ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پاکستان ته د روسیې څخه د ارزانه خامو تیلو لومړنی بار ورسید

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف یکشنبه جون ۱۱ (غبرګولي۲۱) وویل چې د روسیې څخه په ارزانه تیلو بار لومړنۍ کښتۍ د کراچۍ بندر ته ورسیده.

12.06.2023 امریکا غږ

این حق من است (تکرار)

این حق من است (تکرار)

11.06.2023 ازادي راډیو

دا زما حق دی (تکرار)

دا زما حق دی (تکرار)

11.06.2023 ازادي راډیو

د واګنر ډلې مشر د روسیې په پوځ کې د خپلو جنګیالیو د شمولیت خبر رد کړ 

په روسیې کې د واګنر ډلې مشر نن یکشنبه جون ۱۱ (جوزا ۲۱) وویل چې جنګیالي یې د دغه هېواد د دفاع له وزارت سره به هېڅ ډول تړون لاسلیک نکړي. 

11.06.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

11.06.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون وایي طالبان دې د ماشومانو پر زده کړو 'غیرمنطقي او ظالمانه' محدودیت لغوه کړي. آیا د ماشومانو د زدکړو په تدریسي سیستم کې بدلون ضروري دی؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

11.06.2023 امریکا غږ

د اوکراین جوابي حملې پیل شوي، خو روس وایي اوکراینیانو څه کامیابي نده تر لاسه کړې

واشنګټن  - د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي وايي، د روس د پوځونو خلاف د اوکراین پوځونو جوابي حملې شروع کړي دي خو د نور تفصیل ویلو نه یې ډډه کړي. بلخوا د روس صدر ولادیمیر پوتین هم دا خبره منلې خو وايي، د اوکراین پوځ تر اوسه پورې په یو اړخ هم کامیابي نده موندلې. د کېنېډا د وزیراعظم جسټن ټروډو سره په کیېف کې د یو خبري کانفرنس په موقع د روس صدر ولادیمیر پوتین د بیان په حقله د یو خبریال د تپوس په جواب کې زیلنسکي اومنله چې جوابي عملیات شروع شوي دي خو د دې تفصېلات یې ورنکړل. هغه وویل، “دلچسپه خبره ده چې پوتین زمونږ د جوابي حملو په حقله خبره وکړه. په اوکراین کې جوابي او دفاعي کارروايانې روانې دي. زه د دې تفصیلات نشم درکولې. مونږ ته پخپلو پوځونو یقین کول په کار دي. زه د خپلو ټولو کمانډرانو سره په رابطه کې یم. د هر چا سوچ مثبت دی. او دا دې پوتین ته ورسولی شي.” د روس صدر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ ویلي وو. چې اوکراین خپله جوابي کارروايي چې د ډېرې مودې نه یې طمع کېدله، شروع کړي ده. خو دا یې هم وویل چې اوسه پورې اوکرایني ځواکونو ته ډېر تاوان اړول شوې او خپل اهداف یې ندي ترلاسه کړي. او د دې دپاره یې د روسي پوځونو د زړه ورتیا او د جدید وسلې ستاینه وکړه. د ولادیمیر پوتین وینا وه: “مونږ دا ویلې شو چې اوسه پورې یوه جوابي حمله هم نده کامیابه شوې. خو د کیېف د حکومت پوځونه لا هم د جوابي کارروايي توان لري”. روسي صدر دا هم زیاته کړه چې راتلونکې میاشت کې به ماسکو په بېلاروس کې خپله ځینې اېټمي ټېکټیکل وسلې هم پرځای کړي. دغه ګام ته د بېلاروس حزب اختلاف د مغرب د بلېک مېل کولو کوشش وايي. اخوا پرون د خالي/شنبې په ورځ د اوکراین د وسله والو پوځونو مشر وویل چې په شرقي اوکراین کې د باخموت او مارینکه ګېر چاپیره درنه جګړه روانه ده. دا هغه ځایونه دي چې چرته نه چې اوکرایني پوځونو د روسي پوځونو پرمختګ ودرولې وو. او دا یې هم اویل چې د روس پوځونه د درنو تاوانونو سره مخ دي خو د دې د پټولو کوششونه کوي. د برطانېې د دفاع وزارت هم پرون دا خبره کړې وه چې په تېرو 48 ګنټو کې په مشرقي او جنوبي سیمو کې د اوکراین پوځ ډېر اهم عملیات کړي دي. او په ځینې علاقو کې  د روس ړومبنې دفاعي کرښې ته ورننوتلي. خو په نورو ځایونو کې د اوکراین پرمختګ لا سست دی. د ازادو ذرایعو نه لا د دې تصدیق نه دی شوی چې اوکراین د روس دفاعي کرښو ته ورداخل شوی وي.

