ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


روسي جنرال: د پوځ لوړ پوړو چارواکو د اوکراین په جګړه کې له خپلو سرتېرو سره خیانت کړی دی

 د روسیې یو جنرال وروسته له هغه له خپلې دندې ګوښه کړای شو چې د روسیې پوځي مشرتابه ته یې د اوکراین په جګړېکې د ناوړه وضعیت په اړه معلومات ورکړل.‌

13.07.2023 امریکا غږ

فعالان: طالبان ټویټر کې د بیان ازادي ستایي او پخپله اساسي‌ بشري حقونه تر پښو لاندې کوي

افغانو فعالینو او کارپوهانو د طالبانو د یو مشر انس حقاني هغو څرګندونو ته، چې ویلي یې دي ټویټر یوه بهتره ټولنیزه شبکه ده ځکه خلکو ته د بیان ازادي ورکوي، سخت غبرګون ښودلي دي.

13.07.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

13.07.2023 امریکا غږ

ولسمشر بایډن په ناروې کې سکانډیناوي هېوادونو له مشرانو سره وکتل

اروپا ته د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن پنځه ورځنی سفر، د پنجشنبې په ورځ د جولای ۱۳مه (چنګاښ ۲۳مه) د سکینډیناویا د پنځو هیوادونو سره مشرانو سره په یوې غونډې کې تر ګډون وروسته پای ته ورسید.

13.07.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

13.07.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

13.07.2023 امریکا غږ

د ږوب پر پوځي چاوڼۍ د وسله وال بريد مقدمه د نامعلومو خلاف درج کړل شوې، احتجاج دوام لري

د چهار شنبې په سهار د  ږوب پر پوځي چاوڼۍ د شوي  وسله وال برید مقدمه د نامالومو کسانو پرضد درج کړې شوې، نن په پنجشنبه  د ږوب ښار حالات عادي وو، خو و د کمشنر ږوب ډويژن د دفتر مخې ته احتجاجي  پرلت له دوو اوونيو تېرېدو څخه روان دی د امنیت غوښتنه کوي.

