ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ځانګړې مرکه

د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وګورئ او واورئ.

07.06.2023 امریکا غږ

د امریکا پخوانی مرستیال ولسمشر، جمهوري ریاست ته نوماند شو 

د متحده ایالاتو پخواني مرستیال ولسمشر مایک پنس د چهارشنبې په ورځ جون اومه (غبرګولي ۱۷) د امریکا د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست ټاکنو ته ځان نوماند کړ او پدې توګه د خپل جمهوري غوښتونکي  ګوند د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر وړاندې ودرید. 

07.06.2023 امریکا غږ

امریکايي سېنېټر غوښتلي چې په اسرایل کې د امریکايي فلسطينۍ خبریالې د وژنې په اړه رپورټ دې عام کړی شي

وان هالن د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د ابوعاقله د وژل کېدو په باره کې يې اسرایل سره د امنیت په اړه د امریکايي رابطه کار یو اېس سېکیورټي کوارډينېټر فار اسرایل اېنډ دي پلېسټېڼین اتارټي، یو اېس اېس سي، هغه رپورټ کتلی چې سټېټ ډپارټمنټ د هغه په غوښتنه قانون سازانو ته تېره میاشت ورکړو

07.06.2023 ډیوه

د بشري حقونو کارکوونکي: پښتونخوا کې اوس هم د خلکو د جبري بې درکۍ لړۍ روانه ده

د بشري حقونو کارکوونکي وايي خېبر پښتونخوا کې اوس هم د خلکو د جبري بې درکه کولو لړۍ روانه ده، درې مياشتې وړاندې د مومندو رشيد خان بې درکه شوی وو د کورنۍ غړې يې تور لګوي په وردۍ او ساده جامو کې راغلو کسانو رشيد خان د خپلوانو د کور نه اوچت کړی او تراوسه یې هيڅ درک نشته.

07.06.2023 ډیوه

طالبانو ويلي، اسلام اباد او پینډۍ کې د افغانانو نيولو لړۍ پېل شوې

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارتخانې ویلي، په وروستيو کې په اسلام اباد او پېنډۍ کې د افغانانو نيولو لړۍ پېل شوې او پوليسو ويلي چې ګنې دغو افغانانو د نهمې مې په مظاهرو کې برخه اخستې او يا یې اسناد نه لرل.

07.06.2023 ډیوه

جرمني د مهاجرو د قاچاق کولو د یوې شبکې غړي نیولي  

د جرمني پولیس وایي د چهارشنبې په ورځ جون شپږمه یې د انساني قاچاق یوه شبکه ونړوله چې په "غیر انساني" بڼه د سلګونو کسانو په قاچاق کولو تورن ده. پولیسو ددې ډلې شپږ شکمن کسان په جرمني، رومانیا او بلغاریا کې په عملیاتو کې نیولي دي.

