې ده" په هرصورت، په هند کې د خزانې د وزیرانو په غونډه کې، چین نه غوښتل چې په ګډه اعلامیه کې د "جنګ" کلمه ذکر شي، خو امریکا او یو شمیر لویدیځو هیوادونو د روسیې د تیري په کلکه غندنه وکړه. دهند داقتصادي چارو سکتر اجی سیټ یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې ویلي د چین او روسیې د اوکراین په اړه په الفاظو لاسلیک کول نه غواړي ځکه چې "دهغوئ واک یا صلاحیت اقتصادي او مالیاتي ستونزې هوارول دي " "له بلې خوا، ټولو 18 نورو هیوادونو احساس کاوه چې جګړه به د نړۍ په اقتصاد اغیزه وکړي" د جرمني د خزانې وزیر کریسټین لینډنر وویل چې په اعلامیه کې د چین له ګډونه انکار د افسوس وړ دی. رویټرز د امریکا د خزانې د وزیر جینټ ییلن له خولې ویلي چې د روس دغندنې په موخه دهر بیان لپاره دا "بیخي ضروري" ده د G-20 په سرمشریزه کې، د امریکا، فرانسې او برتانیې په څیر هیوادونو وویل چې دوی د مسکو په وړاندې د سختو بندیزونو اعلان کوي اؤ هغوي دمسکو د تیري له امله د روسیې په یوازې کولو ټینګار وکړو. له بلې خوا هند چې له روسیې سره له لسیزو راهیسې اړیکې لري، پر روسیې لګول شوي اقتصادي بندیزونو کې نه دی شامل شوی او له مسکو سره قوي سوداګریزې اړیکې ساتي. د هند د خزانې وزیرې نرملا سیتارامن د غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل، "موږ د هند ګټو او له روسیې څخه د تېلو وارداتو ته ګورو"

26.02.2023 ډیوه

د لوبو له میدانه؛ کریم جنت: د رول معلومېدو وروسته اوس ډاډ لوبه کوم

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د افغان کرکټ لوبغاړی کریم جنت وايي، اوس یې په لوبډله کې رول معلوم دی، ځکه ډاډمن لوبېږي. د ښځو د شل اوریز نړیوال جام سیالۍ وروستۍ مرحلې ته رسېدلي دي. د افغانستان والیبال لوبډلې په مالدیپ هېواد کې درېیو لوبډلو ته ماتې ورکړې ده. د پاکستان په غوره لیګ سیالیو کې د افغان لوبغاړو ګدون او لوبې او په افغانستان کې د فوټسال لیګ د دویم پړاو دوام. په خپرونه کې د نور مطالبو ترڅنګ ځانګړې مرکه هم شته چې د لاندې لینک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

26.02.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more