ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په سوډان کې جګړه روانه ده او د امریکا د سفارت په یو کاروان برید شوی

واشنګټن – یو لوړ پوړي امریکايي‌ ډپلوماټ د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، په سوډان کې د امریکا د سفارت په کاروان برید شوی، په داسې حال کې چې ده کوښښ‌ کاوه په دغه هېواد کې د دوو جګ پوړو جنرالانو ترمنځ اوربند وکړي. د اسوسېټېډ پریس خبري ادارې خبر زیاتوي، د دواړو جنرالانو ځواکونه په څلورمه ورځ هم په پلازمېنې خرطوم کې په یوه بل باندې د درنو وسلو بریدونه کوي. په خرطوم کې په کاروان برید،‌ د اروپايي ټولنې د استازي په استوګنځي برید او د ناروې د سفیر په کور باندې بریدونه څرګندوي چې جګړه نوره هم توده شوې. په پلازمېنه او نورو لویو ښارونو کې په میلیونونو سوډانیان په خپلو کورونو کې پټ شوي او په واک باندې د قبضې لپاره د دوو ځواکونو ترمنځ جګړه کې اېسار پاتې دي. تر اوسه یې هره یوه ډله ټینګار کوي چې بله به له منځه وړي.‌ د امریکا د سفارت په کاروان باندې چې ښکاره پرې د سفارت نخښه وه د ګل یا دوشنبې په ورځ برید شوی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن خبریالانو ته ویلي، لومړني راپورونه وايي، چې برید کونکي د هغې ملیشه ډلې څخه وه چې د سوډان د پوځ پرضد جګړه کوي. هغه وویل،‌ د کاروان هر کس خوندی دی. خو سپینۍ ماڼۍ ویلي، چې تر اوسه پورې له سوډان څخه د امریکا د حکومت لخوا د خپلو خلکو د وېستلو لپاره کوم پلان نه شته.‌ ملګروملتونو ویلي، په سوډان کې د شنبې یا خالي‌ په ورځ د جګړې د پیل راهیسې تر ۱۸۵ زیات کسان وژل شوي او تر ۱۸۰۰ زیات نور ژوبل شوي‌ دي خو دا نه دي‌ ویل شوي چې په دغې مرګ ژوبله کې څومره ملکيان او څومره پوځیان وو. د سوډان روغتیايي چارواکو  د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې لږ تر لږه ۱۴۴ ملکیان وژل شوي او تر ۱۴۰۰ زیات نور ژوبل شوي دي. کېدای شي د مرګ ژوبلې شمېر تر دې ډېر زیات وي ځکه په خرطوم کې د جګړو له امله په ځینو سیمو کې لا مړي نه دې راټول شوي. د بهرنیو چارو وزارت د ګل یا دوشنبې په ورځ‌ ویلي، چې بلېنکن په جلا توګه له دواړو جنرالانو، د وسلوالو ځواکونو له مشر جنرال عبدالفتاح برهان او د ار اس اېف له رهبر جنرال محمد حمدان ډاګلو سره خبرې کړي. بلېنکن خبریالانو ته وویل، "ما ډېره واضحه کړه چې زمونږ پر ډپلوماټو هر ډول برید،‌ ګواښ او خطر د منلو وړ نه دی." هغه دغه څرګندونې د اوو سترو صنعتي هېوادونو په غونډه کې چې په جاپان کې جوړه شوې کړې دي. بلېنکن همدارنګه د ۲۴ ساعتونو لپاره د یو بیړني اوربند غوښتنه کړې چې په ترڅ کې یې سولې او خبرو ته بنسټ کېښودل شي.‌ ډېګلو د نهې په ورځ په یو شمېر ټویټونو کې ویلي،‌ چې له بلېنکن سره یې تر خبرو وروسته یو ۲۴ ساعته بشري تړون تصویب کړی دی. خو پوځ په یو بیان کې ویلي، چې دوی له منځګړو سره د هېڅ ډول همغږۍ نه لا نه دي‌ خبر او نور سرتېري به له جګړې سره یوځای شي. پوځ ویلي، چې "جګړه اوس پرېکړنده پړاو ته رسېدلې،" او په راتلونکو ساعتونو کې به ار اس اېف ته "سخته ماته" ورکړي. د سیمې خلکو ویلي،‌ چې د پوځ نور ټانکونه او زغروال ګاډي د نهې یا سې شنبې وختي خرطوم ته ننوتي چې پوځي مرکزونو او جمهوري ماڼۍ خواته روان دي. دغه ډول د شپې جنګي الوتکو او د هغوی پرضد ډزو اسمان رڼا کړی وو.‌ همدارنګه جي سیون په سوډان کې روانه جګړه په کلکو ټکو غندې ده. د اوو سترو صنعتي هېوادونو ډلې یا جي سیون په سوډان کې دغه روانه جګړه په سختو ټکو غندلې او له ښکېلو غاړو څخه غوښتل شوي چې ژر تر ژره دې له هر ډول شرط پرته جګړه پای ته ورسوي.     

