ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغان طالبان وایي د داعش خراسان مهم کمانډران یې وژلي دي

د افغانستان طالبانو د ګل/دوشنبې په ورځ ویلي چې د دوی امنیتي ځواکونو په پلازمینه کابل کې د داعش خراسان د پټنځایونو په وړاندې د تیرې شپې په برید کې د اسلامي دولت یا داعش دوه مهم کمانډران وژلي دي. د طالبانو لخوا دا اعلان څو ساعته مخکې له هغې شوی چې امریکا په پخپل یو نوي راپور کې وویل چې د داعش شاوخوا درې زره جنګیالي په جنوبي اسیا کې فعالیت راټول دي اؤ ترهګریز فعالیتونه کوي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شپې ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یکشنبې په ورځ ناوخته په عملیاتو کې په وژل شویو کسانو کې په افغانستان کې د داعش د استخباراتو او عملیاتو مشر هم شامل دی. نوموړي د وژل شوي ترهګر کمانډر نوم قاري فتح یاد کړی دی. داعش، یا اسلامي دولت(خراسان)په افغانستان کې د طالبانو تر ټولو ټولو ستره مخالفه ډله ده. په افغانستان د واکمنو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې فتح په کابل کې پر دیپلوماتیکو ماموریتونو، جوماتونو او نورو اهدافو د وروستیو بریدونو طراح یا ترتیبوونکی ؤ. د هغه په وینا د دوی ځانګړو ځواکونو د داعش دغه وتلی کمانډر تېره شپه د کابل د خېرخانې په سیمه کې د سختو عملیاتو په ترڅ کې وژلی دی. داعش د خپل جګپوړي مشر د وژلو په اړه د طالبانو د ادعاوو په اړه سمدستي څه دي ویلي. مجاهد هم د ګل/دوشنبې په ورځ په خپل بیان کې تایید کړه چې د دې میاشتې په پیل کې د طالبانو د تروریزم ضد عملیاتو کې د هند نیمه وچه کې د داعش د خراسان څانګې مشر اعجاز امین اهنګر له خپلو دوو قوماندانانو سره وژل شوی دی. هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته زیاته کړه چې په وروستیو ورځو کې د داعش یو شمېر غړي چې بهرنیان هم په کې شامل دي، نیول شوي دي. داعش تېره اوونۍ د ابو عثمان الکشمیري په نامه د اهنګر مړینه تایید کړې وه اؤ ویلي یې وؤ او چې نوموړی د فبرورۍ په ۱۴مه له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی، خو دقیق ځای یې نه دی یاد کړی. طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په کابل کې واک ته له بیا رسېدو راپدیخوا کله چې د امریکا په مشرۍ بهرني ځواکونه له هیواد څخه ووتل، وخت په وخت د داعش پر ضد عملیات کوي. داعش خراسان ترهګرې ډلې هم په دې وروستیو کې په منظمه توګه دافغانستان بیلابیلو برخو کې ملکي وګړي، د طالبانو غړي او بهرني ډیپلوماتیک ماموریتونه په نښه کړي دي. متحده ایالات IS-K د اسلامي دولت سره د "خطرناک" تړاو په توګه تشریح کوي او د طالبانو د تروریزم ضد هڅو د اغیزمنتیا په اړه شک لري. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د تروریزم په اړه د 2021 هیوادونو راپورونه خپاره کړل، یادونه یې وکړه چې داعش او نورو سیمه ایزو ترهګرو ډلو "فعال شتون" ساتلی او په افغانستان کې یې ترهګریز فعالیتونه ترسره کړي.

28.02.2023 ډیوه

د پښتنو او بلوڅ زده کوونکو ترمنځ له نښتې وروسته، د اسلام اباد قاید اعظم پوهنتون وتړل شو