11.06.2023 ډیوه

د کاخوفکا اوبو بند له ویجاړېدو وروسته اوکراین کې ۳۵ تنه ورک شوي- مقامات 

د  اوکراین د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د کاخوفکا د اوبو بند له ویجاړېدو وروسته اوبو سلګونه کلي او ښارونه لاندې کړي ‌او ۳۵ تنه تري تم دي. 

11.06.2023 امریکا غږ

د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

11.06.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

11.06.2023 امریکا غږ

اسحاق ډار: آی اېم اېف سره د لسمې جایزې امکان هېڅ نشته، د پلان بي ترمخه، دوه اړخیزې قرضې بیا تنظیموو

د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار ويلى هيواد به یې د نړيوالې مالياتي ادارې – آی اېم اېف - سره يا د هغوى پرته د بهرنۍ قرضو بيا تنظيمولو لپاره دوه اړخيزه قرض ورکوونکو ته ځي. پخپل پوسټ بجټ وينا کې، ښاغلي ډار وويل د آی اېم اېف سره د لسمې جایزې هيڅ امکان نشته او دوى سره د 6.5 اربه ډالره د پور پروګرام به د لسمې جایزې پرته د 5.1 اربه ډالره پور باندې ختم شي. په ظاهره آی اېم اېف ته په 'مخه ښه' ويلو سره نوموړي ' تش په نوم' د پلان بي' ذکر وکړ کوم به چې راتلونکې مياشت د 27 اربه ډالرو څخه زيات د دوه اړخيزه بهرنۍ قرضو د بيا تنظيمولو لپاره په سمدستى توګه کار وکړي. په دې قرضو کې زياتې قرضې پاکستان د چين نه اخيستي دي. اسحاق ډار د څو اړخيزه ايجنسيانو يا پيرس کلب هيوادونو سره د بهرنۍ قرضو د بيا تنظيمولو په اړه څه قسمه خبرې رد کړې او ویې ویل چې "دا څه باوقاره څيز نه دی. مونږ به څو اړخيزه (قرضه ورکوونکي) نه پريشانه کٶو او دا چې پيرس کلب بيا برابرول زمونږ په مينيو کي نشته". د خزانې وزير د دې خبرې هم سپيناوې وکړ چې د بجټ دستاويزاتو کې چې د 2.5 اربه ډالره کوم ذکر شوی چې طمع ده دا پيسې به د آی اېم اېف څخه تر لاسه شي، نو داسې نه ده، د نهمې ارزونې د لاندې به 1.1 اربه ډالره ترلاسه کيږي. بل لور ته ښاغلي ډار وويل چې سعودي عرب او متحده عرب اماراتو آی اېم اېف ته پخلی کړی چې درې اربه ډالره به د پاکستان په واک کې ورکوي، د جون تر دېرشمې نېټې پورې د دې مالي ضمانت د نه مکمل کيدو په صورت کى به، دا پیسې د راتلونکي مالي کال وړمبو ته لاړ شي. د چين سره د پور په اړه يوې پوښتنې ته په ځواب کې اسحاق ډار  د کوم هيواد نوم اخيستلو پرته وويل "دا هغه څيز دی په کوم چې حکومت د بجټ منظورۍ وروسته د راتلونکي مالي کال په وړمبو کې ورباندې کار کول غواړي". نوموړي وويل، 'دا به معاف کول نه بلکه د اوږد مهاله انتظاماتو لپاره به خبرې کيږي، کوم چې د کورونا وبا، د تير کال سيلابونو او نور نړيوال او