18.04.2023 ډیوه

منظور پشیتن: ریاست په ډالري جګړو کې بې شمېره پښتانه بچیان وژلي دي

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر ښاغلي منظور پشتین ویلي، دپاکستان ریاست د ډالري جګړو لپاره بې شمیره پښتانه بچیان ووژل. اوړمه ورځ دجنوبي وزیرستان په سرا روغه سیمه کې دماین په چاودنه کې دیو تنکي ماشوم د وژل کیدو پرضد دسیمې دخلکو لخوا دسرا روغې پوځي قلعې مخې ته احتجاجي پرلت راجوړ کړل شوی دی. دنهې په ورځ راجوړ شوي احتجاجي پرلت ته خپله وینا کې منظور پښتین دماینونو دښځولو اؤ په دې کې دماشومانو د وژل کیدو ذمه واري یې په ریاست ور اړولې ده. منظور پشتین په ټویټر لیکلي دوي(پي ټي ایم) به دخپل ولس دحقونو لپاره د ریاستي ظلم پرضد خپل مزاحمت ته دوام ورکوي. داتوار په ورځ دجنوبي وزیرستان په سرا روغه سیمه کې دماین په یوه چاودنه کې دشیرعلي په نوم یو تنکی ماشوم وژل شوی ؤ چې دهغه د وژنې پرضد دسیمې خلکو د سرا روغه پوځي قلعه مخې ته د وژل شوي ماشوم دجسد سره په احتجاجي پرلت لاس پورې کړی دی. منظور پشین وایي چې داماینونه په سیمه کې ریاستي ادارو ښخ کړي دي . دپاکستان پوځ یا سیمه ییزې انتظامیې لا په سمدستي توګه دماین په دې چاودنه اؤ دپښتون ژغورنې غورځنګ لخوا د لګول شوؤ تورونو په اړه خپل دریځ نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې پوځ ویاند په بیلابیلو موقعو ویلي چې دماین پاکۍ مسلې ته یې پام شته اؤ په دغه اړوند یې سیمه کې کاري ډلې په فعالیتونو بوختې دي. منظور پشتین لیکلي چې نن هم دماین چاودنه کې د وژل شوي تنکي ماشوم دجسد سره په سرا روغه کې دپوځي قلعه مخې ته احتجاجي پرلت دوام لري. په سرا روغه کې راجوړ شوي احتجاجي پرلت ته پخپله وینا کې دپښتون ژغورنې غورځنګ فعال عالمزیب مسید پخپله وینا کې ویلي په دې سیمه کې ریاستي ادارو ماینونه کرلي دي چې دا ماینونه اوس دپښتنو بچیان دخپل ژوند په قیمت لو کوي. عالمزیب مسید ویلي تر اوسه ګڼ شمیر ماشومان دماینونو په دې چاودنو کې وژل شوي خو ریاست هډو ددې خبرې منلو ته تیار نه دی چې ګنې دلته دماینونو ستونزه شته. هغه ویلي کله چې دسیمې خلک ماینونو کې دخپلو اولادونو د وژلو ژړا کوي نو واکمنان د هغوئ دې فریاد ته د پروپیګنډې نوم ورکوي. دماین چاودنه کې دماشوم وژل کیدو دا تازه پېښه د اتوار په ماښام د سراروغه تحصیل په جنته ویشتني سیمه رامنځته شوې وه. د مارچ په میاشت کې په بره جنوبي وزیرستان کې د ځمکني ماین چاودنې شوې دي. وروستۍ چاودنه د مارچ په 25مه سراروغه سیمه کې شوې وه چې پکې یوه ماشوم ژوبل شوی و. د روانې اپرېل میاشتې په لومړۍ نېټه د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې يوه ماين چاودنه شوې چې پکې دوه کم عمره هلکان ژوبل شوي وو. پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن په پخوانۍ فاټا کې د ماينونو په پېښو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده چې بېګناه خلک پکې وژل کيږي او تازه پکې په وزيرستان کې يو تنکی هلک وژل شوی دی د بشري حقونو کمېشن تېره ورځ خپل یو بیان کې د چارواکو نه غوښتنه کړې چې دغه ماينونه دې په سمدستي توګه پاک کړی شي. د پي ټي اېم د شمېرو تر مخه د ځمکني ماین چاودنو تر ټولو زیاتې پېښې په وزیرستان کې شوي چې پکې د علاقې 400 کسان د ماين چاودنو ښکار شوي دي په دغه شمېرو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي. په حکومتي کچه دا شمېرې نه دي تايید شوي خو انتظامیه وایي په ځمکني ماین چاودنو کې د وژل شوو او ژوبل شوو کسانو ته د مرستو لړۍ پېل کړی شوې ده. د پاکستان د پوځ مخکني ویاند مېجر جنرل بابر افتخار تېر کال ویلي وو، په قبايلي ضلعو کې د ماينونو پاکولو دپاره 95 ټيمونه په ځای کړی شوي دي او د ماينونو پاکولو په وخت امنیتي سرتیري وژل شوي او ژوبل شوي هم دي.

