ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امریکا له عراق څخه پدې هیواد کې د خپلو سرتیرو د خوندیتوب غوښتنه وکړه

د متحده ایالاتو پوځ سه شنبه اپریل ۲۳ ( غوایي څلور) د عراق د حکومت څخه وغوښتل چې په سوریې او عراق کې د امریکایي ځواکونو خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي.

24.04.2024 امریکا غږ

پاکستان کې امنیتي ځواکونو په نښتو کې د پینځوؤ "ترهګرو" د وژلو دعوه کړې

پېښور — په پاکستان کې امنیتي ځواکونو دعوې کړي چې په بلوچستان اؤ پنجاب ایالتونو کې یې وسله والو سره په نښتو کې "پینځه ترهګر" وژلي دي. د پوځ د عامه اړیکو څانګې د نهې- سه شنبې په ورځ خپل یو بیان کې ویلي چې امنیتي ځواکونو د بلوچستان په پښین سیمه کې د ترهګرو پرضد عملیات کړي چې پکې درې وسله وال وژل شوي اؤ یو بل ژوندی نیول شوی. د پوځ بیان کې دعوه شوې چې تېره شپه په سیمه کې دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو په اساس شوي اؤ د عملیاتو په مهال د دواړو خواؤ ترمنځ درنه جګړه هم شوې ده. پوځ پخپل بیان کې د وژل شوؤ وسله والو پېژندګلو نه ده ښکاره کړې خو ویلي یې دي چې په ژوبل حالت کې نیول شوی ترهګر افغان دی. پوځ دعوه کړې چې په دې عملیاتو کې له ترهګرو درنې وسلې اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه کړل شوي دي. په پنجاب کې هم د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو(سي ټي ډي) دعوه کړې ده چې وسله والو سره د ډزو د تبادلې په وخت یې دوه ترهګر وژلي دي. د سي ټي ډي له لوري مطبوعاتو ته لېږل شوي بیان کې ویل شوي د ډزو دا پېښه په بهکر سیمه کې رامنځته شوې اؤ کوم ترهګر چې پولیسو سره نښته کې وژل شوي هغوي په حساسو تاسیساتو برید کې ککړ و. سي ټي ډي دعوه کړې ده چې دغه وسله وال یې د خېبر پښتونخوا نه پنجاب ته د اوښتو په مهال نښته کې وژلي‌ اؤ وایي د هغوي له ولکې یې درنې وسلې هم ترلاسه کړي دي. د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو د وژل شوؤ وسله والو نوره پېژندګلو نه ده په ډاګه کړې خو ویلي یې دي چې د هغوي تړاؤ د یوې ناچله ګرځول شوې وسله والې ډلې سره دی. په دې وروستیو کې د پاکستان دننه په امنیتي ځواکونو د ترهګریزیزو بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې ده چې پکې په ګڼ شمیر امنیتي سرتیري وژل شوي خو امنیتي ځواکونه هم وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیاتو کې د وسله والو د وسلو دعوې کوي. په پاکستان کې د ترهګرو اؤ امنیتي ځواکونو تر منځ د جګړو د زیاتره خبرونو پخلی له ازادو سرچېنو نه کیږي ځکه چې د جګړو سیمو ته خبریالان نه ور پرېښودل کیږي اؤ مطبوعات د جګړو رپورټونو کې د مرګ ژوبلې دعوې یوازې د دخېلو خواؤ د بیانونو په اساس خپروي.

24.04.2024 ډیوه

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

24.04.2024 امریکا غږ

امریکا وایي غزې کې د ډله ایزو قبرونو په هکله راپورونه 'ځورونکي" دي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت سه شنبه اپریل ۲۳ ( غوايي ۴) وویل چې په غزې کې د ډله ایزو قبرونو پیدا کیدل "ځورونکي" دي.

24.04.2024 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

23.04.2024 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

23.04.2024 امریکا غږ

افغانستان او نړۍ کې د بشري حقونو وضعیت - سپینې خبرې

طالبانو نړۍ کې د بشري حقونو په اړه د امریکا هغه کلنی راپور رد کړی چې وايي افغانستان کې ښځې نورې هم محدودې شوي. ایا افغانستان کې ښځې له خپلو اساسي حقونو برخمنې دي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په دې اړه بحث شوی.

23.04.2024 امریکا غږ

عراق کې امریکايي ځواکونه په نښه شوي - د پنټاګون چارواکی

د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکي د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۳ (غوايي څلورمه) وویل چې د عراق د لویدیځ په یوه پوځي اډه کې امریکايي ځواکونه په نښه شوي دي.

