ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


وسله والو په تېرو دوو ورځو کې د پاکستان د پوځ ۱۲ غړي وژلي

په پاکستان کې چارواکي او پوځ وايي چې وسله والو په دوو جلا پېښو کې په تېرو دوو ورځو کې د پاکستان د پوځ ۱۲ غړي وژلي دي.

14.07.2023 امریکا غږ

د امریکې خارجه وزیر پاکستان ته د آی اېم اېف د نوي پروګرام د منظورېدو هرکلی وکړ

د امریکې خارجه وزیر انټني بلېنکن پاکستان ته د نړېوالې مالیاتي ادارې (آی اېم اېف) له خوا د قرضې د پروګرام منظوره کېدل ستایلي او ترڅنګ یې له پاکستان څخه غوښتي دي چې د اصلاحاتو په برخه کې دې د آی اېم اېف سره کار جاري وساتي. ښاغلي بلېنکن د زیارت/پنجشنبې په ورځ پخپل ټوېټر ولیکل: «مونږ په دغسې سختو حالاتو کې د پاکستانيانو ترڅنګ اودرېږو او د پاکستان د ملاتړ دپاره د نړېوالې مالیاتي ادارې لخوا د یو پروګرام د منظورېدو هرکلی کوو. مونږ له پاکستان څخه غواړو چې د ماکرواېکانومېک اصلاحاتو او دایمي اقتصادي بحالۍ په لور دې د آی اېم اېف سره کار ته دوام ورکړي.» بل اړخ ته یوه ورځ پس د هغه چې نړېوالې مالیاتي ادارې د پاکستان د پاره د درې بلینه ډالرو د پور پروګرام منظور کړ، د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار د زیارت/پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې آی اېم اېف یو اعشاریه دوه (۱.۲) بلینه ډالر د پاکستان سټېټ بنک ته انتقال کړي دي. ځیني اقتصاد پوهان وایي چې د آی اېم اېف لخوا د درې بلینه ډالرو د پروګرام منظوره کېدل به پاکستان اوس مهال د دېوالیه کېدو نه وژغوري، مګر په عمومي توګه د پاکستان د اقتصاد حالت مضبوطه کولی نشي او ریاست ته د آینده مشکلاتو سره مقابله په کار ده.

14.07.2023 ډیوه

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

14.07.2023 امریکا غږ

 هند له فرانسې څخه جنګي الوتکې او اوبتلونه پیري