18.04.2023 ډیوه

د جي۷ هېوادونو استازو پر افغان نجونو او مېرمنو د محدوديت سم‌لاسي ليرې کېدو غوښتنه کړې

پر افغان نجونو او مېرمنو پرله‌پسې بنديزونو ته د جي ۷ هېوادونو د استازو غبرګون. ثریا یوه له هغو ښځو څخه ده چې، پخوا یې په یوه نادولتي موسسه کې کار کاوه. نوموړې چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي او اوس وزګاره ده ازادي راډیو ته وویل، پخوا به يې د کورنۍ د لګښت يوه برخه پوره کوله، خو د طالبانو حکومت ترې دا فرصت واخیستو. نوموړې وايي: "په ادارو کې د ښځو د کار کولو د منع فرمان په ما له اقتصادي او رواني پلوه ډېر فشار راوړی دی. ښه لاره دا ده چې پر طالبانو ډېر فشار واچول شي. چې نرمي ښکاره کړي." د کابل ولايت اوسېدونکې دلارام چې له زده‌کړو بې برخې شوې وايي، پر زده‌کړو بنديز د ښځو ژوند بدل کړى دى. هغه زیاتوي، پر ښځو او نجونو د زده‌کړو محدودیت په کم‌ عمر د نجونو د جبري ودونو شمېر زیات کړی او په خبره یې دا د اندېښنې وړ خبره ده. نوموړې وايي: "د ښځو پر زده‌کړو بندیز د کم عمره ودونو د زیاتوالي لامل شوی، دا د اندېښنې وړ مسله ده. کورنۍ خپلې لوڼې د طالبانو له وېرې او د اړتیا له مخې په نکاح کوي. له هر لوري په ښځو کاڼې وریږي." د دغو محدویتونو د غبرګون په دوام د نړۍ اوو صنعتي هېوادونو (G7) د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت، د ترهګرۍ د شتون او د بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښکاره کړې. په جاپان کې له درې ورځنۍ غونډې وروسته چې د سه‌شنبې په ورځ پای ته ورسېده، د G7 ډلې غړو یوه اعلامیه خپره کړه چې په‌کې د طالبانو د "نه منلو وړ" پرېکړو د سم‌دستي لغوه کولو غوښتنه یې کړې. د دې ډلې په اعلامیه کې راغلي چې، د طالبانو دغه پرېکړې بشري حقونه او اساسي ازادي محدودوي. د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې د G7 اعلامیې په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې. د ښځو د حقونو فعاله وږمه سادات وايي، د ملګرو ملتونو د بېلابېلو هېوادونو غبرګونونه او د غونډو جوړېدل د افغان مېرمنو په برخلیک هيڅ اغېز نه‌لري. اغلې وږمه وايي: "یوه حل‌لاره د نړۍ د اسلامي هېوادونو ترمنځ خبرې اترې دي، چې باید هلته پرې بحث وشي، د ښځو په اړه فرمانونه او تګ‌لارې له اسلامي احکامو سره سمون نه‌لري." له هغه وخته چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلي په دغه هېواد کې ښځې او نجونې له ډېرو محدودیتونو سره مخامخ شوي. په ټولو غیر دولتي او ډېری دولتي ادارو کې له کاره د ښځو منع کول، له پوهنتونونو او له شپږم ټولکي پورته د نجونو پر زده‌کړو محدودیت، په ليرې لارو کې له محرم پرته د دوی په سفر بندیز هغه مهم بنديزونه دي چې طالبانو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګولي دي. د نورو بندیزونو تر څنګ، د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې هم د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

