ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په لویدیځه غاړه کې د اسرائیل په برید کې ۱۰ تنه وژل شوي

د اسرائیل پوځ د سه شنبې په ورځ جولای څلورمه (چنګاښ ۱۳) په لویدیځه غاړه کې د کډوالو په کمپ کې نورې پلټنې هم کړې او په پوځي عملیاتو کې د وژل شویو کسانو شمېر لسو ته رسېدلی دی.

04.07.2023 امریکا غږ

د وکیل د وژنې په قضیه کې د عمران خان د ضمانت خواست منظور شوی

د پاکستان د اسلام اباد هايکورټ په کوټه کې د وژل شوي وکیل د وژنې په قضیه کې د پاکستان د پخواني وزیراعظم او تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د ضمانت خواست منظور کړی دی.

04.07.2023 ډیوه

د افغانستان او بنګله دېش کرکټ سیالۍ؛ تمیم اقبال: ۱۰۰ فیصده جوړ نه یم، خو لوبه کوم

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د کرکټ د دریو یوې ورځنیو لوبو لړۍ د چهارشنبې په ورځ جولاۍ پنځمه (چنګاښ ۱۴) د بنګله دېش د چیتاګانګ په ښار کې پیلیږي.

04.07.2023 امریکا غږ

د طالبانو حکومت په یوه میاشت کې د ښځو د سینګار ځایونو د بندولو امر کړی دی

واشنګټن ــــ د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پر ښځو د بندیزونو یو بل تازه ګام اخیستی، په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې یې د ښځو د سینګارځایونو مالکانو ته ویلي، چې خپل کارونه بند کړي. د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د لوی اختر په وینا کې ویلي وو، چې ژر به په افغانستان کې بشپړ او واقعي اسلامي نظام عملي‌کړي او وایي په دې کار کې به د نړۍ د هیڅ هېواد تر اثر لاندې را نه شي. رویټرز خبري ایجنسۍ وایي د وزارت ویاند محمد صادق عاکف د سه شنبې- نهې په ورځ ویلي، چې دغو سینګارځایونو ته په یوه میاشت کې دننه د بندېدو امر شوی دی. اسوسیېټیډ پریس خبري ایجنسۍ وایي د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې- چې د جون پر 24مه جاري شوی- ویل شوي چې دا اقدام یې د خپل مشر ملا هبت الله اخوندزاده د زباني امر په بنیاد کړی دی. د دې امر له مخې به یوه میاشت وروسته ښځې د کابل په ګډون په ټول افغانستان کې د سینګار ځایونو د چلولو اجازه ونه لري. په اعلامیه کې د کابل بلدیې یا ښاروالۍ څخه غوښتل شوي چې له دې وروسته ښځو ته د سینګار ځایونو د پرانیستلو لایسنس ور نه کړي. د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د دې پرېکړې په بنیاد په کابل او ولایتونو کې د ښځو د سینګارځایونو بورډونه او انځورونه پاک کړي وو. د وي او اې اشنا د رپوټ له مخې په افغانستان کې له اوږدې مودې راهیسې په ښارونو کې د ښځو سینګارځایونه وو، خو په تېرو شلو کلونو کې ډېر زیات شوي وو. په کابل کې د یوه سینګارځای خاوندې د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ته وویل، چې تر اوسه یې د طالبانو د امر بالعمروف وزارت له خوا د کار بندولو څه امر نه دی تر لاسه کړی. خو په بغلان کې ځینو سرچینو د نوم نه اخیستو په شرط وي او اې ته وویل، چې په دغه ولایت کې د ښځو ټولو سینګارځایونو ته د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت امر په اړه معلومات ورکړل شوي دي. طالبانو د 2021 کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسېدلو وروسته په پرله پسې ډول پر ښځو او نجونو باندې بندیزونه لګولي دي. څه کم دوه کاله کیږي په دغه هیواد کې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو کې د نجونو تعلیم ځنډولی شوی او د تېر 2022م کال د دسمبر له 20مې وروسته په پوهنتونونو کې هم نجونې او ښځې له تعلیمه محرومه شوې دي. طالبانو په خپل تېر حکومت کې هم داسې "اسلامي نظام" عملي کړی وو، چې د ښځو پر تعلیم او کار یې بشپړ بندیز لګولی وو او په اوسني حکومت کې یې هم د هغوی پر تعلیم له بندیز سره سره په سرکاري او غیرسرکاري ادارو کې د ښځو کار یا ډېر محدود کړی یا یې منع کړی دی. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې په خپل وروستي رپوټ کې ویلي وو چې د 2021م کال له ستمبره بیا د 2023م کال تر مې میاشتې پورې د طالبانو حکومت د ښځو د محدودولو لپاره تر 50 ډېر فرمانونه جاري کړي دي. د طالبانو حکومت تر دې مخکې ښځې پارکونو، حمامونواو ورزشي کلبونو ته له تللو هم منع کړې او له کوره بهر د حجاب له اغوستلو سره سره یې ورته امر کړی چې له کورني محرم پرته اوږده سفرونه ونه کړي. د بشري حقونو نړیوالو ادارو د طالبانو د حکومت دا اقدامات د ښځو خلاف یو منظم جنسیتي اپارتایډ یا توپیر بللی او له طالبانو یې بیا بیا ددغو ټولو بندیزونو د لرې کولو غوښتنې کړې دي . خو د طالبانو د حکومت په پرله پسې ډول دا په خپلو کورنیو چارو کې د بهرنیو لاسوهنه ګڼي او وایي د "اسلامي شریعت" په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دی.