هند د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۱۳ (سرطان ۲۲ ) اعلان وکړ چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت به له فرانسې څخه جنګي جټ الوتکې او اوبتلونه وپيري. دا اعلان داسې مهال شوی چې د هند صدراعظم نرېندار مودي د دوو ورځو لپاره فرانسې ته رسېدلی او هلته به د هغه هېواد د « ملي ورځ» په مراسمو کې ویاړلی میلمه وي. د هند د دفاع وزارت ویلي دي‌ چې هند غواړي فرانسې ته د رافایل په نامه د ۲۴ جنګي الوتکو او د سکارپیني-کلاس په نوم د شپږو اوبتلونو فرمایش ورکړي. د دغو الوتکو او اوبتلونو قیمتونه او د اخیستلو شرایط واضح شوي نه دي او د دواړو هېوادونو چارواکي به پرې کار کوي. هند د فرانسې د وسلو ستر پېرودونکی بلل کېږي. نرېندرا مودي په ۲۰۱۵ کال کې فرانسې ته دخپل سفر په مهال د رافایل د ۳۶ جنګي الوتکو د اخیستلو اعلان کړی و، چې هغه وخت یې ارزښت شاوخوا څلور میلیارد یوور اټکل شوی و. ټاکل شوې چې د رافایل ځینې الوتکې به د جمعې په ورځ په داسې حال کې د فرانسې د «باسټیل ورځ» په مناسبت په نظامي پریډ کې پروازونه وکړي،‌ چې مودي به د ویاړلي میلمه په توګه د هغه هېواد د ولسمشر ایمانویل مکرون تر څنګ ناست وي. مودي د پنجشنبې په ماښام په فرانسې کې د هندیانو یوې غونډې ته وویل: «دا نژدیوالی یوازې د دوو هېوادونو په مشرانو پورې محدود نه دی. په حقیقت کې دا د هند او فرانسې ترمنځ د یو نا متزلزلې ملګرتیا انعکاس دی.» د فرانس پرس د راپور په اساس، ایمانویل میکرون د خپل هېواد پوځي‌ مشرانو ته ویلي‌ دي چې خوشحال دی «زموږ په پرید کې هند ته د ویاړلي میلمه په توګه ښه راغلاست » ووايي. میکرون ویلي‌ دي: «دا [هند] د نړۍ د تاریخ یوه لویه برخه ده چې زموږ د اینده لپاره به پرېکنده رول لوبوي. دا همدغه راز یو ستراتیژیک شریک او ملګری هم دی.» سره له دې چې د اوکراین په جګړې کې د نظر اختلافات شته او په هند کې د بشري حقونو په اړه نظرونه جلا دي، خو د لویدیځ دموکراسۍ هند ته په اسیا کې د چین په وړاندې د یو معادل قوت په سترګه ګوري. په فرانسې کې د مودي د ښه راغلاست لپاره سرې غالۍ غوړول شوې وې. تر دې څو ورځې مخکې په واشنګټن ډي سي کې په سپینې ماڼۍ کې هم نرېندرا مودي ته ویاړلی هرکلی وویل شو.

