د تخار درقد کې د دولتي سرتېرو وضعیت په اړه ضد او نقیض رپوټونه

د افغانستان شمال کې دامو سیند درقد ټاپو کې د محلي پولیسو قومندان ویلي، له درېیو ورځو راهیسې هلته له ۳۰۰ ډېر امنیتي سرتېري طالبانو کلابند کړي. خو د تخار والي دفتر وایي، هلته سرتېري په وسلو سمبال دي او هغوی ته نژدې د طالبانو شتون د کلابندۍ په معنا نه ده.

'د مالیزیا په تېلو بار بېړۍ وتښتول شوه'

د مالیزیا سمندري چارواکي وايي، یوه مالیزیایي بېړۍ چې ۹۰۰ زره لیټره تېل یې لېږدول، تر تښتول کېدو وروسته د اندونیزیا اوبو ته وړل شوې. په بېړۍ کې د نژدې۴۰۰ زره ډالرو په ارزښت تېل بار دي. تراوسه د تښتوونکو هویت نه دی څرګند شوی.

لویزیانا کې سېلابونه؛ ۸ کسان مړه او ۴۰ زره کورونه زیانمن شوي

په داسې حال کې چې د امریکا لویزیانا ایالت په سیل ځپلو سیمو کې د نورو اورښتونو اټکل کېږي، ددې سیمې اوسېدونکي په تدریجي ډول خپلو مېنو ته ستنېږي. ددغه ایالت والي ویلي، په سېلابونو کې د وژل شویو شمېره اتو کسانو ته رسېدلې او د ژغورنې عملیات روان دي.

ولسمشر او اجرائیه رئیس نن دوه په دوه لیدنه کوي

پر ولسمشر غني د اجرائیه رئیس عبدالله له نیوکو وروسته ټاکل شوې چې نن دواړه مشران په ارګ کې دوه په دوه سره وویني او د اختلافاتو د لرې کولو پر سر خبرې وکړي.

نیویارک ټایمز: له طالبانو جلا شوې ډلې ځانته نوی مشر ټاکلی

نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپل یوه رپوټ کې لیکلي، له طالبانو د يوې جلا شوې ډلې غړو ځانته نوى مشر ټاکلى. د ورځپاڼې په وينا تېره دوشنبه د افغانستان په سوېلي زابل ولايت کې ملا امداد الله چې د ملامنصور داد الله وراره دى، د "محاذ دادالله" د ډلې نوى مشر غوره شو.

د اولمپيک ۱۱ ورځ: د بریتانیا لورا تروت د سرو زرو ۲ مډاله وګټل

د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو پر ۱۱ ورځ بریتانیايي بایسکل ځغلوونکي جیسون کیني د بایسکل ځغلونې سیالۍ کې د سرو زرو مډال ګټلی. د مېرمنو بایسکل ځغلونې لوبه کې هم بریتانیایۍ لورا تروت د سرو زرو مډال ګټلی دی.

هنډرسن: د افغان پوځي الوتکو لپاره به کافي پيلوټان وروزو

په افغانستان کې د امریکا د هوايي ځواکونو د روزونکي ماموریت مشر وايي، د افغانستان د پوځي الوتکو لپاره به کافي شمېر پيلوټان او تخنیکي کارکوونکي وروزي. تروی هنډرسن پرون سې شنبې وویل، د الوتکو او نورو تخنیکي وسایلو اخېستل اسان کار دی خو ستره ستونزه د پیلوټانو پیداکول او د انساني "ځواک" روزنه ده. د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري تایید کړه چې د پیلوټانو او تخنیکي کارکوونکو روزن...

کلنټن ډیر چانس لري چې ټرمپ ته ماتې ورکړي

کارپوهان وایي د دیموکرات ګوند کاندیده هیلري کلنټن اتیا په سلو کې چانس لري چې د جمهوري غوښتونکو کاندید ډانلډ ټرمپ ته ماتې ورکړي.

د نیویارک د امام د قتل په تور مشکوک کس نیول شوی

د نیویارک په ښار کې پولیسو یو تن نیولی او دا تور پرې دی چې د شنبې په ورځ یې د جومات یو امام او د هغه ملګري وژلي دي.

توندلاری بریتانوی ملا 'داعش' لپاره پر ملاتړ جلبولو تورن شوی

یوې بریتانوۍ محکمې د دغه هېواد یو سخت دریځی روحاني کس انجم چودري له دې کبله پړ بللی، چې وايي 'اسلامي دولت' نومي ډلې لپاره یې ملاتړ تر لاسه کاوه. کېدای شي چودري او د ده ملګري ته د لس کلن زندان سزا ورکړل شي.

ايران کې د افغان کډوالو کړاو

له ایران نه د افغانستان هرات ولایت ته ستانه شوي کډوال شکايت کوي چې کوربه هېواد ښه چلند نه ورسره کاوه.

ياسمين:په نړيوال ډگرکې د افغانستان بيرغ اوچتول مې لويه هيله ده

١٩ کلنی ياسمين حسن د لمړي ځل لپاره په افغانستان کې د غره ختونکو نجونو د ملي ټيم غړيتوب تر لاسه کړې .    دا لمړی ځل دی چې په افغانستان کې د غره ختونکو نجونو ډله جوړيږي او اوه تنه يی د ملي ټيم غړيتوب ترلاسه کوي .    ياسمين حسن اشنا راډيو سره په خبرو کې وويل ، ارمان يي وو چې د نورو ورزشونو تر څنگ د غره ختونکو نجونو يوه ډله هم په افغانستان کې جوړه شي چې اوس خپلې هيلې ته رسيدلی ده .   نو...

پر سیاسي او ټولنیز ډګر د ترکیې ناکامې کودتا اغېزې

د بي بي سي خبریال مارک لوون په تېرو څو اونیو کې په ترکیه کې بدلونونو ته کتنه کړې او لیکي، یوه میاشت مخکې د ترکیې په پلازمېنه انقرې کې پوځیانو د جهنم په څیر یوه صحنه جوړه کړه.

حکمتیار: موافقه "د افغانستان له اسلامي جمهوریت" سره کوو

د څو اونیو د ځنډ نه وروسته د گلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د مذاکراتو هیئت یو ځل بیا کابل ته تللی او د حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار وایي چې د سولې پر مادو باندې موافقه شوې ده او ډېر ژر به لاسلیک شي. د حزب اسلامي سره د افغانستان د حکومت د سولې خبرې اترې شپږ میاشتې وړاندې پیل شوې وې او یو ځل داسي اعلان وشو چې د پنځویشتو مادو پر مسوده باندې هوکړه شوې ده. حبیب الرحمان حکمتیار وایي چې ...

پولنډ: د نازیانو له 'سرو زرو ډک' ریل ګاډي لټون پیل شوی

د خزانې لټونکونکو سویل لوېدیځ پولنډ په هغه سیمه کې کېندنې پیل کړې، چې دوی فکر کوي د نازي جرمني په غلا شویو وسلو او ګاڼو بار اورګاډی په کې خښ دی.