04.07.2023 ډیوه

ایران درې طبي کارکوونکي پر ښځو د جنسي تیري په تور اعدام کړل

ایران د سه شنبې په ورځ جولای څلورمه (چنګاښ ۱۳) درې کسان په دې تور اعدام کړل چې ښځې به یې د پلاستیکي جراحۍ یو "جعلي کلینیک" ته بللې او د بې هوښۍ د درملو ورکولو وروسته یې ورباندې جنسي تیری کاوه.

04.07.2023 امریکا غږ

کراچۍ: د امریکايي ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ کرنسۍ ارزښت 10 روپۍ پورته شوی دی

د پاکستانۍ روپۍ په مقابله کې امریکايي ډالر په يوه ورځ کې لس روپۍ ارزان شوی دی، د پېسو د بدلوونکو اتحادیه وايي نن د نهې/ سه شنبې په سهار چې بېنکونه خلاص شو د کاروبارونو په پېل کېدو سره ډالر 15 روپۍ ارزان شوی خو ماسپښين بيا د یو ډالر قيمت لس روپۍ کم وو.

04.07.2023 ډیوه

این حق من است (تکرار)

این حق من است (تکرار)

04.07.2023 ازادي راډیو

پوتزل: پر ښځو د بندیزونو دوام به تل له نړۍ سره د طالبانو په اړیکو سیوری غوړولی وي

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر" یوناما" مرستیال وايي، چې که چیرې پر ښځو باندې محدودیتونه همداشان دوام ولري نو نړیوالې ټولنې سره به د طالبانو اړیکې هم هیڅکله ښې نشي.

04.07.2023 امریکا غږ

دا زما حق دی (تکرار)

دا زما حق دی (تکرار)

04.07.2023 ازادي راډیو

طالبانو افغانستان کې د ښځو د سینګار خونو د بندېدو امر کړی

د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په کابل او ولایتونو کې د ښځو سینګار خونو ته ویلي، چې تر یوې میاشتې پورې دې خپل فعالیتونه بند کړي.

04.07.2023 امریکا غږ

ډبلیو اف پي: افغانستان سره د هند د مرسته شویو غنمو لومړۍ جوپه هرات ته رسیدلې

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، چې د هند له خوا افغانستان سره د مرسته شویو لس زره ټنه غنمو یوه جوپه د چابهار بندر له لارې د هرات ولایت ته رسیدلې، چې ټاکل شوې د اوړو کولو وروسته به په ۳۴ ولایتونوکې مرستو ته په اړو کسانو وویشل شي.