18.04.2023 ازادي راډیو

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې هره ورځ ۱۶۷ نوي زیږیدلي ماشومان مري

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې هره ورځ په اوسط ډول ۱۶۷ نوي زیږیدلي ماشومان مري، خو د طالبانو د حکومت روغتیايي چارواکو دغه احصایه رد کړې او هغه یې «بې اساسه» بللي ده.

18.04.2023 امریکا غږ

سېنټ کام: په يورپ او منځني ختیځ کې داعش د حملو مشر منصوبه ساز وژل شوی

د سږ کال په شروع کې متحده قومونو سره شریک کړی شوو استخباراتي معلوماتو کې وېل شوي چې په شام او عراق کې د داعش ۲۵۰۰ وسله وال پاتې دي د دې په مقابل کې په سیمه کې په یو وخت کې د داعش په لسګونو زرګونه مسلح غړي موجود وو او د خلافت اعلان يې کړی و

18.04.2023 ډیوه

پوتین له دوو اوکرایني سیمو څخه لیدنه کړې

واشنګټن – روس د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د اوکراین د خېرسان او لوهانڅک له سیمو څخه لیدنه کړې او له پوځي قومندانانو څخه یې راپورونه ترلاسه کړي. د کرملن لخوا په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې پوتین قومندانانو ته وايي، د ده سفر د دې لپاره مهم دی چې له هغوی څخه واوري او معلومات تبادله کړي. د اوکراین په ختیځ کې د خېرسان او په لویدیځ کې د لوهانڅک هغه سیمې دي چې پوتین په سپټمبر کې له روس سره یوځای کړې وې خو د ملګروملتونو په عمومي اسامبلۍ کې دا ګام په پراخه توګه رد شوی و. د اوکراین د ولسمشر سلاکار میخایلو پودولېک د پوتین د سفر په اړه د نهې یا سې شنبې په ورځ په ټویټ کې لیکلي، د روس رهبر "له اشغال شویو او ویجاړو شویو سیمو څخه لیدنه کوي چې د خپلو کسانو لخوا ترسره شوي جرمونه د وروستي ځل لپاره وویني." همدارنګه د اوو سترو صنعتي هېوادونو یا جي سیون د بهرنیو چارو وزیرانو په یوې ګډې اعلامیې کې په اوکراین باندې د روس اشغال "له نړیوال قانون څخه یوه جدي سرغړونه" بللې او له روس څخه یې غوښتي چې له هر ډول شرط پرته ژر تر ژره خپل ځواکونه وباسي. جي سيون وزیرانو همدارنګه ژمنه وکړه چې د روس پانګې به په خپلو خپلو هېوادونو کې تر هغو کنګل کړي تر څو چې د اوکراین له ځمکنۍ بشپړتیا څخه د تیري د ستونزې