ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


زیر آسمان کبود (تکرار)

زیر آسمان کبود (تکرار)

19.04.2024 ازادي راډیو

رپورټ: داسې ښکاري چې اسرایل او ایران په ایران د اسرایل د حملې په اړه ډیرڅه نه وېل غواړي

د امریکې نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ اخبارونو د اسرایلي چارواکو له قوله وویل اسرایل د جمعې په ورځ په ایران هوايي حمله کړې ده. ګڼ شمېر امریکايي مطبوعاتو د امریکايي چارواکو له قوله وویل چې دا د مزایل حمله وه.

19.04.2024 ډیوه

تر شنه اسمان لاندې (تکرار)

تر شنه اسمان لاندې (تکرار)

19.04.2024 ازادي راډیو

اوکراین وايي د روسیې یو ستراتیژیک بم غورځونکې الوتکه یې وېشتلې ده

اوکراین د جمعې په ورځ، اپریل ۱۹ (وري ۳۱مه) وویل چې پر دغه هیواد د روسیې د پوځي یرغل له پیل راهیسې یې د لومړي ځل لپاره د کروز توغندي پر مټ د مسکو یو ستراتیژیک بم غورځونکې الوتکه نسکوره کړې ده.

19.04.2024 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

19.04.2024 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

19.04.2024 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

19.04.2024 امریکا غږ

هند کې پارلماني ټاکنې پیل شوې؛ یو میلیارد هنديان د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي

په هند کې پارلماني ټاکنې چې د نړۍ تر ټولو سترې ټاکنې بلل کېږي او شپږ اوونۍ دوام کوي د جمعې په ورځ، اپریل ۱۹(‌وري ۳۱مه) پداسې حال کې پیل شوې چې ددې هیواد د یو میلیارد څخه زیات وګړي د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي.

19.04.2024 امریکا غږ

د ایران-اسرائیل شخړه - سپینې خبرې

راپورونه وايي چې اسرائیل پر ایران هوايي برید کړی دی. د دواړو هېوادونو شخړه پر کوم لور ځي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې پر دې مسئلې بحث شوی.