04.07.2023 امریکا غږ

امریکا کې په ډزو کې ۴ تنه وژل شوي

د متحده ایالاتو د پنسلوانیا ایالت د فلاډیلفیا په ښار کې په سیمه ایز وخت دوشنبه جولای ۳ (چنګاښ۱۲) د شپې ناوخته په ډزو کې لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپي شویدي.

04.07.2023 امریکا غږ

که عمران خان او مېرمنه يې نن نيب ته وړاندې نه شي نو وبه نيول شي؟

ټاکل شوې ده د پاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان اؤ د هغه میرمنه بشرا بي بي نن نهې - سه شنبه د غبن په یوه مبینه مقدمه کې د احتساب ملي ادارې نیب ته وړاندې شي. نیب ته د عمران خان له وړاندې کیدو یوه ورځ د مخه دهیواد قایم مقام یا سرپرست صدر صادق سنجراني د نیب په ترمیمي ارډیننس لاسلیک کړی چې له هغې وروسته اوس نیب ته د پلټنو په مهال د تورن تن د نیولو واک په لاس ورغلی دی. د نیب د ترمیمي ارډیننس لاسلیک کیدو سره د ملزم د بدني ریمانډ موده د 14 ورځو نه 30 ورځو ته غڅول شوې ده اؤ څېړونکي وایي که چرې نیب له دې ارډیننس لاسلیک کیدو نه وروسته اوس عمران خان ګرفتار کړي نو لږ تر لږه به په دوؤ میاشتو کې د هغه ضمانت ممکن نه وي. پاکستاني رسنۍ وایي نیب د القادر د غبن په مبینه دوسیه کې نن د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان اؤ د هغه مېرمنه بشرا بي بي وربللي دي اؤ دوي څخه به د دغه دوسیې په اړه سختې پوښتنې وکړي. د ایکسپریس رسنۍ په رپورټ کې ویل شوي چې نیب د عمران خان له ښځې بشرا بي بي قابو 11 مهمې پوښتنې کړي اؤ هغې ته یې ویلي چې په نننۍ ورځ د دغو پوښتنو ځوابونه اؤ مهم اسناد د نیب مخې ته وړاندې کړي. رپورټ کې ویل شوي چې د هغې نه شوؤ پوښتنو کې د القادر پوهنتون د زمکې د اخستو تفصیلات اؤ د زمکو د سوداګر ( ملک ریاض) نه د ترلاسه شوؤ تحفو تفصیلات غوښتل شوي دي. تر دې وړاندې هم په نهم مې د نیب لخوا د القادر ټرسټ د غبن په قضيه کې پخوانی وزیراعظم عمران خان د اسلام اباد هايکورټ د احاطې څخه نيول شوی ؤ چې بیا دهغه د ګرفتارۍ پرضد ګرد هیواد کې د هغه د ګوند پلویانو قهرجن احتجاجونه کړي وؤ اؤ تر هغې وروسته عمران خان د عدالت لخوا په ضمانت خوشې کړل شوی ؤ. پاکستاني مطبوعات وایي د القادر ټرسټ د غبن د مبینه دوسیې پلټنې وروستي پړاؤ ته ننوتلي دي اؤ په دې دوسیه کې څه وخت هم عمران خان اؤ د هغه میرمنه نیول کیدای شي. نن چې عمران خان اؤ د هغه میرمنه د القادر ټرسټ د غبن مبینه دوسیه کې نیب ته وړاندې کیږي نو له دې یوه ورځ وړاندې دهیواد قایم مقام صدر صادق سنجراني د نیب په ترمیمي ارډیننس لاسلیک کړی دی. د دې لاسلیک نه وروسته اوس نیب ته اختیار په لاس ورغلی دی چې د پلټنو په مهال هم ملزم ګرفتار کړي. عمران خان اؤ میرمنه یې په تېر نوټس