حل پیدا شي. بل پلو د امریکا لوی څارنوال مېرېک ګارلېنډ د اوکراین له لوی څارنوال سره لیدلي او په دې یې خبرې کړي چې د اوکراین په جګړه کې په جنګي جرمونو کې ښکېلو کسانو ته باید سزا ورکړل شي. اخوا عراق د اوکراین او روس ترمنځ د خبرو لپاره وړاندیز کړی چې د جګړې خاتمې ته یوه لاره ومومي، خو د اوکراین لوړ پوړي ډپلوماټ دغه وړاندیز رد کړی دی. په یو بل خبر کې راغلي،‌چې د کرملن یو وتلی انتقاد کونکی ویلادیمیر کارا مورزا له دې امله په ۲۵ کاله بند باندې محکوم شوی چې په اوکراین باندې یې د روس جګړه غندلې وه. لاوروف په برازیل کې: د روس د بهرنیو چار وزیر سرګې لاوروف د ګل په ورځ وویل، چې ماسکو غواړي د اوکراین شخړه څومره ژر چې وي پای ته ورسوي.‌ لاوروف د برازیل د بهرنیو چارو وزیر ماورو ویریا سره په لیدنه کې له هغه مننه وکړه چې "د اوکراین د حالت په اړه پوهېږي." او وویل،‌ چې روس لیواله دی دغه شخړه څومره ژر چې ممکن وي پای ته ورسېږي. روس تل ویلي، چې د اوکراین په اړه هر ډول د سولې مذاکرات باید د سیمې د حقیقتونو پر بنسټ وي چې په هغو کې له ځآن سره د اوکراین د څلورو سیمو یوځای کېدل هم راځي.‌ روس وايي، دوی مجبوره شول چې په اوکراین کې مداخله وکړي تر څو د روسي ژبو خلکو دفاع وکړي او د لویدیځ‌ د دې کار مخنیوی وکړي چې له اوکراین څخه د روس د امنیت د ګواښولو لپاره کار واخلي.‌ کیېف او لویدیځ دا بې بنسټه ادعاوې بولي او وايي، په جګړه کې جنګي جرمونه ترسره شوي. بل پلو وایټ‌ هاوس په برازیل باندې له دې امله نیوکه کړې چې له لاوروف سره یې شخصي لیدلي خو له اوکرایني چارواکو سره ټیلیفوني خبرې کوي. د امریکا د ملي امنیت ویاند جان کربي وویل، چې برازیل د اوکراین په اړه د روس او چین پروګانډه خپروي، پرته له دې چې حقیقتونو ته وګوري. د برازیل د بهرنیو چارو وزیر د کربې نیوکو ته په ځواب کې ویلي،‌" زه نه پوهېږم چې ولې او څنګه هغه دې پایلې ته رسېدلی خو زه ورسره موافق نه یم." د دې راپور ځینې برخې د اسوسېټېډ پریس، فرانس پریس او رویټرز خبري ادارو څخه اخېستل شوې.

18.04.2023 ډیوه

د انتخاباتو په سر جنجال، د پاکستان د استخباراتي ادارو مشرانو د سپریم کورټ چیف جسټس سره لیدلي