13.07.2023 ډیوه

روسيه: اوکراین ته د اف-۱۶جنګي جټ الوتکو لیږل به یو 'اټومي' ګواښ ‌وګڼل شي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د پنجشنبې په ورځ، د جولای ۱۳مه (چنګاښ ۲۲مه) وویل چې مسکو اوکراین ته د اف-۱۶جنګي جټ الوتکو استول چې د اټومي وسلو د لېږدولو توان لري، "اټومي ګواښ" ګڼي. اوکراین له اوږدې مودې راهیسې له خپل لویدیځو متحدینو څخه د روسیې د جګړې لپاره د نورو پوځي مرستو تر څنګ غواړي‌ په متحدو ایالتونو کې جوړې شوې پرمختللي اف-۱۶ جنګي جټ الوتکې ترلاسه کړي. لاوروف چې اوکراین ته د اف-۱۶ جنګي جټ الوتکو د سپارلو په تړاو د امریکا د متحدو ایالتونو د پلان په اړه خبرې کولې وویل: "روسیه نشي کولی د اټومي وسلو د لیږدلو لپاره د دې الوتکو وړتیا له پامه غورځوي. په دې برخه کې هيڅ ډول ضمانت د منلو وړ نه دی. بلخوا زموږ سرتیري نشي کولای چې د جګړې په ډګر کې دا معلومه کړي چې ایا دا ډول الوتکې په اټومي وسلو سمباله ده که نه." لاوروف د خپلو خبرو په دوام وویل: "مسکو به دا حقیقت چې د اوکراین وسله وال ځواکونه دا راز پرمختللي‌ سیسټمونه لري، د لویدیځ لخوا د یو اټومي ګواښ په توګه په پام کې ونیسي." د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې پداسې حال کې کوي،‌ چې هالنډ او ډنمارک د ۱۱ هیوادونو د ټلوالې د یوې برخې په توګه، په متحدو ایالتونو کې جوړې شويو د اف- ۱۶ جنګي جټ الوتکو لپاره د اوکرایني پیلوټانو د روزنې پروګرام مشري پرغاړه لري.‌ کیف ته د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا د اف- ۱۶ ډوله جنګي جټ الوتکو د ورکړې تر زرغون څراغ وروسته به دغه پروګرام د روان اګست میاشت کې، په ډنمارک کې پیل شي. د امريکا ولسمشر جوبايډن د روان کال د مې په ۱۹مه نېټه د جي-۷ هېوادونو په سرمشريزه کې ویلي وو چې واشنګټن به اوکراين ته د پرمختللو اف-۱۶ جنګي جټ الوتکو د ورکولو او د پيلوټانو د روزنې د پروګرام ملاتړ وکړي. روسیې اوکراین ته د اف-۱۶ جنګي‌جټ الوتکو د ورکولو په غبرګون کې بیا ویلي چې دا کار به په مستقیمه توګه امریکا د اوکراین په جګړه کې ښکیل کړي. خو د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي وویل چې د دې مسلې په اړه د زیاتو اندیښنو سره سره سپینه ماڼۍ ډاډمنه ده چې اوکراین به پر خپلو ژمنو ولاړ وي او د روسیې پر خاوره به د اف-۱۶ جنګي جټ الوتکو څخه کار نه اخلي. پر اوکراین د روسیې د پوځې یرغل راهیسې، ګڼ شمېر لویدیځو هېوادونو له اوکراین سره پوځي‌ مرستې کړې دي.