14.07.2023 امریکا غږ

د هالیووډ یو لک و شپېته زره اداکارانو هړتال اعلان کړ

(رویټرز خبري اداره)   - د هالیووډ سینما اداکاران به د کیلي فورنیا په وخت نن د پنجشنبې (جولائی ۱۳مه) د شپې دوولسو بجو نه پس هړتال کوي، ځکه د هالیووډ د فلم جوړوونکو کمپنیو سره یې د خپلو مطالباتو په سر خبرې ناکامه شوې. د هالیووډ اداکاران به په دې ګام سره د ټي وي او فلمونو د لیکوالانو د هړتال سره یوځای شي کوم چې د مئې میاشتې راهیسي یې په احتجاجي توګه له کاره لاس اخېستی دی. د اداکارانو په کاري اعتصاب یا هړتال سره به د ګڼ شمېر ټي وي ډرامو او فلمونو د جوړولو کار له خلل سره مخ شي. په تېرو دري شپېته (۶۳) کلونو کې دا لومړی ځل دی چې سټدیوګانې د دغسې یوحالت سره مخ کیږي چې هم لیکوالانو او هم ادا کارانو هړتال اعلان کړی دی. د هالیووډ د اداکارانو یونین چې SAG-AFTRA نومیږي او په کې یو لک و شپېته زره (۱۶۰۰۰۰) د ټلوېژن او فلمونو اداکاران شامل دي، د لیکوالانو د اتحاد (رائیټرز ګېلډ آف امریکه WGA) سره یوځای، د تنخوا ګانو زیاتېدل غواړي او دا ضمانت هم غواړي چې د دوی کارونه دې مصنوعي ذهانت (AI) ته نه سپارل کیږي. د اداکارانو اتحادیې د زیارت/پنجشنبې په ورځ په یو مطبوعاتي کنفرنس کې اعلان وکړ چې د دې یونین نېشنل بورډ په اتفاق سره د هړتال پرېکړه کړې او دوی به د نیمې شپې نه پس خپل هړتال شورو کوي. د «دې ناني» ټي وي ډرامې پخوانی هیرو فران ډرېشر چې اوس د اداکارانو د یونین مشر دی، وویل چې د اداکارانو اندېښنو او مطالبو ته د سټډیوګانو یا کمپنیو جواب، "توهین آمیز او بې عزتي" وه. ډرېشر خبریالانو ته وویل: "زه حیران پاته شوم، هغه کسان چې مونږ ورته کار کوو، هغوی زمونږ سره څنګه رویه کوي. رښتیا ووایم، هېڅ مې باور نه راځي چې په څومره ډېرو شیانو مونږ څومره اختلافي نظریات لرو، هغوی څنګه ځانونه غریبان ښيي چې هرې خوا ته یې ګني پيسې له لاسه ځي، خو په همدې حال کې بیا په سلهاوو میلینه ډالر خپلو سي اي او ګانو (CEOs) ته ورکوي." بل اړخ ته د موشن پېکچرز او د ټي وي پروډیوسرز الائنیس (AMPTP) کوم چې د هالیوود د سترو کمپنیو په نمایندګۍ د اداکارانو سره مذاکرات کوي، وویل چې د اداکارانو په کاري اعتصاب باندې ډېر مایوسه دي. دې تنظیم دا دعوه هم کړې ده چې د حد اقل تنخوا د جګولو وړاندیز یې په دومره فیصدۍ کړی چې په تېرو ۳۵ کلونو کې داسې کله هم نه و شوي، او ترڅنګ یې د پنشن او د صحت د بیمې په برخه کې یې هم څه وړاندیزونه کړي دي، مګر دوی وایي چې د اداکارانو یونین د خبرو نه په شا شوي دي. اداکاران په دې هم فکرمند دي چې د ټېکنالوجۍ په پرمختګ سره به اوس د دوی همشکله کرېکټرونه د مصنوعي ذهانت په مرسته په کمپیوټر کې جوړول کیږي، او بغیر د دې چې دوی ته څه پېسې ورکولی شي، د دوی شکلونه به په فلمونو او ډرامو کې ښودلی کیږي. مګر د AMPTP دعوه ده چې سټدیوګانو د مصنوعي ذهانت په حوالې سره اداکارانو ته یو پروپوزل پېش کړی چې ترمخه یې د اداکارانو ډیجیټلي همشکلي به خوندي وي. د هالیووډ د شاوخوا یوولس نیم زره (۱۱۵۰۰) لیکوالانو د هړتال یا کاري اعتصاب په وجه امریکا کې د ټي وي دشپې ناوخته پروګرامونه تکراري خپریږي او د اکثرو ټي وي ډرامو او د غټو خرچو والا فلمونو د جوړولو کار د خلل سره مخ شوی دی.

14.07.2023 ډیوه

بشري حقونو څار: بنګله دېش د روهینګیايي کډوالو په حفاظت کې ناکام شوی

د بشري حقونو څار په خپل تازه راپور کې ویلي چې د بنګله دېش حکومت د وسله والو او جنايي ډلو له بریدونو او تاوتریخوالي څخه د روهینګیايي کډوالو په ساتنې کې ناکام شوی دی.

