ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په زمان پارک کې مو د عمران خان 61 ورانکاري پلويان نيولي، لاهور پوليس

واشنګټن- د وايس اف امريکا د اردو څانګې د ځايي خبريال تر مخه د لاهور د پوليس چارواکو ويلي پوليس په هغه وخت کې په زمان پارک کې عمليات کړي څه وخت چې عمران خان د توشه خانه مقدمې په لړ کې د جلوس سره د اسلام اباد عدالت ته د پېښ کېدو د پاره لا د مخکې وتلی و. پوليس په کرين د عمران خان د کور دروازه ماته کړې او ننوتلي دي. عمران خان په خپله وينا کې ويلي پوليس يې د زمان پارک په کور حمله کړې چرته چې يې مېرمن بشرا بيګم يواځې پاتې ده. عمران خان ويلي دا د لندن پلان برخه ده چې يو مفرور سړی بيا اختيارمن کړي ځکه چې هغه يو سړی په يوه عهده ټاکلی. دا د کوم قانون د لاندې کيږي؟ هغه د لندن پلان په لړ کې د پخواني وزير اعظم نواز شريف نوم اخستلی چې د يوې ټاکنې په سر بيا اختيار ته راوستل کيږي خو د عهدې د ټاکنې په ترڅ کې يې د پاکستان د پوځ د مشر جنرل عاصم منير نوم نه دی اخستلی. څېړونکي ګڼي د عمران خان مطلب ترې هم دغه دی. پوليس وايي د دې عملياتو په غبرګون کې د عمران د ګوند تحريک انصاف غړو په پوليسو کاڼي ورولي خو د ګوند غړي وايي پوليسو د ډب کوتک چلولو سره سره د پي ټي ايي غړي نيولي دي. د اطلاعاتو وزيره مريم اورنګزيب وايي پوليس د عمران خان کور ته د تالاشۍ وارنټ وړی و خو په هغوی ډزې وشوې او د پنجاب نګران وزير اطلاعات عامر مير وايي دوی په زمان پارک کې لګېدلي شخصي پاټکونه ختم کړي. هغه ويلي په پوليس پيټرول بمونه هم استعمال شوي خو دوی دغه کسان نيولي دي. د اسلام اباد يو عدالت په توشه خانه مقدمه کې د عمران خان د نيولو امر لغوا کړی او د روانې مياشتې تر اخره يې ورته په عدالت کې د پېښ کېدو امر کړی.

18.03.2023 ډیوه

د اشنا د شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

18.03.2023 امریکا غږ

د پښتونخوا د اطلاعاتو وزير: د تحریک انصاف حکومت د خپل ګوند د بيانيې خپرولو دپاره 5000 کسان په تنخا ګمارلي وو

په خېبرپښتونخوا صوبه کې د نګران حکومت د اطلاعاتو وزیر ویلي، په صوبه کې د تحریک انصاف تېر حکومت 5000 کسان په تنخا ګمارلي وو چې په ټولنيزو رسنيو تحریک انصاف ته وده ورکړي او د مخالفه ګوندونو مخالفه بيانيه خوره کړي.

18.03.2023 ډیوه

هبت الله اخندزاده د بنګو کښت منع کړ 

د طالبانو یو ویاند د سې شنبې په ورځ مارچ ۱۸ (کب ۲۷) وویل چې د دې ډلې مشر په ټول افغانستان کې د بنګو (چرسو) پر کښت بندیز لګولی دی.

18.03.2023 امریکا غږ

مسکو: د اوکراین د غله جاتو تړون ۱۲۰ ورځې نه بلکې ۶۰ ورځې غځوو

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبینژیا وایي مسکو چمتو دی چې د اوکراین د غله جاتو د صادریدو تړون د ۱۲۰ ورځو پرځای یوازې ۶۰ ورځې تمدید کړي.

18.03.2023 امریکا غږ

یوه موضوع، څو زاویې

په افغانستان او نړۍ کې د تودو پيښو تحلیل او څیړنه د امریکا غږ په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې هره شنبه د امریکاغږ د سپوږمکۍ او د ډیجیټلي شبکو له لارې وګورئ.

18.03.2023 امریکا غږ

بو علی سینا

د روغتیا او طبابت د ډګر نوې پرمختیاوې، د تر ټولو عصري طبی وسایلو او د درملنې پرمختللې لارې چارې، د نامتو ډاکترانو او د روغتیا د څانګې د کارپوهانو سره مهمې مرکې، په افغانستان کې روغتیایي ستونزو ته ژوره کتنه، پر مخدره موادو د اعتیاد نه نیولې د ماشومانو تر ګوزڼ پوری روغتیايې ستونزې او د حل د لارو چارو لټون، دا ټول کولای شئ د امریکا غږ په نوې روغتیایي ځانګړې خپرونې بو علی سینا کی تعقیب کرئ.