‌ په دې لړ کې د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت تیر میاشت له اوکراین سره د ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د نويو پوځي تجهیزاتو مرسته اعلان کړه چې د پاټریوټ دافع هوا سیستمونه، کلسټر بمونه او ډېر نور مهمات په کې شامل دي. په همدې حال کې د اوکراین یوه جګپوړي پوځي چارواکي د پنجشنبې په ورځ ددې خبرې پخلی وکړ چې د کیف د امریکا د متحدو ایالتونو څخه کلسټر (خوشه یي) بمونه ترلاسه کړي دي. د اوکراین د پوځ لوړپوړی قوماندان الکساندر تارناوسکي له سي ان ان سره په مرکه کې وویل: "موږ د کلسټر مهمات تازه ترلاسه کړي دي، خو تر اوسه مو نه دي کارولي. دغه بمونه کولی شي [د جګړې ډګر] کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي." نوموړي زیاته کړه: "دښمن هم پوهېږي چې موږ به د دغو بمونو په ترلاسه کولو سره برلاسی ولرو." خو هغه په ورته وخت کې وويل چې دغه بمونه به په ګڼ مېشتو سيمو کې ونه کارول شي. د امریکا ولسمشر جوبایډن د جمعې په ورځ د جولای په اوومه، وویل چې اوکراین د مهماتو له کموالي سره مخامخ دی او له همدې امله یې کیف ته د کلسټر بمونو د لېږلو پرېکړه کړې ده. له سي ان ان سره په مرکه کې ولسمشر بایډن وویل چې اوکراین ته د کلسټرو بمونو د لیږلو پرېکړه د ده لپاره ډېره ستونزمنه وه، خو ده ټینګار وکړ چې د اوکراین د مهماتو د کموالي په پام کې نیولو سره اړینه وه چې دغه مهمات هغه هېواد ته ولېږدوي،‌ترڅو کیف د روسیې د پوځي یرغل په وړاندې د ځان دفاع وکړای شي. بایډن وویل: "زما لپاره ډیره ګرانه پریکړه وه، خو په هرصورت، ما په دې اړه له خپلو شریکانو سره خبرې وکړې." پر اوکراین د دریمې په پرله پسې شپې لپاره بریدونه د اوکراین په پلازمینه کیف کې چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې پر پلازمینې باندې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو برید په پایله کې یو تن وژل شوې دی. دغو چارواکو وویل چې د اوکراین د هوايي‌مدافع سیسټم تیره شپه د روسیې لږ تر لږه، لس بې‌پیلوټه الوتکې(ډرون) رانسکور کړل چې ځینې دغه بې پیلوټه الوتکې د استوګنې پر ودانیو را غورځیدلي دي،‌ چې ودانیو ته د زیان تر څنګ درې تنه یې هم ټپیان کړیدي.‌ د اوکراین پوځي ادارې د ټیلیګرام په یوه پیغام کې ویلي چې روسیې په پرله پسې توګه د اوکراین پر ښارونو په ایران کې د شاهد په نوم د جوړ شوي بې پیلوټه الوتکو پر مټ بریدونه کوي. پیغام کې راغلي چې دا دریمه پرله پسې شپه وه چې روسیې په کیف باندې د بې پیلوټه الوتکو برید وکړ.