دپاکستان پنجاب اؤ خېبر پښتونخوا صوبه کې دانتخاباتو پسر د راپورته شوؤ عدالتي جنجالونو په ترڅ کې د هیواد د دوؤ امنیتي ادارو مشرانو دسپریم کورټ دچیف جسټس ښاغلي عمر عظاء بندیال سره یوه مهمه لیدنه کړې ده. ددې لیدنې جذیات که هرڅو لا په رسمي ډول مخې ته نه دي راغلي خو په ټولینزو رسنیو ځېنو فعالینو داسې انګیرنه کړې ده چې ګنې داستخباراتي ادارو مشران دسپریم کورټ دمشر قاضي پوهولو له ورغلي دي چې دعدالتي حکم په اساس په 14مئ پنجاب صوبه کې انتخاباتو ته حالات برابر نه دي پاکستاني رسنۍ وایي دا اوږده لیدنه دچیف جسټس په چیمبر کې ترسره شوې ده چې پکې د امنیتي ادارو مشرانو دسپریم کورټ مشر قاضي ته هیواد کې دامنیت دموجوده وضعې په اړه احوال ورکړی دی. وتلي پاکستاني خبریال کامران خان په ټویټر لیکلي هغه ته نه دي یاد چې تر دې وړاندې کله دومره مهمو پوځي مشرانو په ګډ ډول دسپریم کورټ دمشر جج سره په یوه موضوع لیدنه کړې وي. کامران خان وایي دچیف جسټس سره دې لیدنه کې داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي مشر اؤ دپوځي استخباراتي ادارې ایم ایي  مشر شامل وؤ. دا په داسې حال کې ده چې دسپریم کورټ دچیف جسټس په مشرۍ درې کسیزه بینچ دپاکستان تر ټولو لویه صوبه پنجاب کې په 14مئ دانتخاباتو کولو امر کړی اؤ حکومت ته یې دغو انتخاباتو لپاره دپیسو اؤ امنیت ورکولو وینا کړې ده. دپاکستان مرکزي حکومت صوبو اؤ مرکز کې په یو ځائ دانتخاباتو غوښتنه لري اؤ یوازې پنجاب صوبه کې یې دانتخاباتو په اړه عدالتي پرېکړه رد کړې ده. پاکستاني رسنۍ وایي دسپریم کورټ دمشر قاضي سره دامنیتي ادارو دمشرانو دلیدنې په مهال دبینچ دوه نور ججان جسټس اعجاز الحسن اؤ جسټس منیب اختر هم موجود وؤ. رسنۍ وایي په دې لیدنه کې دهیواد په موجوده امنیتي وضعیت. دترهګرۍ پرضد په جګړه،انتخاباتو کې دامنیتي ځواکونو دخدماتو اؤ نورو مهمو چارو په اړوند خبرې اترې شوې دي . خبریال کامران یوسف په ټویټر لیکلي په شاهراه دستور دپاکستان تر ټولو ستر عدالت کې دشوې دې لیدنې نتیجه چې هر څه را اوځي تر نه ماښامه به یې اندازه ولګي خو که نتیجه یې دتحریک انصاف دهیلو برعکس مخې ته راغله نو انصافیانو دچیف جسټس اؤ دهغه د همخیاله ججانو پرضد ټرینډ له مخکې چمتو کړی دی سپریم کورټ په  14مئ پنجاب کې دانتخاباتو په اړه خپل حکم کې ویلي دي چې دایین له مخې په 90 ورځو کې انتخابات ضروري دي خو دکورنیو چارو مرکزي وزیر رانا ثناء الله ویلي وؤ چې په هیڅ حال په  14مئ انتخابات نه شي کیدلی. حکومت دریځ لري چې دا وخت امنیتي ځواکونه په بیلابیلو عملیاتو کې بوخت دي اؤ په  14مئ انتخاباتو لپاره خپل خدمات نه شي ورکولی اؤ نه هم په دغه نیټه انتخاباتو لپاره 21 اربه روپۍ له وړاندې څخه اېښودل شوي دي. خو حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف د حکومت دا دریځ دانتخاباتو ځنډولو یوه بهانه ګرځوي اؤ وایي چې له دې لارې حکومت غواړي انتخاباتو نه تېښته وکړي. پنجاب کې دانتخاباتو دقضیې په سر دسپریم کورټ دججانو ترمنځ هم اختلافات مخې ته راغلي دي اؤ تېره اوونۍ دپاکستان قامي اسمبلۍ دسپریم کورټ دفیصلې په ضد قرارداد هم په ګډ ډول منظور کړی ؤ.

18.04.2023 ډیوه

عبداللهیان: هلمند سیند کې د ایران د اوبو له حق څخه به سترګې پټې نکړو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان، وايي، چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزات د سرپرست مولوي امیرخان متقي سره یې د سمرقند د غونډې په څنډو کې د هلمند د سیند په اوبو کې د ایران د حق په سر په تفصیل خبرې کړې پرې یې ټینګار کړی دی.

18.04.2023 امریکا غږ

خېبر: تورخم کې غر راښویېدلی او افغانستان ته مال وړونکي ګڼ شمېر ګاډي د ملبې لاندې راغلي

د خېبرپښتونخوا صوبې په خېبرضلع کې د تورخم پولې ته نزدې غر راښوېدلی چې له امله یې افغانستان ته مالونه وړونکي ګڼ ګاډي/ ټرکونه د ملبې لاندې راغلي دي، د ژغورنې اداره او چارواکي وايي، د ملبې څخه تراوسه پورې اته کسان راويستل شوي چې ژوبل وو او د نورو مرګ ژوبلو ويره یې څرګنده کړې ده.