18.03.2023 امریکا غږ

د ولسمشر شي له سفر مخکې، روس ویلي، له چین او ایران سره یې په عرب بحیره کې سمندري تمرینونه کړي

  واشنګټن – د روس د دفاع وزارت د شنبې یا خالي په ورځ ویلي، چې روس، چین او ایران په عرب بحیره کې درې ورځني سمندري تمرینونه بشپړ کړي چې په هغو کې په سمندر او هوا کې په توپونو باندې د هدفونو ویشتل هم شامل وو. د ایران له چابهار بندر سره نېږدې دغه تمرینونه په داسې وخت کې شوي چې د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین ماسکو ته د چین د ولسمشر شي جین پېنګ د یو درې ورځني سفر د کوربتوب تیاری کوي چې د ګل یا دوشنبې په ورځ پیلېږي. روس له خپلو شریکانو په ځانګړي ډول له چین سره د پوځي تمرینونو ترسره کولو ته دوام ورکړی که څه هم د تېر یو کال راهیسې یې وسلوال ځواکونه د اوکراین په جګړه کې ښکېل دي. خو روس په اوکراین کې د تېر اوړي راهیسې د جګړې په ډګر کوم ستر پرمختګ نه دی کړی. د روس د دفاع وزارت ویلي، چې د روس ګورشکوف او د چین ننجینګ جنګي سمندري بیړیو په دغو تمرینونو کې د زیارت یا پنجشنبې او جمعې په ورځ برخه اخېستې وه. ګورشکوف بیړۍ د روس د زېرکان په عصري هایپرسانېک کروز توغنديو سمبال ده چې تېره میاشت یې هم له چین او جنوبي افریقا سره په سمندري تمرینونو کې برخه اخېستې.

18.03.2023 ډیوه

ملګري ملتونه: د بودیجې د کموالي له امله څلورو میلیونو افغانانو سره خوراکي مرستې کمې شوي

د خوړو نړیوال پروګرام د جمعې په ورځ مارچ ۱۷ (کب ۲۷) په یوې اعلامیه کې ویلي د بودیجې د کموالي له امله اړ شوي چې په روانه میلادي میاشت کې له څلورو میلیونو افغانانو سره خوراکي مرستې کمي کړي.

18.03.2023 امریکا غږ

پاکستان: د روان کال 2023 د پوليو لومړۍ پېښه په بنو کې مخې ته راغلې

پاکستان کې د روان کال 2023 د پوليو لومړۍ پېښه معلومه شوې او د پوليو د مخنیوي پروګرام ويلي د خېبرپښتونخوا  په بنو کې په درې کلن ماشوم کې د پوليو وايرس انفکشن تاييد شوی او ماشوم معذوره شوی دی.

18.03.2023 ډیوه

افغانستان کې د خبریالانو ملي ورځ؛ 'رسنۍ او خبریالان د ګڼو ستونزو سره مخ دي'

د خبریالانو د ملاتړ یو شمیر ادارو افغانستان کې د کب ۲۷ د رسنیو او خبریالانود ملي ورځې پر مهال په دغه هیواد کې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په زیاتیدو اندیښنه ښودلې او ویلي دي، چې په دغه هیواد کې د هرې ورځې په تیریدو د رسنیو کار او فعالیت د خرابیدو په لور روان دی.

18.03.2023 امریکا غږ

بشري حقونه: ایران کردی سیاسي بندي اعدام کړی

د بشري حقونو ډلې وایي په ایران کې جمعه مارچ ۱۷ (کب۲۶) حکومت یو تن اعدام کړ چې فعالین یې کردی سیاسي مبارز بولي او یو ځل بیا یې پدې هیواد کې د اعدامونو د ډیروالي په هکله د خلکو سره اندیښنې پیدا کړي.

18.03.2023 امریکا غږ

عمران خان نن په اسلام اباد کې عدالت ته وړاندې کيږي

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او مخکینی وزیراعظم عمران خان نن د توشه خانې په قضيه کې په اسلام اباد کې د اډيشنل سيشن جج عدالت ته مخامخ کيږي نوموړی د فرد جرم لګولو دپاره طلب کړی شوی دی. د اسلام اباد پوليسو ويلي 144 ماده لګول شوې ده.

18.03.2023 ډیوه

طالبانو وايي په مزار شریف کې یې د داعش ګڼ شمېر وسله وال وژلي

په افغانستان کې واکمنوطالبانو دعوه کړې چې د بلخ ولايت په مرکز مزار شریف کې یې د داعش پرضد عملیات کړي او په ګڼ شمېر کې یې وژلي دي.

18.03.2023 ډیوه

پي اېس اېل: پېښور زلمي لوبډله په ماتې خوړو سره فاينل ته د رسېدو نه پاتې شوې

د پاکستان سپر ليګ اتم فاينل يا پايلوبې ته د رسېدو دپاره د پېښور زلمي او لاهور قلندر ترمنځ شوې سيالۍ کې د پېښور لوبډلې ماتې خوړلې او فاينل ته د رسېدو نه پاتې شوې ده.

18.03.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more