07.06.2023 امریکا غږ

د پاکستان راتلونکی بجټ د ای ایم ایف د توقعاتو او انتخاباتو تر منځ نښتی دی

واشنګټن ــــ څېړونکي وایي د پاکستان حکومت هیله من دی چې د پیسو د نړیوالې ادارې ای ایم ایف د مطمین کولو لپاره د اصلاحاتو او د جمعې په ورځ وړاندې کېدونکي د 2023-24 مالي کال په بجټ کې د راتلونکو ټاکنو لپاره د اقداماتو تر منځ توازن پیدا کړي او رایه ورکوونکي یې ورسره ومني. د پاکستان او ای ایم ایف تر منځ پروګرام په روانه جون میاشت کې ختمېږي او هغه 2.5 ارب ډالره فنډ لا هم نه دي جاري کړل شوي چې د تر لاسه کولو لپاره یې پاکستان د پیسو له نړیوالې ادارې سره د تړون لپاره په داسې وخت هلې ځلې کوي چې ګراني پکې تر حد زیاته شوې، مالي توازن یې بې ځایه شوی او ذخیرې یې کمې شوې دي. رویټرز خبري ایجنسۍ وایي ټاکل شوې چې د پاکستان عمومي انتخابات په راتلونکې نومبر میاشت کې وشي او حکومت به تمه لري چې ورسره به له هغه احتجاجي کمپېن څخه پیدا شوې ناارامي هم ختمه شي چې مشري یې مخکینی وزیراعظم عمران خان کوي. د پاکستان د خزانې مخکینی مرکزي وزیر مفتاح اسماعیل وایي، دا ډېره ضروري ده چې حکومت له ای ایم ایف څخه فنډ تر لاسه کړي ځکه چې وایي د بجټ د پراخېدو امکانات ډېر لږ دي: "پاکستان ته به ډېره ګرانه وي چې راتلونکی مالي کال دې له ای ایم ایف بغیر وچلوي، ځکه نو زما باور دی چې حکومت به داسې یو بجټ وړاندې کوي چې د ای ایم ایف له سپارښتنو سره برابر وي". پاکستان له ای ایم ایف سره د سټاف لېول په کچه په 2019م کال کې تړون کړی وو چې په بنیاد به یې 6.5 ارب ډالره پور ورکول کېږي خو د 1.1 ارب ډالرو قسط یې له تېر نومبر میاشتې راهیسې ځنډېدلی دی. د رویټرز په وینا دا فنډ د پاکستان لپاره ډېر زیات مهم دی چې د پورونو په پرې کولو کې توازن وساتي او اکثره څېړونکي په دې نظر دي چې حتی د اوسني پروګرام له ختمېدو وروسته به هم پاکستان په راتلونکي مال کال کې د قرضې په لټه کې وي چې د قرضو په پرې کولو کې د کمزورۍ تور له ځانه لرې کړي. د رپوټونو له مخې د پاکستان په مرکزي بېنک کې چې دا وخت څومره د بهرنۍ کرنسۍ ذخیرې پاته دي هغه تر یوې میاشتې پورې لا ملک ته د درآمداتو یا وارداتو لپاره کافي دي. په تېره مې میاشت کې په پاکستان کې د ګرانۍ یا افراطِ زر کچه 37.97 فیصده ته لوړه شوې ده چې دا په دوو پرله پسې میاشتو کې د ریکارډ کچه ده او په جنوبي اېشیا کې تر ټولو لوړه ده. د تېرې نهې- سه شنبې په ورځ د پاکستان د پلان جوړونې مرکزي وزیر احسن اقبال اعلان وکړ چې د راتلونکي مالي کال په بجټ کې د پرمختیايي لګښتونو هدف 1,150 اربه روپۍ دی چې 4.02 ارب ډالر کېږي، خو وایي امکان دی چې د ګرانۍ کچه به 21 فیصده وي. رویټرز وایي اوس چې په پاکستان کې انتخابات په را نیژدې کېدو دي، ځینې څېړونکي وایي حکومت به د راتلونکې جمعې په ورځ داسې اقدامات اعلان کړي چې ګواکې ټاکنې ګټي که څه هم چې بیا بیرته له دې ژمنو پر شا شي.

07.06.2023 ډیوه

امریکا: پاکستان دې امریکايي کونسلر ته له نيول شوې خديجه شاه سره د لیدو رسايي ورکړي

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، پاکستان کې د نهمې مې د احتجاجونو وروسته په نيول شوو کسانو کې د امریکايي شهريانو په حواله د پاکستان د حکومت سره په تماس کې يُو.

07.06.2023 ډیوه

بلېنکن د سعودي ولي عهد سره د انساني حقونو په اړه خبرې کړي

بلېنکن د اسرایل پلوه ډلې اېپېک غونډې ته وویل چې سعودي عرب ته د هغه په دوره کې دا هم شامل دي چې د اسرایل او سعودي عرب تعلقات قایمېدو دپار کار وکړي. هغه زیاته کړه چې امریکې ته پکار دې چې په دې لړ کې خپل کردار ادا کړي او هغه ګڼي چې داسې کېدل په اسان او زر و نه شي

