د بشري حقونو څار سازمان د سودان په مشرانو د نورو بندیزونو غوښتنه وکړله
د بشري حقونو څار ادارې جمعه اګست ۴ (زمري۱۳) له ملګرو ملتونو او متحده ایالاتو وغوښتل چې په سودان کې په هغو کسانو نور بندیزونه ولګوي چې د دارفور په سیمه کې یې ظلم کړی او د سیمې په خلکو د برید کولو ګواښونه لا پسې ډیر شوي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
د سعودي عرب په جده ښار کې په اوکراین کې د امن په اړه نړیواله غونډه کې به چین هم شرکت کوي
د اوکراین صدر ولادېمیر زېلېسنکي د دې امید اظهار وکړو چې د جدې خبرې اترې به د سږ کال په اخیره په اوکراین کې د امن دپاره د نړیوالو سرمشریزې غونډې دپاره چوکاټ برابر کړي
د سقط جنین پر سر د جنجال له کبله د امریکا د نظامي ځواکونو دوه څانګې تائید شوي مشران نلري
د متحده ایالاتو د سنا په مجلس کې د الباما ایالت یو جمهوري غوښتونکي سناتور ټامي ټیوبرویل د دفاع وزارت یا پنټاګان څه باندې ۳۰۰ مقاماتو چې د بیلا بیلو څوکیو لپاره نومول شوي، د تائید کیدو د پروسې مخه نیولې.
زیر آسمان کبود (تکرار)
زیر آسمان کبود (تکرار)
روېټرز: د پاکستان وزیراعظم غواړي چې پارلېمنټ دې د اګست د نهمې نېټې پورې تحلیل کړی شي
روېټرز په خپل رپورټ کې وویل چې پاکستان کې نوي انتخابات به په داسې حال کې کېږی چې داسې ګنګوسې وې چې د تېرو څو میاشتو راهسې سیاسي او اقتصادي مسلې ممکنه ده چې د ۲۲۰ مېلین ابادۍ یو داسې ملک انتخاباتو وځنډوي چې په اېټمي وسله سنبال
تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
د يورپ د پرتګال 28کلن سېلګری د پاکستان په بلوچستان صوبه کې په ترافيکي پېښه کې مړ شوی
د چارواکو په وينا اته ویشت کلن "نونوميګول ويليو کاسټنهيريا" له ايران څخه تيره ورځ د پاکستان و صوبه بلوچستان ته پر خپل ځانګړي ډول موټر سايکل داخل شوی و. د ايران و سرحدي سيمه ته ورڅېرمه د چاغي ضلعې مچھ تالو په سیمه کې د جمعرات په ورځ په ترافيکي پېښه کې مړ شوی. د چاغي د ليويز چارواکو په وينا ايراني ساخته زمباد نومي موټر د نونوميګول ويليو کاسټنهيريا موټر سايکل سره ټکر شوی چې په نتيجه کې پرتګالی سېلګری سخت ټپي شوی۔ وايي په نېږدې روغتون کې يې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه۔ د ليويز چارواکو د نوم نه ښکاره کولو په شرط ډيوه ته وويل، " نونوميګول ويليو کاسټنهيريا د سړک له خپل لوري څخه و مخالف لوري ته اوښتی وو چې مخامخ راروان موټر سره ټکر شوی، په لومړيو معلوماتو کې داسې معلومه شوې چې غلطی له موټر سايکل چلونکي سېلګري څخه شوې ده۔" چارواکي وايي موټروان يې نيولی او د هغه پر ضد يې مقدمه درج کړې او د پېښې نور تحقيقات يې روان کړي دي۔ د بلوچستان وزير اعلا مير عبدالقدوس بزنجو او د کورنيو چارو وزير مير ضيا لانګو د هغه پر مرګ خواشيني څرګنده کړې۔ په سرکاري جاري کړي خبر کې ويل شوي چې د پرتګالي سېلګري مړی يې د کوټې سيول روغتون ته رسولی او د هغه جسد به و خپل هيواد ته له پوره حکومتي پرټوکول سره لېږل کېږي۔ په خبر کې ليکل شوي چې د پاکستان د وزارت خارجه په واسطه د پرتګال له سفارت د خبر ورکول شوی او لوړ پوړي چارواکي ورسره په تماس کې دي۔ پدې اړه د پرتګال له لوري کوم دريځ تر اوسه مخې ته ندی راغلی۔ د سيول روغتون کوټې د پوليس سرجن ډاکټر عايشه فېض و رسنيو ته ويلي، په لومړنيو طبي تحقيقاتو کې معلومه شوې، " د نونو کاسټنهيريا، سر، سينه، پښې او لاسونو سخت ټپي شوي و، د هغه يو لاس هم مات شوی وو چې له هم دې کبله يې ساه ورکړې ده۔" د چاغي د ليويز چارواکو په وينا له وژل شوي سېلګري سره د جرمني اوسېدونکي د هغه دوه نور ملګري هم پر خپلو موټر سايکلونو پاکستان ته راداخل شوي و او د پاکستان له سېل کولو ورستو به هندوستان ته داخيلدل۔ وايي هغه د پېنځوست ملکونو په سفر راوتلی وو۔ د ځاي چارواکو په وينا د خارجي سيل ګرو د خونديتوب لپاره د ليويزو عسکر له دوی سره ملګري کړل شوي وو خو وايي چې د موټر سايکل چلونکي سېلګر له پوښتنې پرته د ليويز تر موټرو په مخه تللي چې پېښې سره مخ شوې دي۔ د چاغي يوه ليويزو چاروکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل چي ياد سیلګري سره ټکر کونکي زامباد موټر کي و افغانستان ته کهاد (کيماوي مواد) قاچاک کېدل۔ خو ډيوه په ازاده توګه د دې تور تصديق و نه کړای شو۔ دغه شين رنګي ايراني ساخته زامباد نومي موټران د پاکستان له همسايه ملک ايران څخه د پېټرولو ډيزلو،کيماوي موادو، خوراکي موادو په قاچاق کې پر لويه کچه استعمالیژي۔ دا موټر په کم قيمه خو زيات وزن وړونکي موټر ګڼل کېږي۔ د پېښې پر ضد پر ټولنيزو رسنيو هم تود بحث روان دی او پر حکومتې نيوکې کېږي چې حکومت د سېلګرو ژوند په خوندي ساتلو کې ناکامه ښکاري۔ خو حکومتي چارواکي دا يوه حادثه بولې او وايي د پېښې پوره تحقيات په کولو کې به يوه کمې هم نه پرېږدي۔
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ټرمپ په عدالت کې په هغه د لګېدلو جرمونو نه انکار کړی او دا يې يوه سياسي ځورونه بللې
د امريکا پخواني صدر ډونلډ ټرمپ د زيارت/پانجشنبې په ورځ د واشنګټن په يو عدالت کې په ځان لګېدلي جرمونو نه انکار کړي او دغه يې يوه سياسي ځورونه بللې. هغه وويل "دا د يو سياسي مخالف ځورول دي. په امريکا کې داسې کېدل نه و پکار" خو د هغه خپل مرستيال صدر ماېيک پېنس چې په راتلونکې پېشۍ کې به د ګواه په حيث وړاندې کيږي. د ټرمپ د دغې خبرې سره مخالفت کوي او وايي "زه امريکايي ولس په دې خبره خبرول غواړم چې زه د انتخاباتو د ړنګولو هيڅ اختيار نه لرم. صدر ټرمپ ماته ويلي وو چې زه هغه د آيين نه اوچت اوګڼم خو ما د آيين ملاتړ اوکړو". په پخواني صدر ټرمپ په کال ۲۰۲۰م کې د صدارتي انتخاباتو د نتيجو د ړنګولو د سازش څلور جرمونه لګول شوي دي او مقدمه يې روانه ده. ښاغلی ټرمپ چې د کال ۲۰۲۴م د