18.04.2023 ډیوه

سوریه کې د ایران پلوو ملیشو په برید کې ۲۳ امریکایي سرتیرو ذهني ټکانونه خوړلی

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وایي په هغو بریدونو کې ۲۳ امریکایي نظامیانو ذهني ټکانونه خوړلي چې په سوریه کې د ایران له ملاتړه برخمنو ملیشو تیره میاشت په نظامي اډو کړي.

18.04.2023 امریکا غږ

ټام ویسټ ترکیه کې د پخوانیو افغان رهبرانو او مدنې ټولنې غړیو سره کتلي

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټام ویسټ په ترکیه کې د یو شمیر پخوانیو افغان سیاستوالو او مدني ټولنې د غړیو سره کتلي دي.

18.04.2023 امریکا غږ

په نیویارک کې د چین د غیرقانوني پولیس تهاڼې د قضیې په اړه دوه تنان ګرفتاره کړی شول

واشنګټن  - د امریکا د عدلیې وزارت وایي، د چین د هغو کوښښونو په تعلق سره چې په امریکا او د نړۍ په نورو برخو کې د خپل حکومت مخالف کسان په نښه کوي، دوه د نیویارک اوسېدونکي یې ګرفتاره کړي او په څلور څلوېښت (۴۴) چینایي امنیتي افسرانو یې الزامونه لګولي دي. امریکا کې د قانون د تنفیذ چارواکو دا اعلان د ګل/دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د یو مطبوعاتي کنفرنس په ترڅ کې وکړ. هغو په دې کنفرنس کې د درې جدا جدا پېښو په اړه چې "د ملکونو دباندې جبر" قضیې وې، لګول شوي الزامونه اعلان کړل. په اوله قضیه کې، هري لو ژیان وانګ او چن جن پنګ – دواړه د نیویارک ښار اوسېدونکي – په دې تورن شوي چې د نیویارک په لوور منهاتن سیمه کې یې د چین د عوامي امنیت وزارت دپاره چې د چین قامي پولیس دي، یوه غیرقانوني خفیه پولیس تهاڼه جوړه کړې وه. دغه دوه تنان د ګل/دوشنبې ورځې په سهار ګرفتاره کړی شول او ټاکل شوې وه چې د نیویارک په وخت د همدې ورځې په ماسپښین عدالت ته د ابتدایي سماعت لپاره پېش کړی شي. د غیرقانوني پولیس تهاڼې د موجودیت قضیه تېر کال رابرسېره شوه، او د امریکا د تحقیقاتو قامي ادارې (اېف بي آی) مشر کرېسټفر رې ژمنه وکړه چې دغه غیرقانوني فعالیت به ختم کړي. یاده غیرقانوني پولیس تهاڼه، د چین د هغو څه باندې سل (۱۰۰) مرکزونو څخه یو و چې د دعوو ترمخه، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي. چارواکي وایي د چین پورې اړوند غیرقانوني پولیس تهاڼه، کوم چې ویل کیږي د نیویارک په چاینا ټاون کې یې په یوه دفتري ودانۍ کې فعالیت کولو، د ۲۰۲۲ کال په مني موسم کې کله چې د دغې تهاڼې چلوونکي خبر شول چې اېف بي آی یې په لټه کې دي، وتړلې شوه. په دوه نورو جرمي قضیو کې، په څلور څلوېښت (۴۴) تنانو باندې تورونه ولګول شول چې ګني په نیویارک او د امریکا په نورو سیمو کې د چینایي شهریانو د آزار کولو په خاطر، د چین قامي پولیسو د کاروایانو په لړ کې یې مختلف جرمونه کړي دي. د امریکا د عدلیې وزارت وویل، په تورنو کسانو کې څلوېښت تنه یې د چین د عوامي امنیت (قامي پولیسو) افېسران او دوه یې د چین د ساېبرسپېس ادارې مامورین دي. د الزام لګولو د دستاوېزاتو ترمخه، دغو ملزمو کسانو د جعلي سوشل مېډیا کاتو نه هغه چینایي وګړي "آزار کول او يرول" کوم چې د چین حکومت خلاف دي او د چین نه بهر اوسیږي. د دې نه علاوه، په دغو کسانو الزام لګېدلی چې د امریکا د ټېکنالوجۍ په یو پلېټفارم یې د چین حکومت د ناراضه تنانو د اظهار رای آزادي تروړلې ده. ټول دغه څه باندې څلوېښت ملزمین چې ورباندې تورونه لګولی شوي دي، تر اوسه ګرفتاره کړی شوي ندي.

