د افغانستان او د پاکستان تاجران وايي دواړه ملکونه دې د دوه اړخیزه تجارت په اړه فېصلې عملي کړي
د مارچ په ۲۸مه پاکستان او د طالبانو حکومت د ټرانزټ او دوه اړخیز تجارت په اړه په کابل کې دوه ورځنۍ غوندې وروسته تړون لاسلیک کړئ وو او صلاح شوي وو چې د تجارت په لاره کې خنډونه به لرې کوي
د ځیرکو وسایلو سره د ماشومانو تماس – ولې باید اندیښمن اوسو؟
د دوو لسیزو په پرتله اوس د دوو کلونو لاندې عمر لرونکي ماشومان خپل زیات وخت د تلویزیون او کمپیوتري وسایلو لکه مبایل، ایپد او تابلیټ په لیدلو تیروي.
د ایران ولسمشر د اړیکو رغولو لپاره پاکستان ته تللی - اشنا
اسلام اباد ته د رئیسي سفر او د ایران او پاکستان اړیکې، په منځني ختیځ کې وضعیت او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
افغانستان کې د چاپیریال وضعیت او اقتصادي ننګونې - اتصال
د اتصال په خپرونه کې، د ځمکې د نړیوالې ورځې په مناسبت، په افغانستان کې د چاپیریال پر وضعیت او اقتصادي بحران خبرې شوي دي.
دا زما حق دی
دا زما حق دی
امریکا او فلیپین ګډ پوځي تمرینات پیل کړل
په زرګونو امریکايي او فلیپیني پوځیانو د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۲ (غوايي درېمه) په فلیپین کې ګډ پوځي تمرینات په داسې حال کې پیل کړل چې په سیمه کې د چین زیاتیدونکي فشار د جګړې رامنځته کېدو وېره زیاته کړې ده.
د هند د انتخاباتو په اړه د فلمي اداکارارانو جعلي وډیوګانو په ووټونو کې د مداخلت په اړه تشویش راپارولی
د هند په انتخابي کېمپين کې کور په کور د ووټونو غوښتلو ترڅنګ امیدواران د ۲۰۱۹ راهسې د وټس اېپ او د فېس بک دلارې هم ووټونو غواړي لیکن موجوده انتخابات چې ښکاري مودي به يې وګټي په وړمبي ځل په کې ای ایي استعمالېږي
د اسرائیل د پوځي استخباراتو رئیس استعفا وکړه
د اسرائیل پوځ د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۲ (غوايي درېمه) اعلان وکړ چې د استخباراتو رئیس یې د اکتوبر د اوومې نیټې د حماس د برید په تړاو له خپلې دندې استعفا کړې ده.
ملګرو ملتونو طالبانو له بند څخه د بشري حقونو د یو افغان فعال د خوشې کیدو غوښتنه کړې
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا یو شمیر کارپوهانو د طالبانو له زندان څخه د بشري حقونو د یو افغان فعال احمد فهیم عظیمي د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.
د ایران ولسمشر د اړیکو رغولو لپاره پاکستان ته تللی
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۲ (غوايي درېمه) په اسلام اباد کې د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره وکتل او د دې کال په پیل کې د یو او بل پر خاوره له بریدونو وروسته یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو رغولو په اړه خبرې وکړې.
ډبلیو اف پي: افغانستان کې د بودیجې له کمښت سره مخ یو
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د افغانستان د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي چې ددغه هیواد ناسم اقتصادي وضعیت اود خوړو نه د خونديتوب د لوړې کچې شتون ته په کتنې د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې د کمښت سره مخ دی.