23.04.2024 امریکا غږ

رپورټ: د فلسطيني کډوالو د مرستې دپاره د ملګرو ملتونو اداره د غېرجانبدارۍ مضبوط نظام لري

د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس د فېبرورۍ په میاشت کې د فرانس پخوانۍ خارجه وزیرې کولونا په مشرۍ کې کمېشن ګمارلی و چې یواېن ار ډبلیو په غېر جانبداره انداز توګه کتنه وکړي

23.04.2024 ډیوه

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

23.04.2024 امریکا غږ

د امریکې کلنی رپوټ وایي د طالبانو حکومت پراخو بشري سرغړونو ته دوام ورکړی، طالبانو رپوټ رد کړی

واشنګټن — د بشري حقونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نوی نړیوال رپوټ وایي په افغانستان کې په 2023 کال کې په پراخه توګه د بشري حقونو سرغړونې شوې او د طالبانو حکومت د افغانانو خپلسره نیولو، په اذیت کولو، ځورولو، تښتولو، وژلو او جبري کډه کولو ته دوام ورکړی دی. دا رپوټ د اپریل پر 22مه خپور شوی او پکې په نړۍ کې د بشري حقونو پر سرغړونو شدیدې اندېښنې ښکاره شوې دي. په رپوټ کې راغلي چې د طالبانو د فرمانونو له کبله د تعلیم او کار لپاره د افغان مېرمنو او نجونو لاسرسی لا پسې محدود شوی او هغوی یواځې د کورنیو کارونو لپاره محدودې شوې دي: "د ښځو او نجونو د تعلیم او کار په برخه کې فرمانونه او حکمونه نه دي بدل کړای شوي او نه پکې نرمښت راوستل شوی دی". د بهرنیو چارو وزارت ویلي طالبانو داسې فرمانونه خپاره کړي چې هم د تېر جمهوري حکومت په دورې کې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره له جوړو قوانینو سره په ټکر کې دي او هم په نړیوالو کنونشنونو کې د افغانستان له ذمه واریو سره په تضاد کې دي. د بهرنیو چارو وزارت په رپوټ کې ویل شوي، تېر کال یې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په هکله د "اعتبار وړ" رپوټونه تر لاسه کړي چې وایي وژنې، شدید بدني اذیتونه، په زندانونو کې سخت او ژوند ته خطر لرونکي حالات پکې شامل دي: "غیرمنصفانه قید او تښتونې، لادرکه کول، د عدلیې په ازادۍ کې سنجیده ستونځې، سیاسي بندیان، د خلکو په شخصي ژوند کې خپلسره او غیرقانوني مداخلې، د خپلوانو په ممکنه جرمونو د هغوی خپلوانو ته سزاګانې پکې شاملې دي". په رپوټ کې همدارنګه ویل شوي چې طالبانو تېر کال په افغانستان کې د بیان او مطبوعاتو پر آزادۍ شدید محدودیتونه لګولي وو چې وایي په هغوی کې د خبریالانو بندي کول او له هغوی سره تشدد کول هم پکې شامل دي. د بهرنیو چارو وزارت په کلني رپوټ کې دا هم ویل شوي چې تېر کال په افغانستان کې په سوله ییزه توګه د خلکو د راټولېدو په آزادۍ کې د پام وړ لاسوهنه شوې، په مذهبي آزادۍ، د خلکو په ګرځېدو راګرځیدو او د هیواد پرېښودو په حقونو هم سخت محدودیتونه لګول شوي وو. د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بشري حقونو د حالت په اړه د امریکې د بهرنیو چارو وزارت رپوټ ته په خپل بیړني غبرګون کې ویلي، لوېدیځ هیوادونه دې پر افغانانو خپل کلتور نه تپي، وایي د افغانستان خلک مسلمانان دي او د هغوی حقوق د شریعت په بنیاد تعریف کیږي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اپریل پر 23مه د افغانستان سرکاري رېډیو آر ټي‌ اې سره په مرکه کې ویلي، هغه څه چې په امریکا او لوېدیځو هیوادونو کې د بشري حقونو د ارزښتونو په توګه تعریف کیږي شاید په افغانستان کې هغه ډول تعریف نه شي: "دا چې امریکا او یا کوم بل لوېدیځ هیواد د بشري حقونو په تړاو خبرې کوي، هغوی دې لوېدیځ کلتور پر نورو هیوادونو نه تحمیل کوي. کوم څه چې په امریکا کې بشري حقونو په نوم تعریف کيږي شاید په افغانستان کې هغسې نه اوسي". د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په کلني رپوټ کې راغلي چې تېر کال په افغانستان کې په پراخه توګه د قانون واکمني له پامه غورځول شوې وه او هغو کسانو ته رسمي معافیت ورکړل شوی وو او په خلاف یې کوم اقدام نه دی شوی چې بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي وو.

23.04.2024 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more