18.04.2023 ډیوه

ملاله یوسفزۍ یو نوی کتاب لیکي او وایي دا به یې "تر ټولو ډېره ذاتي" قصه وي

واشنګټن (اې پي)   - د اټریا بوکس په نوم د کتاب چاپولو یوې کمپنۍ د ګل/دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د نوبل جایزې ګټونکې او د جېنکو د تعلیم پېژندل شوې فعاله ملاله یوسفزۍ پخپل یو نوي یادداشت کتاب کار کوي. تر اوسه د دې کتاب عنوان معلوم ندی او دا هم نده ښکاره چې دا کتاب به څه وخت بازار ته راووځي. ملالې یوسفزې تر دې وړاندې هم کتابونه لیکلي چې یو یې ډېر مشهوره دی او په میلینونه ټوکه خرڅ شوی چې د دې کتاب نوم یې دی: «زه ملاله یم: د هغې نجلۍ قېصه چې د تعلیم دپاره اودرېده او طالبانو ووېشته». دا کتاب په کال 2013 کې چاپ شو، او د هغه نه یو کال پس، ملاله یوسفزۍ ته چې اوولس کلنه وه، د امن د نوبل جایزه ورکړی شوه. د هغه وخت نه پس، ملاله یوسفزۍ پوهنتون ته ولاړه، د آکسفورډ یونیورسېټۍ نه فارغه شوه او د پاکستان د کرکټ بورډ له یو منېجر عصر ملک سره یې واده وکړ. ملاله یوسفزۍ یوه پروډکشن کمپنۍ هم جوړه کړه چې اېکسټراکورېکولر نومیږي او د اپل ټي وي پلس سره په یو لړ فلمي او ټي وي پراجکټونو کار کوي. ملالې یوسفزۍ پخپل ټوېټر باندې د دې خبر په تصدیق کولو سره ویلي دي چې ډېره خوشحاله ده چې د خپل نوي کتاب د لیکلو اعلان کوي.  آټریا کتاب کمپنۍ پخپل جاري کړی شوي بیان کې د پنځه وېشت (۲۵) کلنې ملاله یوسفزۍ د قوله ویلي: "زما د ژوند په دې وروستو څو کلونو کې غیرمعمولي تبدیلات او ټول هغه تکلیفونه او خوشحالۍ چې د ترقۍ سره مل دي، راغلي دي." د بیان تر مخه، ملالې د خپل دې تازه کتاب په اړه چې تر اوسه يې کوم نوم ورته ندی غوره کړی، ویلي: "دا تر اوسه زما تر ټولو زیات ذاتي کتاب دی، او هیله منده یم چې لوستونکي به زما په قېصه کې قدرداني، دوباره یقین ورکول، او بصیرت پیدا کړي." آټریا کمپنۍ د ملالې دغه نوی کتاب "د بیا رغېدو او د پېژندګلو د لټون یوه حیرانوونکې قېصه، د عوامو د توجو ترمخه د ځوانېدو د دوران صافې خبرې، او د هغې د نن ورځې ذاتي ژوند ته یوه نږدې کتنه" بللې ده.

17.04.2023 ډیوه

ملګري ملتونه: د سودان په جګړه کې لږترلږه ۱۸۰ کسان وژل شوي

په سودان کې د پوځ او یوې ملیشه ډلې ترمنځ د واک په سر جګړه د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۷ (وري ۲۸) د درېیمې پرله پسې ورځې دپاره دوام درلود چې له امله یې د ملګرو ملتونو د چارواکو په خبره، لږترلږه ۱۸۰ کسان وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان دي.

17.04.2023 امریکا غږ

سلواکیا له روسیې سره د جګړې لپاره اوکراین ته ۹ نورې الوتکې ورکړې 

د سلواکیا د دفاع وزارت نن دوشنبه اپریل ۱۷ (وري۲۸) اعلان وکړ چې اوکراین ته یې نهه نورې جټ الوتکې هم وسپارلې. 

17.04.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more