ځايي ننګونو په وړاندې يو معمول دی'. د پاکستان په مجموعي توګه دوه اړخيزه قرض خواو شا 37 اربه ډالره دی خو د G-20 يا شلو شتمنه هيوادونو  د ډيټرسروس انيشيټو  DSSI له مخې په حال کي د دي بيا تنظيمولو له وجې نه پيرس کلب خواٶشا لس اربه ډالره په پورولو کې ډېر کم ځای وي. يوې بلې پوښتنې ته په ځوابد کې، ښاغلي ډار وويل چې آی ايم ايف يو بل بيل اٶټ پيکج يا د پور پروګرام باندي د خبرو پريکړه به د عمومي ټاکنو وروسته راتلونکی حکومت کوي. ډار وويل په بجټ کي یې د انتخاباتو لپاره 45 اربه روپۍ ايښودي دي او دا چې د مخالفه ډلو دا دعوه بى بنياده ده چې حکومت ټاکنې نه کول غواړي. د اسحاق ډار خبرو ته غبرګونونه څيړونکى او مخالفه ډلې د خزانې د وزير دې خبرو سره اتفاق نه کوي او وایي چې د آی اېم اېف پروګرام بحاليدو پرته پاکستان ته به درنې بهرنۍ قرضې ورکول ناممکن وي. وى او اې ډيوه سره خبرو کې څيړونکي عابد قيوم سلهري وويل: 'پاکستان ته به راتلونکي دريو کالو کي 77 اربه ډالره قرض په کار وي کوم چې د آی اېم اېف قرض پروګرام بحاليدلو پرته ممکن نه دي او دې سره حکومت ته به خپلې خرچې هم راکمول وي'. لوی مخالفه ګوند تحريک انصاف د راتلونکى کال بجټ "مصنوعي او نه عملي کيدونکی" بللی دی او وایي حکومت غواړي په راتلونکى ټاکنو کې هم د دې بجټ په بنيادسياسي ګټې ترلاسه کړي. د پي ټي آی يو مرکزي مشر حماد اظهر ويلي دغه بجټ به آی اېم اېف هم قانع نکړي چې پاکستان ته، چې اوس مهال د سخت مالي کړکيچ سره مخامخ دی، پور ورکړي.  د پي ټي آي وينا ده چې راتلونکى  کې به حکومت ته د 8.8 اربه ډالره د پور  اخيستو ضرورت راځي او دې حکومت اوسه پورې د آی اېم اېف سره خبرې ناکامه دي او دا هم امکان نشته چې راتلونکې حکومت دې هم د فنډ سره  کيدونکې خبرې دې د کاميابۍ سره ترسره کړي. پاکستان له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دی او تر اوسه یې د آی اېم اېف سره د نوو قرضو د اخېستو هڅې کامیابه شوې نه دي. که څه هم د خزانې وزیر اسحاق ډار څو څو ځله دا خبره کړې چې پاکستان به دیوالیه نشي، مګر ځیني اقتصاد پوهان وایي، دا تشه دعوه ده او دوی نه پوهیږي ډار په څه بنياد دغه دعوه کوي خو ښايي هغه خلکو ته هيله ورکوي، د اقتصاد ښه والی به د خلکو په ژوند کې د بدلون راتلو نه څرګنديږي او هغه څه نه ښکاري. د پاکستان وتلی اقتصاد پوهه قېصر بنګالي څه موده وړاندې وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، " کله د ملک سره د قرضونو د واپس کولو پېسې نه وي د بهر نه راتلونکي څيزونه د ملک څخه بهر تلونکو توکيو په مقابله کې دوه چنده سېوا وي، نو دا بحران دی" .