نیب ته نه وؤ وړاندې شوي خو د ترمیمي ارډیننس لاسلیک کیدو نه وروسته که اوس یو ملزم یا تورن تن د نیب سره مرسته نه کوي نو د نیب چیرمین به د هغه د ګرفتارۍ وارنټ ویستلی شي. د ارډیننس له مخې به ملزم ته خپله بې ګناهي پخپله ثابتول وي اؤ هغه به د هیڅ یوې انکوایرۍ په ضد عدالت ته نه شي تللی. په اسلام اباد کې د عدالتي چارو خبریال ثاقب بشیر په ټویټر لیکلي د صدارتي ارډیننس سره چې د نیب د جسماني ریمانډ موده د 14 ورځو نه 30 ورځو ته غځېدلې ده نو اوس به لږ تر لږه تر دوؤ میاشتو د عمران خان ضمانت ممکن نه شي. هغه وایي د دې ترڅنګ به اوس د عمران خان پر ضد د توشه خانې دقضیې سرته رسولو کې هم چټکتیا راځي اؤ امکان یې ښودلی دی چې دتوشه خانې قضیه کې به دالیکشن نه وړاندې عمران خان نااهله وګرځولی شي. د القادر ټرسټ دوسیه څه ده؟ په عمران خان موجوده حکومت تور لګولی چې کله هغه په اقتدار کې ؤ نو د القادر ټرسټ په نوم دیو خېریه بنسټ لپاره یې د پاکستان دننه د زمکو د یو لوی کاروباري ملک ریاض نه د جهلم په سوهاوه سیمه کې د القادر پوهنتون لپاره 458 کناله زمکه ترلاسه کړې وه. القادر پوهنتون د القادر ټرسټ یا بنسټ د سیوري لاندې فعالیت لري اؤ عمران خان اؤ د هغه میرمن ددغه بنسټ مسولین یا مشران دي. عمران خان دریځ لري چې دا زمکه ورته د القادر پوهنتون لپاره ملک ریاض عطیه کړې وه خو حکومت بیا وایي چې دا معامله د عطیې یا چندې نه ده بلکې د بحریه ټاون د مالک ملک ریاض اؤ عمران خان د تېر حکومت ترمنځ د شوي یو پټ تړون برخه ده. حکومت دعوه لري چې برتانیه کې ګنګل شوي د ملک ریاض 190 میلیونه پاونډونه (چې پاکستاني روپو کې څه باندې 60 اربه روپۍ جوړیږي) برتانیې د پاکستان حکومت ته سپارلې وؤ خو د عمران خان حکومت بیا دا پیسې د ملک ریاض په ذمه ورپورې هغو 460 اربو روپو کې شمارلې وې چې سپریم کورټ یې دکراچۍ د بحریه ټاون په قضیه کې ملک ریاض ته د ادا کولو امر کړی ؤ. حکومت دعوه لري چې د جهلم په سوهاوه سیمه کې ملک ریاض هم د دې پیسو په بدل کې عمران خان له 458 کناله زمکه د چندې په نوم ورکړې ده. د عمران خان دریځ د ګل/دوشنبې په ماسخوتن په سپېس خپله وینا کې عمران خان سپیناوی وکړو چې د برتانیې لخوا راغلې پیسې یې ځکه د سپریم کورټ په اکاونټ کې جمع کړې وې چې ورته ویل شوي وؤ که داسې نه کوي نو بیا به د دغو پیسو پاکستان ته راوړلو لپاره برتانیه کې کیس کوي اؤ په هغې که اووه، اته کاله وخت ولګي نو هغه دا ذمه واري نشته چې پاکستان به دا کېس وګټي. عمران خان دریځ خپل کړو چې د القادر ټرسټ نه هغه ته هیڅ ګټه نه رسیږي اؤ که حکومت د سپریم کورټ فنډ کې د دې پیسو په جمع کولو اعتراض لري نو باید چې سپریم کورټ کې د دې اقدام پرضد عریضه وکړي.