19.04.2024 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

19.04.2024 امریکا غږ

د افغان طالبانو یو مهم تن محمد عمرجان اخوندزاده په کوټه ښار کې وژل شوی

کوټه / واشنګټن — په افغانستان کې د واکمنو طالبانو یو مهم تن او د دوی د کره کتنې د ادارې غړی مولوي محمد عمرجان اخوندزاده د بلوچستان په کوټه ښار کې په ډزو وژل شوی دی خو د وژنې ذمه واري یې لا چا پر غاړه نه ده اخیستې. دیني عالم عمرجان اخوندزاده د کوټې ښار شمال لوېدیځ لور ته په «نوي کلي» نومي سيمه کې د نامعلومو کسانو په ډزو وژل شوی دی. د طالبانو مهمو مشرانو په تېرو شاوخوا دېرشو کلونو کې په کوټه ښار او شاوخوا سیمو کې ژوند کړی دی. د نوي کلي پوليس تاڼې مشر يا ايس ايچ او نعمت الله خلجي وي او اې ډيوه ته د ټيليفون له لارې وويل، "مولوي عمر جان صاحب له خپلې مدرسې د خپل کور لوري ته روان وو چې بېګا د شپې وژل شوی او پر سينه دوې ګولۍ  لګېدلی وو".  د مولوي عمر جان د وژنې ذمه واري کوم چا نه ده منلې. تر دې وړاندې هم په بلوچستان کې د تېر افغان حکومت په مهال د طالبانو مشران وژل شوي خو دا لومړی ځل دی چې د طالبانو په واکمنۍ کې د دوی یو مهم کس په دې صوبه کې وژل شوی دی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د عمرجان وژنه غندلې او دا يې "ستر جرم" بللی دی. مجاهد د جمعې په ورځ پر پخواني ټويټر اوسني ايکس پاڼه د هغه د وژنې ځای نه دی ښوولی خو ليکلي یې دي: "د هېواد جید دیني عالم، د اسلامي امارت د کره کتنې ادارې عضو او د کندهار د جهادي مدرسې استاذ شیخ الحدیث محمد عمرجان اخندزاده په شهادت ورسید. د افغانستان اسلامي امارت دغه واقعه د هېواد لپاره یوه نه جبرانېدونکې علمي ضایعه بولي".   د نوي کلي د پوليس د مشر نعمت الله خلجي په خبره د مولوي عمر جان کورنۍ د هغه د نيکه له وختونو دلته په نوي کلي کې اباده ده او دلته د «مليزي جومات» په نامه د خپل مسجد امامت یې کاوه، وايي په ياد جومات کې د هغه نيکه، پلار او اوس دی خپل امام وو. د نوي کلي يو اوسېدونکي د نوم نه ښوولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل چې مولوي عمر جان يې له نیژدې پېژانده او د هغه په امامت کې يې د هغوی په جومات کې لمونځونه ورپسې کړي دي. د ايس ايچ او په وينا د مولوي عمر جان د وژنې مقدمه يې د هغه د زوی فضل حنان په مدعيت کې د نامعلومو کسانو پر ضد درج کړې ده: "د مولوي صاحب جسد افغانستان ته د هغه پلرنۍ هدیرې ته يووړل شو، هلته يې ماته کلی کور معلوم نه دی چې دوی د کوم ځای دي". د يادې پېښې په اړه مو په کوټه کې په افغان کونسلګرۍ کې  د افغان طالبانو له استازو سره د ټيليفون له لارې حال وکړ خو د رپورټ د جوړولو تر وخته کوم ځواب ونه ويل شو. د بلوچستان حکومت ايالتي ترجمان شاهد رند هم د دې پېښې په اړه د وي او اې ډیوه ټیلیفون ته ځواب نه دی ويلی. دا لومړی ځل نه دی چې په بلوچستان کې د افغان طالبانو مهم کس وژل کیږي، د 2013م کال په دسمبر کې د طالبانو دوه لوړپوړي مشران ملا نورالله هوتک او ملا عبدالمالک هم په کوټه کې وژل شوي وو. له هغه وروسته د 2014م کال په جنورۍ کې هم په کوټه ښار کې د افغانستان د علماوو د شورا مشر او د طالبانو ملاتړى عالم شيخ عبدالله ذاکري وسلوالو کسانو په ډزو وژلی وو. د مولوي عمرجان اخوندزاده د وژنې خبر په داسې وخت کې راځي چې د پاکستان او د افغان طالبانو تر منځ د تحریک طالبان پاکستان او پر ډیورنډ کرښه د شخړو له کبله له تېرو دوو کلونو راهيسې اړیکې ښې نه دي. په افغانستان کې د تحريک طالبان د وسلوالو د شته والي او بيا له هغه ځايه په پاکستان کې د ناامنۍ په پېښو کې د لاس لرلو تورونه پاکستان لګوي خو افغان طالبان بيا وايي چ تحريک طالبان د پاکستان خپله داخلي مسئله ده او دوی دې دا ستونځه په خپلمنځي مذاکراتو حل کړي.

19.04.2024 ډیوه

پر افغانستان او سیمه د اسرائیل-ایرن د کړکېچ اغیزې - حایل

د حایل په خپرونه کې پر افغانستان او سیمه باندې د ایران-اسرائیل د کړکیچ پر ممکنه اغیزو باندې بحث شوی دی.

19.04.2024 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

19.04.2024 امریکا غږ

پر منځني ختیځ د ایران-اسرائیل د کړکېچ اغیزې - ۳۰ دقیقې

د منځني ختیځ پر امنیت د ایران-اسرائیل د تاوتریخوالي اغیزې او د سولې د پاره د متحده ایالاتو او نورو هېوادونو هلې ځلې، افغانستان کې د طالبانو له لوري پر رسنیو نوي محدودیتونه او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ د دیرش دقیقو په اونیزه خپرونه کې وګورئ.

19.04.2024 امریکا غږ

د اوونۍ پېښو اوبدلونونو ته کتنه

اوومه ورځ - له سعید شینواري سره

19.04.2024 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more