07.06.2023 ډیوه

ازادي راډيويي مجله؛ د افغان ادبي بهير غونډې او لندن کې د یو کتاب مخکتنه

د ازادي راډيويي مجلې په دې پروګرام کې د افغان مېرمنو د ادبي بهير د غونډو حال درکول کېږي. په خپرونه کې له کندهار او بغلانه هم د ادبي غونډو او مشاعرو په اړه مالومات را اخيستل شوي دي. دغه راز د خپرونې په دوام به نظم واورئ او له دې به هم خبر شئ چې لندن کې د کيسو د يو کتاب مخکتنه وشوه. د مشترۍ سپوږمۍ ته پر تلونکې بېړۍ يو ليکل شوی شعر به هم واورئ. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

07.06.2023 ازادي راډیو

خوړو نړیوال پروګرام: یوازې څلورو میلیونو افغانانو ته مرستې برابرولی شو

د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پرګرام (WFP) وايي، چې د بودیجې د کمښت له امله افغانستان کې یوازې څلور میلیونو کسانو ته مرستې برابرولی شي.

07.06.2023 امریکا غږ

اروپايي ټولنه: د طالبانو حکومت دې د نجونو د مسمومیدو پیښې وپلټي

د سرپل په ولایت کې د نجونو په دوو ښوونځیو کې د لسګونو نجونو د مسمیدو پیښو په اړه د راپورونو د خپریدو وروسته افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر د طالبانو له حکومت ددغو پیښو د پلټنو غوښتنه کړې ده.

07.06.2023 امریکا غږ

طالبان: پولیسو اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغانانو د نیولو لړۍ پیل کړې

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو له خوا اداره کیږي وايي، چې پاکستاني پولیسو د تیرې میاشتې د تاوتریخوالي ډکو لاریونونو کې د ګډون په تړاو د اسلام اباد او پینډۍ په پنځو مختلفو ساحو کې د افغانانو د نیولو لړۍ پیل کړې ده.

07.06.2023 امریکا غږ

واشنګټن د ایران د میزایلو په پروګرام باندې بندیزونه ولګول

واشنګټن – د تهران لخوا د یو نوي هایپر سانیک توغندي له اعلانېدو سره واشنګټن په چټکۍ سره د نهې یا سې شنبې په ورځ د ایران د بالسټیک میزایلو په پروګرام باندې تازه بندیزونه ولګول ځکه د سپینې ماڼۍ چارواکو د ایران دا اقدام بې ثباته کونکی بللی. د امریکا د ملي امنیت شورا د ارتباطاتو مشر جان کربي وویل، "د بایډن اداره ډېره ښکاره او کلک دریځ لري چې په سیمه کې د ایران بې ثباته کونکي فعالیتونو په شا وتمبوي، چې د ایران په دغو فعالیتونو کې د بالسټیک توغندیو د ودې او پرمختګ پروګرام هم شامل دی." کربي وویل، "زه ددغه هایپر سانیک میزایلو په اړه د ځانګړو راپورونو په اړه خبرې نه کوم خو مونږ په ډېر ښکاره بندیزونه لګولي چې ایران له هغه څه څخه په شا کړي چې په سیمه کې یې کوي او بیا هم چې د بالسټیک توغندیو پروګرام پکې شامل دی." د ایران دولتي ټي وي راپور ورکړی چې د فتح په نامه دغه توغندي ۱۴۰۰ کیلومټره واټن وهي چې دا د تهران او بیت المقدس ترمنځ د هوايي‌ واټن څخه لږ کم دی. د ایران ولسمشر ابراهیم ریسي دغه نوې وسله د منځني ختیځ په سیمه کې د دوامداره سولې او امنیت لپاره یو پیغام رسونکې وبلله خو څېړونکي ورسره موافق نه دي او وايي، له دې سره تاوتریخوالی نور هم زیاتېږي. د امریکا د خزانې وزارت د نهې یا سې شنبې په ورخ وویل، چې دغه نوي بندیزونه په اوو کسانو او شپږو ادارو باندې لګول شوي کوم چې په ایران، چین او هانګ کانګ کې دي او د ایران د میزایلو پروګرام ته حساسې او مهمې پرزې برابروي. په دغو پرزو او سامانون کې سڼټرفیوژونه هم شامل دي کوم چې د اټومي وسلو لپاره د یورانیمو د غني کولو لپاره کارول کېږي.‌ د امریکا د خزانې وزارت مرستیال براین نیلسن وویل، دغه بندیزونه د هغو فعالیتونو په وړاندې  زمونږ د غبرګون ښودلو ژمنتیا ښيي کوم چې د سیمې ثبات ګواښي او زمنږ د مهمو شریکانو او متحدینو امنیت ګواښي . د ایران ولسمشر ریسي ویلي، چې یاد نوی میزایل په بشپړه توګه د ایران لخوا ډیزاین شوی او جوړ شوی دی.‌