04.07.2023 ډیوه

مصنوعي ذهانت نړېوال امن ته څه خطرې پېښوي؟ ملګري ملتونه ورباندې وړومبۍ غونډه جوړوي

واشنګټن  - د ملګرو ملتونو سېکوریټي کونسل یا امنیت شورا، نړېوال امن او امان ته د مصنوعي ذهانت له خوا د ممکنه خطرو په باب د وړومبي ځل دپاره یوه غونډه جوړوي. د دې غونډې انتظام د برطانیې په غاړه دی، کوم چې د آټونوموس یا خودمختاره اسلحو او یا د جوهري اسلحو د کنټرول په شان برخو کې د مصنوعي ذهانت په ممکنه استعمال کې سترې خطرې ګوري. په ملګرو ملتونو کې د برطانیې سفیرې باربارا ووډوارډ د ګل/دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د جولائی د اتلسمې نېټې غونډه به په دې میاشت کې د برطانیې د مشرتابه لاندې د سېکوریټي کونسل مرکزي اېجنډه وي. په دې کې به د مصنوعي ذهانت نړېوال ماهرین او د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل انټونیو ګوتېرېش تقریرونه هم شامل وي. ګوتېرېش تېره میاشت د ترقي یافته مصنوعي ذهانت په اړه خبرداری، ډېر اهم بللی و. د ملګرو ملتونو مشر زیاته کړه: «دغو ساینسدانانو او ماهرینو په نړۍ غږ کړی چې باید اقدام وکړي، مصنوعي ذهانت د بشر دپاره یو وجودي خطره اعلانه کړي چې د جوهري جګړې ګواښ ورسره دی.» گوتېرېش په سپټمبر میاشت کې پلانونه اعلان کړل چې ترمخه یې د مصنوعي ذهانت په باب یو اېډوایزري یا مشورتي بورډ جوړ کړی شي او هغه ګامونه دې معلوم کړي چې ملګري ملتونه یې په دې اړه اوچتولی شي. هغه دا هم وویل چې د مصنوعي ذهانت په اړه د ملګرو ملتونو د یوې نوې ادارې د جوړېدو طرفداره دی، او وړاندیز یې وکړ چې دا اداره دې د اېټمي انرجۍ د نړېوالې ادارې غوندې وي کوم چې علمي اړخ لري او د ځینو ضابطو جوړولو واک اختیار هم ورسره شته. د برطانیې سفیرې وویل چې ملک یې غواړي داسې څو اړخیزه تګلارې ته فروغ ورکړي چې هم د مصنوعي ذهانت مثبت اړخونو ته ترقي ورکړی شي او تنظیم کړی شي، او هم هغه خطرې چې مصنوعي ذهانت یې پېښولی شي، هغه قابو کړی شي. هغې ټینګار وکړ چې د مصنوعي ذهانت د مفاداتو اړخ عظیم دی او دا توان په کې شته چې د ملګرو ملتونو ترقیاتي پروګرامونو سره مرسته وکړي، د انساني امداد عملیات بهتره کړي، د امن ساتلو عملیاتو سره مرسته وکړي، او د جنګ په مخنیوي کې هم کومک وکړي او د ډېټا په ټولولو او تجزیې کې هم برخه واخلي. د هغې په باور، د مصنوعي ذهانت په مرسته د غریبو او ترقي یافته ملکونو ترمنځ فرق هم له منځه تللی شي. مګر مېرمن ووډوارډ دا هم وویل چې د مصنوعي ذهانت د خطرو اړخ، د امن په اړه سنجیده پوښتنې راپیدا کوي چې باید ورته توجو وشي. د مصنوعي ذهانت د ټېکنالوجۍ په یو دمي پرمختګ سره، یورپ اوس په نړې کې د مصنوعي ذهانت په اړه د ضابطو په جوړولو کې مخکښ حیثیت لري. د جون په څوارلسمه د یورپي اتحاد پارلېماني غړو د مصنوعي ذهانت په باب د جامع قوانینو اولنې بسته منظوره کړه. په مئې میاشت کې د مصنوعي ذهانت د یوې کمپنۍ مشر چې چټ جي پي ټي یې جوړ کړی دی، د امریکې سنېټ ته وویل چې د مصنوعي ذهانت د قوي کېدونکي سیسټمونو د خطرو کمولو دپاره د حکومتونو مداخلت ډېر اهم دی. هغو پخپله هم وویل چې د مصنوعي ذهانت د اثراتو په اړه فکرمند دي.