13.07.2023 امریکا غږ

د نېټو سرمشریزه: اوکراین په اتحاد کې شامل نه شو خو مشر یې وایي «نېټو اوکراین کونسل» به کیف ور نیژدې کړي

واشنګټن ــــ د امریکا صدر جوبایډن د نېټو سرمشریزې ته د واشنګټن او د ده ایتلافیانو له خوا اوکراین سره د مرستو، د جمهوري قدرونو د تحفظ او د نړیوالو چیلېنجونو په اړه د ګامونو اخیستلو غږ کړی دی. د لیتوانیا په سر ښار وېلنيس کې د دوه ورځنۍ سرمشریزې غونډې په پای کې د امریکې صدر جوبایډن د اوکراین په اړه هیله مندي ښکاره کړه او له دې هېواد سره د مرستو جاري ساتلو ډاډ یې ورکړ: "مونږ به نه ځو، مونږ به نه وروستو کيږو، د اوکراین سره زمونږ ژمنې به نه کمزورې کيږي. د ازادۍ د پاره مونږ نن هم ودریږو، سبا به هم ولاړ یو او تر اخري وخت پورې به ولاړ یو".  صدر بایډن ماسکو ته یو سخت خبرداری ورکړ او ویې ویل چې په اوکراین د برلاسي  کېدلو په اړه روسي صدر ولادیمیر پوټین  اوس هم غلط باور لري: "هغه دا باور نه شي کولای چې دا ځمکه، وطن او راتلونکی د هغوی [اوکراینیانو] دي. دې ټول وخت کې چې څه شوي دي، د هغې باوجود پوټین اوس هم زمونږ په طاقت شک لري. هغه لا تر اوسه بده لوبه کوي". د نېټو عمومي مشر د سرمشریزې په دویمه ورځ د نېټو اوکراین کونسل جوړېدو اعلان وکړ او د دې شورا د پرانیستنې په مراسمو کې یې وویل چې دا ګام به دواړه لوري سره نیژدې کړي. ینس سټولټڼبرګ له اوکراین سره د نورو پوځي او مالي مرستو خبر هم ورکړ او ویې ویل، د روس د یرغل خلاف د اوکراین له ملاتړ سره به ډيرې سیمې ازادې شي او په نتیجه کې به یې اوکراین په مذاکراتو کې برلاسی وي. "له دې وروسته به نېټو او اوکراین په ګډه شورا کې سره یو ځای وي، په بېلابېلو برخو کې به خبرو ته دوام ورکوي او ګډې پرېکړې به کوي. دا نېټو ته د نیژدې کېدو په برخه کې د اوکراین لپاره مهم ګام دی." صدر جوبایډن د لیتوانیا په سرښار کې د نېټو سرمشريزه غونډه تاريخي بللې، ځکه چې پکې یو وار بیا په نېټو ایتلاف کې د اوکراین د شاملولو مرستې تکرار شوې، خو د اوکراین د غوښتنو باوجود د غړیتوب ورکولو هیڅ کره نېټه او ژمنې نه دي شوې.   د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي هم د نېټو غونډې په دویمه ورځ لیتوانیا ته ورغلی او د اتحاد له ګڼ شمېر مشرانو سره تر لیدو وروسته یې د غونډې په پای کې وینا کړې ده. صدر زلنسکي وویل، "زما په خیال زمونږ په اړه د سرمشريزې غونډې په پای کې زمونږ د مشرانو او د امنیتي‌ ضمانتونو په اړه یووالی لیدل شوی.‌ دا د دې سرمشريزې غونډې کامیابي ده".  زلنسکي د مغرب مرستې تر لاسه کولو د پاره تېر کال په ټوله دنیا کې ګرځېدلی دی. واشنګټن کیف ته کلسټر ګوله بارود ورکوي او زلنسکي د دې مرستې دفاع کړې ده. دا وسله د ناترسه وژنې توان لري‌ او د نړۍ د یو سل شلو نه زیاتو هیوادونو په دې پابندي لګولې ده. صدر زلنسکي غونډې ته وویل: "روس مسلسل زمونږ په علاقو کې کلسټر وسله کاروي. زمونږ په خاوره جنګ کوي،‌ زمونږ خلک وژني او د ډېرو کلونو راهسې کلسټر وسله يې کارولې ده".   د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د نېټو سرمشریزې ته وویل، د ده د هېواد ملاتړ ته دوام ورکول به یې د خلکو ژوند وژغوري. زلنسکي له صدر جوبایډن سره د لیدو په وخت له اوکراین سره د امریکې د 43 ارب ډالرو مرستې مننه وکړه.

