ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

14.10.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

14.10.2023 امریکا غږ

له غزې څخه د یو میلیون فلسطینیانو د تخلیې په اړه نړیوال غبرګونونه: سپینې خبرې

ملګرو ملتونو او ګڼ شمیر هېوادونو د اسرائیل د هغه ضرب الاجل په وړاندې چې د غزې په تړانګه کې یې د څه باندې یو میلیون ملکیانو څخه غوښتي چې په ۲۴ ساعتونو کې د غزې د شمال څخه جنوب ته ولاړ شي، غبرګون ښودلی او هغه یې غندلی دی. نن د سپینې خبرې په پروګرام کې د کارپوهانو سره په دې بحث کوو چې د فلسطینانو او اسرائیل ترمنځ د جګړو اصلي ریښه او د حل لارې څه دي؟

14.10.2023 امریکا غږ

کرکټ نړیوال جام: هند پاکستان ته ماتې ورکړه

د کرکټ په نړیوال جام کې د شنبې په ورځ اکتوبر ۱۴ (تلې ۲۲مه) هند، پاکستان ته د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

14.10.2023 امریکا غږ

زیر آسمان کبود

زیر آسمان کبود

14.10.2023 ازادي راډیو

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

14.10.2023 امریکا غږ

ملګرو ملتونو له نړیوالو د هرات د زلزله ځپلیو لپاره د 14.4 میلینه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي آر له مرسته کوونکو هېوادونو او دارو څخه  د افغانستان په هرات ولایت کې له زلزله ځپلیو کورنیو سره د مرستې لپاره د 14.4 میلینه ډالرو غوښتنه کړې ده. ملګري ملتونه وايي د هرات په زنده جان ولسوالۍ د زلزلې له امله په 11 کلیو کې ټول کورونه نړېدلي او په ټوله کې د څه باندې 1700 کورنیو لږ تر لږه 12 زره تنان اغېزمن شوي دي۔ د افغانستان په هرات ولايت کې يوه وونۍ وړاندې د سختې زلزلې او د هغې وروسته د زلزلې راغلو جټکو له امله اغېزمن شوي يو شمير ځايي اوسېدونکي له هم د کومک منتظر دي. زلزله ځپلي وايي موسم په سړېدو دی او دوی سره د خپلو ماشومانو او ښځو د پراخه اسمان لاندې ژوند کوي، دوی د طالب چارواکو او خېريه بنسټونو څخه د کومک غوښتنه کوي. د افغانستان هرات ولايت 70 کلن لال ګل هم د تېر خالي په ورځ راغلې زلزله کې د کورنۍ غړي او نور د امروزه استعمال شيان  او خوراکي توکي د لاسه ورکړي دي۔ نوموړی د افغانستان واکمنو او نړيوالې ټولنې څخه د مرستو غوښتنه کوي: "کله چې زلزله وشوه زه د څاه یا کوهي خواته وم چې راغلم ګورم چې کور مو نړېدلی او د کورنۍ اووه تنه غړي ورلاندي شوی موږ نهه تنه وو اووه نفره مو له لاسه ورکړل له چارواکو څخه د مرستۍ غوښتونکې یو موږ ترې پیسې نه غواړو خو ژمی را روان دی زموږ د ویجاړو کورونو جوړولو کې د مرسته راسره وکړي". د امريکې د جيولوجيکي سروی ترمخه د افغانستان په شمال لوېديځ کې پروت په هرات د اکتوبر په 7مه د راغلې زلزلې درجه 6.3 ريکارډ شوې وه. په افغانستان کې افتي پېښو ته د رسېدو د چارو وزارت وايي په دغه زلزله کې څه باندې 1000 تنه مړه او هسپتالونو ته نزدې 2000 ژوبل کسان د علاج لپاره انتقال شوي دي. د وزارت چارواکو ميډيا ته جاري کړو مالوماتو کې ويلي چې د تېزې زلزلې په نتيجه کې څه باندې 1300 کورونه په مکمله توګه ويجاړ شوي دي۔  د وزارت ترجمان ملا جانان سايق وي او ای ډيوه ته وويل چې خلکو سره د مرستو لپاره په هرات ولايت کې يوه کمېټي ټاکلې شوې او کوم خلک چې امداد ته اړتيا لري هغوی سره هر ډول کومک کېږي. د هرات بېلا بېلو سيمو يو شمېر زلزله ځپلي وايي موسم په يخېدو دی او دوی سره د ښځو او ماشومانو بې سرپناه په ژوند کولو مجبوره دي، دوی د افغانستان موجوده واکمنو او نړيوالو خيريه بنسټونو څخه د کومک غوښتنه کوي. په هرات کې ولايت زلزله ځپلی سلطان احمد وایي: "تراوسه مونږ ته هیڅ ډول مرسته نه ده شوې, یو مسلمان چې اوبه, خواړه او ډوډۍ یې راوړه نور چا څه نه دي کړي, مونږ ته باید د سرپناه غم وخوړل شي, هرڅه مو چې لرل کالي او خوراکي مواد ټول ترخاورو لاندې شول. تراوسه بریالي شوي نه یوو چې سامان راوباسو, دولت باید لوډر راوړي چې هرڅه له خاورو نه وایستل شي. ټول څاروي چې په کور کې وو له منځه لاړل". د خوړو نړیوال پروګرام د هرات ولايت زلزله او د هغې وروسته د زلزلې جټکې د يو ناورين په سر بل ناروين په توګه ياد کړي او د نړيوالې تولنې څخه يې افغانانو ته د مرستو د برابرولو غوښتنه کړې۔