04.07.2023 ډیوه

موډیز: د آی اېم اېف تړون سره به هم د پاکستان اقتصادي فعالیتونه د اغېزو لاندې وي

د اقتصادونو د درجه بندۍ نړیواله ادارې موډیز وایي د نړیوالې مالیاتي ادارې آی اېم اېف اؤ پاکستان ترمنځ د دریوؤ اربو ډالرو د پور د تړون سره به د پاکستان مالي پوزیشن لږ شان ښه شي خو وایي په نزدې راتلونکي کې به د پاکستان اقتصادي فعالیتونه همدغسې اغېزمن پاتې وي. تېره اوونۍ د آی اېم اېف اؤ پاکستان ترمنځ د دریوؤ اربو ډالرو د پور په شوي تړون خپل بیان کې موډیز ویلي، دا په یقین سره نه شي ویل کیدای چې ګنې پاکستان به د آی اېم اېف نه دا درې اربه ډالر ټول په ټوله ترلاسه کړل شي. د موډیز بیان کې ویل شوي د آی اېم اېف د پیسو ترلاسه کیدو سره به پاکستان ته د نورو اړخونو نه هم د مالي کومک لپاره لاره هواره شي خو وایي پاکستان ته به د اوږدې مودې د استحکام یا ثبات لپاره اصلاحات کول اؤ خپله امدني سیوا کول وي. بیان کې وړاندوینه شوې چې په نزدې راتلونکې کې به د پاکستان اقتصادي فعالیتونه همدغسې اغېزمن پاتې شي، د سود اؤ ګرانۍ لوړه کچه اؤ حکومتي لګښتونه به سرمایه کاري د اغېز لاندې ساتي اؤ هم به پاکستان ته د بهرنیو لوړو پورونو ستنول ور په غاړه وي. تر دې یوه ورځ وړاندې د پاکستان د منصوبه بندۍ مرکزي وزير احسن اقبال هم ویلي وؤ چې د نړيوالې مالياتي ادارې [آی اېم اېف] سره تړون ترسره کېدل په دې معنا دي چې پاکستان ته یوه موقعه په لاس ورغلې ده خو دا مستقل حل نه دی. نوموړي د اتوار/یکشنبې په ورځ د پنجاب په ناروال ښار کې مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي وؤ پاکستان ته پېښې غټې مسلې نه خو آی اېم اېف، نه ورلډ بېنک او نه یې کوم دوست ملک هوارولی شي، بلکې خپلې مسلې به په خپله حل کوو. احسن اقبال ويلي، د آی اېم اېف د پروګرام سره به ولس ته دا خېر ورسیږي چې پاکستانۍ روپۍ به باثباته شي، او د درامداتو يا وارداتو په شکل کې ګراني به راکمه شي. خو اقتصاد پوهان وايي، د پاکستان د نړيوالې مالیاتي ادارې [ آی اېم اېف] سره د درېوو اربه ډالرو تړون يا "سټېنډ باي اګريمنټ" کېدو سره په سمدستي توګه د پاکستان د دیواليه کېدو خطره ختمه شوه، او د خپل اقتصاد ښه کېدو دپاره د اصلاحاتو او اقداماتو وخت ترلاسه شو. د اقتصاد پوهانو په وينا د آی اېم اېف د درېوو اربو ډالرو سره به په عام ولس نېغ په نېغه د ګرانۍ کمېدو په شکل کې کومه اساني نه راځي، د نړيوالې مالياتي ادارې د شرطونو سره ښايي سختي نوره سېوا شي خو د ديواليه کېدو په مقابله کې به سختي کمه وي.

04.07.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more