انتخاباتو د پاره د ريپبلکن ګوند لخوا د سر امیدوار دی په دې جرم کې نيول شوی نه دی او مقدمه يې روانه ده. د بروکنګ انسټيټيوټ څيړونکې ايلېن کمارک دا يوه کړکېچنه قانوني مسله ګڼي او وايي "مونږه په يو عجيبه ځاېې ولاړ يو. هغه د مقدمې په وخت هم انتخابات کولی شي ځکه چې په هغه لا جرم نه دی ثابت شوی، په هغه يو شمېر جرمونه لګول شوي خو داسې نه ښکاري چې فيصله به پکې د انتخاباتو نه وړاندې راشي". په ټرمپ باندې په نيويارک او فلورېډا کې هم په انتخاباتو کې د ټګۍ او د خفيه دستاوېزاتو د برسېره کولو جرمونه دي د فورډهم يونيورسټۍ پروفېسره چېري بېدر دغه پېښه د امريکا د پاره سنګينه بولي او وايي " دا زمونږه د جمهوريت د پاره ډېره خطرناکه خبره ده ځکه چې بيا به تاسو د ووټونو شمېره څنګه کوئ؟ خو بلخوا د ټرمپ دلیل دا دی چې هغه ريښتونی دی او هغه دا ګڼي چې انتخابات يې ګټلي دي او دا چې هغه د امريکې سره ټګي نه کوله". د عدالت نه بهر د هغه پلويان وايي اوس هم د ټرمپ ملاتړ کوي خو د کېپټل هېل چې پرې د ټرمپ پلويانو بريد کړی و سره نزدې په سوونو د ټرمپ مخالفين په دې نظر دي چې ټرمپ دې په کانګرېس د بريد په مقدمه کې احتساب ته مخامخ شي. د واشنګټن په وفاقي عدالت کې به د ټرمپ د بلې پيشۍ نېټه زر تر زره اوټاکلی شي. د ټرمپ بله پېشي به د می په مياشت کې په فلورېډا کې وي.
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
په تور سمندرګي کې د روسیې پر جنګي بیړۍ د اوکراین برید
د روسيې د دفاع وزارت د جمعې ورځ، د اګست ۴مه (زمري ۱۳مه)، په یوې اعلامیې ویلي چې د دغه هېواد سمندري ځواکونو د جمعې په سهار، د تورې بحيرې د نووروسيسک بندر ته څیرمه چې د روسیې د صادراتو یو له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کیږي، د اوکراین دوه سمندري بې پیلوټه الوتکې (ډرون) له منځه وړي دي.
اروپایي ټولنه: د الکسي ناوالني په اړه د محکمې حکم 'د منلو وړ ندی'
اروپایي ټولنې د جمعې په ورځ اګست څلورمه (زمري ۱۳) د روسیې د محکمې هغه پریکړه وغندله چې د کریملین مخالف مشر الیکسي ناوالني یې د افراطیت په تور په ۱۹ کاله بند محکوم کړ.
سپینې خبرې
د پاکستان دننه په ترهګریزو بریدونو کې د افغان اتباعو د لاس لرلو له تور لګولو څخه د پاکستان موخه څه ده؟ د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکاره وزیره حنا رباني کهر وايي، د طالبانو حکومت ته یې داسې اسناد او شواهد سپارلي، چې په پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې د افغان اتباعو لاس لرل په ګوته کوي. په ورته وخت کې د طالبانو حکومت او د پاکستان پخواني صدراعظم، عمران خان د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر بلاول بوټو زرداري هغو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی چې ویلي یې دي اسلام اباد کولای شي په افغانستان کې دننه ترهګر تعقیب او په نښه کړي.