14.07.2023 امریکا غږ

د امریکا او چین خارجه وزیرانو په انډونېشیا کې سره ملاقات وکړ

واشنګټن  - د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د زیارت/پنجشنبې په ورځ په انډونېشیا کې د چین له خارجه وزیر وانګ یي سره ملاقات وکړ. امریکا وایي دا لیدنه د هغو هڅو یوه برخه وه چې د دوو سپرپاورونو ترمنځ تعلقات بهتره کړی شي. ښاغلي بلېنکن له خپل چینایي هم منصب سره په جاکارټا کې د جنوب ختیځې ایشیا د اتحاد (آسین) د غونډې ترڅنګ وکتل. د امریکا د خارجه وزارت ویاند ماتیو مېلر وویل، د بلېنکن مقصد دا و چې د دوو ملکونو ترمنځ ځغل یا سیالي په "ذمه وارانه" توګه انتظام شي او د رابطو "پرانېستي چېنلونه" وساتلی شي چې د دوو طاقتونو ترمنځ کوم غلط حساب پېښ نشي. د امریکې د خارجه وزارت ویاند وویل چې بلېنکن او وانګ "په یو لړ دوه اړخیزو، سیمه ییزو، او نړېوالو مسايلو باندې، په شمول د اختلافي موضوعاتو او هغو موضوعاتو باندې چې د همکارۍ امکان په کې شته، سپینې او مفیده بحثونه ترسره کړل." مېلر دا هم وویل چې د امریکې خارجه وزیر د ټایوان په آبنا کې د امن او استحکام د تحفظ په اهمیت هم ټینګار وکړ. د وانګ سره د بلېنکن دا ملاقات، د واشنګټن تازه هڅه ده چې له بجېنګ سره خپل د تناو ښکار شوي تعلقات بهتره کړي. د چین او امریکا ترمنځ تر ټولو تازه جنجال کې، هېکرانو چې په غالب ګومان سره د چین د استخباراتي ادارو سره تعلق ساتي، د هغه کمپېن ذمه وار ګڼل شوي چې د یوې میاشتې راهیسي د امریکا په ایمیل سیسټمونو یې د حملو کوښښ کولواو په دې کې یې د امریکې د خارجه وزارت او یو شمېر نورو ادارو یو کم شمېر اېمیل اکاونټونو ته رسایي پیدا کړه. د مایکروسافټ کمپنۍ د نهې/سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د چینایي هېکرانو له خوا یې د آوټ لوک اېمیل سیسټم باندې حمله شوې ده. د کمپنۍ وینا وه چې هېکرانو د مایکروسافټ د تصدیق یوه جعلي نښه جوړه کړې وه او په هغې سره یې وکولی شول چې په امریکا او نورو ملکونو کې د پېنځه ویشتو ادارو اېمیل اکاونټونو ته رسایي پیدا کړي. دا انټرنېټي حملې په مئې میاشت کې شوې وې. د آسین غونډه د امریکې خارجه وزیر انټني بلېنکن په داسې وخت کې د چین له خارجه وزیر سره په جاکارتا کې کتلي چې انډونېشیا د آسین (د جنوب ختیځې ایشیا اتحاد) د غونډې کوربه دی او د ځینو ملکونو جګپوړي مشران هلته ورغلي دي. طمعه کیږي چې د روس خارجه وزیر سرګي لاوروف هم د آسین غونډه کې برخه واخلي. نن د زیارت/پنجشنبې او سبا د جمعې په ورځ به په آسین غونډې کې په ځینو موضوعاتو خبرې وشي او یوه به دا وي چې په میانمر کې به بحران څنګه ختمېدلی شي. همدا شان د چین په جنوبي سمندر کې موجودو کشیدګو باندې به هم خبرې وشي. میانمر کې پوځ د کال ۲۰۲۱ په سر کې د آنګ سان سوچي حکومت په کودېتا ړنګ کړ. د هغه نه پس د آسین غړو هېوادونو یو ترکیب چې پېنځه برخې یې درلودلې، تصویب کړ، مګر د میانمر پوځي آمرانو د امن دغه پېنځه ماده ییز پلان عملي کړی نه دی. ملګري ملتونه وایي میانمر کې د تشدد له امله څه باندې یو میلین خلک له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.

13.07.2023 ډیوه

روسي جنرال: د پوځ لوړ پوړو چارواکو د اوکراین په جګړه کې له خپلو سرتېرو سره خیانت کړی دی

 د روسیې یو جنرال وروسته له هغه له خپلې دندې ګوښه کړای شو چې د روسیې پوځي مشرتابه ته یې د اوکراین په جګړېکې د ناوړه وضعیت په اړه معلومات ورکړل.‌

13.07.2023 امریکا غږ

فعالان: طالبان ټویټر کې د بیان ازادي ستایي او پخپله اساسي‌ بشري حقونه تر پښو لاندې کوي

افغانو فعالینو او کارپوهانو د طالبانو د یو مشر انس حقاني هغو څرګندونو ته، چې ویلي یې دي ټویټر یوه بهتره ټولنیزه شبکه ده ځکه خلکو ته د بیان ازادي ورکوي، سخت غبرګون ښودلي دي.