13.07.2023 ډیوه

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

13.07.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه: ۹.۲ میلیون افغانان په اجباري توګه بیځایه شوي 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په نړۍ کې د افغان کډوالو د وضعیت او د داخلي بې ځایه شویو په اړه ارقام خپاره کړي. 

13.07.2023 امریکا غږ

د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

13.07.2023 امریکا غږ

پاکستاني او چينايي چارواکي وايي سيپېک راهداري د قرضو لومه نه بلکې د ترقۍ منصوبه ده

واشنګټن - د پاکستان او چین چارواکو په بيجنګ کې د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سيپېک) د منصوبو جاج اخستی او ویلي يې دي چې دې منصوبې د پاکستان په پرمختیا او د دواړو ملکونو ترمنځه په تجارت سېوا کولو کې اهم رول ادا کړی. ‎امریکا ګڼي چين پاکستان د قرضو په دام کې راګیروي خو پاکستان او چین دغه تورونه ردوي. ‎د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د کابینې د غړو سره په شریکه د سيپېک په اړه شوې غونډه کې برخه اخستې ده او په دې موقع يې ويلي ‎د سي پيک منصوبه د پاکستان د ټولنيز اقتصادي پرمختیا د پاره اهمه ده او د ده حکومت د منصوبې نه پوره پوره ګټو پورته کولو ته ژمن دی. ‎ د پاکستان دننه په وروستيو کې په چینايي مفاداتو سېوا کېدونکو وسله والو بريدونو چينايي مشران انديښمن کړي دي. دوی د پاکستان نه غوښتنې کوي چې د چینايي وګړو د تحفظ د پاره ګامونه پورته کړي. ‎ځینې ناقدين د امنیت او د پور د پيسو د واپس کولو په سر د فشار راتلو خبرداری ورکوي او وایي په غونډه کې هیڅ لوړ پوړې چينايي چارواکي ګډون نه دی کړی. ‎دوه میاشتې وړاندې په پېرس کې د لیدلو په وخت د چین وزیراعظم لي کیانګ د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف نه د ترهګره ډلو خلاف د ګامونو پورته کولو غوښتنه کړی وه. ‎د چين وزیراعظم  ويلي وو چين تمې لري پاکستان به په خپل هېواد کې د بیلا بیلو ترهګرو ډلو خلاف د نتیجې وړ او کوټلي عملیات وکړي او د چینايي ادارو او وګړو تحفظ به یقيني کړي. ‎د نومبر په میاشت کې چې کله شهباز شریف د چین د صدر شي جین پینګ سره ملاقات کړی وو په هغې کې هم ورنه په پاکستان کې د چينايي وګړو او منصوبو د تحفظ غوښتنه شوی وه. ‎د دواړو هېوادونو چارواکو د سيپېک منصوبه د پاکستان د بنیادي اډاڼې او د توانایۍ او د ټولنیزې  پرمختیا منصوبه بللې او ویلي يې دي چې په تېرو لسو کالو کې په دوه اړخیز تجارت کې هم اضافه رامخې ته شوې ده. ‎د چين د قامي پرمختیا او اصلاحاتو کمېشن مرستیال مشر کونګ ليانګ ويلي په تېرو لسو کالو کې پرله پسې تر اتو کالو پورې چین د پاکستان تر ټولو غټ تجارتي ملګرې پاتې شوی دی. ‎په کال 2022م کې د دواړو ملکونو ترمنځ دوه اړخیز تجارت 26.5 ارب ډالره ته رسېدلی دی. په پاکستان کې وړومبۍ «سب وې» او د جديد «اېکسپریس وې» ځینې برخې د مکمل کېدلو وروستو د ټرېفیک د پاره خلاصې شوې دي.   ‎د سيپېک منصوبې د لس کاله پوره کېدلو په وخت بېجنګ کې د ګډې همکارۍ کمېټۍ د دوولسمې غونډې په وخت چارواکو وویل چې دې منصوبې په دواړو هیوادونو کې د اوچت معیار ترقي رامخې ته کړې ده. ‎د سيپېک منصوبې د روڼتیا په اړه خپله په پاکستان کې دننه او په نړیواله کچه پرله پسې پوښتنې راپورته شوي دي. مغربي چارواکي او په خاصه توګه امریکا تور لګوي چې د چين قرضې د هیوادونو د راګیرولو یو دام دی. پاکستان او چین دغه نیوکې او تورونه ردوي. ‎د پاکستان د منصوبه بندۍ او د ترقۍ د پاره مرکزي وزیر احسن اقبال ویلي چې د سيپېک منصوبې په پاکستان کې د نتیجې وړ ترقي رامخې ته کړې ده. احسن اقبال د ډیټ ټرېپ یعني د قرضونو د دام تورونه رد کړل. ‎احسن اقبال ويلي دې منصوبې د پاکستان سره د توانایۍ د کمي په قابو