د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد په قاید اعظم پوهنتون کې د پښتنو او بلوڅ محصلینو ترمنځ له سختې نښتې وروسته، دغه پوهنتون تر نامعلومې مودې تړل شوی او د پوهنتون محصلینو ته د هاسټلونو خالي کولو وینا شوې ده. د ګل/دوشنبې په ورځ یاد پوهنتون کې د پښتنو او بلوڅ طالبعلمانو ترمنځ شوې نښته کې ګڼ شمیر زده کوونکي ژوبل شوي او روغتونونو ته رسول شوي دي. په سوشل میډیا د دې نښتې په هکله مخې ته د راغلو دعوؤ له مخې د نښتې په مهال د قایداعظم پوهنتون زده کوونکو یو بل، په ډانګو او سیخانو وهلي او د دې ترڅنګ یې په یو بل کاڼي هم ورولي دي. د نښتې بنیادي علتونه لا نه دي روښانه شوي خو د قایداعظم پوهنتون سرچیني وایي چې دې نښتې څو ساعته دوام کړی دی او د دواړو خواو نه پکې تر 16و پورې زده کوونکي ژوبل شوي دي. سرچینې وایي دې نښته کې د پوهنتون د ایمبولینس شیشې هم ماتې کړل شوي او د پوهنتون د ودانۍ ځېنو برخو ته هم زیان رسول شوی دی. تر جګړې وروسته د قاید اعظم پوهنتون د نامعلومې مودې پورې تړل شوی دی. د پوهنتون د رجسټرار راجه قیصر لخوا د جاري کړل شوې اعلامیې له مخې پوهنتون د تاوجن وضعیت له امله تړل شوی دی او په هاسټلو کې میشت زده کوونکو ته وینا شوې ده چې هغوی باید په سمدستي توګه هاسټلونه خالي کړي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د بلوڅو او پښتنو زده کوونکو‌ ترمنځ په شوې دې نښته خفګان ښکاره کړی دی او په دواړو لوریو یې غږ کړی چې باید خپلو کې سوله او رورولي وکړي. ښاغلي پښتین په ټویټر لیکلي "د دواړو محکومو او مظلومو قومونو بلوڅو او پښتنو زلمو ترمنځ قاید اعظم پوهنتون کې په شوې نښته سخت ځوریدلی یم او مونږ به هڅه وکړو او خواست کوو چې دواړه وروڼه تنظیمونه دې خپلو کې سوله او رورولي وکړي". هغه لیکلي که په دې نښته کې هر لوري ته زیان رسیږي نو هغه زمونږ دټولو زیان دی. د بلوچستان هایکورټ بار پخوانی پخواني صدر او وتلي قانون پوهه ساجدترین ایډوکیټ هم په دې پېښه خواشیني ښودلي ده او ویلي یې دي چې بلوڅ او پښتانه د یو بل وروڼه دي ، دوی دواړه باید په یو بل پسې راپورته نه شي. ښاغلي ساجد ترین ایډوکیټ دټویټر له لارې په دواړو خواؤ غږ کړی دی له تاؤ تریخوالي تېر شي اؤ دیو بل سره باید د ورورۍ چاره وکړي. زده کوونکي او دټولنیزو رسنیو فعال طفیل داوړ په ټویټر لیکلي بلوڅ او پښتانه باید یو بل پسې دکاڼو راپورته کولو په ځای د خپلو بې درکو کسانو،په چیک پوسټونو د ذلالت،هره ورځ دمړو پورته کولو ،ترټولو دکمې تعلیمي شرحې اؤ پخپلو قدرتي وسیلو د قابضو خلکو پرضد خپل طاقت و ازمایي. هغه وایي قایداعظم پوهنتون کې د رامنځته شوې نښتې نقصان هم دې دواړو قامونو ته شوی دی.

28.02.2023 ډیوه

سنټرل ایشیا ته د سفر نه وړاندې، د بلېنکن نه غوښتل شوي چې خطه کې دې په اصلاحاتو ټینګار وکړي

واشنګټن  - د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن دا هفته د لومړي ځل دپاره د سنټرل ایشیا (منځنۍ آسیا) دوره کوي. د صدر بایډن انتظامیه وايي، د منځنۍ اسیا په پنځو ملکونو کې چې د پخواني سوویټ یونین برخه و او اوس د روس سره پیاوړي سیاسي، اقتصادي او ټولنیز-ثقافتي تعلقات لري، امریکا د دوی د علاقائي سالمیت، آزادي او خودمختاري ملاتړ کوي. بلېنکن به قراقستان ته سفر وکړي چې د منځنۍ اسیا تر ټولو طاقتوره اقتصاد لري او زیاته امریکایي سرمایه کاري هم هلته شوې، او همدا راز ازبکستان ته به هم ولاړ شي، کوم چې د منځنۍ اسیا د ټولو نه زیاته آباتي لري. په داسې حال کې چې په اوکراین باندې د روس د پوځي یرغل د وجې، واشنګټن غواړي روس لا نور هم علېحده کړي، منځنۍ اسیا ته د بلېنکن دا دوره به یو فرصت وي چې هلته کې موجودو ریاستونو سره اتحاد جوړ او پیاوړی کړی شي. مګر د جمهوریت پلویان په واشنګټن باندې زور اچوي چې په سنټرل ایشیا ملکونو کې دې سیسټمټیک اصلاحاتو ته فروغ ورکړي. هغوی وایي، د خطې د اوږدمهاله امن او خوشحالۍ د یقیني کېدو دپاره، احتساب، آزاد خیالي، او د قانون بالادستي مهم شرطونه دي. د قزاقستان او تاجکستان دپاره د امریکا یو پخوانی سفیر ریچارډ هوګلېنډ وایي اوکراین کې د پوټین د مجرمانه جنګ په سر د سنټرل ایشیا لیډرانو د ماسکو خلاف دریځ خپل کړی او بلېنکن ګني اوس چې هلته ځي، معنا یې دا ده چې هغو مشرانو ته د امریکا د قدردانۍ نظر څرګند شي. هوګلېنډ د وي او اې سره خبرو کې وویل: «واشنګټن هېڅ داسې کوم خواهش نلري چې په سنټرل ایشیا کې د ماسکو [د اثررسوخ] ځای ونیسي. خو دا غواړي چې د سیمې مشرانو ته یادونه وکړي چې امریکا د ددوی چند-جهته خارجي پالیسي نده هېره کړې او د یو اعتماد وړ شریک په توګه به ورسره پاته وي.» د امریکا د خارجه وزارت مرستیال سېکرېټري ډانلډ لو، چې د پالیسۍ په برخه کې یو جګپوړی افیسر دی او دا هفته به د بلېنکن سره منځنۍ اسیا ته ځي، وایي چې په اوکراین کې د روس جنګ، په دغو ملکونو باندې ډېر زیات فشار راوستی دی. ښاغلي لو تېره هفته خبریالانو ته وویل: «مونږ [هلته] ګورو چې د خوراکي موادو او تېلو بیعه ګرانه شوې، بې روزګاري زیاته شوې، د مالونو په برامد کولو کې ورته ستونزې پیدا شوي، د کویډ وبا نه پس بحاله کېدل سوکه دي، او د روس نه ګڼ شمېر کې مهاجر هم ور روان دي. مونږ په دې کار کوو چې سیمه کې د خلکو مرسته وکړو.» د منځني اسیا ملکونه د افغانستان سره شریکه پوله لري، مګر هغې سیمې ته د انټني بلېنکن د سفر نه وړاندې، تر اوسه د افغانستان په اړه څه ندي ویلی شوي. د فرورۍ په ۲۸مه به ښاغلی بلېنکن د سي-فایف پلس ون (C5+1) په کنفرنس کې برخه واخلي، کوم چې یو سفارتکاري ډائیلاګ دی او اول ځل په ۲۰۱۵ کې د پنځو سنټرل ایشیا ملکونو او امریکا ترمنځ د سیمه ییزو همکاریو په مقصد جوړ شوی و. د دې نه علاوه، بلېنکن به په قزاقستان کې دوه اړخیزه ملاقاتونه هم ولري او د قرغېزستان، تاجېکستان او ترکمنستان خارجه وزیرانو سره به وګوري. د نهې/سې شنبې په ورځ به د امریکا خارجه وزیر د قزاقستان د صدر قاسم جمرات توکایف سره، او د شورو/چهارشنبې په ورځ به تاشقند کې له ازبک صدر شوکت میرضیایوف سره ملاقاتونه وکړي.