13.07.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

13.07.2023 امریکا غږ

ولسمشر بایډن په ناروې کې سکانډیناوي هېوادونو له مشرانو سره وکتل

اروپا ته د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن پنځه ورځنی سفر، د پنجشنبې په ورځ د جولای ۱۳مه (چنګاښ ۲۳مه) د سکینډیناویا د پنځو هیوادونو سره مشرانو سره په یوې غونډې کې تر ګډون وروسته پای ته ورسید.

13.07.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

13.07.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

13.07.2023 امریکا غږ

د ږوب پر پوځي چاوڼۍ د وسله وال بريد مقدمه د نامعلومو خلاف درج کړل شوې، احتجاج دوام لري

د چهار شنبې په سهار د  ږوب پر پوځي چاوڼۍ د شوي  وسله وال برید مقدمه د نامالومو کسانو پرضد درج کړې شوې، نن په پنجشنبه  د ږوب ښار حالات عادي وو، خو و د کمشنر ږوب ډويژن د دفتر مخې ته احتجاجي  پرلت له دوو اوونيو تېرېدو څخه روان دی د امنیت غوښتنه کوي.

13.07.2023 ډیوه

روسيه: اوکراین ته د اف-۱۶جنګي جټ الوتکو لیږل به یو 'اټومي' ګواښ ‌وګڼل شي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د پنجشنبې په ورځ، د جولای ۱۳مه (چنګاښ ۲۲مه) وویل چې مسکو اوکراین ته د اف-۱۶جنګي جټ الوتکو استول چې د اټومي وسلو د لېږدولو توان لري، "اټومي ګواښ" ګڼي. اوکراین له اوږدې مودې راهیسې له خپل لویدیځو متحدینو څخه د روسیې د جګړې لپاره د نورو پوځي مرستو تر څنګ غواړي‌ په متحدو ایالتونو کې جوړې شوې پرمختللي اف-۱۶ جنګي جټ الوتکې ترلاسه کړي. لاوروف چې اوکراین ته د اف-۱۶ جنګي جټ الوتکو د سپارلو په تړاو د امریکا د متحدو ایالتونو د پلان په اړه خبرې کولې وویل: "روسیه نشي کولی د اټومي وسلو د لیږدلو لپاره د دې الوتکو وړتیا له پامه غورځوي. په دې برخه کې هيڅ ډول ضمانت د منلو وړ نه دی. بلخوا زموږ سرتیري نشي کولای چې د جګړې په ډګر کې دا معلومه کړي چې ایا دا ډول الوتکې په اټومي وسلو سمباله ده که نه." لاوروف د خپلو خبرو په دوام وویل: "مسکو به دا حقیقت چې د اوکراین وسله وال ځواکونه دا راز پرمختللي‌ سیسټمونه لري، د لویدیځ لخوا د یو اټومي ګواښ په توګه په پام کې ونیسي." د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې پداسې حال کې کوي،‌ چې هالنډ او ډنمارک د ۱۱ هیوادونو د ټلوالې د یوې برخې په توګه، په متحدو ایالتونو کې جوړې شويو د اف- ۱۶ جنګي جټ الوتکو لپاره د اوکرایني پیلوټانو د روزنې پروګرام مشري پرغاړه لري.‌ کیف ته د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا د اف- ۱۶ ډوله جنګي جټ الوتکو د ورکړې تر زرغون څراغ وروسته به دغه پروګرام د روان اګست میاشت کې، په ډنمارک کې پیل شي. د امريکا ولسمشر جوبايډن د روان کال د مې په ۱۹مه نېټه د جي-۷ هېوادونو په سرمشريزه کې ویلي وو چې واشنګټن به اوکراين ته د پرمختللو اف-۱۶ جنګي جټ الوتکو د ورکولو او د پيلوټانو د روزنې د پروګرام ملاتړ وکړي. روسیې اوکراین ته د اف-۱۶ جنګي‌جټ الوتکو د ورکولو په غبرګون کې بیا ویلي چې دا کار به په مستقیمه توګه امریکا د اوکراین په جګړه کې ښکیل کړي. خو د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي وویل چې د دې مسلې په اړه د زیاتو اندیښنو سره سره سپینه ماڼۍ ډاډمنه ده چې اوکراین به پر خپلو ژمنو ولاړ وي او د روسیې پر خاوره به د اف-۱۶ جنګي جټ الوتکو څخه کار نه اخلي. پر اوکراین د روسیې د پوځې یرغل راهیسې، ګڼ شمېر لویدیځو هېوادونو له اوکراین سره پوځي‌ مرستې کړې دي.