07.06.2023 ډیوه

جنوبي وزیرستان:د ځمکني ماین چاودنه کې دوه خویندې وژل شوي دي

دافغانستان دپولې سره نزدې دخېبر پښتونخوا په قبایلي سیمه بر جنوبي وزیرستان کې دماین په یوه چاودنه کې دوه خویندې وژل شوې دي. دسیمې څخه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه تېره ورځ د بر جنوبي وزیرستان په تونده دره نومې سیمه کې رامنځته شوې ده. سرچینې وایي د زمکني ماین په دې چاودنه کې دسیمې دیو استوګن جانان خان دوه لوڼه وژل شوي چې دیوې عمر 8کاله اؤ بلې 15کاله ښودل ښودل شوی. سرچینو ډیوه ته ویلي چې جانان خان دسیمې یو غریب استوګن دی چې دڅاروؤ په څرولو خپلو بچو له ډوډۍ پیدا کوي. جنوبي وزیرستان کې وخت په وخت د زمکنیو ماینونو په چاودنو کې دخلکو د وژنو رپورټونه مخې ته راځي اؤ تر دې پېښې وړاندې داپریل په میاشت کې هم دسراروغه تحصیل په جنته ویشتني سیمه کې یو دولس کلن ماشوم دماین په چاودنه کې وژل شوی ؤ. همدا شان په مارچ میاشت کې  په بره جنوبي وزیرستان کې د زمکنيو ماینونو د چاودنو درې پېښې شوې وې. ځایي خلک وایي په علاقه کې د پوځي عملیاتو وروسته په ځمکه کې خواره ماينونه پاتې شوي چې د عامو خلکو ترڅنګ پکې په څاروو چاودنې کیږي او ګڼې مرګ ژوبلې یې اړولي دي. ځايي خلک وايي، د علاقې څخه ماينونو پاکولو دپاره یې احتجاجونه کړي او حکومتي چارواکو ته خواستونه کړي خو د ماینونو صفایی د پاره څوک ګامونه نه اخلي. تېر کال د ځمکني ماین چاودنو ښکار شوي کسانو د یوې میاشتې پورې احتحاجي پرلت کړی وو، او دا احتجاجي پرلت وروسته له هغې ختم کړی شوی وو چې ځایي انتظامیه دوی ته په علاقه کې د ماینونو پاکولو او د ماین ښکار شوو کسانو ته د مرستې ورکولو باور په لیکلې بڼه ورکړی وو. پي ټي اېم په اولنو غوښتنو کې د ماینونو پاکول شامل دي خو وایي چې تراوسه دا غوښتنه نه ده منل شوې. د پي ټي اېم د شمېرو تر مخه د ځمکني ماین چاودنو تر ټولو زیاتې پېښې په وزیرستان کې شوي چې پکې د علاقې 400 کسان د ماين چاودنو ښکار شوي دي په دغه شمېرو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي. په حکومتي کچه دا شمېرې نه دي تايید شوي خو انتظامیه وایي په ځمکني ماین چاودنو کې د وژل شوو او ژوبل شوو کسانو ته د مرستو لړۍ پېل کړی شوې ده. د پاکستان د پوځ مخکني ویاند مېجر جنرل بابر افتخار تېر کال ویلي وو، په قبايلي ضلعو کې د ماينونو پاکولو دپاره 95 ټيمونه په ځای کړی شوي دي او د ماينونو پاکولو په وخت امنیتي سرتیري وژل شوي او ژوبل شوي هم دي. په ورستيو کلونو کې د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله جنوبي او شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف عملیات کړي او يلي يې دي چې سیمه یې د وسله والو نه خالي کړې ده خو د سیمې اوسيدونکي وايي د علاقې امنیت د تسلۍ وړ نه د

07.06.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more