14.10.2023 ډیوه

د اسرائیل خبرداری؛ د غزې له شمال نه دې خلک ووځي- د اشنا د شنبې خبري ټولګه

د امریکاغږ د اشنا د شنبې په خپرونه کې؛ پر غزې د اسرائیل د ځمکني یرغل لپاره د چمتوالي، د زلزله ځپلو لپاره د مرستو د برابرولو او په افغانستان کې د ښځو لپاره کاري فرصتونو په اړه مهم راپورونه خپروو.

14.10.2023 امریکا غږ

فلسطنیان هڅه کوي، چې د غزې له شماله وتښتي.

اسراییل د غزې په شمال کې شاوخوا یومیلیون کسانو ته خبرداری ورکړی دی چې د غزې جنوب ته ولاړ شي، دوی مځکني عملیات پيلوي. اسراییل یوه اونۍ وروسته تر دې چې حماس ډلې ناببره پر اسراییل حمله وکړه. پر غزې مځکني عملیات د دې سربیره شروع کړل، چې ملګرو ملتو خبرداری ورکړی دی چې د غزې د نژدې نیمایي استوګنو بیځایه کیدل به د ناورین سبب شي.

14.10.2023 ازادي راډیو

سعودي عربستان د اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو بهیر وځنډاوه - سرچینې

یوې سرچینې د فرانس پرس اژانس ته ویلي، سعودي عربستان له اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو خبرې وروسته له هغې وځنډولې، چې اسرائیلي پوځ د غزې په تړانګه کې له یوې اوونۍ راهیسې بریدونه پیل کړل او د سیمې اوسېدونکو ته یې د وتلو لپاره ضرب الاجل وټاکه.

14.10.2023 امریکا غږ

تر شنه اسمان لاندې

تر شنه اسمان لاندې

14.10.2023 ازادي راډیو

امریکا او سعودي پر اسرایل غږ کړی چې په غزه کې د عملیاتو په وخت عامو خلکو ته پام وکړي