موندلو او د بنیادي اډاڼې په ترقۍ کې مرستې کړې دي او وايي د سيپېک په منصوبو کې د قرضونو دام نشته: "دې خلکو ته روزګارونه ورکړي دي، دې پاکستان سره په نوو ټیکنالوجیو پوهېدلو کې مرستې کړې دي. نقادان سوځي ځکه چې د دوی سره د ورکولو د پاره څه هم نه شته". ‎د سيپېک منصوبه په کال دوه زره دیارلسم کې شورو شوې وه او دعوې شوې وې چې دا به پاکستان په سیمه کې د کاروبار مرکز جوړ کړي. ‎د دواړو ملکونو چارواکي وايي چين نیغ په نیغه د 25 ارب ډالرو نه زیاته سرمایه کاري کړې ده او تمه ده چې په کال 2030م کې دا 62 ارب ډالرو ته ورسېږي. ټاکل شوې چې تر هغه وخته پورې به د یو شمېر صنعتي‌ زونونو په ګډون د سيپېک ټولې منصوبې پای ته ورسيږي. ‎د پاکستان د سېنټ د فاع کمیټۍ مشر مشاهد حسين په دې اړه وايي چين ګڼي چې د امنیت مسله د سيپېک د پرمختیا په لاره کې خنډ جوړیږي. هغه وايي چينايي مشران په پاکستان کې د خپلو وګړو او د ادارو د امنیت په اړه پرله پسې غوښتنې کوي له دې معلوميږي چې پاکستان د چينايي کارمندانو تحفظ نه دی يقيني کړی چې دا د پاکستان او چين په اقتصادي همکارۍ او په پاکستان کې دچین په سرمايه کارۍ ډېرې بدې اغېزې لرلی شي. ‎په کال 2021م د جولای په میاشت کې نهه چینايي وګړي په یو ګاډي شوي ځانمرګي برید کې وژلی شوي وو.‌ دوي په داسو ډیم کار کاوه. چا د بريد پړه نه وه منلې او پاکستان يې هم د پلټنو معلومات نه دي‌ شریک کړي. ‎دغسې په 2022م د اپریل په میاشت کې یوې ښځینه ځانمرګې حمله کوونکې په کراچۍ کې درې چینايي استاذان وژلی وو. ځینې سرچینې وايي چیینایي چارواکو ته د استخباراتو د لارې معلومه شوې ترهګر په اسلام اباد کې د چین سفارت په نخښه کول غواړي. ‎څېړونکي وايي د پاکستان د اقتصادي ستونزو او د وسله والو د بریدونو په وجه په سيپېک منصوبو کار ورو شوی دی. ‎د واشنګټن په څیړنیزه اداره ویلسن سینټرکې د جنوبي ایشیا د چارو څیړونکي مایکل کوګلمین په یو لیکلي پيغام کې وي او اې ته ويلي د سيپېک په اړه ډېرې دعوې شوې وې خو دغه منصوبه په خپلو هیلو کې پاتې راغلې او په خاصه توګه د توانایۍ د اډاڼې په شان مونږ ډېر اهمې منصوبې هم لیدلې دي. ‎هغه وايي خو د پاکستان د اقتصادي ستونزو او د امنیت په اړه د چین اندیښنو د سيپېک زور کم کړی دی. د دواړو هیوادونو د غټو دعوو باوجود راهدارۍ ته نقصان رسیدلی دی. پاکستان باندې د بجلۍ د چینايي کمپنو 1.26 ارب ډالره پور دی او د وخت سره دا نور هم سېوا کيږي. چين د دې قرضو د ځنډولو یا دې ته د بیا کتنې نه انکار کړی او دغسې د سيپېک پور هم چین ته بیرته ورکول دي.‌ د چین قرضې د پاکستان د ټولو قرضو نیزدې دېرش فيصده دي. په اسلام اباد کې د چين استازی پينګ چن شو وايي ډېر په خوشالۍ او فخر سره ویلی شي چې سيپېک د نړیوالې منصوبې بیلټ اینډ روډ انيشيټو یوه اهمه او کامیابه منصوبه ده. ‎هغه وايي په دې کې هیڅ شک نه لري چې د سيپېک د لس کاله کامیابۍ نه پس به چین او پاکستان په ګډه د سيپېک د اوچت معیار او د ترقۍ د پاره هلو ځلو ته دوام ورکړي. ‎“د چين او پاکستان تر منځ به یوه داسې شریکه ټولنه جوړه کړی شي چې په نوي دور کې به یو ګډ راتلونکی ولري”. یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات د سیپېک په اړه د پاکستان له سرکاري ویبپاڼې او خبري ایجنسیو اې پي، اې ایف پي او رویټرز څخه اخیستل شوي دي.

13.07.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

13.07.2023 امریکا غږ

د امریکا د ګلف لوبې په ټولنه کې د سعودي عربستان د پانګونې په اړه کانګرس اندېښنه ښودلې

سعودي‌عربستان پتېیلې ده چې په امریکا کې د ګلف د لوبې په برخه کې لږ تر لږه یو میلیارد ډالر پانګونه وکړي خو د متحده ایالاتو د کانګرس غړو په دې اړه اندېښنه ښودلې ده. 

13.07.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more