27.02.2023 ډیوه

اسرایل په وېسټ بېنک کې د امن ساتنې دپاره په سلګونو عسکر ځای په ځای کړي

ای پي وايي تشدد ته د اسرایل ردعمل د اسرایل د ښي لاس انتهاپسند مخلوط حکومت کې دننه اختلافات رابرسیره کړل، وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د امن غوښتنه وکړه خو د نېټن په حکومت کې شامل د اتحاد یو غړي په فلسطيني کلې د یهودیانو د یرغل ملاتړ وکړه او د فلسطينیانو د حملو په ضد یې د دفاع ګام وبللو

27.02.2023 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

27.02.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

27.02.2023 امریکا غږ

مسکو: د اوکراین د جګړې په اړه د چین د سولې پلان ته شرایط برابر ندي 

مسکو نن د فبرورۍ په ۲۷مه (کب ۸) د اوکراین د جګړې د سیاسي حل لپاره د چین د پلان ستاینه وکړه، خو وویل چې اوسمهال شرایط د دې لپاره مناسب نه دي.

27.02.2023 امریکا غږ

طالبان وايي شارژدافیر یې په تهران کې کار پیل کړ

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، ددغه وزارت له خوا ګومارل شوي یو دیپلومات د دوشنبې په ورځ فبروري ۲۷ (کب اتمه) په تهران کې د افغانستان په سفارت کې د شارژدافیر په توګه کار پیل کړ.

27.02.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

27.02.2023 امریکا غږ

په ترکیه کې په تازه زلزلې کې څه دپاسه ۱۰۰ تنه ټپیان شوي 

یوې نسبتاً زورورې زلزلې د فبرورۍ په ۲۷ (کب ۸) د ترکیې سویل ختیځ ولړزاوه چې په کې یو کس مړ او ۱۱۰ نور ټپیان شول.

27.02.2023 امریکا غږ

ای پي: ایراني چارواکو په تهران کې افغانستان سفارت طالبانو ته ورکړو

ای پي وايي ایراني مامورینو د اتوار، یکشنبې، په ورځ په تهران کې د افغانستان سفارتخانه طالبانو ته ورکړه. د دې نه مخکې به د افغان سفارت چارې د پخواني امریکې پلوه افغان حکومت د عملې په لاسو کې وې

27.02.2023 ډیوه

د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

27.02.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

27.02.2023 امریکا غږ

فرانسه: د فلسطیني ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی د منلو وړ ندی 

فرانسې د دوشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۷ (کب ۸) په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د میشتو اسرائیليانو برید وغنده او وویل چې "د فلسطیني ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی".

27.02.2023 امریکا غږ

جاپان له امریکا ۴۰۰ کروز توغندي پیري

د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا د دوشنبې په ورځ فبروري ۲۷ (کب ۸) وویل چې هېواد یې د چین او نورو ګواښونو په وړاندې د خپلې دفاع د پیاوړتیا دپاره له متحده ایالاتو څخه ۴۰۰ ټاماهاک کروز توغندي پیري

27.02.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more