امریکا پر اسرایل د حماس د بریدونو په جواب کې د اسرایلي ځواکونو د جوابي بریدونو ملاتړ کوي، خو بلې خواته یې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن له اسرایلي ځواکونو غوښتي چې په غزه پټۍ کې پخپلو عملیاتو کې عام خلک په نخښه نه کړي. اینټني بلینکن د اسرایل او حماس د جګړې د ختمولو او له اسرایل سره د ملاتړ لپاره منځني ختیځ ته تللی او د شنبې- خالي په ورځ یې په ریاض کې د سعودي د بهرنیو چارو له وزیر شهزاده فیصل بن فرحان سره لیدلي او دواړو پر دې ټینګار کړی چې د اسرایل او حماس په شخړه کې باید عامو خلکو ته پام وشي. بلینکن ویلي اسرایل د خپلې قانوني دفاع حق استعمالوي چې د خپلو خلکو ساتنه وکړي او دا ډاډ تر لاسه کړي چې داسې پېښه بیا هیڅکله ونه شي، خو وایي دا د ټولو لپاره ډېره مهمه ده ملکي وګړو ته پام وشي: "په موږ کې هیڅوک نه غواړي چې ملکي خلک رنځ او عذاب وګالي، که هغه په اسرایل کې وي، که په غزه کې وي او که په بل هر ځای کې وي." د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان ویلي، هېواد یې د اسرایل او حماس په جګړه کې د ملکي وګړو خوندیتوب غواړي. فرحان وایي دا یو پرېشانوونکی او ستونځمن حالت دی: "تاسې پوهیږئ د دې حالت لومړني اغېزمن عام خلک دي او د دواړو غاړو ملکي وګړي اغېزمن کېږي، زه فکر کوم دا مهم ده چې که ملکي وګړي په هر شکل، هر ځای او هر کله په نخښه کېږي باید موږ ټول یې وغندو". د امریکا صدر جو بایډن په فلاډلفیا کې د اقتصاد په اړه په خپل وینا کې وویل چې په غزه کې د بشري بحران حل کول لومړیتوب دی: "مونږ د دې حقیقت نه سترګې نه شو اړولی چې د فلسطین لوی اکثریت د حماس او د حماس له خوفناکو بریدونو سره هیڅ تعلق نه لرلو او په نتیجه کې یې دوی هم د پایلې په توګه رنځیږي". د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د جمعې په ورځ په عمان کې د اردن د باچا عبدالله او د فلسطین د صدر محمود عباس سره ملاقات وکړ. له هغه وپوښتل شول چې ایا هغه اندیښنه لري چې اسراییل د حماس په وړاندې په جذباتو کې کاروایي کوي چې بیا به پرې وروسته افسوس کوي، بلینکن وویل: "هغه څه چې اسرایل یې کوي انتقام نه دی بلکې د خپلو خلکو د ژوند دفاع ده او لکه څنګه چې ما وویل اسرایل کوشش کوي دا ډاډ ترلاسه کړي چې داسې بیا پېښ نه شي". بلینکن وویل امریکا په سیمه کې د نړیوالو سازمانونو او شریکانو سره کار کوي چې مقصد یې د فلسطیني ملکي خلکو لپاره "خوندي ځایونه" جوړول دي. دا خوندي ځایونه به څنګه وي او څه ډول به ښکاري، دا ښایي د خالي- شنبې او اتوار په ورځو د بحث موضوع وي، کله بلینکن به په سعودي عرب، متحده عرب اماراتو او مصر کې له چارواکو سره پرې خبرې اترې کوي. د جمعې په ورځ په اسرایلو کې د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټین د اسراییل سره د امریکا یووالی څرګند کړ .آسټین وروسته خبریالانو ته وویل، په دې اونۍ کې په اسراییل او غزه کې شاوخوا 3,100 کسان وژل شوي دي: "د حماس په څېر ترهګر د قصده ملکي وګړي په نخښه کوي خو جمهوریت داسې نه کوي دا د عزم وخت دی د انتقام نه، د مقصد وخت دی د ویرې نه او د سلامتۍ وخت دی، د وسلې د غورځولو نه". د اسرایلو او حماس په جګړه کې دواړو غاړو ته تر اوسه د وژل شویو کسانو شمېر تر 3,100 اوښتی دی، اسرایلي چارواکي خپلې غاړې ته د وژل شویو کسانو شمېر 1,300 او د غزې د روغتیا وزارت خپلې غاړه ته د وژل شویو خلکو شمېر 1,800 یادوي. یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي خبري ایجنسۍ ا خیستل شوي دي.

14.10.2023 ډیوه

ملګري ملتونه د هرات زلزله ځپلو سره د مرستو غوښتنه کړې- یوه موضوع څو زاویې

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د هرات ولایت د تیرې اونۍ زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې لپاره د مرسته کوونکو هیوادونو او بنسټونو څخه د ۱۴.۴ میلیونو ډالرو د برابرولو غوښتنه کړې ده.

14.10.2023 امریکا غږ

د هرات زلزلې اکثر قربانیان په سر، لاسونو او پښو ټپیان شوي- بو علي سینا

د بوعلي سینا ددې اوونۍ په خپرونه کې؛ د هرات زلزله ځپلو د روغتیايي وضعیت، سرپناه او بشري مرستو څېړنه، د رواني ناروغیو لاملونه، او د پارکینسن ناروغۍ د ودې څخه د مخنیوي په ګډون د روغتیا له نړۍ څخه خبرونه او راپورونه شامل دي.

14.10.2023 امریکا غږ

د اسرائیل پوځ: د غزې اوسیدونکي باید د وتلو په بهیر کې 'ځنډ' ونکړي

د اسرائیل پوځ له سختو نړیوالو نیوکو سره سره د شنبې په ورځ د اکتوبر په ۱۴ (تلې ۲۲) خبرداری ورکړ چې د غزې ښار اوسیدونکي باید له پلان شوي ځمکني برید څخه دمخه سمدستي له سیمې ووځي.

14.10.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more