د امریکا ګډو ځواکونو مشر ترکیه کې ناکامه پوځي کودتا غندلې

په داسې حال کې چې واشنګټن له انقرې سره د ترېنګلتیا کمولو هڅه کوي، د امریکا تر ټولو لوړپوړي پوځي چارواکي له ترکیې نه د کتنې پرمهال په دې هېواد کې ناکامه پوځي کودتا غندلې ده. د ترکیې لومړي وزیر منلې چې له کودتا وروسته ځینې تېروتنې شوي دي.

په ترکېې کې د سرتیرو د نیولو لړۍ روانه ده

تراوسه پوري د ۵۰ زرو نه زیات خلګ د خپلو وظیفو څخه برطرفه شوي دي او ۱۸ زره کسان د کودتاه په تور نیول شوي دي

هغه سمڅې چې د لرغونو انسانونو له راوزونو پرده پورته کوي

د اروپا جنوبي سمندرغاړي کې ځينې سمڅې څنګه د لرغونو انسانونو له راوزونو پرده پورته کوي. د اسپانيا له سمدرغاړي سره څېرمه د جبل طارق غره تل کې د غارونو يوه لړۍ، د يونسکو نړيوال ميراث کې شامل شوی دی.

پلازمېنه کابل کې موټر بم چاودنه

بېګا شپه افغان پلازمېنه کابل هم يوې درنې چاودنې لړزولی و. چاودنه چې د طالبانو یو بريد و، د کابل ختيځ کې د بهرنيانو پر يوه مېلمستون شوی و.

د هلمند نادعلي کې د وروستیو نښتو حال

نادعلي کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې لا هم روانې دي. له هلمنده راپورونه وايي چې ناد علي کې لا اوس هم حالت ترينګلی دی.

صرافانو اتحاديه : که غوښتنې مو ونه منل شي احتجاج ته دوام ورکوو

   د کابل شهزاده سراې د صرافانو د اتحاديی وياند حاجې عبدالرحمن زيرک اشنا راډيو ته وويل ، نن يی دغه سراې چې ميلونونو افغانۍ کارو بار پکې هره ورځ تر سره کيږي پرحکومت د احتجاج په خاطر بند کړې اوله دی امله دوئ ته په ميليونو تاوان اوښتې . ښاغلي زيرک دا هم وويل له حکومت څخه يي په وار ، وارغوښتي چې د دوئ امنيت ته دې جدی پاملرنه وکړي ، د صرافانو او پيسو تښتونکو سره دی د قانون په پلی کيدو کې له جدیت...

د کابل صرافان:ځینو غلاو کې امنیتي مسولین لاس لري

د شهزاده سرای چې په کابل کې د اسعارو د تبادلې تر ټولومهم بازار گڼل کیږي، د ناامنیو له پېښو سره په تړاو د یوی ورځی دپاره وتړل شو.

له بهرني شرکت سره د کابل ښاري نظم لپاره څلور هوکړې

د خطیب العالمي په نوم دغه شرکت به په ښار کې د ګڼې ګوڼې د کنټرول، د ملي بسونو ټرانسپورټي سیستم جوړولو، د سړکونو رغولو او د څلور لارو ډیزاین په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوي.

سروې: په ښاروالیو کې د فساد کچه لوړه ده

یوه تازه سروې چې په افغانستان کې له ۹۱۰۰ کسانو سره د مرکو پر اساس شوې ۹۱ په سلو کې خلک پدې باور دي چې په ښاروالیو کې اداري فساد ډیر دی.

هغه سړی چې له سرطان څخه روغ پاتې شو بایسکل ځغاستې کې ومړ

روبین چارد د ماشومتوب پر مهال د سرطان په هجکین لیمفوما ډول اخته و، چې اوس د لندن ۱۶۹ کیلومتره بایسکل ځغاست لوبې پر مهال مړ شو.نوموړي دغه لوبه کې د سرطان څېړنې لپاره د بسپنې راټولولو په موخه برخه اخیسته.

اصغرستانکزی:افغانستان به کرکټ کې له دې هم لوړ مقام ته ورسو

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د هالینډ د کامیاب سفر نه پس وطن ته ستنیږي

ډاکټر خان تحریک : د افغانانو سره په ناروا چلند غلي نشو پاتې کیدی

په پښتونخوا کې د ډاکټر خان تحریک په مشرۍ یوه خاموشه مظاهره وشوه چې پکې گډون کونکو سرونه ټیټ کړي وو او د پاکستاني پولیسو لخوا د افغان مهاجرو ځورول یې غندل. مظاهره کونکو په ټوټو او کاغذونو لیکلي وو "مونږ بې وسه یو". د ډاکټر خان تحریک  مشر عابد منیر امریکا غږ ته په مرکې کې وویل چې کوشش کوو په حکومت فشار راولو چې د افغانانو سره دغه ډول چلند نه کوي.  

افغانستان د پاکستان لخوا پر تورخم د دروازې جوړول وغندل

افغان حکومت د پاکستان له لوري په تورخم د دروازې جوړول د شوي تړون او د دواړو هېوادونو تر منځ د تاریخي دود خلاف کار بللی دی.

انټرپول: د لسګونو میلیونو ډالرو غلا مشکوک 'ټګان' مو نیولي

نایجریا کې هغه سړی نیول شوی، چې د نړۍ لر او بر کې یې زرګونو انټرنېټي ټګیو برګیو کې لاس درلود. دغه ۴۰ کلن سړی په مایک مشهور و او د ۴۰ کسانو شبکې مشري یې کوله، چې ټوله نړۍ کې یې د ۶۰ میلیونو ډالرو ارزښت ټګي برګي کې لاس درلود.

د ترکیې کودتا: د اردوګان نیولو هڅه کونکي پوځيان نیول شوي

ترکي چارواکي وايي له یوه پرته یې هغه ټول پوځیان نیولي، چې د تېرې میاشتې ناکامې کودتا پر مهال یې د ولسمشر رجب طیب اردوګان د نیولو هڅه یې کړې وه. ځانګړو ځواکونو مارماریس سیمه کې له دوو اونیو لټون وروسته ۱۱ پوځیان نیولي دي.