11.06.2023 ډیوه

استرالیا د کرکټ د پنځو ورځنیو لوبو نړیواله اتلولي‌ وګټله

د استرالیا د کرکټ لوبډلې د پنځو ورځنیو سیالیو [ټست] په پایلوبې کې د هند د کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه او دا اتلولي یې وګټله.

11.06.2023 امریکا غږ

د بایپرجوای سمندري طوفان شدت سېوا شوی – د کراچي نه شاوخوا اووه نیم سوه کلومټره لېری دی

واشنګټن   - د پاکستان د سند صوبې د اطلاعاتو وزیر شرجیل انعام میمن ویلي چې صوبایي حکومت په ساحلي علاقو کې د موسمیاتو په صورتحال پوره نظر ساتلی دی او کب نیوونکو ته یې ویلي چې سمندر کې به د وړاندې تګ نه ډډه کوي. شرجیل میمن د اتوار/یکشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل چې د ساحلي ضلعو انتظامیې په مکمله توګه الرټ یا بیداره دي او د سند وزیراعلی سرکاري ملازمینو ته هدایت جاري کړی چې د خپلو ضلعو نه دې بهر نه ځي. په بحیره عرب کې د بایپرجوای په نوم سمندري طوفان لا نور هم پسې زورور شوی او دا وخت کې د کراچي ښار د جنوبي علاقو نه شاوخوا اووه نیم سوه کلومټره لېرې دی. پاکستان کې د قدرتي آفاتو د څارنې ادارې (نېشنل ډېزاسټر مېنجمنټ اټهارټي – اېن ډي اېم اې) په خلکو غږ کړی چې د سمندري طوفان د وجې دې د سمندر له ساحل څخه لېرې پاته شي او د حالاتو د خرابېدو سره دې د ځایي چارواکو په هدایاتو عمل وکړي. د موسمیاتو محکمې ویلی چې بایپرجوای سمندري طوفان ممکن د جون په څوارلسمه نېټه (د شورو/چهارشنبې په ورځ) د پاکستان سواحلو ته ورسیږي. د موسمیاتو د ادارې وینا ده چې نن د اتوار او سبا د ګل په ورځ د ملک په وسطي او جنوبي ضلعو کې د تېزې هوا او شمال امکانات څرګندیږي. د پاکستان د موسمیاتو محکمې د پېسیفک ډېزاسټر سېنټر په حوالې سره دا خبره هم کړې ده چې په مجموعي توګه د پاکستان او هندوستان شاوخوا دیارلس لاکهه او اتیا زره خلک د دغه سمندري طوفان له امله زیانمن کېدلی شي. د موسمیاتو د محکمې چیف مېټرولوجېسټ ډاکټر سردار سرفراز وایي چې د بایپرجوای طوفان شدت زیاد دی او په کېټېګري 2 کې شاملیږي. د دې خبرې مطلب دا دی چې د یاد سمندري طوفان په منځ کې څرخېدونکی شمال په ساعت کې د 130-150 کلومټره رفتار لري. سردار سرفراز دا هم ویلي چې بایپرجوای سمندري طوفان د جون په شپږمه په بحیره عرب کې راپیدا شوی او کرار کرار د پاکستان په خوا روان دی.  

11.06.2023 ډیوه

خامنه يي ایراني مقاماتو ته: اټومي موافقه وکړئ، خو د 'زورواکو' غوښتنه مه منئ

د ایران ستر مذهبي مشرایات الله علي خامنه یي د یکشنبې په ورځ جون ۱۱ (غبرګولي ۲۱) وویل چې د هیواد د اټومي چارو په اړه له لویدیځ سره یوه معامله ممکنه ده کچیرې د هیواد اټومي زیربناوی تاواني نشي.

11.06.2023 امریکا غږ

په پاکستان کې باد او باران شاوخوا ۲۷ کسان مړه کړي

د پاکستان په خیبرپښتونخوا کې چارواکي وایي د شدید باد او باران له کبله د یکشنبې په ورځ جون ۱۱ (جوزا ۲۱) ۲۷ کسان مړه شوي چې ماشومان هم په کې دي. 

11.06.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more