‌ په دې لړ کې د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت تیر میاشت له اوکراین سره د ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د نويو پوځي تجهیزاتو مرسته اعلان کړه چې د پاټریوټ دافع هوا سیستمونه، کلسټر بمونه او ډېر نور مهمات په کې شامل دي. په همدې حال کې د اوکراین یوه جګپوړي پوځي چارواکي د پنجشنبې په ورځ ددې خبرې پخلی وکړ چې د کیف د امریکا د متحدو ایالتونو څخه کلسټر (خوشه یي) بمونه ترلاسه کړي دي. د اوکراین د پوځ لوړپوړی قوماندان الکساندر تارناوسکي له سي ان ان سره په مرکه کې وویل: "موږ د کلسټر مهمات تازه ترلاسه کړي دي، خو تر اوسه مو نه دي کارولي. دغه بمونه کولی شي [د جګړې ډګر] کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي." نوموړي زیاته کړه: "دښمن هم پوهېږي چې موږ به د دغو بمونو په ترلاسه کولو سره برلاسی ولرو." خو هغه په ورته وخت کې وويل چې دغه بمونه به په ګڼ مېشتو سيمو کې ونه کارول شي. د امریکا ولسمشر جوبایډن د جمعې په ورځ د جولای په اوومه، وویل چې اوکراین د مهماتو له کموالي سره مخامخ دی او له همدې امله یې کیف ته د کلسټر بمونو د لېږلو پرېکړه کړې ده. له سي ان ان سره په مرکه کې ولسمشر بایډن وویل چې اوکراین ته د کلسټرو بمونو د لیږلو پرېکړه د ده لپاره ډېره ستونزمنه وه، خو ده ټینګار وکړ چې د اوکراین د مهماتو د کموالي په پام کې نیولو سره اړینه وه چې دغه مهمات هغه هېواد ته ولېږدوي،‌ترڅو کیف د روسیې د پوځي یرغل په وړاندې د ځان دفاع وکړای شي. بایډن وویل: "زما لپاره ډیره ګرانه پریکړه وه، خو په هرصورت، ما په دې اړه له خپلو شریکانو سره خبرې وکړې." پر اوکراین د دریمې په پرله پسې شپې لپاره بریدونه د اوکراین په پلازمینه کیف کې چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې پر پلازمینې باندې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو برید په پایله کې یو تن وژل شوې دی. دغو چارواکو وویل چې د اوکراین د هوايي‌مدافع سیسټم تیره شپه د روسیې لږ تر لږه، لس بې‌پیلوټه الوتکې(ډرون) رانسکور کړل چې ځینې دغه بې پیلوټه الوتکې د استوګنې پر ودانیو را غورځیدلي دي،‌ چې ودانیو ته د زیان تر څنګ درې تنه یې هم ټپیان کړیدي.‌ د اوکراین پوځي ادارې د ټیلیګرام په یوه پیغام کې ویلي چې روسیې په پرله پسې توګه د اوکراین پر ښارونو په ایران کې د شاهد په نوم د جوړ شوي بې پیلوټه الوتکو پر مټ بریدونه کوي. پیغام کې راغلي چې دا دریمه پرله پسې شپه وه چې روسیې په کیف باندې د بې پیلوټه الوتکو برید وکړ.

13.07.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more